د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" له لارې د لیدونکو پوښتنو ته یې ورکړي دي
ام مصعب الجعبري ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، غواړم د ځمکو په اړه یوه پوښتنه وکړم: د هغه ځمکې ترمنځ چې رَقَبَة (اصلي ملکیت) او ګټه یې د فرد لپاره وي او د هغه ځمکې ترمنځ چې ګټه یې د فرد خو رَقَبَة یې د دولت وي، څه توپیر دی؟ جزاکم الله خیراً.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
د عشرې او خراجي ځمکې ترمنځ هیڅ توپیر نشته، دواړه یو شان دي مګر په دوو مواردو کې:
۱- د عشرې ځمکې مالک د هغې د رَقَبَة (اصلي ملکیت) او ګټې (منفعت) دواړو مالک وي، خو د خراجي ځمکې مالک یوازې د هغې د ګټې مالک وي او د رَقَبَة مالک نه وي. پر دې اساس، که د عشرې ځمکې مالک وغواړي چې خپله ځمکه وقف کړي، نو په هر وخت کې یې چې وغواړي دا کار کولی شي؛ ځکه چې دی د هغې د عین (رَقَبَة) مالک دی. خو که د خراجي ځمکې مالک وغواړي خپله ځمکه وقف کړي، نو دا کار نشي کولی؛ ځکه په وقف کې شرط دا دی چې وقفوونکی باید د هغه څه د عین مالک وي کوم چې وقف کوي یې، په داسې حال کې چې د خراجي ځمکې مالک د ځمکې د عین یا رَقَبَة مالک نه دی، بلکې یوازې د هغې د ګټې مالک دی؛ ځکه چې د هغې رَقَبَة د بیت المال ملکیت دی.
۲- په عشرې ځمکه کې زکات (لسمه یا نیمه لسمه) واجبېږي... خو پر خراجي ځمکه باندې بیا خراج لازمېږي.
له دې دوو مواردو پرته، دواړه ځمکې یو شان دي او مالک یې د شرعي احکامو سره سم تصرف پکې کولی شي: لکه پېر او پلور، میراث او داسې نور...