Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د پټرو ډالر تړون حقیقت

July 08, 2024
2566

د پوښتنې ځواب

د پټرو ډالر تړون حقیقت

پوښتنه: الحره ویبپاڼې د ۲۰۲۴/۶/۱۸ نېټه خبر خپور کړ: (پدې وروستیو کې ځینو خبري پاڼو په پراخه کچه د ۱۹۷۴ کال د سعودي او امریکا د هغه تړون په اړه راپورونه خپاره کړي چې له مخې یې سعودي باید خپل ټول تېل په ډالرو وپلوري. د دغو راپورونو له مخې، دغه ۵۰ کلن تړون اوس پای ته رسېدلی... خو لیدر انسايټ ویبپاڼې د دوشنبې په ورځ دا راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې "داسې کوم تړون شتون نلري"). نو هیله ده چې د دغه تړون حقیقت، د ډالر د برلاسي په ساتلو کې د تېلو رول او ایا دا چې د برېکس ټولنه په راتلونکي کې د ډالر پر برلاسي اغېز کوي که نه، روښانه کړئ؟

ځواب: د پورتنیو پوښتنو د روښانه کېدو لپاره لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د سعودي او امریکا تر منځ د تېلو د پلور یوازې په ډالرو پورې د محدودولو د تړون د پای ته رسېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر بحثونه روان دي، خو د دواړو هېوادونو کوم رسمي چارواکي پدې اړه څه نه دي ویلي، داسې ښکاري چې دوی په لوی لاس دا موضوع پټه ساتلې ده! رسنیو هم په پیل کې له تبصرې ډډه کوله، خو وروسته د خلکو د زیاتې پاملرنې له امله ځینو پرې خبرې پیل کړې. د بېلګې په توګه، د روسیې آر ټي ویبپاڼې د ۲۰۲۴/۶/۱۵ نېټه خپاره کړل: (اولګا ساموفالووا په فزګلیاد کې لیکلي: "د سعودي عربستان او متحده ایالاتو تر منځ د پټرو ډالر تړون، چې په ۱۹۷۴ کال کې لاسلیک شوی و، پای ته ورسېد. لکه څنګه چې رسنۍ ټینګار کوي، دا کار سعودي ته اجازه ورکوي چې خپل تېل او نور محصولات نه یوازې په امریکایي ډالرو، بلکې په نورو اسعارو هم وپلوري.") دا د یوې روسي رسنۍ لخوا د داسې یو تړون د شتون په اړه غیر رسمي تایید دی.

دویم: خو امریکایي رسنۍ دا موضوع ردوي: ۱- هغه څه چې په پوښتنه کې د الحره ویبپاڼې (۲۰۲۴/۶/۱۸) څخه راغلي: (...د دغو راپورونو له مخې دا تړون چې ۵۰ کاله موده یې وه، اوس پای ته رسېدلی، چې دا د امریکا د اسعارو د برلاسي د پای ته رسېدو نښه ده. خو لیدر انسايټ ویبپاڼې د دوشنبې په ورځ دا راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې "داسې کوم تړون شتون نلري"). ۲- مارننګ سټار (MorningStar) ورځپاڼې د ۲۰۲۴/۶/۱۷ نېټه د هغو کیسو په اړه خبرې کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا او سعودي تر منځ د پټرو ډالر د اوږد مهاله تړون د شیندل کېدو په اړه خپرېږي او ویلي یې دي چې "دغه تړون هیڅکله شتون نه درلود." ۳- د UBS Global Wealth Management لوړپوړي اقتصاد پوه پول ډونوفان د جمعې په ورځ په یوه یادښت کې ویلي چې (د "پټرو ډالر تړون" جعلي کیسه په هېښونکې بڼه په پراخه کچه خپره شوې، چې دا د "تصدیقي تعصب" د خطرونو په اړه یو بل درس دی... MorningStar، ۲۰۲۴/۰۶/۱۷).

