Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ګډون شرعي حکم

October 13, 2016
10562

(د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلې Facebook پاڼې «فقهي» پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)

انس زین ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ګډون شرعي حکم څه دی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

الف- د ښاروالۍ ټاکنې له اصله د خلکو د خدماتو او اداري چارو په توګه، د همدغه اصل له مخې جایزې دي؛ خو اوسمهال ورته ډېر داسې کارونه سپارل شوي چې له امله یې، په ځانګړې توګه زموږ په هېوادونو کې، دا په یوه حکومتي دستګاه بدله شوې چې د حکومت سیاستونه پر مخ وړي او د حکومت د تایید لپاره خلک راټولوي... پر دې سربېره، د شرعي پلوه د حرامو چارو د جواز مسوولیت هم پر غاړه لري.

ب- د ښاروالۍ واقعیت دا دی چې دا پخپله خپلواکه نه ده چې یوازې اداري خدمات ترسره کړي، بلکې دا یوه اجراییوي اداره ده چې په عملي ډول له حکومت سره تړلې ده. له همدې امله واکمنه اداره یې په هر ډول سیاسي فعالیتونو چې وغواړي مکلفوي او پر دې سربېره خپلې پیسې په نامشروع لارو لګوي... له همدې امله، د ښاروالۍ په اړه شرعي حکم پر دې نه بنا کېږي چې دا یوه اداري او خدماتي اداره ده چې له سیاسي واکمنۍ څخه جلا ده، بلکې دا د نظام د دستګاوو یوه برخه ده؛ نه یوازې د نوم له پلوه، بلکې له عملي پلوه هم، تر دې چې حکومت کولی شي د ښاروالۍ د شورا پرېکړې لغوه کړي، که څه هم دا پرېکړې په اتفاق سره شوې وي...

ج- نو ځکه، له دې اړخه پکې ګډون کول جایز نه دی؛ که چېرې ښاروالۍ پر خپل اصل یعنې په مباحو حدودو کې «خدمات او اداري چارې» وای، نو ګډون پکې جایز و... په بل عبارت، تر هغه چې د ښاروالۍ واقعیت په پورته ذکر شوي ډول وي، موږ په دغو ټاکنو کې ګډون نه کوو. خو په کوم حالت کې ګډون جایز دی؟ هغه وخت چې دا ښاروالۍ یوازې اداري بنسټونه وي او سیاسي واکمنۍ پکې لاسوهنه نه کوي.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د Facebook پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://web.facebook.com/AmeerhtAtabinKhalil/photos/a.122855544578192.1073741828.122848424578904/532148903648852/?type=3&theater

د امیر د Google Plus پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://plus.google.com/u/0/b/100431756357007517653/100431756357007517653/posts/2cM4r3Qkscx

د امیر د Twitter پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://twitter.com/ataabualrashtah/status/786245440911966208?lang=ar

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: http://archive.hizb-ut-tahrir.info/arabic/index.php/HTAmeer/QAsingle/3746/

Share Article

Share this article with your network