Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د زکات په اړه

March 14, 2014
3844

** (د فیسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د حزب التحریر د امیر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**

Kartal Kara ته

Question:

selamun aleykum, i've a question about zakat: first, i'll tell you the situation; i've make profit on selling appartement, for example: i bought an appartement for 30000 and sold it for 35000, after one year i've made 20000 profit. i had last year 100000 and now i have 120000: on which amount i have to pay the zakat? 120000 or 20000?

د پوښتنې ژباړه:

السلام علیکم، د زکات په اړه یوه پوښتنه لرم: لومړی به د موضوع واقعیت درته بیان کړم، ما د اپارتمانونو د پلورلو له لارې ګټه ترلاسه کړې ده؛ د بېلګې په توګه ما یو اپارتمان په ۳۰۰۰۰ اخیستی او په ۳۵۰۰۰ مې پلورلی دی، او له یوه کال وروسته مې نږدې ۲۰۰۰۰ ګټه کړې ده. تېر کال له ما سره ۱۰۰۰۰۰ وو او اوس راسره ۱۲۰۰۰۰ شوي دي، نو پر کوم مبلغ باید زکات ورکړم؟ پر ۲۰۰۰۰ که پر ۱۲۰۰۰۰؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

له پوښتنې څخه څرګنده ده چې تاسو د اپارتمانونو د پېر او پلور سوداګري کوئ، نو ځکه دلته زکات د سوداګرۍ د مالونو (عروض التجارة) په باب کې راځي. په هغو مالونو کې چې د سوداګرۍ لپاره ساتل کېږي، د صحابه‌وو ترمنځ له کوم اختلاف پرته زکات واجب دی. له سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وویل:

أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنَ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ

"اما بعد، بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر کاوه چې له هغو شیانو څخه زکات (صدقه) وباسو چې د پلورلو لپاره مو چمتو کړي وي." (ابو داود روایت کړی)

همدارنګه په سوداګریزو مالونو کې د زکات وجوب له عمر، د هغه له زوی (عبدالله بن عمر)، ابن عباس، اوو فقهاوو، حسن، جابر، طاووس، نخعي، ثوري، اوزاعي، شافعي، احمد، ابو عبید، د رأی خاوندانو (اصحاب الرأي)، ابو حنیفه او نورو څخه روایت شوی دی.

د سوداګرۍ په مالونو کې زکات هغه وخت واجبېږي چې ارزښت یې د سرو زرو یا سپینو زرو نصاب ته ورسېږي او کال (حول) ورباندې تېر شي.

که یو سوداګر خپله سوداګري له داسې مال څخه پیل کړي چې له نصاب څخه کم وي او د کال په پای کې نصاب ته ورسېږي، نو زکات ورباندې نشته؛ ځکه چې پر نصاب باندې کال نه دی تېر شوی. پر دغه نصاب باندې له هغې وروسته زکات واجبېږي چې پوره یو کال ورباندې تېر شي.

خو که سوداګر خپله سوداګري په داسې مال پیل کړي چې له نصاب څخه زیات وي، د بېلګې په توګه خپله سوداګري په زر دینارو پیل کړي او د کال په پای کې یې سوداګري وده وکړي، ګټه وکړي او ارزښت یې درې زره دیناره شي؛ نو دلته ورباندې د درې زره دینارو زکات ایستل واجب دي، نه یوازې د هغو زرو دینارو چې سوداګري یې پرې پیل کړې وه او نه یوازې د هغې ګټې چې پرې کړې یې ده؛ بلکې د هغه ټول مبلغ (۳۰۰۰) زکات به ورکوي چې اوس ورسره دی. ځکه چې د اصلي مال زیاتوالی (نما) د هماغه مال تابع دی او د ګټې کال (حول) هماغه د اصلي مال کال ګڼل کېږي.

په بل عبارت، مسئله په لاندې ډول ده:

۱- کله چې د سوداګریز مال ارزښت نصاب ته ورسېږي، چې نصاب ۲۰ مثقاله سره زر (یعنې ۸۵ ګرامه) یا ۲۰۰ درهمه سپین زر (یعنې ۵۹۵ ګرامه) دي؛ نو دا نېټه یادداښت کېږي او دا د کال (هجري کال) پیل ګڼل کېږي.

۲- د کال په پای کې د سوداګریز مال ارزښت (اصلي پانګه او ګټه) حسابېږي او د (۱ پر ۴۰) یا (۲.۵٪) په اندازه یې زکات ایستل کېږي.

۳- پر دې بنسټ، ستاسو د پوښتنې ځواب داسې دی:

الف- تېر کال له تاسو سره د سوداګرۍ لپاره ۱۰۰.۰۰۰ وو، چې دا له نصاب څخه زیات دي.

ب- د اپارتمانونو د پېر او پلور د سوداګرۍ په پایله کې مو د کال په اوږدو کې ۲۰.۰۰۰ ګټه کړې ده.

ج- د کال په پای کې له تاسو سره ۱۲۰.۰۰۰ جمع شوي دي.

د- واجب زکات د سوداګرۍ پر ټول مال دی، نه یوازې پر ګټه؛ یعنې د ۱۲۰.۰۰۰ ټول مبلغ ۲.۵٪ چې ۳۰۰۰ کېږي، باید د زکات په توګه ورکړل شي.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network