د الله په نامه چې رحمن او رحیم دی
پوښتنه:
له میاشتو راهیسې په مصر کې د تاوتریخوالي پیښې، وژنې، نیونې، په کوڅو او میدانونو کې ویجاړۍ روانې دي، عادي ژوند په ټپه دریدلی او خلک په دوو ښکاره ډلو ویشل شوي دي... په داسې حالاتو کې د امریکایي او اروپایي منځګړو ترڅنګ حتی روسیې هم له مصر سره اړیکې نیولي او دا هم لیرې نه ده چې چین مداخله وکړي! همدا راز ځینو کورنیو اړخونو، ګوندي او غیر ګوندي شخصیتونو هم د منځګړیتوب او اصلاح هڅې وکړې... خو کومې پایلې ته ونه رسیدل. زموږ پام دې ته واوښت چې حزب التحریر، چې هر پیژندونکی پرې باور او درناوی لري، نه په کوم منځګړیتوب کې برخه واخیسته او نه یې د کومې روغې جوړې هڅه وکړه. موږ داسې نه ګڼو چې ګواکې حزب ته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول نه وي معلوم:
أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلَاةِ وَالصَّدَقَةِ؟ قَالُوا: بَلَى، يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: إِصْلَاحُ ذَاتِ الْبَيْنِ، وَفَسَادُ ذَاتِ الْبَيْنِ الْحَالِقَةُ
"ایا تاسو ته د روژې، لمانځه او صدقې له درجې څخه د یو غوره عمل خبر درنکړم؟ هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله! هغه وفرمایل: د خلکو ترمنځ روغه جوړه کول، او د خلکو ترمنځ فساد (اړیکې خرابول) له منځه وړونکی (خريي) دی."
نو ایا کوم داسې سبب شته چې حزب په منځګړیتوب یا روغه جوړه کې برخه نه اخلي؟ الله دې تاسو ته خیر درکړي.
ځواب:
لومړی: په پیل کې موږ پر حزب باندې ستاسو له باور او ښه ګومان څخه مننه کوو، او له سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ټولو ته د سمې لارې هدایت وکړي، بېشکه چې الله سبحانه وتعالی اورېدونکی او قبلوونکی دی.
هو، موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث معلوم دی چې ابو داود له ام الدرداء څخه او هغې له ابي الدرداء څخه روایت کړی دی:
أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلَاةِ وَالصَّدَقَةِ؟ قَالُوا: بَلَى، يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: إِصْلَاحُ ذَاتِ الْبَيْنِ، وَفَسَادُ ذَاتِ الْبَيْنِ الْحَالِقَةُ
"ایا تاسو ته د روژې، لمانځه او صدقې له درجې څخه د یو غوره عمل خبر درنکړم؟ هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله! هغه وفرمایل: د خلکو ترمنځ روغه جوړه کول، او د خلکو ترمنځ فساد (اړیکې خرابول) له منځه وړونکی (خريي) دی."
خو روغه جوړه او اصلاح باید د شرعې پر بنسټ وي، نه د بل څه پر اساس. هغه روغه جوړه سمه نه ده چې حرام حلال کړي او یا حلال حرام کړي. دا هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو شریفوعلاحادیثو کې موږ ته وصیت کړی دی، له هغې جملې څخه:
ابو داود په خپل سنن کې له ابې هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
الصُّلْحُ جَائِزٌ بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ، إِلَّا صُلْحًا أَحَلَّ حَرَامًا، أَوْ حَرَّمَ حَلَالًا، وَالْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ
"د مسلمانانو ترمنځ روغه جوړه روا ده، مګر هغه روغه جوړه چې حرام حلال کړي او یا حلال حرام کړي. او مسلمانان په خپلو شرطونو ولاړ دي."
همدا راز ترمذي په خپل سنن کې له کثیر بن عبدالله بن عمرو بن عوف المزني څخه، هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
الصُّلْحُ جَائِزٌ بَيْنَ المُسْلِمِينَ، إِلَّا صُلْحًا حَرَّمَ حَلَالًا، أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا، وَالمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ، إِلَّا شَرْطًا حَرَّمَ حَلَالًا، أَوْ أَحَلَّ حَرَامًا
"د مسلمانانو ترمنځ روغه جوړه روا ده، مګر هغه روغه جوړه چې حلال حرام کړي او یا حرام حلال کړي. او مسلمانان په خپلو شرطونو ولاړ دي، مګر هغه شرط چې حلال حرام کړي او یا حرام حلال کړي." (ترمذي ویلي دا حدیث حسن صحیح دی). همدا راز ابن حبان په خپل صحیح کې له ابي هریره څخه په همدې الفاظو روایت کړی دی.
دویم: موږ د دواړو لورو حالاتو ته پام کړی او هغه څه چې موږ ولیدل د حیرانتیا وړ دي:
موږ ونه موندل چې هغوی دې د الله په شرعې سره د حکم کولو پر سر شخړه ولري، داسې چې یو لوری یې د شرعې نفاذ غواړي او بل لوری یې نه غواړي، بلکې دواړو لورو نه په پخواني نظام کې او نه په اوسني نظام کې په شرعې حکم کړی دی!
موږ ونه موندل چې هغوی دې د شرعي حکمونو پر بنسټ پر یوه دستور (اساسي قانون) اختلاف ولري، بلکې دواړه پر وضعي دستور تکیه دي چې په تیر نظام کې هم باطل و او په اوسني نظام کې یې بطلان نور هم زیات دی.
همدا راز هغوی د یهودي بنسټ په وړاندې د دریځ او د کمپ ډیویډ تړون په اړه هیڅ اختلاف نه لري؛ دغه تړون په پخواني نظام کې هم نافذ و او په اوسني نظام کې هم نافذ دی. دوی د یهودو بنسټ ته د ګازو د لیږد په اړه هم جګړه نه کوي، ځکه چې ګاز نن هم هغوی ته رسیږي او پخوا هم رسیدل.
دوی همدا راز په سویس کانال کې د هغو هیوادونو د کښتیو د تیریدو په اړه چې فعلاً په جګړه کې دي، اختلاف نه لري؛ بلکې دا کښتۍ نن هم تیریږي او پخوا هم تیریدلې.
دوی د عامه ملکیتونو لکه تېل، ګاز او معدنیات چې د مسلمانانو حق دی او باید پر هغوی وویشل شي، پر سر شخړه نه کوي... بلکې دا شتمني نن هم او پخوا هم د مصر د غټو پانګوالو جیبونه ډکوي.
بیا هغوی له امریکا سره د اړیکو پر سر هم شخړه نه کوي، بلکې دا اړیکې پرته له کومې پریکون څخه دوام لري او د هغوی د غلامۍ رسۍ نن هم او پخوا هم په کلکه غځیدلې ده.
دریم: موږ درک کوو چې د مصر خلک، چې د الله پر ځمکه د هغه کینانه (د غشو کڅوړه) ده، هیڅکله به خیر، امنیت او سوله ونه ویني تر هغه چې یو لوری یې اردو دې ته هڅوي چې مصر د جګړې په ډګر بدل کړي، پرځای د دې چې د دښمن ځمکه د جګړې ډګر وګرځوي... او بل لوری یې خلک دې ته هڅوي چې د مصر لارې کوڅې د باطل وضعي حکم د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې ډګر وګرځوي، پرځای د دې چې د مصر لارې کوڅې د عادل خلافت نظام د نفاذ لپاره د غږ پورته کولو ډګر وګرځوي...
هغوی به هیڅکله خیر، امنیت او سوله ونه ویني تر څو چې دواړه لوري د سیکولر جمهوریت او مدني دولت نارې وهي، کوم چې اسلام یوې خواته غورځوي، او د ډیموکراسۍ غوښتنه کوي چې له الله پرته بل څوک په کې قانون جوړوي او حاکمیت (سیادة) د الله د رب پر ځای ولس ته ورکوي.
همدا راز هغوی به خیر، امنیت او سوله ونه ویني تر څو چې دواړه لوري داسې دستور (قانون) جوړوي چې الله یې هیڅ دلیل نه دی نازل کړی، او د رب العالمین هغه دستور پریږدي چې د امت د اصلاح او خیر لپاره یې نازل کړی دی:
أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوه اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ
"ایا هغه څوک نه پوهیږي چې (مخلوق یې) پیدا کړی دی؟ حال دا چې هغه دقیق (باریک بین) او باخبره دی." (سورت الملک: ۱۴)
هغوی به سوله ونه ویني تر هغه چې د فلسطین د غاصب یهودي بنسټ او د مصر د پخواني او اوسني نظام ترمنځ د کمپ ډیویډ تړون لیکلی وي، پرځای د دې چې دا تړون سمدستي لغوه او د هلاکت کندې ته وغورځول شي.
