Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَـبْلَهُ» حدیث

October 03, 2023
2268

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د هغو پوښتنو ځوابونه چې د هغه د فېسبوک پاڼې «فقهي» له لارې ترې پوښتل شوي:

د پوښتنې ځواب

صلاح فوزي ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ګران ورور، تر نېکۍ او سلام وروسته: د مقدمة الدستور (د اساسي قانون سریزه) په ۱ جلد / ۹۵ ماده کې داسې راغلي:

«خو د هغو قضایاوو تحریکول چې د هغو کسانو په اړه دي چې اسلام او مسلمانانو ته یې زیان رسولی وي، لامل یې دا دی چې کله رسول الله ﷺ مکه فتحه کړه، نو د څو کسانو وینه یې مباح (هدر) کړه چې په جاهلیت کې یې اسلام او مسلمانانو ته ډېر زیان رسولی و. د هغوی وینه یې مباح کړه، که څه هم د کعبې په پردو پورې نښتي وي. دا په داسې حال کې ده چې رسول الله ﷺ فرمایلي: "بېشکه اسلام هغه څه ړنګوي (له منځه وړي) چې تر هغه وړاندې وو." (احمد او طبراني له عمرو بن العاص څخه روایت کړی). یعنې څوک چې اسلام او مسلمانانو ته زیان رسوي، له دې حدیث څخه استثنا دي.»

ما د دې کسانو د حالت په اړه څېړنه وکړه او ومې موندل چې ځینې یې مسلمانان شوي وو او بېرته مرتد شوي وو، او ځینې نور یې مسلمانان نه وو او ووژل شول. څوک چې مسلمان و او مرتد شو، اصل دا دی چې په خپل ارتداد سزا شي؛ او څوک چې پر خپل شرک پاتې و او اسلام او مسلمانانو ته یې زیان رسولی و، نو د وژلو یا بښلو سزا یې د مسلمانانو د امام په خوښه ده، لکه څنګه چې په ماده کې راغلي. خو په دواړو حالتونو کې پر هغوی د «اسلام تر ځان وړاندې تېر شوي څه له منځه وړي» حدیث نه پلي کېږي؛ ځکه موږ پوهېږو چې دا حدیث پر هغو کسانو پلي کېږي چې نوي مسلمان شوي وي. نو ولې په دې ماده کې پر دغه حدیث استشهاد شوی دی، په داسې حال کې چې ځینو صحابه وو لکه خالد بن ولید او وحشي بن حرب (رضی الله عنهما) په مسلمانانو کې توره کارولې وه او وژنې یې کړې وې، خو رسول الله ﷺ د هغوی تر اسلام راوړلو وروسته هغوی ته هیڅ ونه ویل؟

الله سبحانه و تعالی مو برکتي کړه، ګامونه مو استواره لره او ستاسو په لاسونو دې بریا نصيب کړي. صلاح فوزي - القدس الشریف

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

داسې ښکاري چې د مسلې په پوهېدو کې یو څه ابهام رامنځته شوی دی. د نبي کریم ﷺ هغه حدیث چې احمد او طبراني له عمرو بن العاص څخه روایت کړی:

إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَـبْلَهُ

"بېشکه اسلام هغه څه ړنګوي (له منځه وړي) چې تر هغه وړاندې وو."

دا په دې دلالت کوي چې کوم کافر چې مسلمان شي، نو له اسلام څخه مخکې چې ده هر څه کړي وي، هغه داسې ګڼل کېږي لکه هیڅ چې یې نه وي کړي، یعنې د هغو کړنو په اړه نه پوښتل کېږي. د ده اسلام ته داخلېدل د هغه ګناهونه له منځه وړي؛ ځکه اسلام تر ځان وړاندې هر څه ړنګوي... خو د مکې د فتحې په وخت کې د رسول الله ﷺ دا کړنه چې (د څو تنو وینه یې مباح کړه چې په جاهلیت کې یې اسلام او مسلمانانو ته زیان رسولی و، او ویې فرمایل چې ویې وژنئ که څه هم د کعبې په پردو پورې نښتي وي)، له دې څخه داسې فهمېږي چې هغوی د خپلو هغو کړنو له امله چې مسلمانانو ته یې زیان رسولی و، د مؤاخذې (پوښتنې) وړ پاتې کېږي، که څه هم اسلام راوړي. ځکه د رسول الله ﷺ دا وینا چې «که څه هم د کعبې په پردو پورې نښتي وي»، دا ښيي چې نبي کریم ﷺ هغوی ته د اسلام په حالت کې هم استثنا نه ده ورکړې، بلکې په هر حال کې یې د هغوی د وژلو امر کړی و. له دې څخه موږ دا پوهېږو چې هغه کسان چې اسلام او مسلمانانو ته زیان رسوي، پر خپلو کړنو سزا ورکول کېږي، که څه هم اسلام ته داخل شي. نو د نبي کریم ﷺ حدیث: «بېشکه اسلام هغه څه ړنګوي چې تر هغه وړاندې وو» هغوی نه رانغاړي، بلکې هغوی له دې حدیث څخه استثنا دي. یعنې د دوی له خوا اسلام او مسلمانانو ته رسول شوی زیان اسلام نه ړنګوي، بلکې پوښتنه ترې کېږي، او تر هغه وروسته د هغوی معامله امام ته سپارل کېږي؛ که یې غوښتل بښي یې او که یې غوښتل سزا ورکوي.

پر دې فهم باندې هغه روایت دلالت کوي چې نسائي په خپل سنن کې له مصعب بن سعد او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: «کله چې د مکې د فتحې ورځ وه، رسول الله ﷺ خلکو ته امان ورکړ مګر څلور سړي او دوه ښځې یې استثنا کړل او ویې فرمایل: هغوی ووژنئ که څه هم د کعبې په پردو پورې نښتي ومومئ: عکرمه بن ابي جهل، عبدالله بن خطل، مقیس بن صبابه او عبدالله بن سعد بن ابي السرح. عبدالله بن خطل په داسې حال کې ونیول شو چې د کعبې په پردو پورې نښتی و، سعید بن حریث او عمار بن یاسر ورته ورمنډه کړه، سعید چې ځوان و تر عمار مخکې شو او ویې واژه. مقیس بن صبابه خلکو په بازار کې وموند او ویې واژه. عکرمه سمندر ته وتښتېد، هلته په توپان کې ګیر شول، د کښتۍ والاو وویل: یوازې د الله په یاد خلاصېدای شئ، ځکه ستاسو معبودان دلته هیڅ ګټه نه درکوي. عکرمه وویل: پر الله قسم که په سمندر کې یوازې اخلاص (توحید) نجات ورکوي، نو په وچه کې هم یوازې همدا نجات ورکولای شي. اې الله! زه له تا سره ژمنه کوم که مې له دې حالت څخه وژغورې، نو محمد ﷺ ته به ورشم او خپل لاس به د هغه په لاس کې کېږدم؛ زه به هغه خامخا بخښونکی او کریم ومومم. نو هغه راغی او مسلمان شو. او عبدالله بن سعد بن ابي السرح بیا د عثمان بن عفان په کور کې پټ شو، کله چې رسول الله ﷺ خلک بیعت ته راوبلل، عثمان هغه راووست او د نبي کریم ﷺ مخې ته یې ودراوه او ویې ویل: اې د الله رسوله! له عبدالله سره بیعت وکړه. رسول الله ﷺ خپل سر راپورته کړ، درې ځلې یې ورته وکتل او په هر ځل یې انکار وکړ، خو تر درې ځلې وروسته یې بیعت ورسره وکړ. بیا یې خپلو اصحابو ته مخ واړاوه او ویې فرمایل:

أَمَا كَانَ فِيكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ يَقُومُ إِلَى هَذَا حَيْثُ رَآنِي كَفَفْتُ يَدِي عَنْ بَيْعَتِهِ فَيَقْتُلُهُ فَقَالُوا وَمَا يُدْرِينَا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا فِي نَفْسِكَ هَلَّا أَوْمَأْتَ إِلَيْنَا بِعَيْنِكَ قَالَ إِنَّهُ لَا يَنْبَغِي لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ خَائِنَةُ أَعْيُنٍ

"ایا په تاسو کې یو هوښیار سړی نه و چې کله یې زه ولیدم چې له بیعت څخه مې لاس نیولی (ډډه کوم)، ورپاڅېدلی وی او دا یې وژلی وی؟ اصحابو وویل: اې د الله رسوله! موږ څه پوهېدو چې ستاسو په زړه کې څه دي، ولې مو په سترګو اشاره ونه کړه؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: د یوه نبي لپاره دا نه ښایي چې د سترګو خیانت ولري (پټه اشاره وکړي)."»

رسول الله ﷺ غوښتل چې مسلمانان عبدالله بن ابي السرح ووژني، سره له دې چې هغه په داسې حال کې راغلی و چې مسلمان و او د بیعت غوښتنه یې کوله. دا په دې دلالت کوي چې د دغو کسانو د وینې مباح کېدل یو مطلق امر و، او اسلام ته داخلېدل په لازمي ډول هغوی له هغې سزا څخه نه ساتي، بلکې د هغوی معامله امام ته راجع کېږي؛ که یې وغوښتل سزا ورکوي او که یې وغوښتل بښي یې... په دې توګه، کله چې نبي کریم ﷺ پر ځینو کسانو چې اسلام یې راوړی و او مسلمانانو ته یې زیان رسولی و، سزا پلي نه کړه (لکه څنګه چې د عکرمه بن ابي جهل په قضیه کې وشول)، دا د امام د بښنې لاندې راځي، لکه څنګه چې په الأجهزة کتاب کې راغلي: «او څنګه چې رسول الله ﷺ وروسته ځینې بښلي وو، لکه عکرمه بن ابي جهل؛ نو له همدې امله خلیفه حق لري چې د داسې کسانو په اړه قضیه تحریک کړي او یا یې وبښي.»

هیله لرم چې د دې مسلې په فهم کې شته ابهام له منځه تللی وي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۵ هجري سپوږمیز کال د ربیع الاول ۱۷مه د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر ۲مه

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: الفيسبوك

Share Article

Share this article with your network