د پوښتنې ځواب
پوښتنه: د نایجر د کودتا مشرانو د ۲۰۲۳/۸/۱۳ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ (چې دوی نیت لري ګوښه شوی ولسمشر محمد بازوم د "ستر خیانت" او "د هېواد د امنیت د زیانمنولو" په تور محاکمه کړي... د کودتا مشرانو په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا هغه بندیزونه وغندل چې د لوېدیځې افریقا د هېوادونو اقتصادي ټولنې (ایکوواس) لخوا پرې لګول شوي دي... الجزیره ۲۰۲۳/۸/۱۴). د نایجر د ولسمشرۍ ګارد قوماندان جنرال عبدالرحمن تشیاني د ۲۰۲۳/۷/۲۸ په رسمي ټلویزیون کې ځان د هېواد انتقالي مشر اعلان کړ؛ دا له هغه دوه ورځې وروسته و چې د ولسمشرۍ ګارد سرتېرو چې ځان ته یې "د وطن د ساتنې ملي شورا" ویل، د ولسمشر محمد بازوم د لیرې کولو او په خپل استوګنځي کې د هغه د محاصرې خبر ورکړ. ایا دا کودتا یوه کورنۍ موضوع وه چې په هېواد کې د با نفوذه قدرتونو ترمنځ له جګړې سره تړاو لري، او که کوم بهرني قدرتونه یې تر شا ولاړ دي او دا عملیات د نړیوالې سیالۍ برخه ده؟ بیا دا څنګه د فهم وړ ده چې هغه پر خیانت تورنیږي خو نه نیول کیږي، بلکې له بهرنیو چارواکو سره اړیکې نیسي؟
ځواب: د دې لپاره چې انځور روښانه شي، لاندې ټکي څېړو:
لومړی: د کودتا شالید او هغه کسان چې دا کار یې کړی:
۱- ډګروال امادو عبدالرحمن د نهو نورو پوځي افسرانو په ملتیا چې نظامي جامې یې په تن وې، اعلان وکړ: ("موږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو په توګه چې د وطن د ساتنې په ملي شورا کې راټول شوي یو، پرېکړه وکړه چې هغه نظام ته د پای ټکی کېږدو چې تاسو یې پېژنئ. دا پرېکړه د امنیتي وضعیت د دوامداره خرابوالي او خراب اقتصادي او ټولنیز مدیریت له امله شوې ده"، هغه له "ټولو بهرنیو شریکانو څخه وغوښتل چې مداخله ونه کړي" او اعلان یې وکړ چې "د بل امر تر صادرېدو پورې د شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۵ بجو پورې په ټول هېواد کې ګرځبندیز دی"... فرانس پریس ۲۰۲۳/۷/۲۶).
۲- په بله ورځ، پوځ له یوې ورځې ځنډ وروسته له کودتا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. رسمي فرانسوي پاڼې فرانس ۲۴ د ۲۰۲۳/۷/۲۷ نېټه راپور ورکړ چې د نایجر پوځ د هغو دفاعي او امنیتي ځواکونو سره خپله وفاداري اعلان کړه چې محمد بازوم یې له واکه لیرې کړی و، دا کار یې "په وسله والو ځواکونو کې د خپلمنځي نښتې د مخنیوي" لپاره وکړ. پاڼې زیاته کړه: "د پوځ د لوی درستیز عبدو صدیق عیسی لخوا په یوه لاسلیک شوې اعلامیه کې د بازوم نظام ته د پای ټکي اېښودلو د نظامي اعلان ملاتړ شوی". داسې ښکاري چې د پوځ مشرتابه له یوې ورځې ځنډ وروسته ولیدل چې دوی نشي کولی کودتا ناکامه کړي، نو ملاتړ یې ترې وکړ.
