** (د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**
د پوښتنې ځواب
د صحابه وو اجماع - ابو الولید الشامي ته د مجمل بیان په اړه
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله سبحانه وتعالی دې له تاسو سره مرسته وکړي او هغه څه ته مو بریالي کړي چې د هغه خوښ وي.. زه یوه پوښتنه لرم: په الشخصية کتاب ۳ ټوک، ۲۶۹ مخ کې د بیان (البیان) په باب کې داسې راغلي دي: (بیان د الله او د هغه د رسول قول وي، او د رسول فعل وي)، زما پوښتنه دا ده چې په بیان کې د صحابه وو اجماع نه ده ذکر شوې، نو آیا د صحابه وو اجماع د مجمل لپاره بیان کېدی شي؟ او آیا خلافت او د هغه احکام چې صحابه وو پرې عمل کړی او بیان کړي یې دي، د لاندې آیت د مجمل بیان ګڼل کېږي:
وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ
"او دا چې د هغوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله نازل کړي دي." (سورت المائده [۵]: ۴۹)
هیله ده وضاحت ورکړئ؟ والسلام علیکم. (پای)
ځواب:
(وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
هغه څه چې په الشخصية کتاب دریم ټوک کې راغلي: "بیان د الله او د هغه د رسول قول وي، او د رسول فعل وي..."، دا متن اجماع هم شاملوي؛ ځکه چې اجماع له سنتو څخه د داسې یو دلیل څرګندويي کوي چې صحابه ترې خبر وو. کله چې کومه مسئله وړاندې کېده، هغوی به یې حکم بیاناوه پرته له دې چې حدیث روایت کړي، ځکه چې هغه حدیث هغوی ته معلوم و. د بېلګې په توګه: کله چې د زوی په شتون کې د نیکه د میراث مسئله مطرح شوه، یعني که یو څوک مړ شي او یو زوی او یو نیکه ترې پاتې شي، نو د نیکه میراث به څومره وي؟ صحابه وو په دې اجماع وکړه چې هغه ته شپږمه برخه (سدس) رسېږي. دا پدې معنی ده چې هغوی په دې اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حدیث اورېدلی و، او څرنګه چې هغوی پرې پوهېدل، نو د دلیل له ذکر کولو پرته یې مستقیم حکم بیان کړ. له همدې امله ویل کېږي چې د صحابه وو اجماع د دلیل را څرګندونکې ده، یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د داسې یو حدیث ښکارندويي کوي چې صحابه وو نه دی روایت کړی، بلکې مستقیم یې حکم ذکر کړی دی.
له همدې امله په الشخصية کې ذکر شوی متن په ضمني ډول اجماع هم شاملوي، ځکه اجماع د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث را څرګندوي.
د الشخصية کتاب په دریم ټوک کې د اجماع په باب، ۲۹۵ مخ کې داسې راغلي:
(څلورم: د صحابه وو اجماع پخپله شرعي نص ته ګرځي، ځکه هغوی پر هیڅ حکم اجماع نه کوي مګر دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قوله، فعله او یا تقریره ورسره شرعي دلیل وي چې هغوی ورباندې استناد کړی وي، نو د هغوی اجماع په حقیقت کې د دلیل څرګندونکې ده... ځکه صحابه وو پر هیڅ شي اجماع نه ده کړې مګر دا چې د هغه لپاره یې شرعي دلیل درلود چې روایت کړی یې نه دی، نو د صحابه وو اجماع پدې صفت شرعي دلیل دی چې هغه یو دلیل را څرګندوي...) پای.
له همدې ځایه ستا د وروستۍ پوښتنې ځواب هم روښانه کېږي... هو، د خلافت په موضوع کې د صحابه وو رضوان الله علیهم اجماع، په قرآن کریم کې د حکم د راغلیو آیتونو لپاره بیان او وضاحت دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر ویبپاڼه
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس