Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د "رجال الدین" (دیني طبقې) د مفهوم له منځه وړل

June 21, 2004
2331

د پوښتنې ځواب

د پوښتنې ځواب: د "رجال الدین" (دیني طبقې) د مفهوم له منځه وړل

پوښتنه: د (۱۰) مادې په پای کې د راغلې جملې مطلب څه دی: (...او پر دولت لازمه ده چې د هر هغه څه مخه ونیسي چې د مسلمانانو ترمنځ د دوی (دیني طبقه) شتون څرګندوي)؟ ایا دا پدې معنی ده چې د شیوخو او د جوماتونو د امامانو پر رسمي لباس (طربوش/خولۍ، لونګۍ او چوپنه/جبه) باندې د بندیز پریکړه به صادر شي؟

ځواب: موضوع داسې نه ده. هغه څه چې دولت به یې له منځه وړي، د "رجال الدین" (دیني سټو) هغه مفهوم دی چې په نصرانیانو (عیسویانو) کې شتون لري. د هغوی په نزد (دیني سټو) لپاره ځانګړی لباس شتون لري چې یوازې هغوی ته د حلال او حرام کولو واک ورکوي. بیا د کپیټلېزم (Capitalism) له رامنځته کېدو وروسته ورسره تړلی یو بل مفهوم هم پیدا شو، هغه دا چې روحاني واک باید یوازې په (رجال الدین) پورې محدود وي چې ځانګړی او منحصر لباس لري، او دنیوي واک باید د سېکولرانو (د دولت چارواکو) په لاس کې وي. نو د کپیټلیسټي مبدأ له مخې، د هغوی د حکومت سړي ته جواز نشته چې د (رجال الدین) لباس واغوندي؛ یعنې د هغوی په نزد له دولت څخه د دین جلاوالی له کپیټلېزم سره تړلی دی.

موږ په اسلام کې داسې کسان نه لرو چې د دین په تفسیر او د حلال او حرام په بیان کې ځانګړي وي، او همدارنګه زموږ په نزد له دولت څخه د دین جلاوالی نشته؛ نو نه جلا روحاني واک شته او نه جلا دنیوي واک. دا مفهوم او هر هغه څه چې پرې دلالت کوي، باید له منځه یوړل شي.

خو د حلال او حرام بیانول یوازې د یوې ځانګړې ډلې او ځانګړي لباس لرونکو کسانو پورې محدودول، دا مفهوم د ډېری مسلمانانو په ذهن کې نشته. په دې برخه کې حزب چې کوم فعالیتونه ترسره کړي، پایله یې ورکړې ده، ځکه ډېری خلک اوس د حکم د اخیستلو لپاره دغو رسمي لباس لرونکو شیوخو ته د بې باورۍ له امله نه رجوع کوي.

د "روحاني" چارو محدودول په هغو کسانو پورې چې رسمي (دیني) لباس لري، دا هم نږدې ده چې د مسلمانانو په منځ کې شتون ونلري؛ ځکه نن سبا مسلمانان هغو شیوخو ته مخه کوي چې د حکم او سیاست په اړه خبرې کوي، او د هغوی قدر او درناوی کوي. خو هغه شیوخ چې یوازې پر عباداتو تمرکز کوي او د حکامو په محاسبه کې مداخله نه کوي، نو خلک ورته د قدر او درناوي په سترګه نه ګوري.

سره له دې، د شیوخو او د جوماتونو د امامانو اختصاص په دې لباس سره ممکن د عامو او ساده خلکو په ذهن کې ابهام پیدا کړي، هغوی به داسې انګېري چې ګواکې ځینې کسان یوازې د دین یعنې عبادت او داسې نورو لپاره ځانګړي دي، او دا کسان له سیاست او د هغې له چارو سره کار نلري، بلکې د هغو کارونو لپاره د دولت سړي شتون لري.

له همدې امله، دولت به د شیوخو او د جوماتونو د امامانو د ځانګړي لباس د مظهر د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، مګر دا کار به د هغوی پر لباس د بندیز له لارې نه وي، بلکې په لباس کې د "اختصاص" یا ځانګړتیا په له منځه وړلو سره وي. د بېلګې په توګه: خلک به وګوري چې د اوبو او برېښنا د بلونو راټولونکی راغلی او جبه او لونګۍ یې اغوستې ده، یا به وګوري چې خلیفه او والي د اسلام د لومړنۍ دورې په څېر لونګۍ په سر کړې ده، او د جومات امام به وګوري چې عادي لباس یې اغوستی دی. یعنې په لباس کې اختصاص له منځه وړل؛ دا کار کومې رسمي پریکړې ته اړتیا نلري بلکې په ځینو مناسبو اسلوبو (لارو چارو) ترسره کېدای شي. مثلاً که تاسو د ودانۍ د جواز اخیستلو لپاره لاړ شئ او وګورئ هغه انجنیر چې ستاسو سره د معاینې لپاره راځي لونګۍ یې په سر ده، یا هغه مأذون (نکاح تړونکی) وګورئ چې نکاح تړي (عقال او حطه/شال) یې اغوستی وي؛ په دې توګه به تاسو د حاکم یا شیخ لپاره کوم ځانګړی لباس ونه ګورئ. دا په اسلام کې یو منل شوی او معقول امر دی، بلکې مسلمانان په همدې ډول وو؛ خلیفه به د خلکو امامت کاوه او لمونځ یې ورته ورکاوه، او هیڅ مسلمان نشوای کولی چې حاکم له قاضي څخه او یا قاضي له عادي سړي څخه د هغوی د لباس له لارې وپېژني. هغه سړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناستو مسلمانانو ته راغی، ودرېد او ترې ویې پوښتل:

أَيُّكُمْ رَسُولُ اللَّهِ؟

"ستاسو په منځ کې د الله رسول څوک دی؟"

له همدې امله، دولت به د شیوخو د لباس د منع کولو پریکړه نه صادروي، بلکې د هغې مفهوم به له منځه وړي او دا لباس به د داسې یو ځانګړي مسلک پورې نه تړي چې له اسلام سره په ټکر کې وي. همدارنګه به له هر هغه لباس سره ورته چلند کوي چې دا احساس ورکوي چې دلته ځینې کسان د (دین) لپاره ځانګړي دي او نور کسان د دولت لپاره. نو د رعیت هر غړی کولی شي هر ډول مباح لباس چې وغواړي ويې اغوندي، پرته له دې چې یو ځانګړی لباس د کوم (دیني) شخص لپاره منحصر شي، ترڅو خلک یوازې د "روحاني" پوښتنو لپاره هغه ته ورشي او د سیاسي پوښتنو لپاره بل چا ته رجوع وکړي. بلکې ټول مسلمانان به په بېلابېلو برخو کې د اسلام مسؤلیت پر غاړه اخلي، او هر څوک چې په کومه مسئله پوهیږي هغه په کې عالم ګڼل کیږي، که لونګۍ یې په سر وي او که سر یې لوڅ وي.

د ۱۴۲۵ هـ ق کال د جمادي الاولي ۳مه ۲۰۰۴/۰۶/۲۱م

Share Article

Share this article with your network