د حزب التحرير د امير، جليل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د پوښتنو د ځوابونو لړۍ د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" د کتونکو پوښتنو ته
د پوښتنې ځواب
Abo Alwaled Alghutani ته
پوښتنه:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته شيخ صاحب، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو ساتنه وکړي او ستاسو له علم څخه دې موږ ته ګټه ورسوي. ما ته د يو داسې شرکت د پلورونکي (مندوب مبيعات) په توګه د کار وړانديز شوی چې د سينګار توکي او عطرونه پلوري، او ځينې محصولات يې په بېلابېلو کچو الکول لري (لکه کالونيا چې په لوړه کچه Ethyl alcohol لري او ځينې نور توکي چې Ethyl, Methyl او Isopropyl alcohol لري، لکه پارفان او د سينګار نور مواد). پوښتنه دا ده: ایا زما لپاره د پلورونکي په توګه کار کول جواز لري؟ همداراز ایا زما لپاره په دغه شرکت کې د پلور له برخې پرته په نورو برخو کې، مثلاً په اداري چارو کې کار کول جواز لري؟ جزاکم الله خیراً.
ځواب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته، لومړی دا چې زه په دې پوهېږم چې ته په صحيح ډول د جوړو شويو شرکتونو د کار په اړه پوښتنه کوې، نه د باطلو شرکتونو په اړه... د دې موضوع ځواب په لاندې ډول دی:
۱- په داسې شرکت کې د پلورونکي (مندوب مبيعات) په توګه د کار حکم چې ځينې حرام مواد (لکه عطر او د سينګار توکي چې Ethyl alcohol او داسې نور پکې وي) پلوري: موږ دا موضوع په خپلو کتابونو کې څېړلې او روښانه کړې مو ده چې دا کار حرام دی... د اسلامي شخصیت (الشخصية الإسلامية) په کتاب کې د (هر هغه څه چې پر بندګانو حرام وي، پلورل يې هم حرام دي) تر عنوان لاندې راغلي دي:
«ځینې شیان داسې دي چې الله سبحانه وتعالی يې خوړل حرام کړي دي، لکه مرداره؛ او ځینې شیان يې څښل حرام کړي دي، لکه شراب؛ او ځینې شیان يې جوړول حرام کړي دي، لکه بتان؛ او ځینې يې ساتل حرام کړي دي، لکه تمثالونه (مجسمې)؛ او ځینې يې جوړول حرام کړي دي، لکه انځورونه. د دې شیانو د حرمت په اړه شرعي نصوص لکه آیاتونه او احادیث راغلي دي. نو هر هغه شی چې الله سبحانه وتعالی پر بندګانو حرام کړی وي او په اړه یې شرعي نص راغلی وي، که یې خوړل حرام کړي وي که څښل او یا نور څه، نو د دغو شیانو پلورل هم حرام دي، ځکه چې د هغو بیه (ثمن) حرامه ده. له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ویل یې:
إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ وَالْخِنْزِيرِ وَالْأَصْنَامِ. فَقِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ شُحُومَ الْمَيْتَةِ فَإِنَّهَا يُطْلَى بِهَا السُّفُنُ، وَيُدْهَنُ بِهَا الْجُلُودُ، وَيَسْتَصْبِحُ بِهَا النَّاسُ؟ فَقَالَ: لَا، هُوَ حَرَامٌ. ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عِنْدَ ذَلِكَ: قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ، إِنَّ اللَّهَ لَمَّا حَرَّمَ شُحُومَهَا جَمَلُوهُ ثُمَّ بَاعُوهُ فَأَكَلُوا ثَمَنَهُ
"بېشکه الله او د هغه رسول د شرابو، مردارې، خوګ او بتانو پلورل حرام کړي دي. وویل شول: اې د الله رسوله! د مردارې د وازدې په اړه څه فرمایئ؟ ځکه چې هغه په کښتیو مښل کېږي، څرمنې پرې غوړېږي او خلک یې په څراغونو کې کاروي. هغه ﷺ وفرمایل: نه، هغه حرامه ده. بیا رسول الله ﷺ په هغه وخت کې وفرمایل: الله دې یهود هلاک کړي، کله چې الله پر هغوی وازدې حرامې کړې، هغوی هغه ویلې کړې او بیا یې وپلورلې او پیسې یې وخوړې." (رواہ البخاري).
او له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ ثَلَاثاً، إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَيْهِمُ الشُّحُومَ فَبَاعُوهَا وَأَكَلُوا أَثْمَانَهَا، وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا حَرَّمَ عَلَى قَوْمٍ أَكْلَ شَيْءٍ حَرَّمَ عَلَيْهِمْ ثَمَنَهُ
"الله دې یهود هلاک کړي (درې ځله یې وویل)، کله چې الله پر هغوی وازدې حرامې کړې، هغوی وپلورلې او پیسې یې وخوړې؛ او بېشکه کله چې الله پر کوم قوم د یو شي خوړل حرام کړي، نو د هغه بیه (ثمن) هم پرې حراموي." (رواہ البخاري)...» پای.
له همدې امله په دغه برخه کې کار کول حرام دي.
۲- خو په داسې شرکت کې اداري کار چې په چارو کې يې د ځينو حرامو موادو پلورل شامل وي، په لاندې ډول ورته کتل کېږي:
- که اداري کار د حرامو موادو له پلورلو سره مستقيمه اړيکه ولري، لکه د داسې غوښتنو (طلبونو) چمتو کول چې د حرامو موادو له پلور سره تړاو لري او داسې نور، نو دا اداري کار حرام دی؛ ځکه چې له يو حرام کار سره تړاو لري چې هغه د حرامو موادو پلورل دي.
- خو که اداري کار د حرامو موادو له پلورلو سره اړيکه ونلري، مثلاً ستاسو په اداري کارونو کې د حرامو موادو د پلورلو لپاره د غوښتنو چمتو کول او داسې نور شامل نه وي... نو دا اداري کار حرام نه دی، که څه هم په داسې شرکت کې وي چې په کارونو کې یې د حرامو موادو پلورل شامل وي، ځکه په دې حالت کې تاسو کوم حرام کار نه ترسره کوئ.
سره له دې هم، د انسان له خوا د خپل دين ساتنه یوازې له حرامو څخه په لرېوالي نه ده، بلکې حتی له ځینو مباحاتو څخه په ډډه کولو کې ده، له دې وېرې چې کوم حرام ته نږدې نشي. د رسول الله ﷺ اصحابو به له ډېرو مباحو لارو څخه ځان ساته، له دې وېرې چې حرامو ته نږدې نشي. له رسول الله ﷺ څخه روایت دی چې ویې وفرمایل:
لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ
"بنده تر هغه وخته د پرهېزګارانو (متقینو) درجې ته نشي رسېدلی، ترڅو چې د دې لپاره چې په حرامو کې واقع نشي، له هغه څه هم ډډه وکړي چې کومه باک پکې نشته." (ترمذي روايت کړی او حسن يې بللی). همداراز ترمذي بل حسن صحيح حديث د حسن بن علي رضي الله عنهما له لارې روایت کړی چې ويې ويل: ما له رسول الله ﷺ څخه ياد کړل چې ويې فرمايل:
دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ
"هغه څه پرېږده چې شک درته پيدا کوي، هغې ته پنا يوسه چې شک پکې نه وي." له همدې امله پوښتونکي ته پکار ده او د هغه د دين لپاره غوره دا ده چې له داسې شرکتونو سره له کار کولو ډډه وکړي او د داسې کار لټه وکړي چې ښه روزي پکې وي، او الله سبحانه وتعالی د هغه چا لپاره چې تقوا اختياروي، د وتلو لاره پيدا کوي:
وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً
"او څوک چې له الله څخه ووېرېږي، الله ورته (له ستونزو) د وتلو لاره پيدا کوي، او له هغه ځایه روزي ورکوي چې ګومان یې هم نه کوي او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو الله ورته بس دی؛ بېشکه الله خپل امر پوره کوونکی دی، یقیناً الله د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده." (سورة الطلاق: ۲-۳)
هيله ده چې دا ځواب بسنه وکړي، او الله ډېر پوه او ډېر حکيم دی.
ستاسو ورور، عطاء بن خليل ابو الرشته د ۱۴۴۳ هـ ق کال د شوال ۲۳مه د ۲۰۲۲م کال د می ۲۳مه
د امير (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امير (حفظه الله) له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: وېب