د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطا بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ
د هغه د فېسبوک پاڼې «فقهي» پوښتنو ته ځوابونه
پوښتنې ته ځواب
د هغه واکسین حکم چې حرام مواد پکې وي
محمد عبدالبصیر ته
پوښتنه:
As Salamu Alaykum Our Ameer and Sheikh
May Allah (swt) protect you and this noble party and grant the victory through your hands and bless this Ummah with the second Khilafah Rashida on the method of Prophethood. Ameen.
My question is, in the United Kingdom the government gives our children a flu vaccination for the winter period each year so children do not get the flu. This is a precautionary matter and parents are allowed to opt out and not give the flu vaccine to their children. From what I have been informed, the vaccine contains gelatine from pork, which they say has been purified and the vaccine is in the form of a nasal spray.
Is it permitted for children or adults to take precautionary vaccines and medicines which contain haram ingredients like pork, alcohol etc?
May Allah (swt) keep you in the best of health and reward you abundantly for your answer,
Wa alaykumus Salam wa rahmatullahi wa barakatuhu
Your brother in Islam Abdul Basir
د پوښتنې ژباړه:
زموږ امیر او شیخ صاحب، السلام علیکم!
له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې تاسو او دا سپېڅلی حزب وساتي، ستاسو په لاسونو بریا په برخه کړي او دا امت د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په واسطه ونازوي، آمین.
زما پوښتنه دا ده: په انګلستان کې حکومت زموږ ماشومانو ته هر کال په ژمي کې د انفلوینزا ضد واکسین ورکوي ترڅو پر دې ناروغۍ اخته نه شي. دا یو وقایوي اقدام دی او پلرونه اجازه لري چې خپلو ماشومانو ته د دغه واکسین له ورکولو ډډه وکړي. لکه څنګه چې زه خبر شوی یم، دا واکسین د خنزیر جیلاټین لري چې دوی وايي تصفیه شوی دی او دا واکسین د پوزې د سپري په شکل دی.
ایا د ماشومانو یا لویانو لپاره د وقایې په توګه د داسې واکسینونو او درملو اخیستل جواز لري چې حرام مواد لکه خنزیر، الکول او داسې نور پکې وي؟
له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې تاسو په پوره روغتیا کې وساتي او د دې ځواب لوی اجر درکړي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسو ورور په اسلام کې عبدالبصیر
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
تر هر څه وړاندې، الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته زموږ په حق کې د دې نېکې دعا خیر درکړي او موږ هم تاسو ته ورته نېکه دعا کوو...
تاسو د هغه واکسین د شرعي حکم په اړه پوښتنه کړې چې حرام مواد پکې وي او همداراز د هغو درملو په اړه چې حرام مواد لري... موږ مخکې د واکسین د حکم او همداراز په حرامو او نجسو موادو د تداوۍ د حکم په اړه ځواب ورکړی دی، چې د دغو ځوابونو له مجموعې څخه ستاسو د پوښتنې ځواب هم څرګندېږي. زه دلته زموږ د تېرو ځوابونو ځینې برخې را نقلووم:
لومړی: د واکسین او د هغه د حکم په اړه د ۲۰۱۳/۱۱/۱۸ نېټې ځواب، چې پکې راغلي:
[واکسین یو ډول درمل دی او تداوي (درملنه) مندوب (مستحب) عمل دی، نه فرض. د دې لپاره دلیل دا دی:
۱- بخاري له ابي هریره څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً
"الله سبحانه و تعالی هېڅ داسې ناروغي نه ده نازله کړې، مګر دا چې د هغې لپاره یې شفا هم نازله کړې ده."
مسلم له جابر بن عبدالله څخه او هغه له نبي ﷺ څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ، فَإِذَا أُصِيبَ دَوَاءُ الدَّاءِ بَرَأَ بِإِذْنِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ
"د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته، نو کله چې درمل ناروغۍ ته ورسېږي (هغه معالجه کړي)، د الله عزوجل په اذن سره شفا پیدا کېږي." احمد په خپل مسند کې له عبدالله بن مسعود څخه روایت کړی: مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً، إِلَّا قَدْ أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً، عَلِمَهُ مَنْ عَلِمَهُ، وَجَهِلَهُ مَنْ جَهِلَهُ
"الله هېڅ داسې ناروغي نه ده نازله کړې، مګر دا چې د هغې لپاره یې شفا هم نازله کړې ده؛ چا چې پرې پوهېدل غوښتل، پوه شول او څوک چې پرې پوه نه شول، نو ناپوه پاتې شول."
