(د حزب التحرير د امير، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ چې په خپله فیسبوک پاڼه کې یې د خپلو مینه والو پوښتنو ته ورکړي دي)
د پوښتنې ځواب: د واده او د هغه د اهمیت په اړه
Mysite Fantastica او Абдуллах Ахъяров ته
پوښتنه: Mysite Fantastica
السلام علیکم، محترم وروره:
آیا که مهرباني وکړئ زما دغې پوښتنې ته ځواب ووایاست؟
زه یو مجرد مسلم ځوان یم، له الله تعالی او اسلام سره مینه لرم او غواړم هغه څه عملي کړم چې زموږ خوږ پېغمبر او سردار محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي.
زه په داسې یو چاپېریال کې ژوند کوم چې نه دین پکې شته او نه اخلاق، اسلام زموږ په منځ کې یوازې یو نوم یا سمبول دی چې پر موږ ایښودل شوی... زموږ په ښوونځیو کې د اسلام ضد نصابونه تدریس کېږي...
پوښتنه: زه نه غواړم واده وکړم، ځکه زه پوهېږم چې زه به ونه شم کولای خپل زامن او لوڼې پر خپل دین (اسلام) باندې وساتم، "ته به وایې چې ګرمه سکروټه مې په لاس کې نیولې وي".
زه پوهېږم چې زما اولادونه به داسې څه زده کړي چې هغوی ته زیان رسوي او زه د خپل کار له امله دومره وخت نه لرم چې هغوی ته ښوونه وکړم، همدارنګه شرایط به زما مېرمن هم کار کولو ته مجبوره کړي...
په لنډه توګه: ځینې داسې احادیث شته چې وایي واده د دین نیمه برخه ده او ما واقعاً لوستلي دي، او یو بل حدیث شته چې په مفهوم کې یې راغلي چې د امت فاسقان مجردان دي، ایا دا سمه ده چې که زه واده ونه کړم نو زما دین به بشپړ نه شي؟...
هیله لرم چې ستاسو څخه ځواب ترلاسه کړم، او ډېره مننه درڅخه کوم.
پوښتنه: Абдуллах Ахъяров
• السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. الله دې ستاسو ساتنه وکړي او د جنت فردوس بدله دې درکړي. زه دوه پوښتنې لرم.
۱. زه غواړم واده وکړم، کله چې د کومې خور په اړه خبر شم، نو د هغې ولي (سرپرست) پیدا کوم ترڅو د هغې له لور سره د لیدو اجازه ترلاسه کړم. پلار یې چې یو پابند او زموږ ورور وي، که څه هم ما له نږدې نه پېژني، خو د خپلې لور سره د خبرو اجازه راکوي او معمولاً دا لیدنه په پارک یا کافي (عام محضر) کې ترسره کېږي. ایا دا به غوره نه وي چې دا لیدنه د نجلۍ په کور کې وشي؟ ځکه معمولاً له کور څخه بهر د لیدنې پر مهال نجلۍ زړه نازړه وي او په اسانۍ سره انکار کوي.
۲. دلته په کریمیا (قرم) کې زموږ ډېر وروڼه د واده کولو هوډ لري، خو ډېری خویندې زده کړو ته لومړیتوب ورکوي او استدلال کوي چې دا سنت دی. غواړم پوه شم چې د یوې نجلۍ لپاره د الله پر وړاندې دا غوره ده چې په سیکولر موسسو کې زده کړې وکړي که واده وکړي؟
د پوښتنې ژباړه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. الله مو وساته او جنت ته مو داخل کړه.
زه دوه پوښتنې لرم:
۱- غواړم واده وکړم، کله چې کومه خور پیدا کړم او د هغې له ولي څخه د لیدو اجازه وغواړم، دا محافظه کار پلار چې ما له نږدې نه پېژني، ماته د خپلې لور سره د لیدو اجازه راکوي، او معمولاً دا لیدنه په یو عام پارک یا قهوه خانه کې کېږي. ایا دا غوره نه ده چې دا لیدنه د هغې په کور کې وشي؟ په ځانګړې توګه دا چې خویندې په پارکونو یا قهوه خانو کې د لیدنې پر مهال د جديت نشتوالی احساسوي او زړه نازړه کېږي، چې له امله یې نجلۍ معمولاً واده ردوي.
۲- دلته په کریمیا کې ډېر وروڼه د واده هوډ لري، خو ډېرې خویندې د واده نه کولو لپاره دا پلمه کوي چې زده کړې غوره بولي او وایي چې زده کړې سنت دي. دلته غواړم وپوښتم ایا د الله سبحانه وتعالی په وړاندې دا غوره نه ده چې خویندې واده وکړي او په دغو سیکولرو ادارو کې تر زده کړو ورته لومړیتوب ورکړي؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د "Mysite Fantastica" او "Эмиль Сайфуллаев" پوښتنې دواړه له واده او د هغه له چارو سره تړاو لري، ځکه نو زما لاندې ځواب د دواړو لپاره دی؛ الله سبحانه وتعالی دې دواړو ته د خیر لاره وښيي:
۱- الله سبحانه وتعالی انسان پیدا کړ او دا یې خپله یوه نښه وګرځوله چې جوړې (نارینه او ښځه) یې پیدا کړل، او د شرعي احکامو سره سم د واده له لارې یې د هغوی ترمنځ مینه او رحمت پیدا کړ، الله سبحانه فرمايي:
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
"او د هغه له نښو څخه دا ده چې هغه ستاسو لپاره له پخپله ستاسو له جنس څخه جوړې پيدا کړې، ترڅو هغو ته په ورتګ سره ارام ومومئ او ستاسو په منځ کې یې مينه او رحمت پیدا کړ، بېشکه په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي." (سورت روم [۳۰]: ۲۱)
۲- اسلام واده ته هڅونه کوي، ځکه واده د سترګو د ساتلو او د شرمګاه د عفت لپاره غوره وسیله ده، او د نفس د ارامۍ او د دین د ساتنې لامل کېږي:
بخاري له عبدالله رضي الله عنه څخه روایت کړی، هغه وویل: موږ له نبي صلی الله علیه وسلم سره وو، نو هغه وفرمایل: «مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ، وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ» "هر چا چې ستاسو څخه د واده توان درلود، نو واده دې وکړي، ځکه چې دا د سترګو لپاره تر ټولو ښه د حیا وسیله او د شرمګاه لپاره تر ټولو ښه ساتنه ده؛ او څوک چې (د واده) توان نه لري، نو پر هغه لازمه ده چې روژه ونیسي، ځکه چې روژه د هغه لپاره ډال (د شهوت ماتوونکې) ده."
حاکم په مستدرک کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ رَزَقَهُ اللَّهُ امْرَأَةً صَالِحَةً، فَقَدْ أَعَانَهُ عَلَى شَطْرِ دِينِهِ، فَلْيَتَّقِ اللَّهَ فِي الشَّطْرِ الثَّانِي» "چاته چې الله سبحانه و تعالی نېکه ښځه په برخه کړه، نو په حقیقت کې د هغه د دین په نیمه برخه کې یې ورسره مرسته وکړه، نو دی دې د پاتې نیمې برخې په اړه له الله څخه ووېرېږي." حاکم وایي دا صحیح حدیث دی او ذهبي هم ورسره موافقه کړې.
۳- هغه څوک چې د پاکلمنۍ په نیت د واده هڅه کوي، یو له هغو دریو کسانو څخه دی چې الله سبحانه وتعالی ورسره مرسته کوي؛ احمد په خپل مسند کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ثَلَاثَةٌ كُلُّهُمْ حَقٌّ عَلَى اللهِ عَزَّ وَجَلَّ: عَوْنُهُ الْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، وَالنَّاكِحُ لِيَسْتَعْفِفَ، وَالْمُكَاتَبُ يُرِيدُ الْأَدَاءَ» "درې کسان داسې دي چې پر الله عزوجل باندې د هغوی مرسته کول حق دي: د الله سبحانه و تعالی په لاره کې مجاهد، هغه څوک چې د عفت او پاکلمنۍ په نیت واده کوي، او هغه مريي چې د خپلې ازادۍ د قیمت ادا کولو هوډ لري."
۴- رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره چې د واده توان لري، له واده څخه د ډډه کولو (تبتل) څخه منع فرمايلې ده. نسایي له سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه روایت کړی چې: «أَنَّهُ نَهَى عَنِ التَّبَتُّلِ» "هغه (صلی الله علیه وسلم) له تبتل (د واده له پرېښودلو او له دنیا څخه په بشپړه توګه جلا کېدلو) څخه منع فرمايلې ده." ابن ماجه هم دا روایت کړی.
۵- رسول الله صلی الله علیه وسلم پلرونو ته وصیت کړی چې کله ورته داسې څوک راشي چې د هغه دین او اخلاق ورته خوښ وي، نو واده ورسره وکړي؛ ترمذي له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ، إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ، وَفَسَادٌ عَرِيضٌ» "کله چې تاسو ته داسې څوک د مرکې لپاره راشي چې د هغه له دین او اخلاقو څخه خوښ یاست، نو هغه ته واده ورکړئ؛ که داسې ونه کړئ، نو په ځمکه کې به فتنه او لوی فساد رامنځته شي."
۶- همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وصیت کړی چې نېکه او دینداره ښځه غوره شي چې د خپل مېړه، اولادونو او کور ساتنه وکړي؛ بخاري او مسلم له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تُنْكَحُ المَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ: لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ، تَرِبَتْ يَدَاكَ» "له ښځې سره د څلورو شیانو له امله واده کېږي: د هغې د مال، خټې (نسب)، ښکلا او دین له امله؛ نو ته دینداره ښځه ترلاسه کړه، لاسونه دې خاورې شه (کامیاب به شې)."
