(د حزب التحرير د امير، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د ده د فیسبوک پاڼې "فقهي" مینه والو ترې کړي دي)
د پوښتنې ځواب
تامر الحج محمد ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله، د پاڼې اډمین ته یوه یادونه: تاسو د "لا زال" کلمه کارولې ده؛ دا له مضارع فعل سره نه کارول کېږي، مګر له ماضي سره چې کله راشي نو مانا یې "د زوال نه کېدو دعا" ده او دا له عامو غلطیو څخه ده... سم یې په مضارع کې "ما زال" او په مضارع کې "لا يزال" ده... هیله ده زما نیوکه ومنئ... ستاسو هڅې دې مبارکې وي، الله دې ستاسو ساتنه وکړي او زموږ مشر قائد ته دې عزت او بریا ورکړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ستا یادونه مې ولوستله چې پر "زال" فعل باندې د "لا" داخلېدو په اړه وه، او ستا خبره دا وه چې لا النافية پر ماضي فعل نه داخلېږي مګر دا چې د دعا په ځای کې وي. په پیل کې دا ډېره ښه ده چې یو ځوان د ژبې په اړه دومره پاملرنه کوي، خو غوره ده چې موضوع له ټولو اړخونو وڅېړل شي. ستا د یادونې په ځواب کې وایم:
۱- "زال" فعل او مضارع یې "يزال" له نورو ماضي فعلونو سره توپیر لري؛ پر ماضي فعل "زال" باندې د لا النافية داخلېدل هماغه مانا ورکوي چې پر مضارع فعل "يزال" باندې د لا النافية له داخلېدو څخه ترلاسه کېږي. یعنې دلته موضوع یوازې پر ماضي فعل باندې د لا النافية داخلېدل نه دي، بلکې داسې ده لکه پر مضارع فعل چې داخله شوې وي. که ته ووایې: "لا زال فلان جالساً" نو دلته د ماضي مانا مضارع ته اوړي، لکه ته چې ووایې: "لا يزال فلان جالساً". په "زال" فعل کې دا ځانګړنه چې له لا النافية سره راځي، په نورو ماضي فعلونو کې تقریباً نشته او زه بیا هم پر "زال-يزال" بحث کوم. پر دې بنسټ، لا النافية پر "زال" باندې په عادي ډول د دعا او غیر دعا لپاره داخلېږي:
الف- د دعا لپاره؛ لکه خپل ملګري ته چې ووایې: لا زلت بخير (تل نېکمرغه اوسې).
ب- د غیر دعا لپاره؛ لکه په حدیث کې چې راغلي: ابو بکر الفریابي (مړ مړینه ۳۰۱ هـ) په خپل کتاب "القدر" کې د نافع له لارې له ابن عمر څخه روایت کړی، هغه وایي چې ام سلمه رضى الله عنها وویل: ای د الله رسوله!
لَا زَالَ يُصِيبُكَ فِي كُلِّ عَامٍ وَجَعٌ مِنْ تِلْكِ الشَّاةِ الْمَسْمُومَةِ
"تل پر تا باندې په هر کال کې د هغې مسمومې شوې بوزې له امله درد راځي چې تا خوړلې وه."
رسول الله ﷺ وفرمایل:
مَا أَصَابَنِي شَيْءٌ مِنْهَا إِلَّا وَهُوَ مَكْتُوبٌ عَلَيَّ وَآدَمُ فِي طِينَتِهِ
"له هغې څخه ماته هیڅ شی نه رسیږي مګر دا چې هغه پر ما لیکل شوی و، په داسې حال کې چې آدم (ع) لا په خټه کې و." (کتاب القدر للفریابي)
دلته دا ښکاره ده چې "لا زال" د دعا لپاره نه ده کارول شوې.
۲- د یادولو وړ ده چې د "لا زال" خبر د حال د غوښتنې سره سم له خپل اسم سره تړلی وي، که دا ملګرتیا او تړاو اوږد وي که لنډ. احمد الحازمي د ابن مالک (مړینه ۶۷۲ هـ) د الفیې په شرح کې وایي: (د "زال" او د هغې د خویندو مانا پر دې دلالت کوي چې صفت له موصوف سره تر هغه وخته تړلی وي چې د قبلولو وړتیا یې ولري. نحویانو پر دې اتفاق کړی چې دا څلور واړه افعال "زال، برح، فتئ، انفك" یو مانا ورکوي چې هغه له موصوف (اسم) سره د صفت (خبر) تړاو دی، خو هر تړاو د جملې مطابق وي؛ مثلاً: "لا زال زيد عالماً" یعنې په اصل کې زید تر هغه وخته په علم موصوف دی چې ژوندی وي. "لا زال زيد قائماً" دا بیا په ځینو وختونو کې وي او په ځینو کې نه... "لا زال زيد صائماً" دا د روژې په وخت کې وي او کله چې ماښام شي نو دا وخت ختمېږي...) پای.
لکه څنګه چې وینئ، د ژبې پوهان "لا زال" په عادي ډول د دعا او غیر دعا لپاره کاروي.
۲- نور ماضي فعلونه:
الف- په دغو فعلونو کې د "لا" داخلېدل غالباً د دعا لپاره وي، لکه پر دښمن د بد دعا په ډول چې وایې: لا نصره الله (الله دې مرسته نه ورسره کوي).
ب- د نفي لپاره د "لا" کارول په دغو فعلونو کې کم (نادر) دي، ځکه ماضي فعل پېښ شوی وي او د هغه نفي کول مانا نه لري. په دې برخه کې له "زال" سره توپیر لري، ځکه پر "زال" د "لا" داخلېدل هغه مضارع ته اړوي او د "لم يزل" مانا ورکوي. مګر نور ماضي فعلونه د "لا" په داخلېدو سره بیا هم ماضي پاتې کېږي، ځکه یې د نفي لپاره کارول نادر دي، خو په ځینو ځانګړو حالاتو کې د نفي لپاره راځي چې له هغو څخه دي:
- که تکرار شي، لکه:
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّى
"نو هغه نه تصدیق وکړ او نه یې لمونځ وکړ." (القیامة: ۳۱)
- که ترې مخکې "ف" راشي او په لفظ کې تکرار نه شي، نو د نفي او تحضیض (هڅونې) ترمنځ وي او د قرینې له مخې ترجیح ورکول کېږي، لکه:
فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ
"نو هغه پر دغه ستونزمنه غاښۍ (تنګې لارې) باندې تېر نه شو." (البلد: ۱۱)
دا په لاندې ډول فهم کېدای شي:
د نفي لپاره، لکه څنګه چې په "معانی القرآن للأخفش" (مړینه ۲۱۵ هـ) کې راغلي: (سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ﴾ یعنې: فَلَمْ يَقَتْحِمْ)... همدارنګه د زمخشري (مړینه ۵۳۸ هـ) په "تفسیر الکشاف" کې راغلي چې دا یې نفي بللې او په مانا کې یې تکرار ګڼلې ده او وایي: (...که ووایې: پر ماضي داخلېدونکې "لا" کمه واقع کېږي مګر دا چې تکرار شي، نو ولې په دغه تر ټولو فصیح کلام کې تکرار نه شوه؟ ما وویل: دا په مانا کې تکرار ده، ځکه د ﴿فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ﴾ مانا دا ده چې: نه یې مریی ازاد کړ او نه یې مسکین ته ډوډۍ ورکړه. ایا نه ګورې چې د غاښۍ (عقبة) تېرېدل په همدې تفسیر شوي دي؟...)... همدارنګه د عبدالله بن یوسف "ابن هشام" (مړینه ۷۶۱ هـ) په "مغني اللبیب" کې راغلي: (او د الله سبحانه وتعالی دا قول ﴿فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ﴾؛ نو "لا" په کې په مانا کې تکرار ده، ځکه مانا یې دا ده چې نه یې مریی ازاد کړ او نه یې مسکین ته خواړه ورکړل، ځکه دا د "عقبه" تفسیر دی لکه څنګه چې زمخشري ویلي دي)...
د تحضیض (هڅونې) لپاره:
د کسائي (مړینه ۱۸۹ هـ) په کتاب "معاني القرآن" ۲۴۸ مخ کې د قیامت سورت په اړه راغلي: (...او د الله تعالی قول ﴿فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ﴾... مانا یې دا ده: "أفلا اقتحم العقبة" یعنې: ولې پر عقبه تېر نه شو؟ چې دلته د استفهام الف حذف شوی دی.) پای.
او د "ابو محمد سهل التُستري" (مړینه ۲۸۳ هـ) په تفسیر کې راغلي: (د الله تعالی قول: ﴿فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ﴾ وایي: یعنې کاشکې له صراط او تر هغه لاندې له غاښۍ تېر شوی وای...) او په تفسیر طبری او ابن کثیر کې هم په همدې مانا "هلاَّ" (کاشکې/ولې نه) راغلي دي، او قرطبي په خپل تفسیر کې دواړه ماناوې (لم او هلاَّ) ذکر کړې دي.
خلاصه:
۱- "لا" پر "زال-يزال" باندې په عادي ډول د دعا او غیر دعا لپاره داخلېږي.
۲- پر نورو ماضي فعلونو باندې "لا" کمه داخلیږي، ځکه ماضي پېښه شوې وي او نفي یې مانا نه لري.
۳- خو په ځینو ځانګړو حالاتو کې پر ماضي فعلونو داخلیږي، له هغو حالاتو څخه دي: که تکرار شي، او یا که ترې مخکې "ف" راشي.
۴- له همدې امله، د اډمین دا خبره چې ویلي یې دي: "الصراع لا زال قائماً في تركيا" (په ترکیه کې شخړه لا هم روانه ده) سمه ده.
دا په دې اړه زما معلومات وو، او له هر پوه څخه پورته بل پوه شته.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۳۷هـ د ذوالحجې ۱۹مه د ۲۰۱۶/۰۹/۲۱م مطابق
د امير له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک
د امير له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس
د امير له ټویټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: ټویټر
د امير له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امير ویبپاڼه