Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: ایا قرآن مخلوق دی که غیر مخلوق؟

January 09, 2023
2661

د حزب التحرير د امير، جليل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د خپلې فيسبوک پاڼې (فقهي) د لیدونکو پوښتنو ته یې ورکوي.

د پوښتنې ځواب

عنایت الرحمن نوري ته

پوښتنه:

Assalamualaikum!

I want to ask you that is Quran from the total of (مخلوق) of Allah, and why?

Because Iman Abo_Hanifa said: every thing is Makhlooq without Quran because it's the speech of Allah.

Now, could you explain that. Wassalam!

السلام علیکم،

غواړم پوښتنه وکړم چې ایا قرآن د الله له مخلوقاتو څخه دی، او ولې؟ ځکه چې امام ابو حنیفه وايي: هر څه مخلوق دي پرته له قرآن څخه، ځکه چې دا د الله کلام دی. اوس، ایا تاسو کولای شئ دا تشریح کړئ؟

والسلام!

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

د دې موضوع په اړه چې قرآن مخلوق دی که غیر مخلوق، قرآن د الله کلام دی، او له سبحانه وتعالی څخه د کلام صدور یا څرنګوالي په اړه عقل درک نه شي کولای... له همدې امله د انسان عقل نه شي کولای د الله د کلام د څرنګوالي په اړه بحث وکړي چې ایا هغه مخلوق دی که غیر مخلوق، بلکې لکه څنګه چې په نص کې راغلي، پرې ایمان راوړي؛ نو موږ پر دې ایمان لرو چې قرآن د الله کلام دی او همدا بسنه کوي.

د معلوماتو لپاره، په دې موضوع کې د پخوانیو اسلامي ډلو لکه معتزله او نورو بحثونه چې په غیر محسوساتو کې پر منطق ولاړ وو، ناسم دي او متناقضو پایلو ته رسېدلي، ځکه چې دا بحثونه په محسوساتو کې پر څېړنې ولاړ نه وو... موږ دا موضوع په خپلو کتابونو کې داسې بیان کړې ده:

۱- د اسلامي شخصیت (الشخصية) لومړی ټوک، ۵۸-۶۱ مخونه - د ورډ فایل: د متکلمینو د منهج د تېروتنې باب:

[..."د بېلګې په توګه په منطقي توګه ویل کېږي: قرآن د الله کلام دی او هغه له داسې حروفو جوړ شوی چې په ترتیب او یو په بل پسې په وجود کې راځي، او هر هغه کلام چې له مرتبو او پرله پسې حروفو څخه جوړ وي، حادث دی؛ نو پایله دا شوه چې قرآن حادث او مخلوق دی... د قضایاوو دغه ترتیب داسې یوې پایلې ته رسېږي چې تر حس لاندې نه راځي، نو عقل د هغې د څېړلو او پرې د حکم کولو لاره نه لري. له همدې امله، دا یو فرضي حکم دی نه واقعي، پر دې سربېره چې دا له هغو چارو څخه ده چې عقل یې له بحث کولو منع شوی دی، ځکه د الله پر صفت بحث کول په اصل کې د هغه پر ذات بحث دی، او د الله پر ذات بحث کول په هېڅ ډول جایز نه دي."

خو د همدغه منطق په واسطه کېدای شي داسې یوې پایلې ته ورسېږو چې د دې خلاف وي: "ویل کېږي چې قرآن د الله کلام دی او دا د هغه یو صفت دی، او هر څه چې د الله صفت وي، قدیم وي؛ نو پایله دا شوه چې قرآن قدیم او غیر مخلوق دی"... په دې توګه په یوه مسئله کې په منطق کې تناقض راغی. په همدې ډول، په ډېری هغو مسائلو کې چې په معقولاتو باندې د معقولاتو د ترتیب پایله وي، منطقي کس ډېرو متناقضو او عجیبو پایلو ته رسېږي. خو که چېرې د محسوساتو ترتیب پر محسوساتو وي او په قضایاوو کې تر حسه او په پایله کې هم تر حسه ورسېږي، نو پایله به سمه وي...الخ.] پای.

۲- په همدغه کتاب کې - ۱۲۶ مخ - د ورډ فایل: د الله د صفاتو باب:

(له همدې امله د الله د صفاتو په اړه د ټولو متکلمینو بحث بې ځایه او محضه تېروتنه وه؛ ځکه د الله صفات توقیفي دي، هغه څه چې په قطعي نصوصو کې راغلي، موږ یې یوازې تر هغه حده یادونه کوو چې په نصوصو کې راغلي، نه نور څه. دا جواز نه لري چې داسې صفت پرې زیات کړو چې نه وي راغلی او نه هم یو صفت له هغه څه پرته په بل څه تشریح کړو چې په قطعي نص کې راغلي دي).

۳- لنډیز دا چې قرآن د سبحانه وتعالی کلام دی او د هغه د مخلوق یا غیر مخلوق والي په اړه بحث نه کېږي، ځکه پر صفاتو بحث کول په اصل کې پر ذات بحث کول دي. دا کار د عقل له وسې پوره نه دی، ځکه د الله سبحانه وتعالی ذات زموږ تر حواسو لاندې نه راځي چې عقل یې وڅېړي؛ نو موږ د الله پر صفاتو لکه څنګه چې په قطعي نص کې راغلي، پرته له زیاتي او کمي ایمان راوړو، لکه په دغو قطعي نصوصو کې چې راغلي:

هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ * هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ* هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

"هغه الله دی چې له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته، د غیبو او ښکاره وو په هر څه پوهېدونکی دی، هغه ډېر مهربان او پوره رحم لرونکی دی. هغه الله دی چې له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته، پادشاه دی، پاک ذات دی، سلامتیا بښونکی دی، امن ورکوونکی دی، ساتونکی دی، غالب دی، زبرځواک دی، د لویۍ خاوند دی؛ پاک دی الله له هغه څه چې دوی یې ورسره شریکوي. هغه الله پیدا کوونکی دی، له نشت څخه شتون ته راوړونکی دی، بڼه ورکوونکی دی، د هغه لپاره ډېر ښکلي نومونه دي؛ هر څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، د هغه تسبیح وايي او هغه غالب او د حکمت خاوند دی." (سورة الحشر: ۲۲-۲۴)

او د نورو قطعي نصوصو په څېر.

موږ پر دې ایمان لرو چې قرآن د الله کلام دی، لکه په دغو قطعي نصوصو کې چې راغلي:

وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ

"او که له مشرکانو څخه چا له تا څخه پناه وغوښته، نو پناه ورکړه ترڅو د الله کلام واوري، بیا یې خپل امن ځای ته ورسوه؛ دا ځکه چې هغوی داسې خلک دي چې نه پوهېږي." (سورة التوبة: ۶)

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِباً فَإِنْ يَشَأِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

"ایا دوی وايي چې هغه پر الله دروغ وتړل؟ نو که الله وغواړي ستاسو پر زړه به مهر ولګوي او الله باطل له منځه وړي او حق په خپلو کلمو ثابتوي، بې شکه هغه د زړونو په رازونو ښه پوهېدونکی دی." (سورة الشوری: ۲۴)

لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ * إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ * فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ * ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ

"د قرآن د (ژر زده کولو) لپاره خپله ژبه مه ښوروه چې په هغه کې بیړه وکړې. بې شکه د هغه راټولول او لوستل زموږ پر غاړه دي. نو کله چې موږ هغه ولولو، ته د هغه لوستلو پیروي وکړه. بیا د هغه تشریح کول هم زموږ پر غاړه دي." (سورة القيامة: ۱۶-۱۹)

وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَداً

"او هغه څه ولوله چې ستا د رب له کتاب څخه تاته وحې شوي دي، د هغه کلمې هېڅ بدلونکی نه لري او ته به له هغه پرته بل هېڅ پناه ځای ونه مومې." (سورة الکهف: ۲۷)

هیله ده همدا کفایت وکړي، الله سبحانه وتعالی ډېر پوه او د حکمت خاوند دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني ۱۵مه د ۲۰۲۳ م کال د جنوري ۸مه

د امیر (حفظه الله) له فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک

Share Article

Share this article with your network