د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ د خپلې Facebook پاڼې «فقهي» پوښتنو ته ځوابونه
د پوښتنې ځواب ایا یو شخص چې د کفر په حالت کې نېک کارونه کړي وي، که مسلمان شي ثواب ورکول کېږي؟
Ustadhi Kamsokole ته!
پوښتنه: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زموږ شیخ، الله دې پر تاسو رحم وکړي، یوه پوښتنه لرم: موږ پوهېږو کله چې یو کافر مسلمان شي، ټولې ګناوې یې بښل کېږي، نو د هغه خیر په اړه څه حکم دی چې د کفر په حالت کې یې کړی وي؟ د رسول الله ﷺ د هغې کیسې په شرح کې چې حکیم بن حزام روایت کړې، هغه وایي: یا رسول الله، ستاسو نظر د هغو نېکو کارونو په اړه څه دی چې ما په جاهلیت کې د صدقې، د غلامانو د ازادولو او د صله رحمۍ په توګه ترسره کول، ایا په هغو کې ماته اجر شته؟ نبي کریم ﷺ وفرمایل: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ». په دې اړه سم پوهاوی څه دی؟ الله دې تاسو ته خیر درکړي.
ځواب: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، تاسو د هغه شریف حدیث په اړه پوښتنه کوئ چې بخاري او مسلم په خپلو صحیحو او نورو کې له حکیم بن حزام رضي الله عنه څخه روایت کړی، هغه وايي: ما وویل: یا رسول الله، ستاسو نظر د هغو نېکو کارونو په اړه څه دی چې ما په جاهلیت کې د عبادت په نیت د صدقې، د غلامانو د ازادولو او صله رحمۍ په توګه ترسره کول، ایا په هغو کې ماته اجر شته؟ نبي کریم ﷺ وفرمایل:
أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ
"ته په هغو نېکو کارونو اسلام ته داخل شوې چې له دې وړاندې دې کړي وو."
هغه پوښتنه چې تاسو یې غواړئ او ستاسو له خبرو فهمېږي، خو په ښکاره مو نه ده کړې، دا ده: ایا د هغو نېکو کارونو ثواب چې یو شخص د کفر په حالت کې کړي وي، که مسلمان شي، اسلام یې ښه شي او په اسلام مړ شي، ورکول کېږي؟ د دې ځواب دادی:
لومړی: د علماوو ترمنځ په دې مسئله کې اختلاف شته، زه تاسو ته د هغه څه یوه برخه وړاندې کوم چې امام نووي د صحیح مسلم په شرح کې د دغه حدیث په تشریح کې راوړي دي، هغه رحمه الله د مسئلې په وړاندې کولو کې ډېره ښه هڅه کړې:
[... مګر د رسول الله ﷺ دا قول چې (أَسْلَمْتَ عَلَى مَا أَسْلَفْتَ مِنْ خَيْرٍ) په مانا کې یې اختلاف دی:
۱- امام ابو عبدالله المازري رحمه الله ویلي: د دې خبرې ظاهري مانا د هغو اصولونو خلاف ده چې تقاضا یې کېږي، ځکه له کافر څخه د نږدېوالي (تقرب) عمل نه صحیح کېږي، نو د خپل اطاعت ثواب نه ورکول کېږي. دا ممکنه ده چې هغه مطیع وي خو متقرب نه وي، لکه په ایمان کې د هغه په څېر چې هغه د امر د موافقت له امله مطیع وي، او زموږ په نزد طاعت د امر موافقت دی. مګر هغه متقرب نه شي کېدای، ځکه د متقرب لپاره شرط دا دی چې هغه چا باندې عارف (پوه) وي چې ورته نږدې کېږي، خو هغه د خپل نظر په وخت کې لا په الله تعالی علم نه و ترلاسه کړی. کله چې دا ثابته شوه، نو وپوهېدل شو چې دا حدیث تأویل شوی او د څو وجوهاتو احتمال لري: یو دا چې مانا یې دا وي چې تا ښه خویونه ترلاسه کړي او ته له دغو خویونو څخه په اسلام کې ګټه اخلې، او دا عادت ستا لپاره د نېکو کارونو په ترسره کولو کې یوه مرسته او زمینه سازي ده. دویم دا چې مانا یې دا وي چې تا په دې کارونو سره نېک نوم ګټلی چې په اسلام کې هم پر تا پاتې دی. درېیم دا چې دا لېره نه ده چې د هغه په هغو نېکیو کې زیاتوالی راشي چې په اسلام کې یې ترسره کوي او د پخوانیو نېکو کارونو له امله یې اجر زیات شي. علماوو د کافر په اړه ویلي چې که نېک کارونه وکړي، په هغه باندې عذاب سپکېږي، نو دا لېره نه ده چې دا په اجرونو کې زیات شي، دا د مازري رحمه الله د خبرو پای و...
