د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د ده د فقهي *Facebook* پاڼې له لارې ترې پوښتل شوي
د پوښتنې ځواب
عبدالله حداد ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله سبحانه وتعالی دې تاسو د اسلام لپاره تلپاتې پانګه ولري.
هیله ده د "هغه څه مه پلوره چې له تا سره نشته" موضوع روښانه کړئ، ایا دا په ټولو سوداګریزو مالونو کې ده او که یوازې په خوراکي توکو پورې اړه لري؟
مثال: یو سوداګر د ساختماني توکو لکه سمنټ او ریت (شګو) پلورونکی دی، له هغه څخه د اوسپنې غوښتنه کېږي چې ورسره نشته، دی د اوسپنې له بل سوداګر سره اړیکه نیسي چې غوښتل شوې اندازه ورته واستوي، د دې کار حکم څه دی؟
یادونه: د سوداګر او د اوسپنې د سوداګر ترمنځ پر قیمت له مخکې هوکړه شوې وي.
بل مثال: یو شخص یو مال اخلي خو تر اوسه یې قبضه کړی (تسلیم شوی) نه دی او پر بل کس یې پلوري، ایا دا هم په هغه څه کې راځي چې ستا په ملکیت کې نه وي؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د هغه څه له پلورلو څخه منع کول چې له سوداګر سره شتون نه لري، خوراکي او غیر خوراکي توکي دواړه پکې شامل دي؛ یعنې په هر هغه څه کې چې پیمانه (کيل)، وزن او شمېر (عدد) پکې کارول کېږي. موږ دا موضوع په "اقتصادي نظام" کتاب کې د (د هغه څه پلورل جواز نه لري چې له تا سره نشته) تر عنوان لاندې په تفصیل سره بیان کړې، چې دلته یې تکراروم:
[د هغه څه پلورل جواز نه لري چې له تا سره نشته: د یوې سلعې (مال) پلورل د هغې د ملکیت تر بشپړېدو وړاندې جواز نه لري، که یې په داسې حالت کې وپلوري، نو بیع باطله ده. دا په دوو حالتونو کې صدق کوي: یو دا چې سلعه تر ملکیت لاندې راوستلو وړاندې وپلوري، او دویم دا چې له اخیستلو وروسته یې وپلوري خو تر قبضې (تسلیمۍ) وړاندې، په هغه څه کې چې د ملکیت بشپړېدو لپاره قبضه شرط وي. ځکه د بیعې تړون پر ملکیت واقع کېږي، نو تر هغه چې یو شی د چا په ملکیت کې نه وي راغلی، یا یې اخیستی وي خو ملکیت یې د قبضې د نشتوالي له امله نه وي بشپړ شوی، نو بیع پرې نه واقع کېږي؛ ځکه له شرعي اړخه د تړون لپاره محل (ځای) شتون نه لري. رسول الله ﷺ د هغه څه له پلورلو منعه کړې چې پلورونکی یې مالک نه وي. له حکیم بن حزام څخه روایت دی چې ویې ویل:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، يَأْتِينِي الرَّجُلُ يَسْأَلُنِي الْبَيْعَ لَيْسَ عِنْدِي مَا أَبِيعُهُ، ثُمَّ أَبِيعُهُ مِنْ السُّوقِ
"ما وویل: اې د الله رسوله! یو سړی ماته راځي او له ما څخه د داسې څه اخیستلو غوښتنه کوي چې له ما سره نشته، بیا زه هغه له بازار څخه اخلم او پر ده یې پلورم." رسول الله ﷺ وفرمایل:
لَا تَبِعْ مَا لَيْسَ عِنْدَكَ
"هغه څه مه پلوره چې له تا سره نشته." (احمد روایت کړی دی).
له عمرو بن شعیب څخه، هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
لَا يَحِلُّ سَلَفٌ وَبَيْعٌ، وَلَا شَرْطَانِ فِي بَيْعٍ، وَلَا رِبْحُ مَا لَمْ تَضْمَنْ، وَلَا بَيْعُ مَا لَيْسَ عِنْدَكَ
"سلف (قرض) او بیع یوځای کول حلال نه دي، او نه په یوه بیع کې دوه شرطه، او نه د هغه څه ګټه چې تا یې ضمانت (مسؤلیت) نه وي اخیستی، او نه د هغه څه پلورل چې له تا سره نشته." (ابو داود روایت کړی دی).
