Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د ټولنيزې بیمې (سوشل سیکورټي) کې د ګډون په اړه

June 09, 2013
4947

(د حزب التحریر د امیر شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته د فېسبوک پاڼې د پوښتونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)

ابو ياسر الشامي ته

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

آیا یو مسلمان ته روا ده چې په ټولنیزې بیمې (سوشل سیکورټي) کې ګډون وکړي؟

ځواب:

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته

په هغې ټولنیزې بیمې کې ګډون چې دولت یې پر خپلو کارکوونکو او یا د خصوصي سکتور پر کارکوونکو لازمي ګرځوي، د کارګر یا مامور لپاره جایز دی؛ ځکه چې دا د هغه له معاش څخه (که هغه په دولتي سکټور کې وي او که په خصوصي کې) ګرځول کېږي. یوه برخه یې د هغه له معاش څخه ګرځول کېږي او بله برخه یې د کار خاوند (صاحب العمل) ورکوي، او بیا دولت یا د کار خاوند د هغه د درملنې مسؤلیت پر غاړه اخلي. نو دا ځکه جایز دی چې دا د کارګر د معاش د یوې برخې ګرځولو په بدل کې دی، که څه هم د کار خاوند خپله برخه ورزیاته کړي، دا ټول جایز دي ځکه چې دا د کارګر د اجرت (معاش) برخه ګڼل کېږي.

خو که ستاسو مراد هغه خصوصي ادارې وي چې د ټولنیزې بیمې لپاره جوړې شوې وي او هدف یې د دولتي یا خصوصي سکتور کارکوونکي نه وي چې د هغوی له معاش څخه یې وګرځوي، بلکې داسې خصوصي ادارې وي چې خلکو ته اعلان کوي چې هر څوک په بیمه کې ګډون کول غواړي، نو میاشتنی قسط دې ورکړي او د ناروغۍ پر مهال به موږ د هغه درملنه کوو... دا ډول ګډون ناروا دی؛ ځکه دا داسې یو تړون (عقد) دی چې په هغه کې جهالة (ناپوهي او ابهام) شتون لري. ځکه دا معلومه نه ده چې ناروغي به کله راځي، ایا سخته به وي که سپکه، ایا... او ایا... نو دا تړون باطل دی او جواز نه لري.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network