۳- الحره اژانس د ۲۰۲۳/۷/۲۹ نېټه راپور ورکړ چې "تشیاني پخواني ولسمشر محمدو یوسفو ته وفادار و، چا چې هغه د ۲۰۱۱-۲۰۲۱ کلونو په اوږدو کې د خپلې ولسمشرۍ په دواړو دورو کې د ولسمشرۍ ګارد د قوماندان په توګه ټاکلی و". د افریقايي چارو متخصصې فرانسوي مجلې جون افريک یادونه کړې چې "ولسمشر محمد یوسفو ولسمشرۍ ګارد ته ډېره پاملرنه کوله او هغوی ته یې ټول واکونه او امکانات ورکړي وو ترڅو د کودتاګانو مخه ونیسي". هغې زیاته کړې چې "د جنرال تشیاني په اړه ویل کیږي چې هغه یو سخت سړی دی او پوځ ترې وېره لري". له دې څخه پوهېږو چې پخوانی ولسمشر له پوځ څخه وېرېده، ځکه پوځ د فرانسې د پلویانو تر کنټرول لاندې و؛ فرانسې دا پوځ له هغې راهیسې جوړ کړی و چې نایجر ته یې نمایشي خپلواکي ورکړه. په ۲۰۱۵ کال کې پر یوسفو باندې د کودتا ناکامه هڅه شوې وه، او دا لرې نه ده چې په پوځ کې د فرانسې پلویانو دا هڅه کړې وي، ځکه خو یې عبدالرحمن تشیاني ته وده ورکړه او د هغه ځواک یې پیاوړی کړ ترڅو د هغو کودتاګانو مخه ونیسي چې د فرانسې جاسوسان یې د بېلابېلو لاملونو له امله ترسره کوي.
۴- په نایجر کې له ۱۹۶۰ کال راهیسې، کله چې له فرانسې څخه خپله ظاهري خپلواکي اعلان کړه، څلور بریالۍ او څو ناکامې کودتاګانې شوې دي. له وروستۍ کودتا وړاندې، وروستۍ بریالۍ کودتا په ۲۰۱۰ کال کې د پوځیانو لخوا د فرانسې د ګوډاګي ولسمشر محمد تانجا پر وړاندې شوې وه، چې هغوی د "ډیموکراسۍ د بیا رغونې عالي شورا" جوړولو اعلان وکړ او سالي جیبو یې د هغې مشر وټاکه. موږ د هغې کودتا په اړه د ۲۰۱۰/۲/۲۰ نېټه یو ځواب خپور کړی و چې په کې مو ویلي وو: "د امریکا څرګندونې د ولسمشرۍ د دورې غځولو پېښې ته اشاره کوي ترڅو اصلي مسؤلیت پر ګوښه شوي ولسمشر تانجا واچوي او کودتا توجیه کړي. همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ولسمشر د بېرته راستنېدو او نه هم د کودتاچیانو او ګوښه شوي ولسمشر ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه وکړه، بلکې د نویو ټاکنو او نوي حکومت جوړولو غوښتنه یې وکړه. دا ټول تاییدوي چې امریکا د دې کودتا تر شا وه... خو د فرانسې نفوذ په ټولو ډولونو کې پاتې و او لا هم شاوخوا ۱۵۰۰ فرانسویان هلته د فرانسې د اټومي ګټو د خوندیتوب لپاره اوسېږي، ځکه نایجر د یورانیمو په تولید کې د نړۍ درېیم هېواد دی. له همدې امله، دا د امریکایانو د طمعې ځای دی ترڅو پرې کنټرول ترلاسه کړي او د افریقا د نورو هېوادونو په څېر د فرانسې نفوذ ترې وباسي. ډېری دا هېوادونه اسلامي دي او په طبیعي سرچینو، خامو موادو او انرژۍ بډایه دي، له همدې امله دا د استعمارګرو لوېدیځوالو (اروپایانو او امریکایانو) ترمنځ د سیالۍ ډګر دی".