د رسول الله ﷺ دا تعبیر چې (ما لیس عندک - هغه څه چې له تا سره نشته) عام دی؛ هغه څه پکې راځي چې ستا په ملکیت کې نه وي، هغه څه چې د تسلیمولو توان یې نه لرې، او هغه څه چې ملکیت یې ستا لپاره نه وي بشپړ شوی. دا خبره هغه احادیث هم تاییدوي چې د هغو شیانو له پلورلو منعه کوي چې قبضه شوي نه وي او په هغو کې قبضه د ملکیت د بشپړېدو شرط وي. دا احادیث پر دې دلالت کوي چې چا یو داسې شی واخیست چې د بیعې د بشپړېدو لپاره قبضې ته اړتیا لري، نو تر قبضې وړاندې یې پلورل جواز نه لري، او دا د هغه چا په حکم کې راځي چې د داسې څه پلورل کوي چې مالک یې نه وي. د نبي کریم ﷺ د دې قول له مخې:
مَنْ ابْتَاعَ طَعَاماً فَلَا يَبِعْهُ حَتَّى يَسْتَوْفِيَهُ
"چا چې خوراکي توکي واخیستل، نو تر هغې دې نه پلوري ترڅو یې چې په بشپړ ډول تسلیم کړي نه وي (قبضه کړي نه وي)." (بخاري روایت کړی دی).
او ابو داود روایت کړی:
أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ نَهَى عَنْ أَنْ تُبَاعَ السِّلَعُ حَيْثُ تُبْتَاعُ، حَتَّى يَحوزَهَا التُّجَّارُ إِلَى رِحَالِهِمْ
"نبي کریم ﷺ له دې څخه منعه وفرمایله چې سوداګریز توکي هلته وپلورل شي چېرته چې اخیستل شوي دي، تر هغه چې سوداګر یې خپلو استوګنځایونو (ځایونو) ته انتقال نه کړي."
او ابن ماجه روایت کړی دی:
أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ نَهَى عَنْ شِرَاءِ الصَّدَقَاتِ حَتَّى تُقْبَضَ
"نبي کریم ﷺ د صدقو له اخیستلو څخه تر هغې منعه وفرمایله ترڅو چې قبضه شوې نه وي."
او بیهقي له ابن عباس څخه روایت کړی چې هغه وویل، رسول الله ﷺ عتاب بن اسید ته وفرمایل:
إِنِّي قَدْ بَعَثْتُكَ إِلَى أَهْلِ اللَّهِ، وَأَهْلِ مَكَّةَ، فَانْهَهُمْ عَنْ بَيْعِ مَا لَمْ يَقْبِضُوا
"ما ته د الله د اهل او د مکې د خلکو لوري ته لېږلی یې، نو هغوی د هغه څه له پلورلو منعه کړه چې قبضه کړي یې نه وي."
دا احادیث په صراحت سره د هغه څه له پلورلو منعه کوي چې قبضه شوي نه وي، ځکه چې د پلورونکي ملکیت پرې نه وي بشپړ شوی؛ ځکه هغه څه چې قبضې ته اړتیا لري، پر هغو ملکیت تر هغې نه بشپړېږي ترڅو چې اخیستونکي قبضه کړي نه وي، او دا لا تر اوسه د لومړي پلورونکي په ضمان (مسؤلیت) کې وي. له دې څخه څرګندېږي چې د بیعې د صحت لپاره شرط دا دی چې سلعه باید د پلورونکي په ملکیت کې وي او ملکیت یې پرې بشپړ وي. که یې مالک نه وي، یا یې مالک وي خو ملکیت یې بشپړ شوی نه وي، نو په مطلق ډول یې پلورل جواز نه لري. په دې کې هغه څه هم شامل دي چې ته یې مالک یې خو قبضه کړي دې نه دي، په هغه صورت کې چې د بیعې د بشپړېدو لپاره قبضه شرط وي، لکه هغه توکي چې په پیمانه، وزن او شمېر پلورل کېږي.
خو هغه څه چې د ملکیت د بشپړېدو لپاره پکې قبضه شرط نه ده، یعنې هغه چې په پیمانه، وزن او شمېر نه وي لکه حیوان، کور، ځمکه او داسې نور؛ نو پلورونکي ته جایز دي چې تر قبضې وړاندې یې هم وپلوري، ځکه چې یوازې د ایجاب او قبول په صورت کې بیع بشپړېږي، که یې قبضه کړی وي او که نه، نو هغه داسې څه وپلورل چې ملکیت یې ورته بشپړ شوی و. د نه پلورلو مسئله یوازې په قبضه او نه قبضه پورې تړلې نه ده، بلکې په ملکیت او د ملکیت په بشپړېدو پورې تړلې ده. د هغو شیانو پلورل چې قبضه شوي نه وي خو په پیمانه، وزن او شمېر کې نه راځي، په صحیح حدیث ثابت دي. بخاري له ابن عمر څخه روایت کړی چې هغه پر یوه داسې ځوان اوښ سپور و چې د عمر رضی الله عنه و او کنټرول یې ستونزمن و:
فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ ﷺ بِعْنِيهِ، فَقَالَ عُمَرُ: هُوَ لَكَ فَاشْتَرَاهُ ثُمَّ قَالَ: هُوَ لَكَ يَا عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ، فَاصْنَعْ بِهِ مَا شِئْتَ
"نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل: دا پر ما وپلوره. عمر وویل: دا ستاسو شو. نو هغه ﷺ واخیست او بیا یې وویل: اې عبدالله بن عمر! دا ستا شو، هر څه چې ورسره کوې اختیار لرې."