دا احادیث دې ته لارښوونه کوي چې د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته چې هغه ته شفا ورکوي، ترڅو دا د تداوۍ د لټې لپاره یو هڅونکی عامل وي چې د الله سبحانه و تعالی په اجازه د ناروغۍ د ښه کېدو سبب کېږي. دا یوه لارښوونه ده، نه ایجاب (فرضیت).
۲- احمد له انس څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: إِنَّ اللَّهَ حَيْثُ خَلَقَ الدَّاءَ، خَلَقَ الدَّاءَ، فَتَدَاوَوْا
"بېشکه الله سبحانه و تعالی چې چېرته ناروغي پیدا کړې ده، هلته یې درمل هم پیدا کړي دي، نو تداوي کوئ." ابوداود له اسامة بن شریک څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: زه نبي ﷺ ته راغلم او اصحاب یې داسې ناست وو چې ګواکې پر سرونو یې مرغۍ ناستې وي (د ادب له امله بې حرکته وو)، ما سلام وکړ او کېناستم. بیا له هره لوري اعرابیان راغلل او ویې ویل: اې د الله رسوله! ایا موږ تداوي وکړو؟ هغه وفرمایل: تَدَاوَوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ دَوَاءً، غَيْرَ دَاءٍ وَاحِدٍ الْهَرَمُ
"تداوي کوئ، ځکه الله عزوجل هېڅ داسې ناروغي نه ده پیدا کړې مګر دا چې د هغې لپاره یې درمل ایښي دي، پرته له یوې ناروغۍ چې هغه هرم (زوړوالی/مرګ) دی."
په لومړي حدیث کې د تداوۍ امر شوی او په دویم حدیث کې اعرابیانو ته په تداوۍ سره ځواب ورکړل شوی او بندګانو ته خطاب شوی چې تداوي وکړي؛ ځکه الله هېڅ ناروغي نه ده پیدا کړې مګر دا چې درمل یې ورته ایښي دي. په دواړو احادیثو کې خطاب د امر په صیغه راغلی او امر د مطلق طلب لپاره وي، خو د وجوب (فرضیت) افاده نه کوي مګر دا چې جازم امر وي. جزم یوې قرینې ته اړتیا لري چې پرې دلالت وکړي، خو په دغو دواړو احادیثو کې د وجوب لپاره هېڅ قرینه نشته. پر دې سربېره د تداوۍ د ترک د جواز په اړه هم احادیث راغلي دي، چې له دغو دواړو احادیثو څخه د وجوب افاده نفې کوي. مسلم له عمران بن حصین څخه روایت کړی چې نبي ﷺ وفرمایل: يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مِنْ أُمَّتِي سَبْعُونَ أَلْفاً بِغَيْرِ حِسَابٍ
"زما له امت څخه به اویا زره کسان بې له حسابه جنت ته داخلېږي." هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغوی څوک دي؟ ویې وفرمایل: هُمُ الَّذِينَ لَا يَكْتَوُونَ وَلَا يَسْتَرْقُونَ، وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
"هغوی هغه کسان دي چې داغ نه لګوي، دم نه غواړي او پر خپل رب توکل کوي." (داغ لګول او دم کول د تداوۍ ډولونه دي). بخاري له ابن عباس څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: ... دا توره ښځه نبي ﷺ ته راغله او ویې ویل: زه پر میرګي اخته کېږم او (د بې هوښۍ په حالت کې) مې بدن لوڅېږي، نو الله ته دعا راته وکړه. هغه ﷺ وفرمایل: إِنْ شِئْتِ صَبَرْتِ وَلَكِ الجَنَّةُ، وَإِنْ شِئْتِ دَعَوْتُ اللَّهَ أَنْ يُعَافِيَكِ
"که غواړې صبر وکړه او تاته جنت دی، او که غواړې الله ته به دعا وکړم چې شفا درکړي." هغې وویل: صبر کوم. بیا یې وویل: زما بدن لوڅېږي، نو الله ته دعا وکړه چې بدن مې لوڅ نه شي. "نو نبي ﷺ ورته دعا وکړه..." دا دواړه احادیث د تداوۍ د ترک پر جواز دلالت کوي.
دا ټول پر دې دلالت کوي چې په احادیثو کې راغلي امرونه (تداوي کوئ) د وجوب لپاره نه دي، نو ځکه دلته امر یا د اباحت لپاره دی او یا د ندب (مستحب) لپاره. خو له تداوۍ سره د رسول الله ﷺ د سختې هڅونې له امله، د تداوۍ امر د "ندب" (مستحب) لپاره دی.