بیا دا چې هغوی به هیڅکله خیر ونه ویني تر څو چې غاصب یهودو ته ګاز بهیږي، پرځای د دې چې پرې شي تر څو غاصب د غصب شوي وینې په واسطه تقویه نشي...!
هغوی به خیر ونه ویني تر څو چې عامه ملکیتونه په باطل ډول د نظام جیبونو ته ځي، پرځای د دې چې خپلو حقیقي مالکانو، یعنې د مصر عظیم ولس ته ورستانه شي...
هغوی به خیر ونه ویني تر څو چې له امریکا سره اړیکې ټینګې وي او د امریکا رسۍ له واشنګټن څخه تر قاهرې غځیدلې وي، پرځای د دې چې پرې شي...
په پای کې، هغوی به خیر ونه مومي مګر دا چې مصر د الله پر ځمکه د خلافت یو قوي رکن وګرځي او خپل پخوانی تاریخ راژوندی کړي: هغه ورځ چې د روم له واکمنۍ څخه ازاد شو... بیا یې صلیبیان له فلسطین او د هغې له شاوخوا څخه وشړل، او هغه ورځ چې د مسلمانانو هیوادونه یې له تاتاریانو څخه خلاص کړل... بیا به د الله په اجازه خپل سفر ته دوام ورکوي ترڅو فلسطین د یهودو له بنسټ څخه ازاد کړي او هغوی د تاریخ کندې ته وغورځوي...
څلورم: موږ دواړو ډلو ته وکتل، ومو لیدل چې هغوی په ختیځ او لویدیځ کې، او په کور دننه او بهر کې د حل لارې لټوي، خو په بې لاریتوب سره؛ نه هغوی د حل پیدا کولو وړتیا لري او نه هغه حل چې دوی یې غواړي کوم خیر زیږوي:
بهرني منځګړي نه د مصر غم لري او نه د هغې د خلکو. ایا یو هوښیار او مدبر انسان له امریکا څخه د خیر تمه کولی شي، حال دا چې هغه د ټولو تیرو او اوسنیو نظامونو تر شا ولاړه ده؟ هغه د تیرو او اوسنیو دورو د ټولو وژنو تر شا ده، هغې ته د مړو شمیر او د ویجاړۍ کچه هیڅ اهمیت نه لري... بلکې یوازې دا ورته مهمه ده چې په مصر کې یې نفوذ مستقر او دوامدار وي. په عراق او افغانستان کې د هغې تیر او اوسنی وخت د دې شاهد دی. نو ایا د داسې صفت خاوند به د مصر د خلکو لپاره سمه حل لاره پیدا کړي؟ ایا اوباما او د هغه استازی کیري د مصر د خلکو خیر غواړي؟ دا خلک د شر په حال کې دي او د اسلام او مسلمانانو لپاره هیڅکله خیر نه غواړي...
ایا یو با بصیرته انسان له اروپاه څخه د خیر تمه کولی شي؟ برتانیا او د هغې مزدوران په ۱۹۲۴ م (۱۳۴۲ هـ) کال کې د خلافت د له منځه وړلو تر شا وو، نو هغوی د خلافت او د هغې لپاره د کار کوونکو سخت دښمنان دي. هغوی د نجسې بالفور وعدې تر شا وو او له امریکا، فرانسه او روسیه سره یوځای د غاصبو یهودو لخوا د فلسطین د اشغال او د هغې د خلکو د بې ځایه کولو اصلي ملاتړي دي. او اما فرانسه، پر دې سربیره چې د یهودي بنسټ له لومړنیو ملاتړو څخه ده، د مسلمانانو په وژلو کې تور تاریخ لري، نه یوازې پخوا په الجزایر کې بلکې حتی په مالي کې چې لا تر اوسه یې وینې نه دي وچې شوې... او اما روسیه، زموږ په سیمه کې د شوروي اتحاد له منځه تلو وروسته د هغې حرکتونه له امریکا سره په همغږۍ دي، پر دې سربیره د شام د طاغیت په ملاتړ کې د هغې دریځ ټولو ته ښکاره دی، او همدا راز په قفقاز او په ځانګړي ډول په چیچن کې د مسلمانانو قتل عام، په قازان کې د جوماتونو نړول، په تاتارستان کې د امامانو نیول او وژل او د اسلام د دعوتګرانو زنداني کول... نو ایا له هغې څخه د خیر تمه کیدای شي؟ همدا راز چین چې شرقي ترکستان یې اشغال کړی او هلته پر مسلمانانو بریدونه کوي، نو که مداخله یا منځګړیتوب هم وکړي، ایا خیر ترې غوښتل کیدای شي؟
دا ټول بهرني منځګړیتوبونه به له ځان سره یوازې زهرجن سم ولري، هغوی ته د مصر د خلکو وینه هیڅ ارزښت نه لري، یوازې د ګټو جوړول ورته مهم دي. د دې ټولو په سر کې امریکا ده چې مصر په سیمه کې خپله اصلي اډه ګڼي... نو ایا یو عاقل انسان له اغزو څخه د انګورو تمه کولی شي؟ ایا د اروپاه اشټون، د اوباما کیري، یا دا ټول ذکر شوي بهرني هیوادونه، ایا له هغې څخه د خیر تمه کیدای شي؟
كَيْفَ وَإِنْ يَخْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ
"(دا عهد به څنګه وي؟) په داسې حال کې چې که هغوی پر تاسو لاسبری ومومي، نو ستاسو په حق کې به نه د قرابت (خپلوۍ) خیال وساتي او نه د عهد او پیمان. هغوی تاسو په خپلو ژبو خوشحاله کوي مګر زړونه یې نه مني او د هغوی ډیری فاسقان دي." (سورت التوبه: ۸)
او کورني منځګړي په یوه باطله دایره کې څرخي، هغوی غواړي د دواړو لورو د وړاندیزونو له لارې حل پیدا کړي چې هغه د جمهوري نظام، مدني سیکولر حکومت او ډیموکراسۍ ساتنه ده؛ هغه نظام چې قانون جوړونه د رب پر ځای انسانانو ته ورکوي، حاکمیت د رب پر ځای ولس ته ورکوي، او شخصي، مذهبي، ملکیت او د بیان ازادۍ ته اجازه ورکوي چې دا هر یو له ځان سره مصیبتونه لري...! منځګړي همدا کوي، له یو لوري غواړي چې لږ تېر شي او له بل لوري هم، ترڅو پر همدې نظام توافق وکړي چې په خپله د ټولو بدبختیو او بلاګانو سرچینه ده! دردونکې خو دا ده چې له دې منځګړو څخه ځینې یې مسلمانان دي، د الله په کتاب کې لولي: "وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ" (او لمونځ قایم کړئ)، نو لمونځ کوي او له لمانځه څخه په هیڅ قیمت نه تیریږي؛ خو په همدې کتاب کې بل ایت لولي: "وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ" (او د هغوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله نازل کړي دي)، نو له هغې څخه تیریږي، د حدودو له یادولو څخه "شرمیږي" او که له دواړو لورو څخه د خلافت نظام غوښتنه وکړي نو زړونه یې له ویرې ډکیږي ځکه چې هغوی د امریکا، اروپاه، روسیې او چین له غصې څخه ویریږي! په رښتیا چې دا یو عجیبه کار دی!
پنځم: په دې اساس، اوسني کورني او بهرني منځګړي به د مصر او د هغې د خلکو د ستونزو لپاره کومه سمه او مستقیمه حل لاره پیدا نه کړي، بلکې حل یوازې یو دی: هغه دا چې ټول د زړه له کومې د خلافت په نظام کې د الله د شرعې حاکمیت ته مخه کړي، کوم چې الله رب العالمین د خپل کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د صحابه کرامو په اجماع سره فرض کړی دی:
د کتاب (قرآن) له مخې، الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې فرمايي:
فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ
"نو د هغوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله نازل کړي دي او د حق له راپیدا کیدو وروسته د هغوی د خواهشاتو پیروي مه کوه." (سورت المایده: ۴۸)
او فرمايي:
وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْك
"او دا چې د هغوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله نازل کړي دي او د هغوی د خواهشاتو پیروي مه کوه او له هغوی څخه ځان وساته چې تا له ځینو هغو حکمونو څخه ونه باسي چې الله پر تا نازل کړي دي." (سورت المایده: ۴۹)
او نور ډیر ایتونه شته. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله په نازل شوي شرع سره د حکم کولو خطاب، د هغه ټول امت ته خطاب دی. د دې مفهوم دا دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته یو حاکم پیدا کړي چې د هغوی ترمنځ د الله په نازل شوي شرع حکم وکړي. په خطاب کې دا امر د "جزم" (قطعي فرضیت) لپاره دی؛ ځکه چې د خطاب موضوع فرض ده. او هغه حاکم چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د مسلمانانو ترمنځ د الله په نازل کړي شرع حکم کوي، هغه "خلیفه" دی. او په دې بڼه د حکومت نظام د "خلافت" نظام دی.
د سنتو له مخې، له نافع څخه روایت دی چې عبدالله بن عمر ماته وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویل یې:
مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ لَقِيَ اللَّهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا حُجَّةَ لَهُ، وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً
"هر چا چې له اطاعت څخه لاس واخیست، د قیامت په ورځ به له الله سره په داسې حال کې مخ شي چې هیڅ دلیل به نه لري، او څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې په غاړه کې یې بیعت نه وي، نو د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی." (رواه مسلم)
نو نبي صلی الله علیه وسلم پر هر مسلمان فرض کړې چې په غاړه کې یې بیعت وي، او څوک چې بې بیعته مړ شي د جاهلیت په مرګ یې مړ بولي چې دا د ګناه پر لويوالي دلیل دی. او له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته بیعت یوازې خلیفه ته کیږي. مسلم له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ
"امام (خلیفه) یوازې یو سپر دی چې تر شا یې جګړه کیږي او په واسطه یې ځان ژغورل کیږي."
همدا راز مسلم له ابي حازم څخه روایت کوي چې پنځه کاله مې له ابي هریره سره ناسته ولاړه وه، له هغه مې واوریدل چې د نبي صلی الله علیه وسلم دا قول یې بیانوو:
كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الْأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ، قَالُوا فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ، وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ
"د بني اسرائیلو سیاست به پیغمبرانو کاوه، هر کله به چې یو پیغمبر مړ شو بل به یې ځای ناستی شو. مګر له ما وروسته هیڅ پیغمبر نشته، او ډیر ژر به خلفاء وي او شمیر به یې زیات شي. هغوی وویل: نو موږ ته څه امر کوئ؟ هغه وفرمایل: د لومړي خلیفه بیعت پوره کړئ او بیا د بل، او د هغوی حق ورکړئ، ځکه چې الله به له هغوی څخه د هغه رعیت په اړه پوښتنه کوي چې هغوی ته یې سپارلی و."
په دې احادیثو کې خلیفه د سپر په توګه بیان شوی، یعنې ساتونکی. او په دې احادیثو کې دا هم راغلي چې د مسلمانانو سیاست کونکي خلفاء دي، چې دا د هغوی د اقامې (ټاکلو) غوښتنه ده.
او د صحابه کرامو اجماع دا ده چې هغوی رضي الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د خلیفه پر ټاکلو اجماع وکړه. د خلیفه د ټاکلو لپاره د صحابه کرامو د اجماع تایید له دې څخه ښکاري چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښخول وځنډول او د خلیفه په ټاکلو بوخت شول، سره له دې چې د مړي سمدستي ښخول فرض دي. هغه صحابه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنازې په تیارۍ بوختیا پرې فرض وه، یوې ډلې یې د جنازې پر ځای د خلیفه پر ټاکلو تمرکز وکړ او بلې ډلې پر دې کار چوپتیا غوره کړه او سره له دې چې د ښخولو توان یې درلود، خو دوه شپې یې په کې ځنډ وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوشنبې په ورځ وفات شو او تر چارشنبې پورې ښخ نشو تر هغه چې ابوبکر رضي الله عنه ته بیعت وشو. نو دا د مړي تر ښخولو د خلیفه پر ټاکلو د بوختیا اجماع وه، چې د خلیفه د ټاکلو د فرضیت پر لويوالي دلیل دی...
په دې اساس، کله چې د اسلام په شرع حکم کونکی حاکم "خلیفه" شتون ونه لري، پر مسلمانانو واجب ده چې د هغه د پیدا کولو لپاره پوره هڅه وکړي. ځکه چې همدا خلیفه د رب العالمین حدود قایموي، کوم چې یو لوی فرض دی او په هغې کې د امت اصلاح او د چارو استقامت دی. ابن ماجه په خپل سنن کې له ابي هریره څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
حَدٌّ يُعْمَلُ بِهِ فِي الْأَرْضِ، خَيْرٌ لِأَهْلِ الْأَرْضِ مِنْ أَنْ يُمْطَرُوا أَرْبَعِينَ صَبَاحًا
"په ځمکه کې د یو حد جاري کول د ځمکې والو لپاره تر دې غوره دي چې څلویښت ورځې پرې باران ووري."
دا د مصر او د نورو اسلامي هیوادونو د ستونزو حل دی، ترڅو په کې خیر راشي او د دې خیر اغیزې د نړۍ نورو برخو ته ورسیږي.
شپږم: موږ پېښې څارلې او په هغو وینو او ویجاړیو غمجن وو چې لیدلې مو. موږ پر دې نور هم غمجن وو چې ټول اړخونه له اسلام پرته په هر ځای کې د حل لاره لټوي، سره له دې چې پر اسلام باور لري، لمونځ کوي، روژه نیسي او د الله عبادت کوي!
او له دې امله چې موږ یوازینی حل په دې کې وینو چې ټول اړخونه د خلافت نظام ومني، خو څرنګه چې هغوی له خلافت او د هغې لپاره له کار کونکو څخه ځان لیرې ساته، موږ ویره درلوده چې که د دواړو لورو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د خلافت نظام وړاندیز وکړو... نو دا به په هوا کې غږ وي او یا په ایرو کې پو کول وي، نو ځکه مو انتظار او لیرې والی غوره کړ، ښايي چې الله سبحانه وتعالی له دې وروسته کومه لاره پیدا کړي.
همدا هغه څه دي چې موږ یې له مداخلې منع کړو. سره له دې چې موږ اړیکې لرلې، خو د دواړو ډلو مشران خلافت ته پام نه کوي او زړونه یې له دې ویریږي چې د خلافت نوم واخلي ترڅو د دوی په وینا لویدیځ ونه پاروي. نو څوک چې دا ډول حالت لري، موږ څنګه کولی شو د هغوی ترمنځ منځګړیتوب یا روغه جوړه وکړو؟
موږ چمتو یو چې د دواړو ترمنځ د روغې جوړې لپاره پوره هڅه وکړو، خو په دې شرط چې دواړه د خلافت پر نظام راټول شي. که موږ له دواړو خواوو دا معلومه کړه چې هغوی د الله شرعې ته غاړه ږدي او د خلافت اعلان او د هغې د بیرغ "العقاب" (لا اله الا الله محمد رسول الله) پورته کولو ته چمتو دي، نو موږ به هیڅ ډول هڅه ونه سپموو. موږ چمتو یو چې د دواړو لورو ترمنځ هڅې وکړو ترڅو هغوی پر یوه نظام، یعنې پر راشده خلافت راټول کړو. موږ د الله په اجازه د دې وړتیا لرو چې چارې په سمه توګه پر مخ یوسو، د خلافت د اقامې، استقرار، امنیت او خوندیتوب لپاره ټول اقدامات وکړو، ترڅو مصر بیا ځلي د الله په ځمکه کې په خپل رب قوي او په خپل دین عزیز شي، د الله د دښمنانو ملا ماته کړي او هر هغه څوک وځپي چې اسلام، مسلمانانو او د ذمې اهل ته د شر نیت لري.
موږ پوهیږو چې څه وایو او زموږ مقصد څه دی، او څوک چې حزب التحریر او د هغه تیر او اوسنی پیژني، هغوی دا تاییدوي، او تر دې وروسته الله مرسته کونکی دی...
روغه جوړه او اصلاح په همدې ډول وي، او موږ په همدې لاره روان یو. ښايي دواړه لوري له دې ټولو ستونزو او سختیو وروسته درک کړي چې د امت د ستونزو صحیح حل یوازې د خلافت نظام دی؛ د رب العالمین نظام چې په دې ښه پوهیږي چې په دنیا او اخرت کې د خپلو بندګانو لپاره څه ګټور دي. او ښايي د دواړو ډلو موافقه د دغه امت د هغه شان لرونکي تاریخ د بیرته راګرځیدو سبب شي چې الله تعالی یې په اړه فرمايي:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ
"تاسو غوره امت یاست چې د خلکو (هدایت) لپاره را ایستل شوي یاست، په نیکۍ امر کوئ او له بدیو منع کوئ او پر الله ایمان لرئ." (سورت آل عمران: ۱۱۰)
او خلافت به بیا راګرځي، نو اسلام او پیروان به یې عزیز شي، کفر او پیروان به یې ذلیل شي، او په ټوله نړۍ کې به خیر خپور شي، او دا کار پر الله ګران نه دی.
په پای کې، موږ پوهیږو چې ځینې به موږ ته ووايي "دا خلک خوبونه ویني"، بل به وايي "دوی په خپل دین غولیدلي"، دریم به وايي "دا خلک په داسې نړۍ کې ژوند نه کوي چې امریکا او لویدیځ پرې واکمن دي"، او څلورم به خپله خبره داسې پای ته رسوي چې "خلافت و او تیر شو، نور نه راګرځي"...
خو موږ په ورته وخت کې پوهیږو چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
"الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او صالح عملونه یې کړي دي، وعده کړې ده چې هغوی به په ځمکه کې حتماً خلیفه ګان کړي لکه څنګه چې یې له هغوی څخه مخکني کسان خلیفه ګان کړي وو، او هغوی ته به د خپل هغه دین (نفاذ) لپاره زمینه برابره کړي چې د هغوی لپاره یې خوښ کړی دی، او د هغوی له ویرې وروسته به ورته امنیت ورکړي، هغوی به زما عبادت کوي او له ما سره به هیڅ شی نه شریکوي. او څوک چې له دې وروسته کفر (ناشکري) وکړي، نو هغوی فاسقان دي." (سورت النور: ۵۵)
او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (لکه څنګه چې احمد او ابو داود الطیالسي له حذیفه بن الیمان څخه روایت کړی):
إِنَّكُمْ فِي النُّبُوَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ
"تاسو کې به نبوت وي تر هغه وخته چې الله وغواړي، بیا به یې پورته کړي کله یې چې وغواړي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي، تر هغه وخته به وي چې الله وغواړي، بیا به یې پورته کړي کله یې چې وغواړي. بیا به سخت زړې باچاهي (ملکاً عاضاً) وي، تر هغه وخته به وي چې الله وغواړي، بیا به یې پورته کړي کله یې چې وغواړي. بیا به جبري واکمني وي، تر هغه به وي چې الله وغواړي، بیا به یې پورته کړي کله یې چې وغواړي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي."
هر عاقل او د بصیرت خاوند پوهیږي چې د هغو خلکو خبرې باطلې او بې ځایه دي، او د عاقلانو په وړاندې هیڅ ځای نه لري. مګر د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم خبره حق ده:
فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ
"نو له حق وروسته له بې لارۍ پرته بل څه شته؟ نو بیا چیرته اړول کیږئ؟" (سورت یونس: ۳۲)
او په وروستي پای کې، موږ حالات څارو او تر هغه ځایه چې کولی شو له دواړو خواوو سره اړیکه نیسو، ښايي چې الله له دې وروسته کومه لاره پیدا کړي.
إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ
"بېشکه چې الله له هغو کسانو سره دی چې تقوی یې غوره کړې او له هغو سره چې نېک چارې دي." (سورت النحل: ۱۲۸)
وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوارِثِينَ
"او موږ غواړو پر هغو کسانو احسان وکړو چې په ځمکه کې ضعیف کړای شوي وو او هغوی مشران او وارثین وګرځوو." (سورت القصص: ۵)
وَاللَّهُ غالِبٌ عَلى أَمْرِهِ وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ
"او الله پر خپلو چارو غالب دی، خو ډیری خلک نه پوهیږي." (سورت یوسف: ۲۱)
د پوښتنې د ځواب اورېدلو لپاره دلته کلیک وکړئ