دا تر قبضې وړاندې د ډالۍ (هبه) له لارې په بیع کې تصرف دی، چې تر قبضې وړاندې د مبیع د ملکیت پر بشپړېدو دلالت کوي، او دا ښيي چې پلورل یې جواز لري ځکه د پلورونکي ملکیت پرې بشپړ شوی و. ]
نو بناءً، هر هغه څه چې پلورونکی یې مالک وي او ملکیت یې پرې بشپړ شوی وي، پلورل یې ورته جایز دي، او هر څه چې یې په ملکیت کې نه وي یا یې ملکیت پرې بشپړ نه وي، پلورل یې ورته جواز نه لري. له همدې امله، هغه څه چې واړه سوداګر یې کوي، چې له مشتري سره پر سلعه چنډې وهي او پر قیمت ورسره هوکړه کوي او پرې پلوري یې، او بیا بل سوداګر ته ځي چې هغه مال ترې واخلي او مشتري ته یې تسلیم کړي، دا جواز نه لري؛ ځکه دا د هغه څه پلورل دي چې دی یې مالک نه دی. کله چې له سوداګر څخه د سلعې پوښتنه وشوه، هغه ورسره نه وه او مالک یې نه و، خو ده پوهېده چې په بازار کې د بل چا سره شته، نو درواغ وایي او مشتري ته وایي چې شته ده او پرې پلوري یې، بیا ځي او له پلورلو وروسته یې اخلي؛ دا حرام دي او جواز نه لري ځکه هغه داسې سلعه وپلورله چې لا یې مالک نه و.
همدارنګه هغه څه چې د سبو د مارکېټ او د غلو د بازار هټیوال یې کوي، چې سبزي او غنم د ملکیت له بشپړېدو وړاندې پلوري. ځینې سوداګر له بزګر څخه سبزي یا غنم اخلي، خو تر قبضې وړاندې یې پر بل چا پلوري، دا جواز نه لري ځکه دا هغه خوراکي توکي دي چې ملکیت یې پرته له قبضې نه بشپړېږي. همدارنګه هغه څوک چې له نورو هیوادونو مالونه واردوي، ځینې یې مالونه اخلي او شرط دا وي چې په هیواد کې به ورته تسلیمېږي، خو دوی یې تر رسېدو او قبضې وړاندې پلوري؛ دا بیع حرامه ده ځکه دا د هغه څه پلورل دي چې ملکیت یې لا نه دی بشپړ شوی.
خلاصه دا چې د هغه څه پلورل چې له تا سره نشته، یعنې مالک یې نه یې یا دې قبضه کړي نه دي، جواز نه لري او په دې کې هر هغه څه شامل دي چې په شمېر، وزن او پیمانه پلورل کېږي، که خوراکي وي او که غیر خوراکي. خو که بیع په هغو شیانو کې وي چې په پیمانه، وزن او شمېر نه پلورل کېږي لکه حیوان، کور، ځمکه او داسې نور، نو یوازې په ایجاب او قبول سره بیع جواز لري، ځکه د مبیع ملکیت په تړون (عقد) سره بشپړېږي او قبضه په دې حالت کې شرط نه ده، لکه څنګه چې پورته د "اقتصادي نظام" کتاب په متن کې تشریح شول.
بناءً، د اوسپنې او سمنټو سوداګر ته جواز نه لري چې هغه څه وپلوري چې ورسره نشته، بلکې لومړی یې باید واخلي او قبضه یې کړي، یعنې خپل پلورنځي ته یې انتقال کړي او وروسته یې د پلورلو لپاره وړاندې کړي. لکه څنګه چې مو وویل، دا په هر هغه څه کې صدق کوي چې په پیمانه، شمېر او وزن پلورل کېږي. خو هغه څه چې په شمېر او پیمانه نه وي، په هغو کې یوازې ملکیت کفایت کوي او قبضه شرط نه ده، لکه څنګه چې مو بیان کړل.
هیله ده چې دا وضاحت بسنه وکړي، او الله سبحانه وتعالی په هر څه ښه پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور، عطا بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۳ هجري قمري کال، د جمادی الاول لومړۍ نېټه د ۲۰۲۱ میلادي کال، د ډسمبر ۵مه