Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د درملنې (تداوي) شرعي حکم

June 04, 2021
3497

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د پوښتنو او ځوابونو لړۍ

د هغه د فیسبوک پاڼې "فقهي" مینه والو پوښتنو ته ځوابونه

د پوښتنې ځواب

ابو حنیفه فوالحه ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

محترم امیر صاحب، که زما پوښتنه ستاسو د وخت د ضایع کېدو لامل ګرځي، بخښنه غواړم؛ ځکه تاسو د دې ځورېدلې امت د خیر لپاره ډېرې هڅې کوئ... مګر یوه موضوع ده چې زه یې په بشپړ ډول په پوهېدو کې پاتې راغلی یم، هغه دا چې ایا درملنه (تداوي) واجب ده که مندوب (مستحب) او که کوم بل حکم لري؟... هیله ده چې په دې اړه معلومات راکړئ، بارک الله فیکم، الله دې ستاسو په لاسونو د خیر دروازې پرانیزي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ستاسو د پوښتنې ځواب په الاستنساخ (کالونینګ) کتابګوټي کې شتون لري، زه درته د درملنې د حکم په اړه د یاد کتاب د ۳۰-۳۲ مخونو (د ورډ فایل له مخې) متن راخیلم:

[... ترڅو حکم په روښانه توګه وپېژنو، باید د درملنې په اړه راغلي دلایل وڅېړو. بخاري د ابو هریره رضي الله عنه له لارې روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً

"الله هیڅ داسې ناروغي نه ده نازله کړې، مګر دا چې د هغې لپاره یې شفا هم نازله کړې ده." (صحیح بخاري)

مسلم د جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت کړی چې نبوي ﷺ وفرمایل:

لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ، فَإِذَا أُصِيبَ دَوَاءُ الدَّاءِ بَرَأَ بِإِذْنِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ

"د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته، نو کله چې د ناروغۍ (مناسب) درمل وکارول شي، د الله عزوجل په اجازه رغیږي." (صحیح مسلم)

او په مسند احمد کې د ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه یې رسول الله ﷺ ته منسوبوي:

إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يُنْزِلْ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً، عَلِمَهُ مَنْ عَلِمَهُ وَجَهِلَهُ مَنْ جَهِلَهُ

"بېشکه الله عزوجل هیڅ ناروغي نه ده نازله کړې مګر دا چې د هغې لپاره یې شفا هم نازله کړې ده؛ چا چې پرې علم درلود، هغه پرې پوه شو او څوک چې پرې ناپوه و، هغه پرې پوه نه شو." (مسند احمد)

دا درې واړه احادیث خبر ورکوي چې الله سبحانه وتعالی ناروغي نازله کړې او درمل یې هم نازل کړي دي، او د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته، او کله چې انسان د هغې درملو ته لاره ومومي، د الله تعالی په اجازه ناروغي رغیږي؛ که څوک پرې پوه شي او که پوه نه شي. په دې احادیثو کې دا لارښوونه شوې چې د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته چې هغه رغوي، ترڅو دا د درملنې د ترلاسه کولو لپاره یو هڅونکی عامل وي چې د الله سبحانه وتعالی په اجازه د شفا لامل ګرځي. نو ناروغي د هغه له لوري ده، درمل هم د هغه له لوري دي، او شفا د هغه په اجازه ده نه پخپله په درملو کې، مګر په درملو کې یې د شفا داسې ځانګړنه (خاصیت) ایښې چې کله له ناروغۍ سره ولګیږي (اثر وکړي). دا یوازې یو ارشاد (لارښوونه) ده، نه ایجاب (واجب کول).

احمد له انس رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَيْثُ خَلَقَ الدَّاءَ خَلَقَ الدَّوَاءَ فَتَدَاوَوْا

"بېشکه الله عزوجل چې چېرته ناروغي پیدا کړې، درمل یې هم پیدا کړي، نو درملنه کوئ." (مسند احمد)

ابو داود او ابن ماجه له اسامة بن شریک څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: زه د نبي کریم ﷺ په وړاندې وم چې ځینې اعراب (کوچیان) راغلل او ویې ویل: یا رسول الله، ایا موږ درملنه وکړو؟ هغه ﷺ وفرمایل:

نَعَمْ، يَا عِبَادَ اللَّهِ تَدَاوَوْا، فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ شِفَاءً...