درېیم: له دې سره سره، هېڅ یو لوري هم په رسمي ډول د هغو وروستیو مقالو په اړه غبرګون نه دی ښودلی چې وایي د امریکا او سعودي تر منځ د ۱۹۷۴ کال د پټرو ډالر تړون د ۲۰۲۴/۶/۹ نېټه پای ته رسېدلی دی. نه چا دا خبره په رسمي ډول رد کړې او نه یې تایید کړې، بلکې تبصرې یوازې له رسنیزو سرچینو څخه وې! لکه څنګه چې مو پورته وویل، خو ځینې نورې نښې شتون لري چې پر بنسټ یې د امریکا او سعودي تر منځ پدې اړه د یو ډول تړون شتون غالب ګڼل کېدی شي، له دغو نښو څخه ځینې یې دا دي:

۱- په ۱۹۷۸ کال کې د امریکا د عمومي پلټونکي په راپور کې چې سرلیک یې "د اقتصادي همکاریو لپاره د امریکا او سعودي کمېسیون" و، راغلي: (عمومي پلټونکی د هغه سعودي-امریکایي کمېسیون د کار پر پیاوړتیا سپارښتنه کوي چې د ۱۹۷۴ کال په جون کې د اقتصادي همکارۍ لپاره جوړ شوی و او په ریاض کې د "پټرو ډالر د بیا راګرځولو" (recycling petrodollars) لپاره د امریکا د خزانې وزارت د دفتر پر پرانیستلو ټینګار کوي). دا راپور په خپله پیلامه کې د دغه ګډ کمېسیون جوړېدل تاییدوي. ۲- وروسته له هغه چې پول ډونوفان په خپل یادښت کې وویل چې ("دا څرګنده ده چې د پټرو ډالر تړون کیسه چې نن سبا ګرځي، جعلي خبر دی"، هغه زیاته کړه: "شاید د پټرو ډالر معاملې ته تر ټولو نږدې شی هغه پټ تړون وي چې د ۱۹۷۴ کال په وروستیو کې د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر منځ شوی و، چې په هغه کې ژمنه شوې وه چې د سعودي لخوا د امریکا په خزانه کې د تېلو د پلور د میلیاردونو ډالرو عاید د پانګونې په بدل کې به نظامي مرستې او تجهیزات ورکول کېږي"... MorningStar، ۲۰۲۴/۰۶/۱۷). ۳- وروسته له هغه چې MorningStar ورځپاڼې د ۲۰۲۴/۶/۱۷ نېټه وویل چې د امریکا او سعودي تر منځ د پټرو ډالر تړون "هیڅکله شتون نه درلود"، بیا یې وویل: "د امریکا د محاسبې د دفتر د یوه خپاره شوي راپور پر بنسټ، موضوع د یوه ګډ امریکایي-سعودي کمېسیون په اړه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی و او د هغه د جوړېدو پرېکړه د ۱۹۷۴/۶/۸ نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر او د سعودي د هغه وخت د ولیعهد فهد بن عبدالعزیز تر منځ لاسلیک شوې وه." ۴- د کویټ القبس ورځپاڼې د "خبرونو حافظه" تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۰/۱۰/۲۰ نېټه یو خبر خپور کړی و چې اصلا یې د ۱۹۷۴ کال د جون په ۷مه نېټه خپور کړی و او پکې راغلي و: (ولسمشر نیکسون نن د سعودي د لومړي وزیر له دویم مرستیال او د کورنیو چارو له وزیر شهزاده فهد بن عبدالعزیز سره د مصر او سوریې په جبهو کې له (اسراییلو) سره د ځواکونو د جلا کولو له دوو تړونونو وروسته په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت پر امکاناتو خبرې وکړې. دوی همدارنګه د سعودي او متحده ایالاتو تر منځ د اقتصادي، صنعتي او دفاعي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث وکړ. د دوی خبرې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر نیکسون په دفتر کې له غرمې ډوډۍ مخکې وشوې. ویل شوي چې شهزاده فهد هڅه کوي له خپل هېواد سره د امریکا نظامي مرستې زیاتې کړي او په بدل کې یې سعودي متحده ایالاتو ته د تېلو په ورکړه کې همکارۍ ته دوام ورکوي). ۵- د businesstimes.com.sg ویبپاڼې د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۸مه نېټه یادونه وکړه: [د ۱۹۷۴ کال د جون په ۸مه، د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لومړي مخ کې ولیکل: (د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر او شهزاده فهد بن عبدالعزیز، د سعودي عربستان د لومړي وزیر دویم مرستیال او د پاچا فیصل ناسکه ورور، نن سهار د سپینې ماڼۍ په مخامخ سړک کې په بلیر هاوس کې پر یو شپږ مخیز تړون لاسلیک وکړ)].

څلورم: د درېیم بند ته په ځیرکتیا سره کتل، په ځانګړې توګه د امریکا د ولسمشر نیکسون لخوا د فهد بن عبدالعزیز تود هرکلی د دغه سفر پر اهمیت دلالت کوي. بیا د اقتصادي همکارۍ لپاره د امریکا-سعودي د کمېسیون جوړېدل (۱۹۷۴/۶/۸) چې رسمي سرچینې لکه د امریکا د عمومي پلټونکي راپور ورته اشاره کوي، پر هغو تړونونو دلالت کوي چې لاسلیک شوي وو او ګواکې دا کمېسیون د هغو د پلي کولو مسوول و. دا ټول د امریکا او سعودي تر منځ د یو ډول تړون پر شتون ټینګار کوي، که هغه په پټه لیکل شوی او ساتل شوی وي او که لازمي غیر لیکلي تفاهمات وي. ان د یو کوچني مزدور دولت او د امریکا په څېر ځواکمن دولت تر منځ دا ډول تفاهمات د مزدورو چارواکو لپاره په بشپړه توګه لازمي وي او دوی ترې نه شي وتلی، که څه هم لیکلي نه وي! دا ټول حقایق د پټرو ډالر د تړون یا تفاهم پر حقیقت زموږ باور پیاوړی کوي، که څه هم دا موضوع پټه ساتل کېږي او رسمي سرچینې یې نه مني، خو ردوي یې هم نه.

پنځم: هغه څه چې دغه خبره تاییدوي، د یوې نړیوالې اسعارو په توګه د ډالر پر پاتې کېدو باندې د امریکا ټینګار دی، چې وضاحت یې دا دی: ۱- د ۱۹۴۴ کال د برټن ووډز (Bretton Woods) له تړون راهیسې، چې د یو اونس سروزرو بیه یې ۳۵ ډالره وټاکله، ډالر د نړۍ د پولي نظام پر سر کېښودل شو؛ یعنې ډالر او سره زر یو شان شول. خو د امریکا د استعماري پروژو، په ځانګړې توګه د ویتنام د جګړې او پر هغې د زیاتو لګښتونو له امله، متحده ایالاتو له خپلې وړتیا څخه زیات ډالر چاپ کړل چې د سرو زرو ملاتړ یې نه درلود. د شپېتمې لسیزې په پای کې، په بازار کې ډالر د شته سرو زرو په پرتله زیات شول. دې کار بهرني هېوادونه وهڅول چې د خپلو ډالرو په بدل کې سره زر وغواړي، چې په پایله کې د امریکا د سرو زرو زېرمې کمې شوې. د امریکا د سرو زرو زېرمه د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې له ۵۷۴ میلیون اونس څخه په ۱۹۷۱ کال کې شاوخوا ۲۶۱ میلیون اونس ته راټیټه شوه. له همدې امله د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون د ۱۹۷۱ کال د اګست په ۱۵مه د سروزرو معیار لغوه کړ او ډالر یې په بشپړه توګه له سرو زرو څخه جلا کړ، چې دا په (د نیکسون صدمه) مشهوره شوه. ۲- خو د ډالر او سرو زرو دغه جلاوالي د امریکا لپاره یوه سیاسي او مالي ستونزه جوړه کړه؛ هغه دا چې د نړۍ هېوادونو نور د ډالرو ترلاسه کولو ته کوم انګېزه نه لرله. دې کار امریکا اړ کړه چې داسې نورې لارې ولټوي چې هېوادونه د ډالرو غوښتنې ته مجبور کړي ترڅو د ډالر نړیوال مقام وساتل شي. امریکا خپله هیله د انرژۍ لپاره د نړۍ په سخته اړتیا کې وموندله، او د انرژۍ اصلي سرچینه تېل وو، چې سعودي یې هغه وخت تر ټولو لوی تولیدونکی و. ۳- د نیکسون ادارې د ۱۹۷۲ څخه تر ۱۹۷۴ کلونو پورې له سعودي سره د پټرو ډالر د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې. پایله یې داسې یو تړون و چې له مخې یې متحده ایالاتو د سعودي رژیم ته امنیتي تضمین ورکاوه، او په بدل کې یې سعودي، چې د نړۍ تر ټولو لوی تولیدونکی او د تېلو د سترو زېرمو لرونکی و، خپل تېل په ډالرو پلورل. سعودي همدا راز ومنله چې د تېلو د پلور میلیاردونه ډالر بېرته د امریکا د خزانې په بانډونو کې پانګونه کړي. ۴- سعودي له دغه تړون وړاندې د تېلو په بدل کې سټرلینګ پونډ اخیست، ځکه هغه وخت د سعودي په واکمنۍ کې د انګریزانو د اجنټانو اغېز و. کله چې د ۱۹۷۴ کال د جون په ۸مه د کیسنجر او شهزاده فهد تر منځ دغه تړون وشو، دا د پونډ پر ځای له سعودي سره په ډالرو د معاملې لپاره پیلامه وه. له هغې وروسته شهزاده فهد مشهور شو او په ۱۹۷۵ کال کې د خپل ورور خالد په زمانه کې ولیعهد شو، چې پراخ واکونه یې لرل. دا لړۍ تر هغه روانه وه چې پاچا خالد مړ شو او دی په ۱۹۸۲/۶/۱۳ نېټه پاچا شو، او دی له امریکا سره په وفادارۍ مشهور و. پدې توګه، د ۱۹۷۵ له پیل څخه د سعودي تېل په ډالرو پورې وتړل شول. سرچینې وایي چې له ۱۹۷۴ وروسته د سعودي تېل یوازې په امریکایي ډالرو پلورل کېدل او دا کار د تېلو تولیدونکو هېوادونو سازمان (اوپیک) ته هم وغځېد. هر هېواد چې تېلو ته اړتیا لرله، باید ډالر یې لرلای، چې دا کار هېوادونه اړ کول ترڅو له مالي بازارونو څخه ډالر واخلي یا په ډالرو پورونه ترلاسه کړي. مهمه دا وه چې امریکا د ډالرو د بهیر دوام تضمین کړ... په ځانګړې توګه دا چې د سعودي ریال هم له ډالر سره تړلی دی. (د سعودي د انرژۍ وزیر خالد الفالح تایید کړه چې امریکایي ډالر به د بهرنۍ سوداګرۍ او تېلو د پلور لپاره د معتبرو اسعارو په توګه پاتې شي... انادولو ۲۰۱۹/۴/۹).

شپږم: ایا د برېکس (BRICS) په ټولنه کې د سعودي عربستان غړیتوب چې چین او روسیه یې مشري کوي او د امریکا سیالان دي، د ډالر پر اساس د تېلو په بیه کولو اغېز کوي؟ دا مسله له نورو عواملو سره هم تړلې ده. د وضاحت لپاره لاندې ټکي څېړو: ۱- د BRICS اصطلاح برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا ته کارول کېږي. برازیل، روسیه، هند او چین په ۲۰۰۶ کال کې دا ډله جوړه کړه ترڅو پرمختللو هېوادونو ته په نړیوالو چارو کې ډېر رول ورکړي. په ۲۰۱۱ کال کې سویلي افریقا هم ورسره یوځای شوه. د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د سعودي، مصر، اماراتو، ایران، ایتوپیا او ارجنټاین د یوځای کېدو اعلان وشو. د برېکس یو هدف له ډالر څخه خلاصون او د نویو اسعارو رامنځته کول وو، خو هېوادونه پرې سلا نه شول. نو دوی پرېکړه وکړه چې په خپلو منځونو کې په خپلو ملي اسعارو راکړه ورکړه وکړي. له همدې امله یې سعودي ته بلنه ورکړه. که څه هم سعودي تلویزیون د ۲۰۲۴/۱/۲ نېټه د یوځای کېدو اعلان وکړ، خو د سعودي د سوداګرۍ وزیر ماجد القصبي په داوس کې وویل: ("سعودي ته د برېکس د غړیتوب بلنه ورکړل شوې، خو موږ تر اوسه په رسمي ډول نه یو یوځای شوي." سکای نیوز عربي ۲۰۲۴/۱/۱۶). دا پدې معنی ده چې سعودي د امریکا اجازې ته په تمه و ترڅو دا غړیتوب د امریکا په ګټه وي. ۲- د سعودي په څېر د امریکا د لاسپوڅو هېوادونو ننوتل برېکس کمزوری کوي. موږ ولیدل چې سویلي افریقا د نویو اسعارو له جوړېدو سره مخالفت وکړ. په برېکس کې یوازې روسیه او چین خپلواک هېوادونه دي، نور د لوېدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا مزدوران دي. امریکا چې کله سعودي او نورو مزدورانو ته په برېکس کې د ننوتلو اجازه ورکوي، هدف یې دا وي چې له دننه پرې اغېز وکړي؛ لکه څنګه چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د ختیځې اروپا هېوادونه وهڅول چې اروپایي ټولنې ته ننوځي ترڅو هلته د امریکا ګټې وساتي. همداسې یې له سعودي څخه هم کار واخیست ترڅو د اوپیک او روسیې تر منځ یو ډول اتحاد رامنځته کړي چې د روسیې تولید کنټرول کړي. ۳- پوتین چې غواړي د دې ټولنې لپاره اسعار جوړ کړي، د غړو هېوادونو سیاسي واقعیت ته تسلیم شو او ویې ویل: ("د برېکس پراخول به په نړیواله کچه د دغې ډلې رول پیاوړی کړي، خو د واحدو اسعارو مسله لا هم پېچلې ده او نورو بحثونو ته اړتیا لري"... الجزیره، ۲۰۲۳/۸/۲۴). نو پدې توګه روسیه ونه توانېده چې ډالر ته بدیل پیدا کړي.

اووم: تر هغه چې پولي واحد یوازې کاغذ وي او په خپله ارزښت ونلري، اقتصادي ستونزې، قمار او استعماري برلاسي به دوام ولري. اسلام د الله سبحانه و تعالی په وحې سره پیسې په سروزرو او سپینو زرو پورې تړلې دي؛ یعنې هغه مواد چې په خپله ارزښت لري. رسول الله ﷺ سره زر او سپین زر د پیسو په توګه وټاکل او یوازې هغه یې د شیانو او خدمتونو د بیې لپاره معیار وګرځول. خو استعمارګرو د خپلو مالي او اقتصادي چلونو له لارې پیسې د استعمار په وسیله بدلې کړې او هغه یې له سرو زرو جلا کړې. دا ستونزې به یوازې هغه وخت حل شي چې اسلامي دولت (خلافت) تاسیس شي او پولي نظام بېرته سروزرو او سپینو زرو ته وګرځوي. دا د الله سبحانه و تعالی شرع ده چې په خپل علم سره یې نازله کړې ده:

أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ

"ایا هغه ذات چې پیدا کړي یې دي نه پوهېږي؟ حال دا چې هغه دقیق (د هر څه په پټو چارو خبر) او باخبر دی." (الملک [۶۷]: ۱۴)

د ۱۴۴۶ هـ د محرم لومړۍ نېټه د ۲۰۲۴/۷/۷ م کال سره سمون خوري

Share Article

Share this article with your network