Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د نیوکو او سمونو په اړه د حزب التحریر او د هغه د امیر د دریځ په اړه

May 25, 2013
4147

د حزب التحریر د امیر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ چې په خپله فېسبوک پاڼه کې یې د خپلو مینه والو پوښتنو ته ورکړي دي

Muafa Abu Haura ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله

آیا دا رښتیا ده چې په اندونیزیا کې مشهوره شوې چې حزب التحریر او د هغه امیر نیوکې، سمونې او علمي بحثونه ردوي؟ تر دې چې ویل کېږي: که غواړې په حزب التحریر کې بدلون راولې، نو باید لومړی د هغه امیر شې!

نو آیا ممکنه ده چې په دې پاڼه کې یو علمي بحث او ارامه خبرې اترې وکړو؟ موږ غواړو د بېلابېلو موضوعاتو لکه شرعي حکم، اسلامي فکر، اداري چارو او نورو په اړه بحث وکړو.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

موږ د هر ډول هدفمند بحث هرکلی کوو، په دې شرط چې زموږ په کتابونو کې د راغلو افکارو او احکامو پر بنسټ وي... نه د هغو تورونو پر بنسټ چې په نورو کتابونو کې زموږ په اړه لګول شوي دي... په دې معنی چې موږ دا منو چې ته ووایې: ستاسو په کتاب کې داسې راغلي دي... بیا تر هغه وروسته چې هره پوښتنه یا نیوکه لرې، مطرح یې کړه او موږ به درته ان شاء الله ځواب درکړو. خو موږ د هغو کسانو د تورونو په نقلولو کې د وخت ضایع کول نه منو چې له اسلام سره کینه لري او ته له موږ څخه د هغو په اړه داسې پوښتنه وکړې چې: د پلاني په کتاب کې راغلي چې تاسو داسې او داسې یاست... دا هغه څه دي چې موږ نه غواړو خپل وخت پرې ضایع کړو، بلکې د درواغجنو او تور لګوونکو معامله غالب او جبار ذات (الله سبحانه وتعالی) ته سپارو.

همدارنګه موږ پر اداري او تنظیمي (تکتلي) چارو بحث نه کوو، ځکه چې د هغو ځای دا پاڼه نه ده.

ګرانه وروره، موږ په خپلو کتابونو کې هیڅ کلمه پرته له پوره مطالعې، دلیل او د استدلال له وجهې نه ده لیکلې... له همدې امله موږ په دې اړه بحث کولو او د هر ډول پوښتنې ځوابولو ته چمتو یو.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر له پاڼې څخه په فېسبوک کې د ځواب لینک: فېسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر

د امیر له پاڼې څخه په ګوګل پلس کې د ځواب لینک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network