د جلیل القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر د امیر، د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" برخې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب
د ریادي ابوا فاطمه ته
پوښتنه:
زما په دیني ورور، د حزب التحریر امیر صاحب، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د دغه حدیث روغتیا (صحت) څه دی او که صحیح وي، نو هیله ده چې موږ ته یې تشریح کړئ، جزاک الله خیراً.
د زبیر بن عدي رحمه الله څخه روایت دی چې هغه وویل: "موږ انس بن مالک رضي الله عنه ته ورغلو او هغه ته مو له هغه ظلم او زیاتي څخه شکایت وکړ چې موږ ته د حجاج (بن یوسف) له لوري رارسیږي، هغه وویل: صبر وکړئ، ځکه پر تاسو به داسې زمانه رانه شي مګر دا چې له هغې وروسته زمانه به تر هغې بده وي، تر دې چې تاسو له خپل رب سره مخ شئ. ما دا له ستاسو له پیغمبر ﷺ څخه اوریدلي دي." (رواه البخاري)
ځواب:
په پیل کې د ځواب د وضاحت لپاره د اصولو دوه ټکي یادوم:
۱- که په شرعي دلیلونو کې د ټکر (تعارض) شبهه پیدا شي، نو د دلیلونو ترمنځ د جمع او تطبیق هڅه کیږي، ځکه پر دواړو دلیلونو عمل کول تر دې غوره دي چې یو یې له پامه وغورځول شي.
۲- که چیرې د دلیلونو ترمنځ جمع او تطبیق ممکن نه وي، نو بیا د ترجیح د اصولو سره سم یو دلیل ته پر بل ترجیح ورکول کیږي.
اوس ستاسو پوښتنې ته ځواب ورکوو:
بخاري له زبیر بن عدي څخه روایت کړی، هغه وايي: موږ انس بن مالک ته ورغلو او هغه ته مو له هغه څه شکایت وکړ چې د حجاج له لاسه مو ګالل، هغه وویل:
اصْبِرُوا، فَإِنَّهُ لاَ يَأْتِي عَلَيْكُمْ زَمَانٌ إِلَّا الَّذِي بَعْدَهُ شَرٌّ مِنْهُ، حَتَّى تَلْقَوْا رَبَّكُمْ
"صبر وکړئ، ځکه پر تاسو به داسې زمانه رانه شي مګر دا چې له هغې وروسته زمانه به تر هغې بده وي، تر دې چې تاسو له خپل رب سره مخ شئ."
دا حدیث د دې افاده کوي چې هره زمانه به له خپلې تیرې زمانې څخه بده وي. دا حدیث له نورو احادیثو سره د ټکر شبهه لري:
الف- د خلافت د بېرته راستنېدو له حدیث سره د ټکر شبهه لري، حال دا چې خلافت تر هغه ملک جبري (جبري واکمنۍ) څخه غوره دی چې مخکې ترې تېره شوې وي:
احمد په خپل مسند کې له حذیفه بن الیمان څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ
"...بیا به جبري واکمني وي او تر هغه وخته به وي چې الله وغواړي، بیا به یې الله کله چې وغواړي پورته کړي، بیا به پر نبوي منهج خلافت وي. بیا رسول الله ﷺ سکوت وکړ." (رواه احمد)
ب- د مهدي (چې د رسول الله ﷺ له اهل بیت څخه دی) د ظهور له حدیث سره ټکر، چې ځمکه به له عدل څخه ډکوي وروسته له هغه چې له ظلم څخه ډکه شوې وي:
طبراني په المعجم الکبیر کې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمْلِكَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي، يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي، يَمْلأُ الأَرْضَ عَدْلاً وَقِسْطاً كَمَا مُلِئَتْ ظُلْماً وَجَوْراً
"تر هغه وخته قیامت نه قایمیږي ترڅو زما له اهل بیت څخه یو کس پاچا نه شي، چې نوم به یې زما له نوم سره سم وي، هغه به ځمکه له عدل او انصاف څخه ډکه کړي لکه څنګه چې له ظلم او تیري څخه ډکه شوې وي." (رواه الطبراني)
ج- همدارنګه د عیسی علیه السلام د راښکته کېدو له حدیث سره د ټکر شبهه لري، چې هغه به د دجال له شر وروسته راځي:
طبراني په الکبیر کې له سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه روایت کړی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل:
إِنَّ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ يَلْبَثُ فِي الأَرْضِ مَا شَاءَ اللَّهُ، ثُمَّ يَجِيءُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ صَلَّى اللُّه عَلَيْهِ مِنَ الْمَشْرِقِ، مُصَدِّقاً بِمُحَمَّدٍ ﷺ وَعَلَى مِلَّتِهِ، ثُمَّ يَقْتُلُ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ
"یقیناً مسیح دجال به په ځمکه کې تر هغه وخته پاتې شي چې الله وغواړي، بیا به عیسی بن مریم علیه السلام له مشرق څخه راشي، په داسې حال کې چې د محمد ﷺ تصدیق کونکی او د هغه پر ملت به وي، بیا به مسیح دجال وژني."
نو دا حدیث چې "هره زمانه تر خپلې مخکې زمانې بده ده" له هغو احادیثو سره د ټکر شبهه لري چې وایي د دوی زمانه به له تیرې هغې غوره وي نه بده... لکه څنګه چې مې په پیل کې وویل که جمع او تطبیق ممکن وي نو هغه غوره دی، که نه نو ترجیح ته مراجعه کیږي... د دغو احادیثو په تدبر او غور سره معلومیږي چې د دوی ترمنځ جمع او تطبیق ممکن دی، په دې ډول چې د بخاري حدیث (هر وخت تر مخکې بد دی) پر عمومیت پاتې نه شي، بلکې په نورو حالتونو پورې خاص شي، یعنې پر نبوي منهج د دویم راشد خلافت له بېرته راستنېدو څخه د مخکې زمانې لپاره وي. او دا د رسول الله ﷺ له هغه بل حدیث سره موافق ښکاري چې بخاري روایت کړی:
خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ يَجِيءُ مِنْ بَعْدِهِمْ قَوْمٌ تَسْبِقُ شَهَادَتُهُمْ أَيْمَانَهُمْ وَأَيْمَانُهُمْ شَهَادَتَهُمْ
"غوره خلک زما د پېړۍ خلک دي، بیا هغه چې له دوی وروسته دي، بیا هغه چې له دوی وروسته دي، بیا به له هغوی وروسته داسې خلک راشي چې د هغوی شاهدي به پر قسمونو او قسمونه به یې پر شاهدي مخکې کیږي."
او مسلم هم په دې الفاظو روایت کړی:
خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ - فَلَا أَدْرِي فِي الثَّالِثَةِ أَوْ فِي الرَّابِعَةِ قَالَ - ثُمَّ يَتَخَلَّفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ تَسْبِقُ شَهَادَةُ أَحَدِهِمْ يَمِينَهُ وَيَمِينُهُ شَهَادَتَهُ
او ابن ابي شیبه په خپل مصنف کې له ابي برده او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
وَأَصْحَابِي أَمَنَةٌ لِأُمَّتِي فَإِذَا ذَهَبَ أَصْحَابِي أَتَى أُمَّتِي مَا يُوعَدُونَ
"او زما اصحاب زما د امت لپاره د امن وسیله ده، کله چې زما اصحاب لاړ شي، نو زما پر امت به هغه څه راشي چې ورسره وعده شوې ده."
په دې توګه، هر څومره چې زمانه رسول الله ﷺ او د هغه اصحابو ته نږدې وه، خیر په کې زیات او شر ترې لیرې و، تر دې چې بیا به راشد خلافت راګرځي او د جبري واکمنۍ د شر پر ځای به یو ځل بیا خیر راشي.
طبیعي ده چې له "هرې زمانې" څخه مراد په هغې کې غالب حالت دی، نه د هغو کسانو ظهور چې له غالب حالت سره توپیر لري. د بیلګې په توګه، خلیفه عمر بن عبدالعزیز په خپل عدل کې د بني امیه له نورو خلفاوو سره متفاوت و، بیا په عباسي او عثماني دورو کې ځینې خلفاء همداسې وو، تر دې چې په ۱۳۴۲هـ - ۱۹۲۴م کال کې خلافت پای ته ورسېد او ورپسې د جبري واکمنۍ لوی شر راغی، او له هغې وروسته به بیا پر نبوي منهج خلافت راګرځي او ورسره به خیر راڅرګند شي:
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ "او په هغه ورځ به مؤمنان د الله په مرسته خوشحاله شي، الله چې چا ته وغواړي مرسته ورسره کوي او هغه غالب او مهربان دی." (الروم: ۴-۵)
دا هغه څه دي چې زه یې په دې مسئله کې ترجیح ورکوم، او الله ډیر پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۳هـ د ۲۰۲۱/۱۱/۱۸م کال سره سمون خوري
د امیر صاحب (حفظه الله) په فیسبوک پاڼه کې د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر صاحب (حفظه الله) په ویبپاڼه کې د ځواب لینک: ویب