"هو، اې د الله بندګانو! درملنه کوئ، ځکه الله عزوجل هیڅ داسې ناروغي نه ده ایښې مګر دا چې د هغې لپاره یې شفا هم ایښې ده..." (سنن ابو داود)

په لومړي حدیث کې د درملنې امر شوی، او په دویم حدیث کې د اعرابو پوښتنې ته د درملنې په اړه ځواب ورکړل شوی او بندګانو ته خطاب شوی چې درملنه وکړئ، ځکه الله هیڅ ناروغي نه ده ایښې مګر دا چې د هغې لپاره یې شفا پیدا کړې ده. په دواړو احادیثو کې خطاب د امر په صیغه راغلی، او امر د مطلقې غوښتنې (مطلق الطلب) افاده کوي، او تر هغه پورې د وجوب افاده نه کوي چې یو جازم (پرېکنده) امر نه وي، او جزم یوې قرینې (نښې) ته اړتیا لري چې پر هغې دلالت وکړي. په دغو دوو احادیثو کې د وجوب لپاره هیڅ قرینه نشته، او تېر درې احادیث هم یوازې خبر او ارشاد و، چې دا ښيي په دغو دوو احادیثو کې د درملنې غوښتنه د وجوب لپاره نه ده. سربېره پر دې، داسې احادیث هم راغلي چې د درملنې پرېښودلو پر جواز دلالت کوي، چې دا په خپله له یادو احادیثو څخه د وجوب حکم نفي کوي. مسلم له عمران بن حصین څخه روایت کړی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل:

يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِي سَبْعُونَ أَلْفًا بِغَيْرِ حِسَابٍ، قَالُوا: مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: هُمْ الَّذِينَ لَا يَسْتَرْقُونَ، وَلَا يَتَطَيَّرُونَ، وَلَا يَكْتَوُونَ، وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

"زما له امت څخه به اویا زره کسان بې له حسابه جنت ته ننوځي. صحابه وو وویل: یا رسول الله دوی څوک دي؟ ویې وفرمایل: دوی هغه کسان دي چې دم (رقیه) نه غواړي، بدغالي نه نیسي، په اور ځان نه داغي او پر خپل رب توکل کوي." (صحیح مسلم)

او بخاري له ابن عباس څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: "دې تورپوستې مېرمنې نبي کریم ﷺ ته راغله او ویې ویل: زه په مېرګي (صرع) اخته کېږم او (کله چې لوېږم) زما پرده نه پاتې کیږي، نو ماته دعا وکړه. هغه ﷺ وفرمایل:

إِنْ شِئْتِ صَبَرْتِ وَلَكِ الْجَنَّةُ، وَإِنْ شِئْتِ دَعَوْتُ اللَّهَ أَنْ يُعَافِيَكِ

'که غواړې صبر وکړه او تاته جنت دی، او که غواړې الله ته دعا وکړم چې روغ دې کړي.' هغې وویل: صبر کوم، بیا یې وویل: زما پرده کله ناکله پورته کیږي، نو الله ته دعا وکړه چې زما پرده پاتې شي، نو رسول الله ورته دعا وکړه." (صحیح بخاري)

دا دواړه احادیث د درملنې د پرېښودلو پر جواز دلالت کوي. په لومړي حدیث کې هغه کسان چې بې حسابه جنت ته ننوځي، په دې صفت یاد شوي چې دوی دم نه غواړي او ځان په اور نه داغي، یانې درملنه نه کوي، بلکې کار خپل رب ته سپاري او په خپلو ټولو چارو کې پر هغه توکل کوي. حال دا چې دم کول او په اور داغول د درملنې له ډولونو څخه دي. رسول الله ﷺ پخپله د دم (رقیه) له لارې درملنې ته هڅونه کړې او جبرایل علیه السلام هغه ﷺ ته دم کړی دی، همدارنګه هغه ﷺ فرمایلي:

الشِّفَاءُ فِي ثَلَاثَةٍ: فِي شَرْطَةِ مِحْجَمٍ، أَوْ شَرْبَةِ عَسَلٍ، أَوْ كَيَّةٍ بِنَارٍ، وَأَنْهَى أُمَّتِي عَنْ الْكَيِّ

"شفا په دریو شیانو کې ده: د ښکر لګولو (حجامت) په نښه کې، د شاتو په څښلو کې، یا په اور داغولو کې، خو زه خپل امت په اور له داغلو منع کوم." (صحیح بخاري)

په دویم حدیث کې، رسول الله ﷺ تورپوستې مېرمنې ته اختیار ورکړ چې یا پر مېرګي صبر وکړي او جنت ته لاړه شي او یا دا چې ورته دعا وکړي چې روغه شي، دا په خپله د درملنې د پرېښودلو پر جواز دلالت کوي. په دې توګه، دا دوه احادیث د درملنې هغه امر چې د اعرابو په ځواب کې او تر هغه مخکې حدیث کې راغلی و، له وجوب څخه بل لور ته اړوي. او دا چې رسول الله ﷺ د درملنې لپاره خورا ډېره هڅونه کړې ده، نو په احادیثو کې د درملنې امر د مندوب (مستحب) لپاره دی.] پای.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۲ هـ ق کال د شوال ۲۳مه د ۲۰۲۱/۰۶/۰۴م کال سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک

د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب پاڼه

Share Article

Share this article with your network