** (د فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**
** Luay Sbeih ته**
پوښتنه:
السلام علیکم زموږ محترم امیره، آیا په هغو سرو زرو (ګاڼو) باندې زکات شته چې د پسانداز (ذخیرې) لپاره ساتل شوي وي؟ الله درته خیر درکړي او دا دعوت دې ستاسو په لاسونو بريالی کړي...
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
۱- ګاڼه هغه څه ته ویل کیږي چې ښځه یې د ځان د سینګار لپاره کاروي، که هغه سره زر وي یا سپین زر، چې په مړوندونو، غاړه، غوږونو او یا د بدن په نورو برخو کې کارول کیږي.
په ګاڼه کې زکات نشته، که هغه د سرو زرو وي، که د سپینو زرو او که د نورو قیمتي ډبرو څخه وي لکه مرغلرې، یاقوت، زبرجد، عقیق او نور؛ که دا ګاڼه لږ وي که ډېره، نصاب ته رسېدلې وي او که له نصاب څخه زیاته وي، په دې ټولو کې زکات نشته؛ ځکه چې دا د استعمال لپاره دي او ښځې یې د سینګار او ښکلا لپاره کاروي.
لیث بن سعد له ابي زبیر څخه او هغه له جابر رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لَيْسَ فِي الْحُلِيِّ زَكَاةٌ
"په ګاڼه (کې) زکات نشته." (ابن قدامه په المغني کې ذکر کړی دی). ابو عبید له عمرو بن دینار څخه روایت کړی چې ویې ویل: "له جابر بن عبدالله څخه پوښتنه وشوه: آیا په ګاڼه کې زکات شته؟ هغه وویل: نه. ورته وویل شول: که څه هم تر لسو زرو (دینارو) پورې ورسیږي؟ ویې ویل: هو."
او له عبدالرحمن بن قاسم څخه او هغه له خپل پلار څخه روایت کوي:
أَنَّ عَائِشَةَ، زَوْجَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، كَانَتْ تَلِي بَنَاتِ أَخِيهَا، يَتَامَى فِي حِجْرِهَا، لَهُنَّ الْحُلِيُّ، فَلَا تُخْرِجُ مِنْ حُلِيِّهِنَّ الزَّكَاةَ
"د نبي کریم صلی الله علیه وسلم میرمنې عایشې رضی الله عنها د خپل ورور یتیمو لوڼو پالنه کوله چې په خپله غېږه کې یې ورته ځای ورکړی و، هغوی ګاڼې لرلې، خو هغې به د هغوی له ګاڼو څخه زکات نه ایستلو." (مالک په مؤطا کې روایت کړی).
خو د عمرو بن شعیب هغه حدیث چې په کې راغلي:
أَنَّ امْرَأَةً أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا فِي يَدِهَا مَسَكَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ: «هَلْ تُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا؟» قَالَتْ: لَا، قَالَ: «أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا بِسِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ»
"یوه ښځه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورسره خپله لور وه چې په لاس کې یې د سرو زرو دوه غټ بنګړي وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا د دې زکات ورکوې؟ هغې وویل: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ته دا خوښوې چې الله تعالی د دې په بدل کې تاته د اور دوه بنګړي په لاس درکړي؟" د دې حدیث په اړه ابو عبید ویلي: "موږ نه پوهیږو چې دا دې له یوه سند پرته له بلې لارې روایت شوی وي، او دا هغه سند دی چې خلکو په پخوا او اوس کې ورباندې خبرې (نقد) کړې دي."
ترمذي ویلي: "په دې باب (موضوع) کې هیڅ صحیح روایت نشته."
د ګاڼو په اړه د زکات نه وجوب ته ابن عمر، جابر، انس، عایشه او اسماء (رضی الله عنهم) تللي دي، او قاسم، شعبي، قتاده، محمد بن علي، مالک، شافعي، احمد، ابو عبید، اسحق او ابو ثور هم همدا نظر لري.
دا حکم د هغو ګاڼو په اړه دی چې ښځه یې د خپل سینګار لپاره ساتي، خو که د تجارت لپاره وي، نو د تجارت زکات پرې لازم دی.
۲- مګر که د سینګار او تجارت لپاره نه وي، بلکې د ضرورت پرته د پسانداز او ذخیرې لپاره وي، نو له هغې سره د "کنز" (خزانې/زېرمې) معامله کیږي؛ یعنې دا کار حرام دی که څه هم زکات یې وایستل شي. د کنز د تحریم په اړه ځینې دلیلونه دا دي:
الله تعالی فرمایي:
وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ * يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ
"او هغه کسان چې سره زر او سپین زر زېرمه کوي او د الله په لاره کې یې نه مصرفوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زیری ورکړه. په هغه ورځ چې د جهنم په اور کې به دا (سره او سپین زر) تود کړل شي، بیا به پرې د هغوی تندې، ډډې او شاګانې وداغل شي (او ورته به وویل شي چې) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره زېرمه کړي وو، نو د خپلې زېرمې خوند وڅکئ." (سورت التوبه: ۳۴-۳۵)
امام احمد په صحیح سند سره له ابي امامه څخه روایت کړی چې ویې ویل:
تُوُفِّيَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الصُّفَّةِ، فَوُجِدَ فِي مِئْزَرِهِ دِينَارٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «كَيَّةٌ»، قَالَ: ثُمَّ تُوُفِّيَ آخَرُ فَوُجِدَ فِي مِئْزَرِهِ دِينَارَانِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «كَيَّتَانِ»
"د صفې له اصحابو څخه یو سړی وفات شو، د هغه په لنګ کې یو دینار وموندل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یو داغ دی». بیا یو بل تن وفات شو او په لنګ کې یې دوه دیناره وموندل شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دوه داغه دي»." طبری هم په همدې ډول له ابي امامه باهلي څخه روایت کړی دی. دا پدې معنی ده چې د سرو او سپینو زرو زېرمه کول په مطلق ډول حرام دي که څه هم دوه دیناره وي او یا یو دینار وي، تر څو چې هغه "کنز" وي؛ یعنې د داسې حاجت پرته د مال ساتل وي چې د مصرف نیت یې نه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د هغو دوو کسانو په اړه وکړه ځکه چې هغوی په صدقې باندې ژوند کاوه او له ځان سره یې سره زر لرل، نو ویې فرمایل: «داغ» او «دوه داغه»، چې دا د الله تعالی دغه قول ته اشاره ده: ﴿يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ﴾، چې دا د کنز د ایت برخه ده. نو دا په مطلق ډول د کنز د تحریم دلیل دی، که زکات یې ورکړل شوی وي او که نه، او که نصاب ته رسیدلی وي او که نه؛ په هر حالت کې کنز حرام دی.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر ویبپاڼه
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس