د جلیل القدر عالم، عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلو فېسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ورکړل شویو ځوابونو لړۍ "فقهي"
د پوښتنې ځواب
ایا د درایت له پلوه د حدیث ردول پر روایت باندې اغېزه کوي؟
نزار ستیتیه (Nizar Steitieh) ته!
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله سبحانه وتعالی دې له تاسو سره مرسته وکړي او د دعوت د بیرغ په پورته کولو کې دې ثابت قدمه ولري.
پوښتنه دا ده: ایا د درایت له پلوه د حدیث ردول پر روایت باندې اغېزه لري؟ په بل عبارت، که ثابته شي چې یو ځانګړی حدیث د درایت له مخې رد شوی، نو ایا دا د هغه د راویانو د جرح (بدنامۍ یا نیوکې) لامل ګرځي، که دا راوي وروستی وي چې خبر یې رانقل کړی او که لومړنی وي چې لیدلي یا اورېدلي یې رسولي دي؟
جزاکم الله خیراً
ځواب:
د خبر واحد قبلول یوازې د روایت او درایت له پلوه د صحت د شرطونو له پوره کېدو وروسته ترسره کېږي:
۱- د روایت د شرطونو پوره کېدل دا دي چې د حدیث سند سم (صحیح) وي، یعنې د حدیث له پیله تر پایه د هغه پر کسانو (راویانو) باندې د صحت شرطونه برابر وي؛ لکه دا چې راوي باید مسلمان، بالغ، عاقل، عادل، رښتینی او د هغه څه دقیق ساتونکی (ضابط) وي چې اورېدلي یې دي، او له اورېدو تر بیانولو پورې یې په یاد ولري... او همدې ته په روایت کې د حدیث صحت ویل کېږي.
۲- د درایت له مخې د صحت د شرطونو پوره کېدل دا دي چې د حدیث متن له هغه څه سره ټکر ونه لري چې له ده څخه قوي وي، لکه د قرآن آیت، متواتر حدیث یا مشهور حدیث...
دا پدې معنی ده چې که د حدیث په سند کې د کوم راوي کمزوري یا ناپېژندګلوي (جهالت) وي، نو هغه په "روایت" کې ردېږي.
خو که د سند پر کسانو (راویانو) باندې کومه نیوکه نه وي او یوازې د هغې متن له قوي دلیل سره ټکر ولري، نو بیا د "درایت" له پلوه ردېږي.
له همدې امله، د درایت له پلوه د حدیث ردول دا معنی نه لري چې کوم راوي ضعیف یا مجروح دی. که په سند کې داسې څه وای، نو حدیث به په روایت کې رد شوی وای. د درایت له مخې د ردولو معنی دا ده چې د سند پر کسانو نیوکه نشته، خو متن له قوي دلیل سره په ټکر کې دی.
- د "الشخصية الإسلامية" (لومړي ټوک) په ۱۸۸ مخ کې راغلي:
(بلکې خبره دا ده چې که کوم حدیث له قرآن کریم سره په داسې حال کې په ټکر کې وي چې د قرآن معنی قطعي وي، نو هغه حدیث د درایت یا متن له پلوه رد دی، ځکه چې معنی یې د قرآن نقض کوونکې ده. لکه هغه څه چې له فاطمې بنت قیس څخه روایت شوي چې هغې وویل:
طَلَّقَنِي زَوْجِي ثَلَاثاً عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللهِ ﷺ فَأَتَيْتُ النَّبِيَّ ﷺ فَلَمْ يَجْعَلْ لِي سَكَناً وَلَا نَفَقَةً
"زما خاوند د رسول الله ﷺ په زمانه کې ما ته درې طلاقه راکړل، نو زه رسول الله ﷺ ته ورغلم، خو هغه زما لپاره نه کوم استوګنځی (سکن) مقرر کړ او نه نفقه." (رواه مسلم)
نو دا حدیث رد دی ځکه چې د قرآن له دې قول سره ټکر لري:
أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ
"هغوی (ښځې) په هغو ځایونو کې مېشتې کړئ چې پخپله پکې اوسېږئ، د خپل توان په اندازه." (سورة الطلاق [65]: 6)
نو په داسې حالت کې حدیث ردېږي ځکه چې د قطعي الثبوت او قطعي الدلالة قرآن سره یې مخالفت کړی دی. خو که حدیث له قرآن سره ټکر ونه لري، مګر داسې شیان پکې وي چې په قرآن کې نه وي راغلي او یا پر قرآن اضافه وي، نو پر دواړو (حدیث او قرآن) عمل کېږي. او دا نه ویل کېږي چې یوازې پر قرآن بسنه کوو، ځکه الله سبحانه وتعالی د دواړو امر کړی او پر دواړو اعتقاد واجب دی.)
- د "الشخصية الإسلامية" (درېیم ټوک) په ۹۰-۹۱ مخونو کې راغلي:
(د خبر واحد د قبلولو شرطونه: خبر واحد هغه وخت منل کېږي چې د روایت او درایت شرطونه یې پوره وي. د روایت شرطونه دا دي چې راوي مسلمان، بالغ، عاقل، عادل، رښتینی او د هغه څه دقیق ساتونکی (ضابط) وي چې اورېدلي یې دي او تر بیانه یې په یاد ولري. د اصولو او مصطلح الحدیث پوهانو د روایت شرطونه په تفصیل سره بیان کړي، او د حدیثو د راویانو تاریخ او د هر راوي صفتونه یې په جلا ډول روښانه کړي دي. د درایت له مخې د خبر واحد د قبلولو شرط دا دی چې له هغه څه سره ټکر ونه لري چې له ده څخه قوي وي، لکه آیت یا متواتر او مشهور حدیث، لکه هغه چې له فاطمې بنت قیس څخه روایت شوي چې هغې وویل: «زما خاوند ما ته درې طلاقه راکړل، نو رسول الله ﷺ زما لپاره نه کوم استوګنځی مقرر کړ او نه نفقه» چې مسلم روایت کړی دی. نو دا حدیث د الله سبحانه وتعالی له دې قول سره ټکر لري: ﴿أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ﴾ ځکه نو د دغه حدیث ردول واجب دي او عمل پرې کول جواز نه لري...).
هیله لرم چې دا ځواب بسنه وکړي، الله سبحانه وتعالی تر هر چا زیات پوه او د حکمت خاوند دی.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
۳۰ شوال ۱۴۴۳هـ مطابق ۲۰۲۲/۰۵/۳۰م
د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ویب پاڼه