** (د حزب التحرير د امير، عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د فيسبوک پاڼې د کتونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**
نايف شوشاري (Nayef Shoshari) ته
پوښتنه:
محترم شيخ امير صاحب،
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،
ما ستاسو یو ځواب ولوست چې یوه ورور ته مو ورکړی و چې په حزبي ډله کې یې سیاسي کار پرېیښی و، او دغې جملې پر ما خورا ژور اغېز وکړ چې ویلي مو وو: «تا دا خوښه کړه چې له ناستو کسانو (قاعدینو) سره واوسې»...
سره له دې چې زه د حزب پر هر فکر، که هغه فکري وي که سلوکي، باور لرم او په هره ناسته او ځای کې خلک ما د حزب په افکارو پېژني، تر دې چې زما نوم له حزب سره تړلی دی؛ خو سره له دې زه اوس د حزب له ډلې (کتلې) سره تړلی نه یم، ځکه چې زما پر وړاندې داسې شرایط راغلل چې زما له ارادې بهر وو.
له دې ټولو سره، ایا زه اوس د ناستو کسانو (قاعدینو) په ډله کې شمېرل کېږم؟
ستاسو ورور ابو محمد نوفل
ځواب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
ګرانه وروره، د اسلامي ژوند د بیا پیلولو لپاره د راشده خلافت د دولت د اقامې له لارې کار کول، یو انفرادي کار نه دی، بلکې دا د یوې ډلې (کتلې) کار دی؛ داسې ډله چې چارې یې د خپل رب سبحانه وتعالی په شریعت منضبطې وي.
د دې کار دلیل د سبحانه وتعالی دا قول دی:
وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
"او باید له تاسو څخه یوه داسې ډله وي چې د خیر (اسلام) لور ته بلنه ورکوي، په نېکۍ امر کوي او له بدیو څخه منع کوي او همدغه بریالي کسان دي." (سورت آل عمران [۳]: ۱۰۴)
دلته د «أمة» مانا «جماعت» یا ډله ده.
وروسته بیا، ﴿يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ﴾ یعنې ټول اسلام ته بلنه؛ ځکه چې د الخير کلمه په الف او لام ښکلې شوې (معرفه شوې) ده، چې مانا یې ټول اسلام دی. په دې کې د حدودو د پلي کولو لپاره د دولت اقامه او د دعوت او جهاد له لارې د اسلام خپرول شامل دي، او دا ټول په انفرادي کار سره نه ترسره کېږي.
همدارنګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سیرت هم پر دې ګواهي ورکوي؛ صحابه کرام رضي الله عنهم د هغه صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې یو ځای تنظیم شوي وو او د الله په یوه رسۍ منګولې لګولې وې، هغوی یوه متکتله ډله وه، نه خواره واره افراد...
په دې اړه چې د ډلې (جماعت) په کار کې قوت دی، ډېر شرعي نصوص شتون لري، له هغې جملې څخه:
ترمذي په خپل سنن کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
يَدُ اللَّهِ مَعَ الجَمَاعَةِ
"د الله (نصرت او مرسته) له ډلې سره دی."
او نسایي په خپل سنن کې له عرفجة بن شريح الأشجعي څخه روایت کړی چې وايي: ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ولید چې پر منبر یې خلکو ته خطبه ورکوله او ویې فرمایل:
فَإِنَّ يَدَ اللَّهِ عَلَى الْجَمَاعَةِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ يَرْكُضُ
"بېشکه چې د الله (نصرت) پر ډلې دی، او شیطان له هغه چا سره دی چې له ډلې څخه جلا شي." او ابن حبان هم په خپل صحیح کې له عرفجه څخه په دې لفظ روایت کړی: «فَإِنَّ يَدَ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ، وَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ يَرْتَكِضُ».
او حاکم په مستدرک کې له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
يَدُ اللَّهِ عَلَى الْجَمَاعَةِ فَاتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ، فَإِنَّهُمَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ
"د الله لاس پر ډلې دی، نو د سواد اعظم (لویې ډلې) پیروي وکړئ؛ ځکه څوک چې (له ډلې) بېل شو، په اور کې به وغورځېږي."
طبیعي ده چې مطلوب جماعت هغه دی چې د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو منضبط وي، لکه څنګه چې په پورته ذکر شوي ایت کې بیان شول:
وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
دا ټول په دې دلالت کوي چې کار باید په ډله کې وي نه په انفرادي ډول، او ډله باید په شریعت منضبطه وي...
ګرانه وروره، ته دې ته چمتو یې چې په یوه سمه ډله کې واوسې، تر هغه چې ته دا فکر له ځان سره لرې، پرې ولاړ یې او خبرې پرې کوې؛ نو دا خیر چې له ځان سره یې لرې، په دې ډله کې په شاملېدو سره بشپړ کړه، ترڅو ان شاء الله په دنیا او اخرت کې عزتمن شې.
ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشته
د امير د فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک لېنک