۲- قاضي عیاض رحمه الله ویلي: ویل شوي چې مانا یې دا ده چې ستا د پخوانیو نېکو کارونو په برکت الله تعالی ته اسلام ته هدایت کړې، او د چا چې په لومړي حال کې خیر ښکاره شي، دا د هغه د پاېلې د سعادت او ښې عاقبت دلیل دی. دا د قاضي خبرې وې...
۳- ابن بطال او نورو محققینو داسې نظر غوره کړی چې حدیث پر خپله ظاهري مانا دی او کله چې کافر مسلمان شي او په اسلام مړ شي، د هغو نېکو کارونو ثواب ورکول کېږي چې د کفر په حالت کې یې کړي وي. دوی د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حدیث استدلال کړی چې وایي رسول الله ﷺ وفرمایل: که کافر مسلمان شي او اسلام یې ښه شي، الله تعالی ورته هره نېکي چې مخکې یې کړې وه، لیکي او هره ګناه چې مخکې یې کړې وه، ترې پاکوي، او له هغې وروسته د ده عمل په دې حساب وي چې یوه نېکي له لس چنده تر اووه سوه چنده پورې او یوه ګناه په خپل اندازه وي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی ترې تېر شي. دارقطني دا په «غریب حدیث مالک» کې ذکر کړی دی... ابن بطال رحمه الله د حدیث له ذکر کولو وروسته ویلي: الله تعالی ته جایز ده چې پر خپلو بندګانو په هر څه چې وغواړي فضل وکړي او هیڅوک پرې اعتراض نه شي کولی. هغه وویل: دا لکه رسول الله ﷺ چې حکیم بن حزام رضي الله عنه ته وفرمایل: (أَسْلَمْتَ عَلَى مَا أَسْلَفْتَ مِنْ خَيْرٍ)، والله اعلم...] د نووي د مسلم شرح پای ته ورسېده.
دویم: مګر هغه حدیث چې ابن بطال پرې استدلال کړی، په هغه کې د صحیح بخاري له روایت څخه زیاتوالی شته چې هغه داسې دی: (مالک وویل: زید بن اسلم خبر کړم چې ابوسعید الخدري هغه ته خبر ورکړ چې رسول الله ﷺ یې اورېدلی چې فرمایل یې: کله چې یو بنده مسلمان شي او اسلام یې ښه شي، الله ترې هره ګناه چې مخکې یې کړې وي بښي، او له هغې وروسته بدله (قصاص) پیلېږي چې نېکي په لس چنده تر اووه سوه چنده پورې او ګناه په خپل اندازه وي، مګر دا چې الله تعالی ترې تېر شي).
په «عمدة القاري شرح صحیح البخاري» کې راغلي: (د حدیث د حکم بیان: بخاري دا په معلق ډول ذکر کړی او په کتاب کې یې په هیڅ ځای کې نه دی وصل کړی، او بخاري د مالک زمانه نه ده موندلې، نو دا به معلق وي خو په جازم لفظ سره، نو دا صحیح دی او هیڅ نیوکه پرې نشته. ابن حزم ویلي: دا د صحت په اړه د اعتراض وړ دی ځکه منقطع دی، مګر داسې نه ده لکه هغه چې ویلي، ځکه دا له نورو صحیحو لارو وصل شوی دی... او هر منقطع د اعتراض وړ نه وي. دا که څه هم د اصطلاح له مخې منقطع بلل کېږي، مګر د صحیحوالي په حکم کې د متصل په څېر دی، او ابوذر هروي په ځینو نسخو کې وصل کړی دی... همدارنګه نسایي له احمد بن المعلی... له مالک څخه روایت کړی دی... او بزاز ذکر کړي چې مالک یوازې دا وصل کړی دی. ابن بطال ویلي: د ابو سعید په حدیث کې بخاري ځینې برخه غورځولې، او دا د مالک په روایت کې له مؤطا پرته بل ځای کې مشهور حدیث دی، او متن یې داسې دی: "کله چې کافر مسلمان شي او اسلام یې ښه شي، الله ورته هره نېکي چې مخکې یې کړې وه لیکي، او هره ګناه چې مخکې یې کړې وه بښي" او پاتې برخه یې په مانا سره ذکر کړې ده...).
درېیم: لکه څنګه چې وینئ، په پورته حدیث کې زیاتوالی په صحیح بخاري کې نشته او دا له هغو قطعي نصوصو سره په ټکر کې دی چې اجر او ثواب یې له ایمان سره تړلی دی، په ډېرو ایتونو کې دا تړاو راغلی، له هغې جملې څخه:
وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْراً
"او څوک چې ايمان راوړي او نېک عمل وکړي، د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به ورته خپله معامله اسانه کړو." (سورت الکهف: ۸۸)
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ
"او هغو کسانو چې علم ورته ورکړل شوی و، وویل: پر تاسو افسوس! د الله ثواب د هغه چا لپاره غوره دی چې ايمان یې راوړی او نېک عمل یې کړی وي، او دا (ثواب) یوازې صبر کوونکو ته ورکول کېږي." (سورت القصص: ۸۰)
وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ
"او هغو کسانو ته زېری ورکړه چې ايمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، چې د دوی لپاره داسې باغونه دي چې تر ونو لاندې یې سیندونه بهېږي." (سورت البقرة: ۲۵)
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون
"او کومو کسانو چې ايمان راوړی او نېک کارونه یې کړي، هغوی د جنت اوسېدونکي دي او په هغه کې به تل وي." (سورت البقرة: ۸۲)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ
"بېشکه هغوی چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه یې کړي، لمونځ یې قایم کړی او زکات یې ورکړی، د دوی اجر د دوی د رب په نزد دی." (سورت البقرة: ۲۷۷)
وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجورَهُمْ وَاللهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ
"او مګر هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، نو الله به د هغوی اجرونه پوره ورکړي، او الله ظالمان نه خوښوي." (سورت ال عمران: ۵۷)
له دغو ایتونو څخه په واضح ډول فهمېږي چې د نېکو اعمالو اجر له ایمان څخه وروسته دی نه مخکې.
څلورم: د همدې پر بنسټ، زه د دغه زیاتوالي (الله ورته هره نېکي چې مخکې یې کړې وه لیکي) ردول غوره بولم، او د بخاري پر هغه حدیث اعتماد کوم چې پورته ذکر شو: (مالک وویل: زید بن اسلم خبر کړم چې ابوسعید الخدري هغه ته خبر ورکړ چې رسول الله ﷺ یې اورېدلي چې فرمایل یې: «إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها وَكَانَ بَعْدَ ذلكَ القِصاصُ الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثالِها إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ والسَّيِئَةُ بِمثْلِها إلاَّ أَن يَتَجَاوَزَ اللهُ عَنْهَا»).
یعنې کومه مسئله چې بحث کېږي هغه تر اسلام وړاندې د ګناهونو نه محاسبه ده، په بل عبارت د رسول الله ﷺ د دغه حدیث تطبیق دی: «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» (بېشکه اسلام هغه څه له منځه وړي چې تر هغه وړاندې وو) احمد او طبراني یې له عمرو بن العاص څخه روایت کړی. دا د بخاري له پورته حدیث سره موافق دی چې وايي: «إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها». او دا مانا، یعنې له اسلام وروسته د جاهلیت د ګناهونو بښل، داسې دلایل لري چې په درېیو حالتونو کې یې استثناء کړي او تر اسلام وروسته هم پرې محاسبه کېږي... موږ دا په کتاب (أجهزة دولة الخلافة ۱۲۳-۱۲۷) کې د عقودو او معاملاتو په باب کې روښانه کړې چې له دغه شریف حدیث څخه درې حالتونه استثناء دي:
۱- که هغه قضیه چې فیصله شوې او پلي شوې، داسې دوامداره اغېز ولري چې له اسلام سره په ټکر کې وي. ۲- که قضیه د هغه چا په اړه وي چې اسلام او مسلمانانو ته یې زیان رسولی وي. ۳- که قضیه د غصب شوي مال په اړه وي چې د غاصب په لاس کې موجود وي.
