(د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د خپلې فېسبوک پاڼې مینه والو ته یې ورکوي)
Okab Alhak ته
پوښتنه:
السلام علیکم! د «التکتل» په کتاب کې د امت له لارې د واک د ترلاسه کولو مرحله او د نصرت غوښتلو کارونه ذکر شوي دي، نو آیا د نصرت غوښتنه د تعامل له مرحلې څخه ده که د واک ترلاسه کولو له مرحلې څخه؟ مهرباني وکړئ لکه څنګه چې مو عادت دی، په تفصیل او وضاحت سره یې روښانه کړئ.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
د نصرت غوښتنه د تعامل مرحلې په وروستیو کې ده؛ که چیرې د قدرت خاوندانو (اهل القوة) مثبت ځواب ورکړ او د بدلون وړتیا یې لرله، نو د الله په اجازه درېیمه مرحله رانږدې کېږي. موږ دا موضوع په خپلو کتابونو او په ځانګړې توګه په «المنهج» کتاب کې په تفصیل سره بیان کړې ده، دلته ځینې توضیحي ټکي درته وړاندې کوم:
۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت غوښتنه د تعامل په مرحله کې پیل کړه. کله چې ابو طالب وفات شو، د مکې ټولنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې کلکه او بنده شوه. د ابو طالب په مړینې سره قریشو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دومره زیانونه واړول چې د هغه د تره په ژوند کې یې د هغو تمه نه شوه کېدای، نو ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ساتنه د ابو طالب د وخت په پرتله کمزورې شوه. په دې وخت کې الله سبحانه وتعالی ورته وحې وکړه چې ځان د عربو قبایلو ته وړاندې کړي، ترڅو له هغوی څخه ساتنه او نصرت وغواړي، ترڅو وکولای شي هغه پیغام چې الله ورته سپارلی، په ډاډه او خوندي فضا کې خلکو ته ورسوي. ابن کثیر په خپل «سیرت» کې له علي بن ابي طالب رضی الله عنه څخه روایت کوي چې ویلي یې دي: «کله چې الله خپل رسول ته امر وکړ چې ځان د عربو قبایلو ته وړاندې کړي، هغه بهر ووت او زه او ابوبکر هم ورسره وو، تر دې چې منی ته ورسېدو او د عربو له یو مجلس سره مخ شو.» همدارنګه ابن کثیر له ابن عباس څخه او هغه له عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي چې ویلي یې دي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل:
لَا أَرَى لِي عِنْدَكَ وَلَا عِنْدَ أَخـِيك مَنَعَة، فَهَلْ أَنْتَ مُخـْرِجِي إِلَى السُّوقِ غَدًا حَتَّى نُقِرَّ فِي مَنَازِلِ قَبَائِلِ النـَّاسِ
"زه په تا او ستا په ورور کې د ځان لپاره (د قریشو پر وړاندې) داسې ممانعت او دفاعي ځواک نه وینم؛ نو آیا ته سبا ما بازار ته ایستلی شې چې د خلکو (قبایلو) په ځایونو کې ځای پر ځای شو؟" –دا د عربو د راټولېدو ځای و– عباس وايي: ما وویل: دا "کنده" او شاوخوا خلک یې دي چې یمن ته تلونکو حاجیانو کې تر ټولو غوره دي، دا د "بکر بن وائل" کورونه دي او دا د "بني عامر بن صعصعه" ځایونه دي، نو د ځان لپاره یو غوره کړه. عباس وايي: هغه له "کنده" څخه پیل وکړ او هغوی ته ورغی.»
۲- د هغه وخت د قدرت خاوندانو (قبایلو) ته دا بیخي روښانه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې څه غواړي؛ هغوی پوهېدل چې ترې غوښتل کېږي ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ساتنه وکړي او هغه ته د داسې یو بنسټ (کیان) د جوړولو زمینه برابره کړي چې په هغه کې د الله سبحانه وتعالی احکام پلي شي. یانې هغوی په صراحت او وضاحت سره درک کړې وه چې دا نصرت د داسې یو دولت جوړولو لپاره دی چې حکم او جهاد کوي... ځکه خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له بني عامر بن صعصعه څخه نصرت وغوښت، هغوی وویل: «آیا که موږ ستا پر خبره بیعت وکړو او الله ته پر خپلو مخالفینو غالب کړې، نو له تا وروسته به واک زموږ وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: واک د الله په لاس کې دی، هر چېرې یې چې خوښه وي هلته یې ږدي. هغوی وویل: ایا موږ به ستا لپاره د عربو پر وړاندې خپلې غاړې نښه کړو (وجنګېږو) او کله چې الله ته بریالی کړې، نو واک به د نورو وي! موږ ستا کار ته اړتیا نه لرو؛ نو هغوی انکار وکړ.» یانې هغوی پوهېدل چې نصرت د دولت جوړولو لپاره دی، نو ځکه یې غوښتل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته هغوی واکمنان وي. همدارنګه بني شیبان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د نصرت غوښتلو په ځواب کې وویل: «موږ د دوو غاړو ترمنځ اوسېږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا دوې غاړې کومې دي؟ هغوی وویل: د کسری (ایران) سیندونه او د عربو اوبه. موږ له کسری سره تړون کړی چې هیڅ نوی کار به نه کوو او هیڅ نوي کار کوونکي ته به ځای نه ورکوو. زه وینم چې دا کار چې ته یې دعوت کوې، پاچاهان یې بد ګڼي. که ته غواړې چې موږ تاته پناه درکړو او د عربو د اوبو له لوري دې نصرت وکړو، دا کار کوو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
مَا أَسَأْتُمْ فِي الرَّدِّ إِذْ أَفْصَحْتُمْ بِالصِّدْقِ، وَإِنَّ دِينَ اللَّهِ لَنْ يَنْصُرَهُ إِلَّا مَنْ أَحَاطَهُ مِنْ جَمِيعِ جَوَانِبِهِ
"تاسو په ځواب کې بد نه دي کړي ځکه چې په ریښتینولۍ سره مو واضح کړل؛ مګر د الله دین ته به یوازې هغه څوک نصرت ورکوي چې له ټولو اړخونو ترې چاپېره وي (هراړخیزه دفاع ترې وکړي)." هغوی پوهېدل چې نصرت د حکم او د عربو او عجمیانو پر وړاندې د جهاد په مانا دی، نو د عربو سره جنګ ته چمتو شول خو د فارسیانو سره نه.
۳- بیا کله چې الله سبحانه وتعالی فیصله وکړه، د عقبې دویم بیعت ترسره شو چې په مدینه کې د دولت د تاسیس لپاره نصرت و او له هغې وروسته درېیمه مرحله یانې د دولت تاسیس پیل شو.
۴- له دې ټولو څخه څرګنده ده چې د نصرت غوښتنه له درېیمې مرحلې څخه مخکې، یانې په تعامل مرحله کې وه.
۵- دا هماغه څه دي چې حزب ترسره کړل؛ کله یې چې د تېرې پیړۍ په شپیتمه لسیزه کې د نصرت غوښتلو په کارونو پیل وکړ او تر اوسه پکې دوام لري. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې پر دې امت باندې د داسې انصارو پیرزوینه وکړي چې د لومړنیو انصارو تاریخ را ژوندی کړي، ترڅو د اسلام دولت، یانې راشده خلافت تاسیس شي او په لوړو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عقاب بیرغ رپاند شي؛ او په هغه ورځ به مؤمنان د الله په نصرت سره خوشحاله شي...
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک