د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د حزب التحریر د امیر د ځوابونو لړۍ
د هغه د فیسبوک پاڼې "فقهي" پوښتنو ته
د پوښتنې ځواب
عبدالله ابن المفکر (Abdullah Ibn Al-Mufakkir) ته
پوښتنه:
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زموږ محترم شېخ. زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې تاسو وساتي، د دې دعوت او دین لپاره مو روغ رمټ وساتي، په عبادت کې مو عمر اوږد کړي او تاسو د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس شاهد وګرځوي. له الله څخه غواړم چې دعوت او د اسلامي ژوند لار پیاوړې کړي او زموږ امت تر یو بیرغ لاندې متحد کړي. آمین.
زما پوښتنه د ښځو لور ته د سړیو د کتلو په اړه ده. په لویدیځ کې، ډېری ښځې خپل عورتونه ښکاره کوي (لږ تر لږه ویښتان او لاسونه - او په اوړي او ګرمۍ کې نږدې هر څه). زما په فکر د دوی د عورت لیدل د سړیو لپاره حرام دي، که هغه ښځې ښکلې وي او که بدرنګې، لکه څنګه چې د یو سړي لپاره د بل سړي د عورت لیدل حرام دي، که څه هم ورته هیڅ میلان نه لري.
زه پوهېږم چې "ناڅاپي نظر" روا دی او له هغه وروسته بل هر ځل کتل حرام دي. په لویدیځ کې د خلکو په ورځني ژوند کې، یو سړی هره ورځ له داسې ښځو سره مخ کېږي چې عورتونه یې ښکاره وي. د موټر چلولو یا پیاده تګ په حالت کې هغه کولای شي یوازې په یو ځل کتلو بسنه وکړي، خو په کار ځای، ښوونځي او سوداګریزو مرکزونو کې دا کار په عملي توګه ناممکن دی.
دا په حقیقت کې یو سړي ته ناشونې ده چې له ښځینه همکارانو سره له خبرو اترو پرته کار وکړي او هغوی ونه ویني. که هغه د هغې عورت یوازې یو ځل وګوري، نو د هر بل تعامل لپاره به یې باید خپلې سترګې پټې کړي او یا ځمکې ته وګوري. دلته زما مطلب د شهوت په نیت کتل نه دي. کېدای شي ښځینه همکاره بدرنګې وي، خو د تعامل لپاره سړی مجبور دی هغې ته وګوري - مګر هغه (زما د پوهې له مخې) یوازې یو ځل د کتلو اجازه لري.
یو مسلمان زده کوونکی نشي کولای په هغه ټولګي کې برخه واخلي چې ښځینه ښوونکې یې خپل عورت ښکاره کړی وي. د لوست په پیل کې د هغې له لیدو وروسته، د ټولګي تر پایه هغې ته کتل ورته ناروا دي، که څه هم هغه زړه یا بدرنګې وي. هغه خپل عورت ښکاره کوي چې لیدل یې حرام دي.
د سودا اخیستلو په وخت کې هم وضعیت ورته دی.
سړی نشي کولای له ښځې سره تعامل وکړي مګر دا چې ځمکې ته وګوري یا سترګې پټې کړي. که هغه بدرنګې هم وي، بیا هم د هغې عورت ته نشي کتلی.
زما پوښتنه:
ایا زما دا انګېرنه سمه ده - چې د پردۍ ښځې عورت ته کتل حرام دي مګر یوازې لومړی نظر، که څه هم هغه بدرنګې وي، لکه څنګه چې د یو سړي عورت ته کتل حرام دي که څه هم هیڅ میلان ورته نه وي؟ که دا حرام وي، ایا هغه کار چې له داسې ښځو سره تعامل ته اړتیا لري، د ضرورت پر بنسټ روا کېدای شي؟
ایا تاسو کولای شئ په عملي ډول د "ناڅاپي نظر" تشریح وکړئ؟
همدارنګه ایا تاسو کولای شئ په عملي ډول تشریح کړئ چې د سترګو کښته کول "یغضوا ابصارهم" څه معنی لري او کله باید ترسره شي؟
جزاکم الله خیراً محترم شېخ
له: سیف الدین عبدالله څخه
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
د هغو عامو شوو عورتونو په اړه چې په اوسنیو دولتونو کې (چې اسلام نه پلي کوي) ترې ځان ساتل ستونزمن دي، د دغو حالاتو په اړه الله سبحانه وتعالی موږ ته د دوو چارو امر کړی دی:
لومړی: د سترګو کښته کول (غض البصر)، یعنې د تګ راتګ او د کارونو د ترسره کولو لپاره د اړتیا هومره نظر کښته کول...
دویم: دا چې د ناڅاپي نظر (نظرة الفجاءة) پسې بل نظر ونه شي...
موږ دا موضوع په "ټولنیز نظام" (النظام الاجتماعي) کې ستاسو د پوښتنې په ځواب کې په تفصیل سره بیان کړې او ویلي مو دي:
(...له هغه وخته چې لویدیځ تمدن پر موږ یرغل کړی او د کفر په نظامونو یې د مسلمانانو پر خاورو واکمني پیل کړې، غیر مسلمه ښځې نیمه بربنډې راوځي: سینه، شا، ویښتان، لاسونه او پنډۍ یې ښکاره وي. ځینې مسلمانې ښځې هم د هغوی تقلید کوي او بازار ته په همدې بڼه راوځي، تر دې چې یو سړی نشي کولای په بازار کې د تګ پر مهال یا په دکان کې د سودا کولو پر مهال د مسلمانې او غیر مسلمانې ښځې ترمنځ توپیر وکړي. هغه مسلمان سړي چې په دې ښارونو کې ژوند کوي، په یوازې ځان د دې منکر د له منځه وړلو توان نه لري او نه هم په دې ښارونو کې د دې عورتونو له لیدلو پرته ژوند کولای شي. ځکه د هغوی د ژوند بڼه او د ودانیو جوړښت داسې دی چې سړی د ښځې عورت ویني، او هیڅ سړی نشي کولای د ښځو د عورتونو له لیدو (لکه لاسونه، سینه، شا، پنډۍ او ویښتان) ځان وساتي، که هر څومره هڅه وکړي چې ور ونه ګوري، مګر دا چې په کور کې کښېني او بهر ونه وځي. خو دا کار ورته بیخي ناممکن دی، ځکه هغه په ژوند کې د خلکو سره اړیکو، پېر او پلور، کار او داسې نورو ته اړتیا لري چې د ده د ژوند ضرورتونه دي. هغه نشي کولای دا کارونه د دغو عورتونو له لیدلو پرته ترسره کړي. بل لور ته د عورت لیدل په قرآن او سنتو کې په صراحت سره حرام شوي دي، نو څه باید وکړي؟ له دې ستونزې څخه وتل په دوو بڼو کې دي:
یو یې ناڅاپي نظر (نظرة الفجاءة) دی، هغه څه چې په لاره کې یې ویني. په دې حالت کې لومړی نظر بخښل شوی دی او باید دویم ځل ونه ګوري. لکه څنګه چې له جریر بن عبدالله څخه روایت دی چې ویلي یې دي:
سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ عَنْ نَظْرَةِ الْفُجَاءَةِ فَأَمَرَنِي أَنْ أَصْرِفَ بَصَرِي
"ما له رسول الله ﷺ څخه د ناڅاپي نظر په اړه وپوښتل، نو هغه ماته امر وکړ چې خپله سترګه واړوم." (مسلم روایت کړی)
او له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ ورته وفرمایل:
لَا تُتْبِعِ النَّظْرَةَ النَّظْرَةَ، فَإِنَّمَا لَكَ الْأُولَى، وَلَيْسَتْ لَكَ الْآخِرَةُ
"یو نظر پسې بل نظر مه کوه، ځکه لومړی نظر ستا لپاره دی (بخښل شوی) او وروستی (دویم) ستا لپاره نه دی." (احمد د بریدة له لارې روایت کړی)
اما دویم حالت له هغې ښځې سره خبرې کول دي چې خپل سر، لاسونه او هغه څه یې ښکاره کړي وي چې معمولاً یې ښکاره کوي؛ په دې حالت کې واجب ده چې نظر ترې واړول شي او سترګې کښته کړل شي. لکه څنګه چې بخاري له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړی:
كَانَ الْفَضْلُ رَدِيفَ النَّبِيِّ ﷺ فَجَاءَتْ امْرَأَةٌ مِنْ خَثْعَمَ فَجَعَلَ الْفَضْلُ يَنْظُرُ إِلَيْهَا وَتَنْظُرُ إِلَيْهِ فَجَعَلَ النَّبِيُّ ﷺ يَصْرِفُ وَجْهَ الْفَضْلِ إِلَى الشِّقِّ الْآخَرِ
"فضل د نبي کریم ﷺ تر شا سپور و، چې د خثعم قبیلې یوه ښځه راغله؛ فضل هغې ته کتل او هغې فضل ته کتل، نو نبي کریم ﷺ د فضل مخ بل لور ته واړاوه."
او الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ
"مؤمنانو ته ووایه چې خپلې سترګې کښته کړي او د خپلو شرمګاوو ساتنه وکړي." (سورة النور [24]: 30)
دلته د سترګو کښته کولو (غض البصر) مطلب د نظر را ټیټول دي. نو د دې ستونزې حل دا دی چې سړی خپلې سترګې کښته کړي او خپل هغه کار ته دوام ورکړي چې ورته اړتیا لري، لکه ضروري خبرې اترې، په موټر کې سپرېدل، په بالکون کې ناسته یا ورته نور کارونه. دا اړتیاوې د سړي د ژوند له عامو ضرورتونو څخه دي چې ترې بې غاښې نشي کېدای او نه هم د دې بلا (عورتونو ښکاره کولو) مخه نیولای شي؛ نو پر ده لازمه ده چې د آیت د نص سره سم سترګې کښته کړي، او له دې پرته ورته بل هیڅ شی بیخي روا نه دي.
دلته دا نشي ویل کېدای چې: "دا د عامې بلوى (عام مصیبت) له جملې څخه دی چې ځان ترې ساتل ګران دي." ځکه دا قاعده له شرع سره په ټکر کې ده؛ حرام هغه وخت حلال نه ګرځي چې عام شي، او نه حلال هغه وخت حرام ګرځي چې عام شي. دا هم نشي ویل کېدای چې دا کافرې ښځې دي نو د وینځو په څېر چلند ورسره کېږي او عورت یې د وینځې عورت دی؛ دا ځکه نه ویل کېږي چې حدیث د "ښځې" په اړه عام دی او یوازې د مسلمانې ښځې یادونه یې نه ده کړې. نبي کریم ﷺ فرمایلي دي:
إنَّ الْجَارِيَةَ إذَا حَاضَتْ لَمْ تَصْلُحْ أَنْ يُرَى مِنْهَا إلَّا وَجْهَهَا وَيَدَاهَا إلَى الْمِفْصَلِ
"کله چې نجلۍ بلوغ ته ورسېږي (حیض پرې راشي)، نو دا مناسبه نه ده چې له مخ او تر مړوندونو پورې له لاسونو پرته یې بل څه ولیدل شي."
دا حدیث په ښکاره د ښځې لیدل حراموي، که مسلمانه وي او که غیر مسلمه، او دا په ټولو حالاتو کې عام دی چې دا حالت هم پکې شامل دی. کافره ښځه پر وینځې نشي قیاس کېدای ځکه د قیاس لپاره کومه وجه نشته.
... نو پر هغو کسانو چې په ښارونو کې ژوند کوي او اړ دي چې په ټولنه کې ګډ شي یا له هغو کافرو ښځو سره معاملې وکړي چې عورتونه یې ښکاره دي - که د سودا اخیستلو، خبرو اترو، کرایې، پېر او پلور او یا بل هر څه لپاره وي - واجب ده چې د دې چارو پر مهال خپلې سترګې کښته کړي او یوازې پر هغې اندازې بسنه وکړي چې ورته اړتیا لري.) پای.
هیله لرم چې دا ستاسو د پوښتنې لپاره کافي ځواب وي. الله ډېر پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۲ هـ ق کال د ذوالحجې ۹مه
له ۲۰۲۱/۰۷/۱۹م کال سره سم
د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک:فیسبوک
د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک:ویب