۷- خو ستا دا خبره چې "یو حدیث دی چې مفهوم یې دا دی چې د امت فاسقان مجردان دي"، نو دا حدیث ضعیف دی او په دې ډول دی: احمد په خپل مسند کې له یو سړي څخه او هغه له ابوذر څخه روایت کړی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی چې عکاف بن بشر التمیمي نومېده، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "ای عکافه، ایا مېرمن لرې؟" هغه وویل: نه... ویې فرمایل: "زموږ سنت نکاح ده، ستاسو تر ټولو بد کسان ستاسو مجردان دي...". د دې حدیث سند د هغه سړي د ناپېژندګلوۍ له امله ضعیف دی چې له ابوذر څخه یې روایت کړی، او همدا راز په اسنادو کې یې اضطراب شته. طبراني په الکبیر او نورو کې هم دا روایت کړی خو اسناد یې د معاویه بن یحیی الصدفي او بقیه بن ولید له امله ضعیف دي.
نو ځکه، مجردان حتماً د خلکو تر ټولو بد کسان نه دي، بلکې کېدای شي بد خلک هم په مجردانو کې وي او هم په واده شوو کې، دا د هر چا په کړنو او سیرت پورې اړه لري.
خلاصه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د توان لرونکو کسانو لپاره واده ته هڅونه کوي، ځکه دا د انسان د دین، شرمګاه او سترګو ساتونکی دی... او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم له تبتل یا د واده له پرېښودلو منع کړې ده... نو ای پوښتونکیه! تر هغه چې ته د واده توان لرې، زه تاته د واده کولو وصیت کوم، او دا چې یوه نېکه مېرمن غوره کړې، د یوې صالحې کورنۍ په جوړولو کې خپله ټوله هڅه وکړې، د الله سبحانه وتعالی لپاره اخلاص وکړې او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په خپل عهد کې رښتینی واوسې، نو ته به د الله په اجازه وتوانېږې چې خپل اولادونه په نېکه طریقه وروزوې؛ او الله سبحانه وتعالی د صالحانو ملګری دی.
۸- خو د اوکرایني ځوان د پوښتنې په اړه ځواب داسې دی:
الف- رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چا ته چې غواړي له یوې ښځې سره مرکه وکړي، وصیت کړی چې هغه وګوري؛ ترمذي له مغیره بن شعبه څخه روایت کړی چې هغه له یوې ښځې سره مرکه وکړه، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «انْظُرْ إِلَيْهَا، فَإِنَّهُ أَحْرَى أَنْ يُؤْدَمَ بَيْنَكُمَا» "هغې ته وګوره، ځکه دا کار ستاسو ترمنځ د تلپاتې مینې او توافق لپاره غوره دی."
نو مرکچي (خواستګار) کولای شي د نجلۍ کورنۍ ته ورشي او د هغې مباح برخې (مخ او لاسونه) وګوري، خو دا ورته جواز نه لري چې له هغې سره یوازې (خلوت) شي او یا ورسره بهر لاړ شي... ځکه هغه ورته نامحرم دی. له همدې امله زه ستا په پوښتنه کې دې خبرې ته حیران شوم چې تا غوښتل هغه د هغې په کور کې وګورې، خو هغوی درته ویلي چې نه بلکې دواړه یو ځای بهر ووځئ او هلته یې وګوره! داسې ښکاري چې په پوښتنه کې یو څه ابهام شته.
ب- خو دا چې په پوښتنه کې راغلي: ایا د ښځې لپاره د پوهنتون زده کړې بشپړول تر واده مهم دي که ورته مناسب مرکچي (چې دین او اخلاق یې خوښ وي) راشي؟ نو صحیح خبره هغه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلې ده: «إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ، إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ، وَفَسَادٌ عَرِيضٌ». له دې حدیث څخه په واضح ډول د اولیاوو لپاره یو غوڅ ممانعت ښکاري چې مرکچي ته رد ځواب ورنه کړي کله چې د هغه په دین او اخلاقو کې کوم عیب نه وي. دلته یوازې لمونځ او روژه هدف نه ده، بلکې له خلکو سره د هغه معامله، ښه چلند او په ټولو چارو کې د شرعي احکامو مراعاتول هم شامل دي. که کورنۍ د سړي د دین او چلند په اړه پوښتنه وکړه او ورته ثابته شوه چې د هغه دین او اخلاق د رضایت وړ دي، نو پر اولیاوو باندې حرامه ده چې د خپلې لور د پوهنتون د زده کړو په پلمه دا واده رد کړي؛ بلکې باید موافقه وکړي او خپله لور له واده څخه منعه نه کړي، ځکه دا د دین د ساتنې لپاره غوره او د الله په اجازه ډېر سم کار دی.
په پای کې، زه هر هغه چا ته چې د واده توان لري، وصیت کوم چې له یوې صالحې ښځې سره واده وکړي، ځکه نېکه ښځه د دنیا تر ټولو غوره متاع ده؛ لکه څنګه چې په "عمدة القاري شرح صحیح البخاري" کې له علي رضي الله عنه څخه روایت شوی چې په دنیا کې نېکي (حسنة) صالحه ښځه ده او په اخرت کې جنت دی، چې په دغه مبارک ایت کې یې یادونه شوې:
رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
"ای زموږ ربه! موږ ته په دنیا کې نېکي راکړه او په اخرت کې هم نېکي راکړه او موږ د اور له عذابه وساته." (سورت بقره [۲]: ۲۰۱)
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته