د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" د مینوالو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
ابو صبیح فیصل ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ایا دا ریښتیا ده چې د رسول الله ﷺ هجرت په ربیع الاول میاشت کې و؟ که داسې وي، نو ولې مسلمانان د هجري کال پیل او د رسول الله ﷺ د هجرت ورځ په محرم میاشت کې لمانځي؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته! هو، هجرت د ربیع الاول په دولسمه نېټه و... مګر د رسول الله ﷺ له هجرت څخه شاوخوا اوولس کاله وروسته، د حضرت عمر رضي الله عنه په دور کې په درېیم یا څلورم کال کې... د بصرې والي ابو موسی اشعري هغه ته یو لیک واستاوه او پکې یې د تقویم د حساب لپاره د یوې نوې لارې غوښتنه وکړه. دا هغه وخت و چې ابو موسی اشعري ته یو لیک ورسېد چې د "شعبان" میاشت پکې لیکل شوې وه خو کال یې نه و معلوم، نو اشعري خلیفه عمر ته وویل: "یا امیر المؤمنین، موږ ته لیکونه راځي چې د شعبان نېټه پرې وي، خو موږ نه پوهېږو چې دا کوم شعبان دی؟ ایا دا تېر کال دی که روان کال؟"
له همدې امله، خلیفه عمر رضي الله عنه صحابه کرام راټول کړل او په دې اړه یې ورسره مشوره وکړه. نظرونه بېلابېل وو؛ ځینو وړاندیز وکړ چې د رسول الله ﷺ د زوکړې نېټه دې د تقویم پیل وي، ځینو نورو وویل چې د هغه د وفات نېټه دې وټاکل شي، مګر اکثریت په دې نظر و چې د هغه ﷺ هجرت دې د تقویم بنسټ وي.
کله چې خلیفه عمر رضي الله عنه له عثمان بن عفان او علي بن ابي طالب رضي الله عنهما سره مشوره وکړه او هغوی هم دا نظر تایید کړ، نو په دې موافقه وشوه چې هغه کال چې رسول الله ﷺ پکې هجرت کړی، د تقویم پیل وګڼل شي. د محرم لومړۍ نېټه د کال پیل او ذوالحجه د کال پای وټاکل شوه. له همدې ځایه هجري کال د رسول الله ﷺ له هجرت څخه پیل شو چې په ۶۲۲ میلادي کال کې پېښ شوی و، ترڅو په هجري تاریخ کې لومړی کال وګرځي.
موږ هم دا د ورځني مهال وېش لپاره په پام کې نیولي دي او هغه مو د مدینې په وخت برابر کړی دی، لکه څنګه چې د راډیو په پرانیسته کې راغلي دي. دا د دې لپاره چې هجري تاریخ چې صحابه کرامو د عمر رضي الله عنه په زمانه کې منلی و او هغه مدینې منورې ته د هجرت تاریخ دی، له هغه وخت سره سمون وخوري چې موږ غوره کړی دی، یعنې د مدینې منورې وخت.
هیله ده چې ځواب روښانه وي. الله سبحانه وتعالی تر هر چا ښه پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام ۱ نېټه د ۲۰۲۲/۰۷/۳۰ میلادي کال سره سم
د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر (حفظه الله) له وېب پاڼې څخه د ځواب لېنک: وېب