۵- په حقیقت کې، له هغې کودتا لږ وخت وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د غوښتنې سره سم ټاکنې وشوې چې په کې د نایجر د ډیموکراسۍ او سوسیالیزم ګوند مشر محمد یوسفو وګټله او د ۲۰۱۱/۴/۷ راهیسې په رسمي ډول ولسمشر شو. له هغې وروسته هغه د ګوند له مشرۍ استعفا وکړه او محمد بازوم د هغې مشر شو؛ بازوم یو له هغو کسانو و چې په ۱۹۹۰ کال کې یې له یوسفو سره دا ګوند تاسیس کړی و او د هغه نږدې ملګری و. یوسفو هغه د بهرنیو چارو وزیر وټاکه او بیا یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د دولت وزیر په توګه وټاکه. کله چې یوسفو د دویمې دورې لپاره وټاکل شو، بازوم یې د کورنیو چارو، عامه امنیت او غیر متمرکزه چارو د وزیر په توګه وټاکه. یوسفو او محمد بازوم دواړه د ولسمشر محمد تانجا مخالفین وو، او کله چې محمد تانجا د ۲۰۱۰/۸/۱۸ په نظامي کودتا کې له واکه لیرې شو، یوسفو او بازوم دواړو له کودتا خپل ملاتړ څرګند کړ. له دې ټولو پوهېږو چې یوسفو او بازوم دواړه د امریکا پلویان دي.
۶- کله چې محمد یوسفو له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په دوو دورو کې ولسمشر و، له امریکا سره یې خپل نږدېوالی وښود او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې په نایجر کې دوه مهمې پوځي اډې جوړې کړي (یوه په ۲۰۱۴ او بله په ۲۰۱۸ کې)، چېرته چې له زرو ډېر امریکایي سرتېري او ډېرې بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای شوې دي. نون پوسټ وېبپاڼې د ۲۰۱۸/۹/۱۳ په نېټه په نایجر کې د امریکایي اډو په اړه یوه مقاله خپره کړه، چې په کې یې د پخواني ولسمشر محمد یوسفو هغه څرګندونې راخیستې وې چې له ګارډین ورځپاڼې سره یې په مرکه کې کړې وې: "زه د بهرنیو ځواکونو اصطلاح کارول نه خوښوم، ځکه امریکایي ځواکونه دوستانه ځواکونه دي... پوه شئ چې هغوی زموږ په غوښتنه هېواد ته راغلي دي. هرکله چې یې ماموریت پای ته ورسېد، له نایجر څخه به ووځي". سره له دې، یوسفو له فرانسې سره خپلې اړیکې او اتحاد وساته او فرانسوي ځواکونه یې ونه ایستل، بلکې په ۲۰۱۴ کال کې د ساحل د هېوادونو په هغه ایتلاف کې شامل شو چې فرانسې د تروریزم ضد جګړې په پلمه جوړ کړی و. داسې ښکاري چې هغه نشو کولی د فرانسې نفوذ په اسانۍ له نایجر څخه وباسي، نو هڅه یې کوله چې د تروریزم ضد جګړې په پلمه د امریکا د نفوذ تر پیاوړي کېدو پورې ورسره مصلحت وکړي.
۷- کله چې محمد بازوم د ۲۰۲۱/۲/۲۱ وټاکل شو او د ۲۰۲۱/۴/۱ په رسمي ډول د محمد یوسفو په ملاتړ واک ته ورسېد، هغه ژمنه وکړه چې د محمد یوسفو پالیسۍ به تعقیبوي. د هغه د لوړې مراسمو څخه دوه ورځې وړاندې، د هغه پر وړاندې یوه کودتا ناکامه شوه چې په کې د ولسمشرۍ ګارد قوماندان عبدالرحمن تشیاني (چې یوسفو ته وفادار و) مهم رول ولوباوه. بازوم د امریکایي حضور ملاتړ ته دوام ورکړ او له امریکا سره د اړیکو پر پیاوړي کولو یې کار وکړ. عربي ۲۱ پاڼې د امریکایي وېبپاڼې انټرسيپټ په حواله د ۲۰۲۳/۷/۲۷ په راپور کې د نایجر د امریکایي شتون په اړه لیکلي چې محمد بازوم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن ته ویلي: "ایالات متحده د غوره انتخاب په توګه پاتې کیږي، او موږ باید دا ثابته کړو چې واقعي پایلې وړاندې کولی شو". د محمد بازوم پالیسي د خپل سلف او ملګري محمد یوسفو په څېر له امریکا سره وفاداري او له فرانسې سره د دښمنۍ نه کول وو، ځکه چې سیاسي او نظامي چاپېریال په عمومي ډول د فرانسې په ګټه و، چې د ۶۰ کلونو لپاره یې هېواد په مستقیم ډول او له هغې وروسته یې نږدې همدومره موده په غیر مستقیم ډول استعمار کړی و.
دویم: له پورتنیو خبرو معلومیږي چې محمد یوسفو او بازوم دواړه د امریکا پلویان دي، او د ولسمشرۍ ګارد قوماندان عبدالرحمن د یوسفو نږدې ملګری و او هغه ته یې ډېر واکونه ورکړي وو، او بازوم ته د واک سپارلو پر مهال یې د کودتا په ناکامولو کې مهم رول درلود... دا پدې معنی ده چې دا درې واړه په یوه کرښه کې وو، نو بیا دا کودتا ولې وشوه؟ د پېښو او شالید دقیق څېړل لاندې حقایق روښانه کوي:
۱- لکه څنګه چې مو وویل، د ګارد مشر د یوسفو د باور وړ کس، هغه ته نږدې او په پوځ کې د فرانسې د جاسوسانو د کودتاګانو پر وړاندې د هغه مدافع و. رسنیو، د الشرق الاوسط په ګډون د ۲۰۲۳/۷/۲۸ په نېټه د کودتا د مشر عبدالرحمن تشیاني په اړه راپور ورکړ چې هغه په پوځ کې شامل شوی و او له کورني مسؤلیتونو وړاندې یې د افسرۍ رتبه اخیستې وه، خو د ۲۰۱۱ کال په واک کې د محمد یوسفو له رسېدو وروسته هغه په کلکه راڅرګند شو او یوسفو پرې ډېر باور وکړ. د یوسفو د واکمنۍ پر مهال، تشیاني په نظامي رتبو کې چټکه وده وکړه او پرته له دې چې په پوځي اداره کې عادي لاره تعقیب کړي، د جنرالۍ رتبې ته ورسېد. یوسفو په ۲۰۱۵ کال کې هغه د ملي ګارد په مشرۍ وګماره، چې دا ځانګړي واحدونه د ولسمشر د ساتنې مسؤل دي، په ځانګړې توګه د یوسفو پر وړاندې د کودتا له هڅې وروسته.
۲- مخکې له دې چې محمد بازوم واک ته ورسېږي او په رسمي ډول د ولسمشرۍ لوړه وکړي، هغه په ۲۰۲۱ کال کې د یوې ناکامې کودتا سره مخ شو. دې کار هغه اړ کړ چې د ولسمشرۍ ګارد په قطعه کې پراخ بدلونونه راولي، خو جنرال تشیاني یې د یوسفو د سپارښتنې پر اساس په خپله دنده کې وساته. یوسفو په حاکم ګوند کې لومړی سړی ګڼل کېده او خپل زوی یې په حکومت کې د انرژۍ او کانونو د وزیر په توګه شامل کړی و.
۳- ځینې سرچینې وايي چې بازوم ته نږدې کسانو هغه ته د تشیاني په اړه خبرداری ورکړی و او ورته یې ویلي وو چې د خپل واک د ثبات لپاره هغه د ولسمشرۍ ګارد له مشرۍ لیرې کړي، خو بازوم د خپل پخواني ولسمشر ملګري د سپارښتنې له امله هغه وساته. خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کې سیاسي فعالانو د بازوم د هغه نیت په اړه خبرې کولې چې غوښتل یې تشیاني لیرې کړي او د پوځ او ملي ګارد په مشرتابه کې بدلونونه راولي. دا هم ویل کیږي چې هغه غوښتل د پخواني ولسمشر زوی د انرژۍ او کانونو له وزارت څخه لیرې کړي، چې دې کار د ده او پخواني ولسمشر ترمنځ اړیکې سړې کړې وې. بلکې دا کار د یوسفو او د هغه د نږدې ملګري تشیاني د ناراحتۍ لامل شو، او په پایله کې د بازوم ولسي ملاتړ کمزوری شو. همدارنګه د حاکم ګوند یو شمېر مشرانو هم د هغه د واکمنۍ په اړه شکایت درلود، ځکه چې هغه د هوسا قبیلې څخه نه و (چې د هېواد نیمایي برخه جوړوي)، بلکې د عربي ریښو لرونکی و. په پلازمېنه کې هغه ته د لږو رایو ورکول او د لوړې څخه دوه ورځې وړاندې پر هغه کودتا دا څرګندوي چې هغه د نورو قومونو او د پوځ د ځینو برخو لخوا نه منل کېده.
۴- په دې توګه، جنرال عبدالرحمن تشیاني د پخواني ولسمشر محمد یوسفو په دوره کې د ولسمشرۍ ګارد قوماندان و، خو اوسني ولسمشر د هغه د بدلولو فکر کاوه. الجزیره د ۲۰۲۳/۷/۲۸ په نېټه د مېډيا پارټ راپور په حواله لیکلي: (جنرال عبدالرحمن تشیاني د پخواني ولسمشر محمد یوسفو په دوره کې د ولسمشرۍ ګارد قوماندان و، خو اوسني ولسمشر د هغه د ځای پر ځای کولو فکر کاوه، ځکه چې د نایجر پوځي متخصصینو ته معلومه وه چې هغه خپل پخواني مشر ته ډېر وفادار دی. سیاسي شنونکي موسی اکسر وېبپاڼې ته وویل چې هر څه دې ته اشاره کوله چې محمد یوسفو غواړي بېرته واک ته راشي... هغه غوښتل پر تېلو کنټرول ولري او په ډېرو شرکتونو کې ونډې لري، دا د هغه څېړنیز راپور له مخې ده چې د پخواني ولسمشر په دوره کې د نایجر په دفاع وزارت کې اختلاس ته اشاره کوي.) دا خبرې تاییدوي چې کودتا کورني لاملونه لرل او همدغه د کودتا اصلي انګېزه وه. له همدې امله کله چې کودتا وشوه، د امریکا، فرانسې، اروپایي ټولنې، بریتانیا، روسیې او سیمه ییزو قدرتونو لخوا یې په کلکه غندنه وشوه، لکه ټول چې غافلګیره شوي وي!!
۵- په دې ډول امریکا او ملګرو ملتونو کودتا وغندله... فرانسې او اروپایي ټولنې هم وغندله... د لوېدیځې افریقا اقتصادي ټولنې "ایکوواس" هم وغندله... حتی بریتانیا چې په نایجر کې نفوذ نه لري، کودتا وغندله! بیا روسیه چې نه هلته شتون لري او نه واګنر، هغې هم وغندله او درک یې نه کړه چې په لاریونونو کې د هغې د بیرغ پورته کول یوازې یو غولونکی حرکت و! د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر وویل: ("امریکا داسې کومه معتبره نښه نه ویني چې په نایجر کې دې روسیه یا د واګنر پوځي ډله په کودتا کې ښکېل وي"... روېټرز ۲۰۲۳/۷/۲۷).
درېیم: پایله:
۱- غوره نظر دا دی چې دا کودتا کورني لاملونه لري؛ دا د امریکا د ګوډاګیانو ترمنځ یوه شخړه ده: یوسفو او عبدالرحمن له یوې خوا او بازوم له بلې خوا. کله چې لومړیو دوو کسانو پوه شول چې بازوم غواړي د یوسفو زوی او د ګارد مشر لیرې کړي، دا کودتا یې ترتیب کړه. خو د خبرو اترو لاره یې پرانیستې پرېښوده ځکه دوی ټول د امریکا ګوډاګیان دي، نو ځکه یې د بازوم په نیولو او زنداني کولو کې ځنډ وکړ، او له کودتا څو ورځې وروسته یې پرې د خیانت تور پورې کړ، په داسې حال کې چې هغه لا هم په خپل استوګنځي کې دی؛ کله پرې فشار راوړي او کله ورته د ډاکټر، درملو او خوړو اجازه ورکوي. په ورته وخت کې امریکا او په نیامي کې د هغې سفیره د دې موضوع لپاره د حل لارې لټولو هڅه کوي... خو دا کودتا د امریکا د ګوډاګیانو ترمنځ پاتې کیږي.
۲- له دې کودتا څخه تر ټولو ډېر زیان فرانسې ته رسیږي، ځکه کودتاچیان د امریکا پلویان دي. دوی د خپلې کودتا د مشروعیت لپاره د فرانسې له وارخطا او متشنج دریځونو، او له پخواني استعمارګر څخه د خلکو له کرکې ګټه پورته کړه چې د هغوی شتمنۍ یې غلا کولې او دوی ته یې هیڅ نه پرېښودل. نو زرګونو خلکو د ۲۰۲۳/۷/۳۰ نېټه د فرانسې د سفارت مخې ته لاریون وکړ او د فرانسې ضد شعارونه یې ورکړل.
۳- امریکا به هڅه وکړي چې هلته کړکېچ اداره کړي او د فرانسې د نفوذ پر وړاندې ترې ګټه پورته کړي، که هغه په لاندې ډول وي:
- که شونې وي بازوم بېرته راولي؛ که څه هم دا کار اسان نه دی، خو د هغه بېرته راستنېدل د هغې په ګټه دي ځکه هغه یې ګوډاګی دی، که څه هم له فرانسې سره یې مصلحت کاوه. ځکه عامه افکار د کودتا پر ضد دي او د هغه د بېرته راستنېدو غوښتنه کوي ځکه هغه په قانوني ډول منتخب شوی و.
- یا دا چې پر کودتاچیانو فشار راوړي ترڅو انتقالي دوره پای ته ورسوي او نوې ټاکنې وکړي؛ شاید پخوانی ولسمشر یوسفو ځان کاندید کړي ترڅو بېرته راشي، ځکه کودتاچیان د هغه کسان او د هغه د قبیلې دي، ترڅو خپل او د خپلې کورنۍ نفوذ وساتي او پر غلاوو او اختلاسونو یې پرده واچول شي. په ځانګړې توګه دا چې هغه د امریکا ګوډاګی دی او په خپل ګوند او قبیله کې (چې د هېواد نیمایي برخه ده) پراخ نفوذ لري.
۴- په دې توګه، دا ډول اسلامي هېواد چې د شتمنیو له پلوه یو له بډایه هېوادونو څخه دی خو د بېوزلۍ له پلوه په بدترین حالت کې دی؛ لامل یې هغه ګوډاګیان دي چې استعمار ته وفادار دي او د څوکیو او پیسو لپاره هغوی ته خدمت کوي. هغوی د خپل هېواد د ګټو او د هغې د آزادۍ او پرمختګ په اړه فکر نه کوي، ځکه هغوی له هر ډول فکر څخه خالي دي که څه هم د مسلمانانو اولادونه دي. خلک هم د فکري وروسته پاتې والي او د جاهلي تعصباتو له امله د دغو ظالمانو پیروي کوي... دا حالت سوله او امنیت نه راولي، بلکې یوازې د اسلام واکمني، راشده خلافت، د اسلام او مسلمانانو عزت، او د هغوی د قوت او پرمختګ لاره ده... په ځانګړې توګه دا چې نایجر یو اسلامي هېواد دی او خلک یې مسلمانان دي. همدا حق دی:
فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ
"نو له حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه دي؟ نو بیا چېرته ګرځول کېږئ؟" (سورت یونس [۱۰]: ۳۲)
د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم ۲۸مه ۲۰۲۳/۸/۱۵م