Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: مدينې ته د هجرت په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د فکر کولو په هکله

March 05, 2014
3918

د نړۍ وال عالم او د حزب التحرير امير، عطاء بن خليل ابو الرشته د هغو پوښتنو ځوابونه چې د هغه په فېسبوک پاڼه کې ترې پوښتل شوي دي

ایمن الفجاري (Ayman Alfjjary) ته!

پوښتنه:

السلام عليکم، زموږ امير او ان شاء الله ډېر ژر زموږ خليفه ته یوه پوښتنه لرم: د «الدرلة الإسلامية» (اسلامي دولت) په کتاب کې د عقبې د دويمې بيعت او له هغه وروسته موضوعاتو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه راغلي چې هغه په څو ځايونو کې (فکر وکړ)، سره له دې چې دغه موضوع د الله له لوري وحې وه، نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم فکر؛ لکه: د هجرت په اړه يې فکر وکړ، حال دا چې هجرت د الله له لوري وحې وه. هيله لرم دلته د «فکر کولو» مطلب روښانه کړئ، الله مو برکتي کړه.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته. د هجرت په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د فکر کولو په اړه له مستقيم ځواب وړاندې، زه تا د نصرت غوښتلو پيل ته بيا بياګرځوم، چې له هغه ځایه بيا تر دويمې عقبې بيعت او هجرت پورې پېښې وګورې، ترڅو ځواب ان شاء الله روښانه شي:

۱- خديجه رضي الله عنها له هجرت څخه درې کاله وړاندې وفات شوه، او په همدې کال ابو طالب هم وفات شو، لکه څنګه چې په «عيون الأثر» کې راغلي: «... له قتاده څخه روايت دی چې ويې ويل: خديجه په مکه کې له هجرت څخه درې کاله وړاندې وفات شوه، هغه لومړنی کس وه چې پر نبي صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړی و، وايي... بيا خديجه بنت خويلد او ابو طالب په يوه کال کې وفات شول، نو پر رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې یوه بله دوې غمیزې راغلې: د خديجې او ابو طالب وفات. خديجه د اسلام په لاره کې رښتينې وزيره وه، او رسول الله صلی الله عليه وسلم به له هغې سره سکون موند. دی وايي: زياد البکايي له ابن اسحاق څخه نقل کړي دي چې: خديجه او ابو طالب په يوه کال کې وفات شول، او دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بعثت څخه لس کاله وروسته او مدينې ته له هجرت څخه درې کاله وړاندې وه. ابن قتيبه ذکر کړي دي چې خديجه له ابو طالب څخه درې ورځې وروسته وفات شوه او بيهقي هم ورته خبره کړې ده.» (پای)

۲- له واقدي څخه روايت دی: «خديجه له ابو طالب څخه پنځه دېرش شپې وړاندې وفات شوې وه، او ځينې نورې خبرې هم شوي دي. کله چې ابو طالب وفات شو، قريشو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دومره تکليفونه ورسول چې د ابو طالب په ژوند کې يې د هغو تمه نه شوه کولی، تر دې چې د قريشو يو ناپوه سړی ورته راغی او پر سر يې خاورې ور وشيندلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ته داخل شو او پر سر يې خاورې وې، يوه لور يې ورته راغله او په داسې حال کې چې ژړل يې، خاورې يې ترې مينځلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته فرمايل:

«لا تبك يَا بُنَيَّةُ فَإِنَّ اللَّهَ مَانِعٌ أَبَاكِ»

"لورکۍ مه ژاړه، ځکه چې الله ستا د پلار ساتونکی (مانع) دی." او د دې ترمنځ يې فرمايل:

«مَا نَالَتْ مِنِّي قُرَيْشٌ شَيْئًا أَكْرَهُهُ حَتَّى مَاتَ أَبُو طالب»

"قريشو ماته داسې کوم ناخوښه تکليف نه و رسولی (چې پر ما اغېز وکړي) تر هغه چې ابو طالب وفات شو."»

۳- په دغو سختو شرايطو کې، الله سبحانه وتعالی خپل رسول صلی الله عليه وسلم په دوو سترو پېښو ونازاوه: اسراء او معراج، او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته اجازه ورکړل شوه چې د دعوت د ساتنې او د دولت د اقامې لپاره له قبيلو څخه د قوت خاوندانو نصرت وغواړي... د اسراء او معراج موضوع دلته زموږ بحث نه دی، خو د نصرت غوښتلو په اړه د «عيون الأثر» ليکوال او نورو سيرة ليکونکو ويلي دي: «رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت په لسم کال د شوال په وروستيو کې طائف ته لاړ، په يوازې ځان طائف ته لاړ – ابن سعد وايي: زيد بن حارثه ورسره و – ترڅو له ثقيف څخه نصرت وغواړي او د خپل قوم په وړاندې ترې پناه وغواړي، په دې هيله چې دوی به هغه څه ومني چې له الله څخه ورته راغلي دي. کله چې طائف ته ورسېد، د ثقيف څو کسانو ته ورغی چې هغه مهال د ثقيف مشران او شريفان وو، دوی درې وروڼه وو: عبد ياليل، مسعود او حبيب، د عمرو بن عمير زامن... خو هغوی ورته ځواب ورنه کړ... بلکې خپل ناپوهان يې ورته وپارول...» (پای)

۴- له هغه وروسته د نصرت غوښتنه تکرار شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم به په موسمونو (د حج او بازارونو وختونو) کې قبيلو ته ځان وړاندې کاوه، هغوی يې د الله لوري ته رابلل او ورته ويل يې چې هغه د الله استازی دی او ترې غوښتل يې چې تصديق يې کړي او ملاتړ يې وکړي ترڅو هغه څه خلکو ته ورسوي چې الله ورته لېږلي دي... نو هغه عليه الصلاة والسلام د «کنده» قبيلې ته د هغوی په ځايونو کې ورغی، چې د «مليح» په نوم مشر يې درلود، هغوی يې د الله لور ته راوبلل او ځان يې ورته وړاندې کړ خو هغوی انکار وکړ... بيا «کلب» قبيلې ته ورغی، د «بني عبدالله» په نوم يوې څانګې ته يې، هغوی يې الله ته راوبلل او ځان يې ورته وړاندې کړ، تر دې چې ويې فرمايل: «ای بني عبدالله! الله ستاسو د پلار نوم ډېر ښکلی اېښی دی»، خو هغوی هم ونه منل... بيا «بني حنيفه» ته ورغی، هغوی يې دعوت کړل خو د هغوی ځواب تر ټولو عربو سخت او بد و... بيا «بني عامر بن صعصعه» ته ورغی، دعوت يې کړل او ځان يې ورته وړاندې کړ، هغوی شرط کېښود چې تر ده وروسته به واک د دوی وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«الأمر لله يضعه حيث يشاء»

"واک د الله دی، هر چېرې يې چې خوښه وي هلته يې ږدي." هغوی رد کړه او ويې ويل چې موږ ستا کار ته اړتيا نه لرو... بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم له ابوبکر او علي رضي الله عنهما سره ووت... علي وايي: ابوبکر په هر خير کې مخکښ و، ويې پوښتل: تاسو له کوم قوم څخه يئ؟ ويې ويل: د شيبان بن ثعلبه له قبيلې. ابوبکر رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مخ کړ او ويې ويل: زما پلار او مور دې له تا ځار وي، دوی په خپل قوم کې مخکښ خلک دي او «مفروق بن عمرو» هم په کې دی... مفروق وويل: ښايي ته د قريشو ورور يې؟ ابوبکر وويل: ايا تاسو ته خبر درغلی چې هغه د الله رسول دی، نو دا دی دی؟ مفروق وويل: موږ ته خبر رارسېدلی چې هغه داسې يادونه کوي، نو ای د قريشو وروره ته څه شي ته دعوت کوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندې شو او ويې فرمايل:

«أدعو إلى شهادة أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأني رسول الله وأن تؤووني وتنصروني فإن قريشا قد تظاهرت على أمر الله وكذبت رسله واستغنت بالباطل عن الحق والله هو الغنى الحميد...»

"زه تاسو دې ته دعوت کوم چې شاهدي ورکړئ چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته، هغه يوازې دی او شريک نه لري او دا چې زه د الله رسول يم، او دا چې تاسو ما ته پناه راکړئ او زما نصرت وکړئ، ځکه قريشو د الله د امر په وړاندې يو بل ته لاسونه ورکړي، د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي او له حق څخه يې باطل ته مخه کړې ده، او الله بې نيازه او د ستاينې وړ دی..." هغه قوم وويل: ...موږ د کسری (د پارس پاچا) سره په داسې عهد ولاړ يو چې کومه نوې پېښه به نه رامنځته کوو او نه به نوي پېښه کونکي ته ځای ورکوو، او زه وينم چې دا کار چې ته مو ورته رابلې د پاچاهانو خوښ نه دی، که غواړې چې د عربو د اوبو په سيمو کې پناه درکړو او نصرت دې وکړو، نو بيا تيار يو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«ما أسأتم في الرد إذ فصحتم في الصصدق وإن دين الله لن ينصره إلا من حاطه من جميع جوانبه»

"تاسو په ځواب کې بدي ونه کړه ځکه چې په ريښتيا مو خبره وکړه، خو د الله د دين نصرت به يوازې هغه څوک کوي چې له ټولو اړخونو يې ساتنه وکړي."

۵- بيا په «عيون الأثر» او نورو سيرة کتابونو کې راغلي: «ابن اسحاق وايي: کله چې الله وغوښتل خپل دين ښکاره کړي، خپل نبي ته عزت ورکړي او خپله وعده پوره کړي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه موسم کې ووت چې له انصارو سره يې ليدل، چې د خزرج قبيلې يوې ډلې سره مخ شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: "ايا نه کښېنئ چې خبرې درسره وکړم؟" هغوی وويل: ولې نه، نو ورسره کښېناستل، دی هغوی الله ته راوبلل او اسلام يې ورته وړاندې کړ... کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی سره خبرې وکړې او دعوت يې کړل، يو بل ته يې وويل: په الله قسم پوه شئ چې دا همغه نبي دی چې يهود مو پرې وېروي، نو هسې نه چې هغوی درباندې مخکې شي، نو د هغه دعوت يې ومانه، تصديق يې کړ او هغه اسلام يې قبول کړ چې ورته وړاندې شوی و او ورته يې وويل: موږ خپل قوم په داسې حال کې پرېښود چې تر منځ يې داسې دښمني او شر دی چې په نورو کې نشته، که الله هغوی ستا پر سر سره يوځای کړي، نو له تا به بل معزز سړی نه وي، بيا په داسې حال کې خپلو سيمو ته ستانه شول چې ايمان يې راوړی و او تصديق يې کړی و...» (پای)

کله چې کال پوره شو او د حج موسم راغی، د بعثت په دولسم کال دولس کسان له يثرب څخه راغلل او له نبي صلی الله عليه وسلم سره په «عقبه» کې مېشت شول، هلته يې د عقبې لومړی بيعت ورسره وکړ. په «حدائق الأنوار ومطالع الأسرار» کې راغلي: «د دولسم کال په موسم کې دولس تنه له انصارو څخه راغلل او په عقبه کې يې د ښځو بيعت ورسره وکړ...»

احمد په خپل مسند کې له عباده بن صامت څخه روايت کړی چې ويې ويل: زه په هغو کسانو کې وم چې په لومړۍ عقبه کې حاضر وو او موږ دولس کسان وو، موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ښځو په بيعت، بيعت وکړ، دا له هغه وړاندې و چې جګړه فرض شي:

«أَنْ لَا نُشْرِكَ بِاللهِ شَيْئًا، وَلَا نَسْرِقَ، وَلَا نَزْنِيَ، وَلَا نَقْتُلَ أَوْلَادَنَا، وَلَا نَأْتِيَ بِبُهْتَانٍ نَفْتَرِيهِ بَيْنَ أَيْدِينَا وَأَرْجُلِنَا، وَلَا نَعْصِيَهُ فِي مَعْرُوفٍ، فَإِنْ وَفَّيْتُمْ فَلَكُمُ الْجَنَّةُ، وَإِنْ غَشِيتُمْ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا، فَأَمْرُكُمْ إِلَى اللهِ إِنْ شَاءَ عَذَّبَكُمْ، وَإِنْ شَاءَ غَفَرَ لَكُمْ»

"چې له الله سره به هيڅ شی نه شريکوو، غلا به نه کوو، زنا به نه کوو، خپل اولادونه به نه وژنو، بهتان او تهمت به نه تړو، او په معروف کې به ستا نافرماني نه کوو، که مو وفا وکړه نو جنت ستاسو دی او که په دې کې مو کومه غلطي وکړه نو کار مو الله ته دی، که وغواړي عذاب به درکړي او که وغواړي وبه مو بښي."

۶- کله چې هغوی لاړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره مصعب بن عمير ولېږه، لکه څنګه چې د ابن هشام په سيره او نورو سيرتونو کې راغلي: «ابن اسحاق وايي: کله چې هغه قوم لاړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره مصعب بن عمير ولېږه. هغه د اسعد بن زراره بن عدس په کور کې و... اسعد بن زراره مصعب بن عمير د بني عبدالاشهل او بني ظفر سيمو ته بوتلو... هلته په يو باغ کې کښېناستل او يو شمېر کسان چې مسلمان شوي وو ورته راټول شول، سعد بن معاذ او اسيد بن حضير چې د خپل قوم مشران وو... خو الله د هغوی سينې اسلام ته خلاصې کړې... مسلمانان شول او سعد خپل قوم ته ورغی او ويې ويل: ای بني عبدالاشهل! زما په اړه ستاسو نظر څه دی؟ ويې ويل: زموږ مشر يې، تر ټولو غوره نظر لرونکی يې، ويې ويل: نو ستاسو د نارينه وو او ښځو خبرې پر ما حرامې دي تر هغه چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان رانه وړئ. راوي وايي: په الله قسم تر ماښامه د بني عبدالاشهل په کورونو کې داسې نارينه او ښځه پاتې نه شول چې مسلمانان نه وي... او مصعب د اسعد بن زراره په کور کې پاتې شو او خلک يې اسلام ته رابلل...»

۷- د ابن هشام په سيره او «حدائق الأنوار» کې راغلي: «بيا مصعب بن عمير مکې ته راستون شو، او د انصارو مسلمانان د بعثت په ديارلسم کال له خپل مشرک قوم سره د حج لپاره راووتل ترڅو مکې ته ورسېدل. هغوی له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د تشريق په منځنيو ورځو کې په عقبه کې وعده وکړه... کعب وايي: کله چې له حج څخه فارغ شوو او هغه شپه راغله چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مو وعده وه... موږ د شپې دريمه برخه تېره کړه او په پټه له خپلو ځايونو راووتلو ترڅو په عقبه کې په دره کې سره راټول شوو، موږ ۷۳ نارينه او دوې ښځې وو... رسول الله صلی الله عليه وسلم خبرې وکړې، قرآن يې تلاوت کړ او الله ته يې دعوت کړل، بيا يې وفرمايل: زه له تاسو سره پر دې بيعت کوم چې زما ساتنه به داسې کوئ لکه د خپلو ښځو او اولادونو چې يې کوئ. براء بن معرور د هغه لاس ونيو او ويې ويل: هو، په هغه ذات قسم چې ته يې په حق رالېږلی يې، موږ به ستا ساتنه داسې کوو لکه د خپلو ځانونو چې يې کوو، ای د الله رسوله! له موږ سره بيعت وکړه، موږ په الله قسم د جګړو خلک يو... ابوالهيثم بن تيهان وويل: ای د الله رسوله! زموږ او د نورو خلکو (يهودو) تر منځ تړونونه شته او موږ به هغه غوڅوو، ايا داسې به نه وي چې که موږ دا کار وکړو او الله تاته غلبه درکړي بيا ته خپل قوم ته ستون شې او موږ يوازې پرېږدې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم تبسم وکړ او ويې فرمايل:

