Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د قضا او قدر په اړه

July 23, 2015
8378

(د حزب التحرير د امير، جليل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د هغه د فيسبوک پاڼې "فقهي" برخې له لارې ورکړل شوي)

د قضا او قدر په اړه د پوښتنې ځواب

Ahmad Nadhif ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! په التيسير في أصول التفسير کتاب، ۴۴ مخ کې راغلي دي: "... که نقلي وي، یعنې د الله سبحانه وتعالی له کتاب یا د رسول الله ﷺ له متواترو احادیثو څخه په پرېکنده (مقطوع به) ډول رارسېدلي وي؛ لکه پر غیبي چارو، پرښتو، پخوانیو نازل شویو کتابونو، پخوانیو پیغمبرانو، اخرت او د قدر پر خیر او شر ایمان لرل. الله سبحانه وتعالی په سورة النساء ۱۳۶ ایت کې فرمایي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَكْفُرْ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا

"ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر الله، د هغه پر رسول، پر هغه کتاب چې پر خپل رسول یې نازل کړی او پر هغو کتابونو چې له ده مخکې یې نازل کړي وو، ایمان (ثابت) وساتئ. او څوک چې پر الله، د هغه پر پرښتو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د قیامت پر ورځ کافر شي، نو یقیناً چې هغه په سخته ګمراهۍ کې پریوتی دی." (سورة النساء: ۱۳۶)

او رسول الله ﷺ د ایمان په اړه د جبرئیل علیه السلام د پوښتنې په ځواب کې فرمایلي:

أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ

"دا چې پر الله، د هغه پر پرښتو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو، د قیامت پر ورځ ایمان ولرې او پر قدر ایمان ولرې، که هغه خیر وي او که شر."

پوښتنه مې دا ده: که دغه یاد شوی حدیث متواتر وي او د قدر عقیده پرې ولاړه وي، نو ولې د الشخصية الإسلامية لومړي ټوک کې د اسلامي عقیدې په بحث کې نه دی ذکر شوی؟ بلکې د یاد کتاب لیکوال (رحمه الله) وایي چې پر قضا او قدر ایمان لرل پر عقلي دلیل بنا دي.

الله تعالی دې تاسو ته غوره جزا درکړي، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

تر ځواب وړاندې، ستا پام دوو ټکو ته راګرځوم چې داسې ښکاري ستا لپاره پکې ابهام رامنځته شوی وي؛ دا دوه چارې "القدر" (چې په ایتونو او احادیثو کې راغلی) او د "القضاء والقدر" اصطلاح ده. دا دواړه بېلابېلې موضوعګانې دي او یو شی نه دي. د "قضا او قدر" موضوع چې تا په النظام یا الشخصية کتابونو کې لوستې، له هغه "قدر" څخه توپیر لري چې په حدیث کې راغلی او تا یې په اړه پوښتنه کړې.

ستاسو د پوښتنې ځواب په لاندې ډول دی:

۱- د مسلم په روایت کې د رسول الله ﷺ هغه قول چې د ایمان په اړه یې د جبرئیل علیه السلام ځواب ورکړی: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»، دا متواتر حدیث نه دی، بلکې "صحیح خبر آحاد" دی. له دې سره سره، په هغه ځای کې چې په التيسير في أصول التفسير کې پرې استدلال شوی، سم استدلال دی؛ ځکه دا د هغه څه لپاره دلیل راوړل شوی چې د ایمان غوښتنه ترې شوې، نه د هغه موضوع لپاره چې ایمان پرې ولاړ وي. اسلام ته بلنه او د ایمان غوښتنه په ایت، د رسول الله ﷺ په حدیث او ان د رسول الله ﷺ په هغه لیک سره هم کېږي چې استازو به یې پاچاهانو ته وړل...

۲- خو کله چې پر دې حجت (دلیل) قایمېږي چې قدر له عقیدې څخه دی او منکر یې کافر دی، او کله چې دا ثابتېږي چې دا د الله علم دی او هر څه په لوح محفوظ کې له ازل څخه لیکل شوي دي؛ نو بیا قطعي (پرېکنده) دلیلونو ته رجوع کېږي. په دې مانا "قدر" ته قطعي ایتونه ذکر کېږي چې مانا یې "په ازل کې اندازه کول" (تقدیر) ده، یعنې په ځمکه او اسمان کې داسې هېڅ نشته مګر دا چې الله تعالی پرې له ازل څخه پوهېږي، اندازه کړی یې دی او په لوح محفوظ کې یې لیکلی دی... له دغو قطعي ایتونو څخه ځینې یې دا دي:

إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ

"مګر د هغه ښځه چې موږ مقدره کړې (فیصله مو کړې) وه چې هغه به له پاتې کېدونکو څخه وي." (سورة الحجر: ۶۰)

دلته د "قدّرنا" مانا په ازل کې تقدیر او فیصله ده. بل ځای فرمایي:

وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

"او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو هغه ورته بس دی. یقیناً الله د خپل کار پوره کوونکی دی، الله د هر شي لپاره یوه اندازه (تقدیر) ټاکلې ده." (سورة الطلاق: ۳)

د "لکل شيء قدراً" مانا دا ده چې د هر شي لپاره یو تقدیر او وخت ټاکل شوی چې مراد ترې په ازل کې تقدیر دی. بل ځای فرمایي:

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

"ووایه: موږ ته به هېڅ نه رسېږي مګر هغه څه چې الله راته لیکلي دي، هغه زموږ کارساز دی، او مومنان باید یوازې پر الله توکل وکړي." (سورة التوبة: ۵۱)

مانا یې دا ده چې موږ ته به یوازې هغه څه رسېږي چې الله په ازل کې راته لیکلي او مقدر کړي دي. بل ځای فرمایي:

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ

"او په ځمکه کې هېڅ ګرځېدونکی او نه په خپلو دوو وزرونو الوتی مرغۍ شته مګر دا چې ستاسو په څېر امتونه دي. موږ په کتاب (لوح محفوظ) کې هېڅ شی نه دی پرېښی." (سورة الانعام: ۳۸)

مانا یې دا ده چې دوی ستاسو په څېر امتونه دي چې روزي، اجل او عملونه یې لیکل شوي دي؛ لکه څنګه چې ستاسو لیکل شوي دي. موږ په لوح محفوظ کې هېڅ شی نه دي پرېښي او نه مو ترې غفلت کړی دی. دلته "کتاب" نه مراد لوح محفوظ دی، یعنې هر څه پکې لیکل شوي دي او دا د الله تعالی له علم څخه کنایه ده. بل ځای فرمایي:

عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ

"(هغه) د غیبو پوه دی، چې په اسمانونو او ځمکه کې د یوې ذرې په اندازه هم ترې څه نه پټېږي او نه له هغې کوچني او نه لوی څه شته مګر دا چې په روښانه کتاب کې (لیکل شوي) دي." (سورة سبأ: ۳)

یعنې په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي، چې دا د ایت په مقتضا د الله تعالی پر علم باندې کنایه ده.

۳- د یادونې وړ ده چې "قدر" په دې مانا (یعنې په ازل کې تقدیر یا په لوح محفوظ کې لیکل یا د الله علم چې فلانی کار به کېږي) دا مانا نه لري چې انسان دې د الله پر علم تکیه وکړي او د کار د ترسره کولو لپاره دې له وسایلو او اسبابو کار نه اخلي. ځکه د الله علم چا ته نه دی څرګند شوی چې پوه شي فلانی کار به کېږي که نه. نو ځکه تر هغو چې انسان د کار وسایل او اسباب برابر نه کړي او عملاً یې پیل نه کړي، نه پوهېږي چې کار به وشي او که نه. له همدې امله روا نه ده چې څوک د الله پر علم تکیه وکړي او عمل پرېږدي. صحابه کرامو ته همدا پوښتنه پیدا شوه، نو رسول الله ﷺ ورته خبرداری ورکړ چې تکیه (جبر) ونه کړي او د عمل امر یې ورته وکړ. بخاري له علي (کرم الله وجهه) څخه روایت کوي:

فَقَالَ رَجُلٌ مِنْ الْقَوْمِ: أَلاَ نَتَّكِلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: لاَ، اعْمَلُوا فَكُلٌّ مُيَسَّرٌ، ثُمَّ قَرَأَ: فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى الآيَةَ

"په قوم کې یوه سړي وویل: ای د الله رسوله، ایا تکیه ونه کړو (عمل پرې نږدو)؟ ویې فرمایل: نه، عمل وکړئ، ځکه هر چاته هغه څه اسانېږي (چې لپاره یې پیدا شوی دی)، بیا یې دا ایت تلاوت کړ: (نو چا چې ورکړه وکړه او پرهیزګاري یې وکړه...)"

دا په ډاګه ښیي چې پر قدر ایمان لرل د عمل پرېښودل نه دي، ځکه قدر او لیکل (یعنې د الله علم) هېڅ مخلوق ته نه ښکاري، نو دی به پر څه شي تکیه وکړي؟

له همدې امله رسول الله ﷺ هغه چا ته چې پوښتنه یې وکړه "ایا تکیه ونه کړو؟"، ورته ویې فرمایل: «لا» (نه)، یعنې له تکیې او عمل پرېښودلو یې منع کړ او یوازې په دې یې بسنه ونه کړه، بلکې ورته ویې فرمایل: «اعْمَلُوا» (عمل وکړئ)، یعنې د کار امر یې ورته وکړ. نو پر قدر ایمان لرل د عمل د نه کولو په مانا نه دي.

هیله ده چې ستاسو پوښتنه د قدر په اړه روښانه شوې وي.

ستاسو ورور، عطاء بن خليل أبو الرشتة

د امير له فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فيسبوک

د امير له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: الأمير

د امير له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network