له همدې امله د واکسین حکم مندوب (مستحب) دی، ځکه واکسین درمل دی او تداوي مستحب ده. خو که دا ثابته شي چې یو ځانګړی ډول واکسین زیانمن دی، لکه مواد یې چې خراب وي او یا د کوم بل لامل له امله ضرر رسوي... نو په داسې حالت کې د دغو موادو واکسین د ضرر د قاعدې له مخې حرام دی، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ په هغه حدیث کې چې احمد له ابن عباس څخه روایت کړی، فرمایي: لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ
"نه (ځان ته) ضرر رسول شته او نه (بل ته) ضرر رسول." مګر دا ډېر کم پېښېدونکي حالتونه دي...
خو په خلافت کې به د هغو ناروغیو پر وړاندې واکسین موجود وي چې اړتیا ورته لیدل کېږي، لکه ساري ناروغۍ او داسې نور؛ او درمل به له هر ډول شک او شبهې څخه پاک او خالص وي. شفا ورکوونکی یوازې الله سبحانه و تعالی دی: وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ
"او کله چې زه ناروغ شم، نو همغه ماته شفا راکوي." (سورة الشعراء: ۸۰) په شرعي لحاظ دا ثابته ده چې د چارو د سمبالښت له مخې د روغتیا پالنه پر خلیفه واجب ده، ځکه رسول الله ﷺ فرمایي: الإِمَامُ رَاعٍ وَهو مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ
"امام (حاکم) ساتونکی دی او د خپل رعیت په اړه مسوول دی." (بخاري له عبدالله بن عمر څخه روایت کړی). دا یو عام نص دی چې د روغتیا او درملنې په اړه د دولت پر مسوولیت دلالت کوي، ځکه دا د هغه رعیت په پالنه کې راځي چې پر دولت واجب ده.
د روغتیا او درملنې په اړه ځانګړي دلیلونه هم شته: مسلم له جابر څخه روایت کړی چې: "رسول الله ﷺ ابي بن کعب ته یو طبیب ولېږه، هغه یې یو رګ پرې کړ او بیا یې وداغله." حاکم په مستدرک کې له زید بن اسلم او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: "زه د عمر بن الخطاب په زمانه کې سخت ناروغ شوم، نو عمر ماته طبیب راوغوښت او هغه پر ما پرهیز وکړ تر دې چې د سخت پرهیز له امله به مې د خرما زړی زبېښه."
رسول الله ﷺ د یو حاکم په توګه ابي ته طبیب ولېږه او عمر رضي الله عنه د دویم راشده خلیفه په توګه اسلم ته طبیب راوغوښت ترڅو تداوي یې کړي. دا دواړه پر دې دلیل دي چې روغتیا او درملنه د رعیت له اساسي اړتیاوو څخه دي چې دولت یې باید د اړتیا په صورت کې رعیت ته په وړیا ډول چمتو کړي.] پای.
دویم: د ۲۰۱۱/۱/۲۶ نېټې د پوښتنې ځواب، چې په حرامو او نجسو شیانو د ګټې اخیستنې او تداوۍ په اړه دی:
[... ۲- له نجسو او حرامو شیانو ګټه اخیستل حرام دي او په دې اړه ځینې دلیلونه دا دي:
- بخاري له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت کړی چې هغه د فتحې په کال په مکه کې له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ویل یې: إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ وَالْخِنْزِيرِ وَالْأَصْنَامِ فَقِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ شُحُومَ الْمَيْتَةِ فَإِنَّهَا يُطْلَى بِهَا السُّفُنُ وَيُدْهَنُ بِهَا الْجُلُودُ وَيَسْتَصْبِحُ بِهَا النَّاسُ فَقَالَ لَا هُوَ حَرَامٌ ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عِنْدَ ذَلِكَ قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ إِنَّ اللَّهَ لَمَّا حَرَّمَ شُحُومَهَا جَمَلُوهُ ثُمَّ بَاعُوهُ فَأَكَلُوا ثَمَنَهُ
"بېشکه الله او د هغه رسول د شرابو، مردارې، خنزیر او بتانو پلورل حرام کړي دي. وویل شول: اې د الله رسوله! د مردارې د غوړیو (شحم) په اړه څه وایاست؟ ځکه هغه پر کښتیو وهل کېږي، څرمنې پرې غوړېږي او خلک ترې په څراغونو کې ګټه اخلي. هغه ﷺ وفرمایل: نه، هغه حرام دي. بیا رسول الله ﷺ په دغه وخت کې وفرمایل: الله دې یهود هلاک کړي، کله چې الله پر هغوی د مردارې غوړي حرام کړل، نو هغوی هغه ویلې کړل، بیا یې وپلورل او پیسې یې وخوړې."