«بَلْ الدَّمَ الدَّمَ، وَالْهَدْمَ الْهَدْمَ، أَنَا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مِنِّي، أُحَارِبُ مَنْ حَارَبْتُمْ، وَأُسَالِمُ مَنْ سَالَمْتُمْ...»

"بلکې وينه وينه ده او ورانول ورانول دي (ستاسو وينه زما وينه او ستاسو ورانول زما ورانول دي)، زه له تاسو يم او تاسو له ما يئ، له هغه سره جنګېږم چې تاسو ورسره جنګېږئ او له هغه سره په سوله يم چې تاسو ورسره په سوله يئ..." ابن اسحاق له عباده بن صامت څخه روايت کوي چې ويې ويل: موږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د جګړې بيعت وکړ – عباده په هغو ۱۲ کسانو کې و چې په لومړۍ عقبه کې يې د ښځو بيعت کړی و – موږ په سختۍ او اسانۍ کې، په خوښۍ او ناخوښۍ کې پر اورېدو او اطاعت بيعت وکړ او دا چې د واک پر سر به له اهل سره يې شخړه نه کوو او دا چې حق به وايو هر چېرې چې يو، او د الله په لاره کې به د ملامتوونکي له ملامتۍ نه وېرېږو...» (پای)

۸- په دې توګه د عقبې دويمه بيعت، چې د نصرت بيعت و، وروسته له هغه ترسره شو چې اسلام په مدينه کې خپور شو، بيا هجرت او بيا د دولت اقامه وشوه. له دې ټولو څخه څرګنديږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د نبوت له لسم کال راهيسې د نصرت غوښتلو امر شوی و، يعنې د عقبې له بيعت څخه شاوخوا درې کاله وړاندې. رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د نصرت غوښتلو د کارونو وحې شوې وه، نو ځکه يې د قبيلو د قوت خاوندان لټول او نصرت يې ترې غوښت. کله چې ورته له مدينې څخه د مصعب بن عمير له لارې خبرونه راغلل او بيا هغه ۷۳ نارينه او دوې ښځې راغلې او د عقبې په دويمه بيعت کې يې ورسره بيعت وکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدل چې مدينه د دې لپاره چمتو ده چې د دولت د اقامې او د اسلام او مسلمانانو د عزت لپاره نصرت ورکړي. نو ځکه يې هغې ته د هجرت فکر وکړ، ځکه هغه صلی الله عليه وسلم د قوت خاوندان لټول ترڅو نصرت ورکړي او ورشي او د اسلام حکم اقامه کړي. نو د هجرت په اړه فکر کول پخپله د نصرت غوښتلو غوښتنه وه؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يوې قبيلې ته تلو او نصرت يې ترې غوښت، همداسې کله چې پوه شو منوره مدينه د نصرت ورکولو او دولت جوړولو لپاره تياره ده، نو د هجرت فکر يې ورته وکړ. له همدې امله مدينې ته د هجرت په اړه فکر کول د نصرت غوښتلو له غوښتنو څخه بهر نه و، چې الله سبحانه وتعالی ورته د عقبې له دويم بيعت څخه درې کاله وړاندې وحې کړې وه. خو سره له دې هم رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هغه مدينې ته هجرت ونه کړ ترڅو چې الله سبحانه وتعالی ورته د هجرت ځای ونه ښود او د هجرت اجازه يې ورنه کړه، لکه په بخاري کې چې راغلي: «ابن شهاب له عروه بن زبير څخه او هغه له عائشې رضي الله عنها څخه روايت کوي چې ويې ويل: ...نبي صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته وفرمايل:

