Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: ایا حزب التحریر د ښوونې او روزنې منهج (نصاب) لري؟

November 24, 2013
3837

** (د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فېسبوک پاڼې د کتونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**

درة الشام ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زه د حزب غړی نه یم، خو له تاسو څخه یوه هیله لرم...

تاسو د ښوونې او روزنې یو نظام، پروګرامونه او نور لرئ چې ما لوستي او خوښ شوي مې دي.

ایا د ټولو ټولګیو لپاره د ټولو شرعي او عصري علومو یو بشپړ نصاب (منهج) شتون نه لري... چې موږ یې مثلاً د شام په ازادو شویو سیمو کې یا په هر هغه ځای کې چې د زده کړې ازادي وي تدریس کړو؛ په ځانګړي ډول په دې اوسنیو حالاتو کې چې هر چا چې غوښتي خپل سري خصوصي ښوونځي یې پرانیستي دي، که هدف او فکر ولري او که نه... زه نه پوهېږم چې دا نسل به څنګه وروزل شي، الله تعالی دې زموږ او د دوی مل شي.

ما فکر وکړ چې دا نظر هر هغه چا ته وړاندې کړم چې د نصاب لیکلو وړتیا لري او پر خپلو اولادونو غیرت کوي چې د نورو لخوا ونه روزل شي، ترڅو یو جامع نصاب رامنځته شي.

خو زما په ذهن کې دا وګرځېدل چې که له تاسو سره نصاب شتون ولري، نو ولې خپل وخت ضایع کړم، بلکې هغه څه به بشپړ کړم چې تاسو ورته رسېدلي یئ، که څه هم پیل یې له خپلو خپلوانو او عزیزانو څخه وکړم. الله تعالی دې تاسو ته خیر درکړي، که ځواب راکړئ او که نه.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

هو، موږ د ښوونې او روزنې نصاب (منهج) لرو، خو دا داسې څوک غواړي چې ښوونځي او ښوونکي ورته چمتو کړي، او دا کار یو داسې قدرت (سلطه) غواړي چې د شرعي احکامو پر بنسټ یې پلی کړي او د ښوونځي د سند په توګه یې په رسمیت وپېژني، ترڅو زده کوونکی وکولی شي خپلې زده کړې بشپړې کړي. دا ټول یو داسې دولت ته اړتیا لري چې په اسلام حکم وکړي او دا ښوونیز نصاب تصویب کړي، او دا واک او قدرت اوس نشته، نو ته به یې څنګه او چېرته تدریس کړې؟ په هر صورت، موږ د اسلامي دولت (راشده خلافت) د تاسیس لپاره په جدي توګه کار کوو، کوم چې به د الله سبحانه وتعالی په اذن سره د شرعي احکامو مطابق تعلیمي منهج پلي کوي، او هیله ده چې دا کار نږدې وي.

په پای کې، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو په دې حرص او پاملرنه کې برکت واچوي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فېسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر

د امیر له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network