- د طبري په تهذیب الآثار کې له جابر څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: لا تَنْتَفِعوا مِنَ الميْتَةِ بِشَيْءٍ
"له مردارې څخه په هېڅ شي ګټه مه اخلئ."
- د مردارې څرمن ترې مستثنی شوې ده، لکه څنګه چې د ابوداود په حدیث کې له ابن عباس څخه روایت دی چې میمونې رضي الله عنها ویلي: زموږ یوې وینځې ته په صدقه کې یو پس ورکړل شوی و، هغه مړ شو. نبي ﷺ پرې تېر شو او ویې وفرمایل: أَلَا دَبَغْتُمْ إِهَابَهَا وَاسْتَنْفَعْتُمْ بِهِ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّهَا مَيْتَةٌ قَالَ إِنَّما حُرِّمَ أَكْلُهَا
"ایا د دې څرمن مو پوټ (دباغي) نه کړه چې ګټه مو ترې اخیستې وی؟ هغوی وویل: اې د الله رسوله! دا خو مرداره ده. هغه ﷺ وفرمایل: یوازې د هغې خوړل حرام شوي دي."
- بخاري له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی چې نبي ﷺ د فتحې په کال په مکه کې وفرمایل: إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الْخَمْرِ
"بېشکه الله او د هغه رسول د شرابو خرڅول حرام کړي دي."
- همداراز بخاري له انس رضي الله عنه څخه روایت کړی: زه د ابوطحه په کور کې د خلکو ساقي وم او د هغوی شراب په هغه ورځ "فضیخ" (د خرما شراب) وو، نو رسول الله ﷺ یو منادي ته امر وکړ چې اعلان وکړي: أَلَا إِنَّ الْخَمْرَ قَدْ حُرِّمَتْ
"خبر اوسئ چې شراب حرام شوي دي." انس وايي: ابوطحه ماته وویل: بهر ووځه او دا شراب توی کړه. زه ووتم او هغه مې توی کړل، چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل.
- ابوداود له ابي هریره څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ الْخَمْرَ وَثَمَنَهَا وَحَرَّمَ الْمَيْتَةَ وَثَمَنَهَا وَحَرَّمَ الْخِنْزِيرَ وَثَمَنَهُ
"بېشکه الله شراب او د هغو بیه حرامه کړې، مرداره او د هغې بیه یې حرامه کړې او خنزیر او د هغه بیه یې حرامه کړې ده."
۳- له دغه تحریم څخه تداوي (درملنه) مستثنی ده، نو په حرامو او نجسو موادو تداوي حرامه نه ده:
- دا چې په حرامو تداوي حرامه نه ده، دلیل یې د مسلم حدیث دی چې له انس څخه یې روایت کړی: رَخَّصَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَوْ رُخِّصَ لِلزُّبَيْرِ بْنِ الْعَوَّامِ وَعَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَوْفٍ فِي لُبْسِ الْحَرِيرِ لِحِكَّةٍ كَانَتْ بِهِمَا
"رسول الله ﷺ زبیر بن عوام او عبدالرحمن بن عوف ته د هغه خارښت له امله چې ورته پېښ و، د ورېښمو اغوستلو اجازه ورکړه." د نارینه وو لپاره د ورېښمو اغوستل حرام دي، خو په تداوۍ کې جایز شول. همداراز د نسایي، ابوداود او ترمذي حدیث دی (لفظ د نسایي دی): عبدالرحمن بن طرفه له خپل نیکه عرفجة بن اسعد څخه روایت کوي چې د جاهلیت په وخت کې د "کلاب" په جګړه کې د هغه پوزه پرې شوې وه، نو هغه د سپینو زرو پوزه جوړه کړه چې بد بوی یې وکړ: فَأَمَرَهُ النَّبِيُّ ﷺ أَنْ يَتَّخِذَ أَنْفاً مِنْ ذَهَبٍ
"نو نبي ﷺ ورته امر وکړ چې د سرو زرو پوزه جوړه کړي." سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي، خو په تداوۍ کې جایز شول.
- او دا چې په نجسو شیانو تداوي حرامه نه ده، دلیل یې د بخاري حدیث دی چې له انس رضي الله عنه څخه یې روایت کړی: أَنَّ نَاساً اجْتَوَوْا فِي الْمَدِينَةِ فَأَمَرَهُمْ النَّبِيُّ ﷺ أَنْ يَلْحَقُوا بِرَاعِيهِ يَعْنِي الْإِبِلَ فَيَشْرَبُوا مِنْ أَلْبَانِهَا وَأَبْوَالِهَا فَلَحِقُوا بِرَاعِيهِ فَشَرِبُوا مِنْ أَلْبَانِهَا وَأَبْوَالِهَا...
"ځینې خلک په مدینه کې ناروغ شول (مدینې ورسره موافقه ونه کړه)، نو نبي ﷺ هغوی ته امر وکړ چې د (صدقې) اوښانو پسې ورشي او د هغوی شيدې او متیازې وڅښي. هغوی ورغلل او د اوښانو شیدې او متیازې یې وڅښلې..." د "اجتووا" مانا دا ده چې د مدینې اقلیم ورسره جوړ رانغی او ناروغ شول. رسول الله ﷺ هغوی ته په تداوۍ کې د "بولو" (متیازو) اجازه ورکړه چې نجسې دي. بخاري له ابي هریره څخه روایت کړی چې: "یو اعرابي پاڅېد او په جومات کې یې متیازې وکړې، خلک ورته په غوسه شول، نبي ﷺ وفرمایل: هغه پرېږدئ او پر متیازو یې یو سطل اوبه توی کړئ؛ ځکه تاسو اسانتیا رامنځته کوونکي لېږل شوي یاست، نه سختي کونکي."] پای.
درېیم: د ۲۰۱۳/۰۹/۱۹ نېټې په ځواب کې راغلي:
[... ځواب دا دی چې په درملو کې د شرابو کارول او همداراز هغه درمل چې الکول پکې شامل وي... حکم یې د کراهت سره جواز دی. دلیل یې دا دی:
ابن ماجه له طارق بن سوید الحضرمي څخه روایت کړی چې وایي: "ما وویل اې د الله رسوله! زموږ په خاوره کې انګور دي چې موږ یې نچوړو او (شربت ترې جوړوو) څښو یې. هغه وفرمایل: نه. ما بیا ورته وویل: موږ د ناروغ لپاره شفا ترې غواړو. هغه وفرمایل: دا شفا نه ده، بلکې ناروغي ده." دا د نجس یا حرام (شرابو) د درمل په توګه کارولو څخه ممانعت دی. خو رسول الله ﷺ په نجسو شیانو (د اوښ متیازې) د تداوۍ اجازه ورکړې، لکه د بخاري په حدیث کې چې له انس څخه روایت شوی: "د عرینه قبیلې ځینې کسان په مدینه کې ناروغ شول، نو رسول الله ﷺ هغوی ته اجازه ورکړه چې د صدقې اوښانو ته ورشي او د هغوی شیدې او متیازې وڅښي..." نو رسول الله ﷺ هغوی ته اجازه ورکړه چې د اوښ په متیازو تداوي وکړي چې نجسې دي. همداراز رسول الله ﷺ په حرامو (ورېښمو اغوستل) د تداوۍ اجازه ورکړې ده، ترمذي او احمد له انس څخه روایت کړی: "عبدالرحمن بن عوف او زبیر بن عوام په یوه غزا کې نبي ﷺ ته د سپږو له امله شکایت وکړ، نو هغه ﷺ هغوی ته د ورېښمو د کمیسونو اجازه ورکړه. انس وایي: ما هغه (کمیسونه) پر هغوی ولیدل." دا دواړه احادیث قرینه ده چې د ابن ماجه په حدیث کې نهی (منعه) جازمه نه ده، یانې په نجسو او حرامو شیانو تداوي مکروه ده.
له همدې امله د هغو درملو کارول چې په جوړولو کې یې الکول کارول شوي وي، د کراهت سره جایز دي. غوره دا ده چې په درملو کې الکول ونه کارول شي، خو که وکارول شول، نو حکم یې مکروه دی. همداراز که ناروغ داسې درمل وخوري چې الکول پکې وي، دا مکروه ده. دا ټول په هغه صورت کې دي چې د متخصصینو په نظر دا مخلوط درمل وي، نه بل څه.] پای.
د دې پر بنسټ؛ د هغو واکسینونو کارول چې حرام یا نجس مواد پکې وي، د کراهت سره جایز دي؛ ځکه واکسین د تداوۍ په باب کې راځي او په حرامو او نجسو موادو تداوي، لکه څنګه چې پورته روښانه شوه، د کراهت سره جایزه ده... خو که څرګنده شي چې په واکسین کې زیان (ضرر) شته، نو بیا جواز نه لري.
هیله ده چې موضوع روښانه شوې وي. الله تر هر چا ښه پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور، عطا بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۲ هـ ق کال د شعبان ۸مه د ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۱مه
د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
له وېب پاڼې څخه د ځواب لېنک: وېب پاڼه