مګر د هغو قضیو تحریک چې له اسلام سره په ټکر کې دوامداره اغېز لري؛ رسول الله ﷺ هغه سود (ربا) چې د خلکو پر غاړه پاتې وه کله چې دوی په اسلامي دولت کې شامل شول، له منځه یووړه او یوازې د دوی د اصلي مال (راس المال) حق یې ورکړ. یعنې د اسلام تر قلمرو وروسته پر هغوی پاتې سود واخیستل شو (ساقط شو). همدارنګه چا چې په جاهلیت کې تر څلورو ډېرې ښځې درلودې، کله چې تر اسلامي حکم لاندې راغلل، یوازې د څلورو ساتلو ته اړ کړل شول. ترمذي د عبدالله بن عمر له لارې روایت کړی چې غیلان بن سلمه ثقفي مسلمان شو او په جاهلیت کې یې لس ښځې درلودې چې له ده سره مسلمانې شوې، «فَأَمَرَهُ النَّبِيُّ ﷺ أَنْ يَتَخَيَّرَ أَرْبَعاً مِنْهُنَّ» (نو نبي کریم ﷺ ورته امر وکړ چې له هغو څخه څلور غوره کړي). له همدې امله هغه تړونونه چې دوامداره اغېز یې له اسلام سره په ټکر کې وي، د خلافت په تاسیس سره له منځه وړل کېږي او دا ازاله واجب ده. د مثال په توګه، که کومه مسلمانه ښځه تر اسلام وړاندې له نصراني سره واده شوې وي، د خلافت له رامنځته کېدو وروسته دا عقد د شرعي احکامو مطابق فسخه کېږي.
مګر د هغو قضیو تحریک چې اسلام او مسلمانانو ته یې زیان رسولی؛ ځکه رسول الله ﷺ کله چې مکه فتحه کړه، د څو کسانو وینه یې روا (مباح) کړه چې په جاهلیت کې یې اسلام او مسلمانانو ته زیان رساوه، نو حتی که هغوی د کعبې په پرده کې هم پټ وای وینه یې روا وه. په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» مګر چا چې اسلام او مسلمانانو ته ضرر رسولی و، له دې حدیث څخه استثناء وو. څرنګه چې رسول الله ﷺ وروسته ځینې بښلي و لکه عکرمه بن ابي جهل، نو خلیفه ته روا ده چې د هغوی پر خلاف قضیه تحریک کړي او یا یې وبښي. دا په هغو کسانو هم صدق کوي چې مسلمانان یې د حق ویلو له امله شکنجه کول یا یې پر اسلام طعنې وهلې، نو پر هغوی د «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» حدیث نه تطبیقېږي، بلکې هغوی استثناء دي او خلیفه د خپل نظر مطابق ورسره عمل کولی شي.
مګر د غصب د قضیو تحریک چې مال یې د غاصب په لاس کې وي؛ دا د هغه روایت له مخې دی چې مسلم له وایل بن حجر څخه روایت کړی، هغه وايي: «کله چې زه د رسول الله ﷺ سره وم، دوه کسان د یوې ځمکې په اړه د شخړې لپاره راغلل، یو یې وویل: یا رسول الله، دغه کس په جاهلیت کې زما ځمکه غصب کړې ده، هغه کس امرؤ القیس بن عابس الکندي و او مخالف یې ربیعه بن عبدان و. رسول الله ﷺ وفرمایل: خپل دلیل (بینة) وړاندې کړه. هغه وویل: دلیل نه لرم. رسول الله ﷺ وفرمایل: نو هغه به قسم خوري. مدعي وویل: نو هغه به زما ځمکه یوسي. رسول الله ﷺ وفرمایل: ستا لپاره له دې پرته بل څه نشته. کله چې هغه قسم ته ودرېد، رسول الله ﷺ وفرمایل: هر چا چې د بل ځمکه په ظلم سره ونیوله، هغه به له الله سره په داسې حال کې ملاقات کوي چې الله پرې په غصه وي». "انتزى على أرضي" یعنې پر ځمکه مې غالب شو او په غصب یې ونیوله. رسول الله ﷺ د دغه سړي دعوه پر هغه چا ومنله چې ځمکه یې غصب کړې وه، سره له دې چې دا کار په جاهلیت کې شوی و. له همدې امله هر چا چې ځمکه، څاروي، د افرادو مال، عامه ملکیت یا دولتي مال غصب کړی وي، دعوه پکې منل کېږي.
څلورم: پاېله دا ده چې کله انسان مسلمان شي او اسلام یې ښه شي، تر اسلام وړاندې ګناوې یې بښل کېږي مګر په هغو درېیو ذکر شویو حالتونو کې چې موږ روښانه کړل.
دا هغه څه دي چې زه یې په دې مسئله کې غوره بولم، او الله ښه پوهېدونکی او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۴هـ مطابق د ۲۰۲۳/۰۷/۱۸م
د امیر د پاڼې څخه د ځواب لینک: Facebook