«إِنِّي أُرِيتُ دَارَ هِجْرَتِكُمْ، ذَاتَ نَخْلٍ بَيْنَ لاَبَتَيْنِ»

"ما ته ستاسو د هجرت ځای وښودل شو، چې د دوو تورو ډبرو (حرو) تر منځ د خرماوو باغونه لري." نو چا چې هجرت کاوه مدينې ته يې وکړ او ډېری هغه کسان چې حبشې ته تللي وو هم مدينې ته راستانه شول. ابوبکر هم مدينې ته د تګ لپاره ځان چمتو کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:

«عَلَى رِسْلِكَ، فَإِنِّي أَرْجُو أَنْ يُؤْذَنَ لِي»

"بيړه مه کوه، ځکه زه هيله لرم چې ما ته هم اجازه وشي." ابوبکر وويل: زما پلار دې له تا ځار وي، ايا ته د دې هيله لرې؟ ويې فرمايل: "هو"... عائشه وايي: يوه ورځ چې موږ د غرمې په ګرمۍ کې د ابوبکر په کور کې ناست وو، يو چا وويل: دا دی رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسې حال کې چې مخ يې پټ کړی دی را روان دی، په داسې وخت کې چې پخوا به نه راغلی. ابوبکر وويل: زما پلار او مور دې ترې ځار وي، په الله قسم هغه په دې وخت کې بې له کومې مهمې چارې نه دی راغلی. عائشه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی، اجازه يې وغوښته او داخل شو. نبي صلی الله عليه وسلم ابوبکر ته وفرمايل: "څوک چې درسره دي هغه بهر کړه." ابوبکر وويل: ای د الله رسوله! زما پلار دې له تا ځار وي، دا خو ستا خپل اهل دي. ويې فرمايل: "ما ته د وتلو اجازه وشوه." ابوبکر وويل: ای د الله رسوله! ملګرتيا (صحابت) غواړم، ويې فرمايل: "هو"...»

۹- په دې توګه، مدينې ته د هجرت په اړه فکر کول وروسته له هغه چې د مدينې خبرونه ورته ورسېدل، د نصرت غوښتلو د هغو غوښتنو برخه وه چې الله ورته د بعثت له لسم کال راهيسې اجازه ورکړې وه؛ دا کټ مټ داسې وه لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې طائف، بني شيبان او بني عامر ته تلو... خو رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه فکر په عمل بدل نه کړ تر هغه چې الله سبحانه وتعالی ورته د هجرت دار ونه ښود او د وتلو اجازه يې ورنه کړه: «إِنِّي أُرِيتُ دَارَ هِجْرَتِكُمْ...» (ماته ستاسو د هجرت کور وښودل شو) او «فَإِنِّي قَدْ أُذِنَ لِي فِي الخُرُوجِ» (ما ته د وتلو اجازه وشوه)، لکه څنګه چې په بخاري کې د عائشې ام المؤمنين رضي الله عنها څخه روايت شوی دی.

هيله لرم چې موضوع درته روښانه شوې وي، او بريا يوازې له الله سبحانه وتعالی څخه ده.

ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشتة

د امير له فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: الفيسبوك

د امير له ويب پاڼې څخه د ځواب لېنک: الأمير

د امير له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: الغوغل بلس

Share Article

Share this article with your network