** (د حزب التحریر د امیر جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې په خپله فیسبوک پاڼه کې یې د پوښتونکو پوښتنو ته ورکړي دي)**
** (ابو القاسم) او Abdullah Abdulrahman ته**
پوښتنې:
Abdullah Abdulrahman
په یوه ناسته کې د هغو خبرو په اړه چې په انټرنیټ کې کېږي، وویل شول چې د انټرنیټ نړۍ یوه مجازي نړۍ ده، نو څوک چې په کې څه لیکي د هغو په خاطر نه ملامتېږي. همدارنګه وویل شول چې حتی د نارینه وو او ښځو ترمنځ خبرې اترې که هر ډول وي، کومه ستونزه نه لري ځکه دا اختلاط (ګډون) نه دی... ایا دا خبره سمه ده؟ هیله ده دا موضوع روښانه کړئ، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي.
ابو القاسم
السلام علیکم ورحمة الله
"د Facebook یا بریښنالیک له لارې د دواړو جنسونو (نارینه او ښځینه) ترمنځ د درډشې (چټ کولو) د حکم په اړه پوښتنه." زموږ د عصر ځوانان او په ځانګړې توګه تنکي ځوانان ډېر کله له دې مسلې سره مخ کېږي، نو ځکه د دې مسلې په اړه پوښتنه اړینه ده ترڅو زموږ ځوانان په ګناه کې اخته نه شي او ترڅو ټولنه له داسې یوې چارې وساتل شي چې ښايي معصیت او لویه ګناه په کې وي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ستاسو دواړو پوښتنې ورته دي، موږ مخکې هم د داسې پوښتنې ځواب ورکړی او دلته یې بیا تاسو ته تکراروم:
ځینې خلک مسایل فلسفي کوي، د بېلګې په توګه: یو څوک پر دې پوښتنه تمرکز کوي چې ایا په Facebook کې اړیکه اختلاط ده؟ ګواکې یوازې اختلاط حرام دی او که اختلاط نه وي نو بیا څه پروا نه کوي!
بل پر دې تمرکز کوي چې دا یوه مجازي نړۍ ده، ګواکې دا یوازې یو ذهني خیال دی او هغه ته اجازه شته چې هر څه یې زړه غواړي خیال یې وکړي!!
ځینې بیا په هغو چارو ناخبره دي چې په فیسبوک کې د اړیکو په اړه پر شرعي حکم اغېز لري، یا داسې انګیري چې تر څو پورې اختلاط نه وي نو کومه ستونزه نشته او یا دې ته ورته نور شیان چې د ناپوهۍ یا اشتباه له امله ورته ګډوډ شوي دي...
خو خبره داسې نه ده، بلکې هغه خطاب چې له یوه شخص څخه بل شخص ته په یو پیغام کې لېږل کېږي، که ثابته شي چې دا پیغام د لېږونکي له خوا صادر شوی او لوري (ترلاسه کوونکي) ته رسېدلی، نو دا کټ مټ د هغه مستقیم خطاب حکم لري چې له یوه شخص څخه بل شخص ته کېږي.
په دې کې هیڅ توپیر نشته چې پیغام په لاس لیکل شوی وي او که په ماشین...
همدارنګه په دې کې هم توپیر نشته چې پیغام ترلاسه کوونکي ته د یو چا په واسطه یوړل شي او که د انټرنیټ، فیسبوک یا کومې بلې وسیلې له لارې ورسیږي؛ بلکې مهمه دا ده چې د لېږونکي څخه یې صدور او ترلاسه کوونکي ته یې رسیدل ثابت شي، نو له دې اړخه د مناط تحقیق (د حکم د تطبیق ځای) یو دی...
له همدې امله، د پیغام په اړه حکم یو دی او انسان پر هغه ملامتېږي، ځکه دا د هغه له افعالو (کړنو) څخه یو فعل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أو تَتَكَلَّمْ
"الله سبحانه و تعالی زما له امت څخه د هغو وسوسو ګناه بښلې چې په زړونو کې یې تېرېږي، تر هغه چې عمل پرې ونه کړي او يا يې په ژبه ونه وايي." (بخاري او مسلم له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې لفظ د بخاري دی).
همدارنګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیحو روایاتو کې ثابته ده چې ملوکو او حاکمانو ته یې د اسلام د تبلیغ لپاره لیکلي پیغامونه لېږل، دا ثابتوي چې په لیکلي پیغام تبلیغ کول یو شرعي حکم دی او کټ مټ د مخامخ خطاب په څېر دی...
بخاري روایت کوي: ابن عباس وایي، ابوسفیان بن حرب ماته خبر راکړ چې هغه په شام کې له قریشو سره یو ځای د هغې مودې په جریان کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د قریشو د کفارو ترمنځ (سوله) وه، د تجارت لپاره تللی و. ابوسفیان وایي: موږ د قیصر استازی په شام کې وموندلو... تر دې چې وایي: بیا قیصر د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک وغوښت، هغه ولوستل شو چې په کې لیکل شوي وو:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، مِنْ مُحَمَّدٍ عَبْدِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ، إِلَى هِرَقْلَ عَظِيمِ الرُّومِ، سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الهُدَى، أَمَّا بَعْدُ: فَإِنِّي أَدْعُوكَ بِدِعَايَةِ الإِسْلاَمِ، أَسْلِمْ تَسْلَمْ، وَأَسْلِمْ يُؤْتِكَ اللَّهُ أَجْرَكَ مَرَّتَيْنِ، فَإِنْ تَوَلَّيْتَ، فَعَلَيْكَ إِثْمُ الأَرِيسِيِّينَ وَ: (( يَا أَهْلَ الكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ، أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا، وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ، فَإِنْ تَوَلَّوْا، فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ))
"د الله په نامه چې ډېر بخښونکی او پوره مهربان دی. د الله له بنده او د هغه له رسول محمد څخه، د روم لوی مشر هرقل ته. پر هغه چا دې سلام وي چې د هدایت پیروي کوي. اما بعد: زه تاته د اسلام بلنه درکوم؛ اسلام ومنه چې سلامت پاتې شې، اسلام ومنه چې الله تاته دوه چنده اجر درکړي، خو که مخ واړوې، نو د خپلو رعیتونو (بزګرانو) ګناه به هم ستا پر غاړه وي. او: «ای د کتاب خاوندانو! راځئ د هغې خبرې لوري ته چې زموږ او ستاسو ترمنځ ګډه ده، دا چې له الله پرته بل هېڅوک ونه لمانځو او له هغه سره هېڅ شی شریک نه کړو او زموږ ځینې دې ځینې نور له الله پرته خپل ربونه نه ګرځوي، که هغوی مخ واړاوه، نو ووایاست چې شاهد اوسئ چې موږ مسلمانان یو.»" (سورت آل عمران [۳]: ۶۴)
د همدې پر بنسټ، د یادې پوښتنې ځواب په لاندې ډول دی:
۱- لیکلې اړیکه که د عادي پوښتنې له لارې وي او که د انټرنیټ، Facebook یا Twitter له لارې... حکم یې یو دی، او له مخامخ خبرو سره هیڅ توپیر نه لري. دا نه شي ویل کېدای چې دا مجازي نړۍ ده او هغه حقیقي نړۍ، بلکې دا په ګناه او ناپوهۍ کې ډوبېدل دي... که یوې پردۍ (اجنبي) ښځې ته مخامخ کومه حرامه خبره وکړې، شرعاً پرې سزا کېږې؛ همدا حکم په پیغام (مراسله) کې هم دی، کله چې د پیغام لېږل ثابت شي، نو د سزا بحث کېږي، کټ مټ لکه هماغه خبره دې چې مخامخ کړې وي.
همدارنګه، لکه څنګه چې له یوې اجنبي ښځې سره بې له کوم شرعي ضرورت څخه مخامخ خبرې کول جواز نه لري، همداسې په پیغامونو کې هم ده. هر څه چې په دې موضوع کې په مخامخ لیدنه کې جایز وي، په پیغامونو کې هم جایز دي او څه چې په مخامخ لیدنه کې ناجایز وي، په پیغامونو کې هم ناجایز دي.
۲- بې له شرعي ضرورته اختلاط حرام دی، خو یوازې اختلاط حرام نه دی؛ که یوې لرې ښځې ته په بدو الفاظو غږ وکړې نو حرام دی که څه هم ستا تر څنګ نه وي، که بازار کې یوې ښځې ته کوم توکی وپلورې او په خوند ورته وګورې نو حرام دی که څه هم په بازار کې د پلور لپاره اختلاط مباح وي، که په یو عام بس کې سپاره شې او یوې لرې ښځې ته بدې خبرې وکړې، که څه هم ستا تر څنګ نه وي ناسته، نو حرام دی...
د همدې په څېر که په پیغام کې هر څه ولیکې، ته یې په اړه پوره مسوول یې کټ مټ لکه په ژبه دې چې مخامخ ویلي وي...
۳- موږ هر مسلمان او مسلمانه، په ځانګړې توګه د دې سپېڅلي او پاک دعوت ځوانان او پېغلو ته چې دا دعوت یې زموږ د مخې، شا، ښي او کیڼ اړخ له لویو څپو سره سره په غاړه اخیستی او پر مخ یې وړي، په داسې حال کې چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل هیڅ پناه ځای نشته؛ بلنه ورکوو چې پر شرعي احکامو ټینګ پاتې شي. دا التزام باید نه یوازې له حرامو څخه د لیرې والي په برخه کې وي، بلکې حتی له ځینو مباحاتو څخه هم باید پرهیز وکړي، ځکه چې ویره شته حرامو ته نږدې وي؛ صحابه کرامو به له ډېرو مباحو دروازو څخه ځان ساته ترڅو په حرامو کې واقع نه شي.
۴- همدارنګه پر هر مسلمان او مسلمانه، په ځانګړې توګه د دعوت پر ځوانانو او پېغلو ټینګار کوو چې له دې نویو وسایلو څخه په جدیت او زیار سره د اسلام د خپرولو لپاره په اغیزناکه، حکیمانه او هوښیاره طریقه کار واخلي. داسې چې نه یوازې له هر ډول ناپاکو ایرو څخه لیرې وي، بلکې حتی د هغو ایرو له دوړو څخه هم ځان وساتي.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې موږ متقي او پاک وساتي، ترڅو په دنیا او اخرت کې بریالي شو او مؤمنانو ته زیری ورکړه.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک