Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: په دې مبارک آيت کې خطاب چاته دی: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ﴾؟

February 26, 2022
2283
د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فیسبوک پاڼې "فقهي" له لارې ترې پوښتل شوي.
**د پوښتنې ځواب**
**په دې مبارک آيت کې خطاب چاته دی: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ﴾؟**
محترم محمد علي بوعزيزي (Mohamed Ali Bouazizi) ته

پوښتنه:

السلام علیکم!

الله سبحانه وتعالی دې ټولو ته د اسلام او مسلمانانو په خیر کې توفیق ورکړي.

پوښتنه: الله تعالی فرمايي: ﴿إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ

آیا دا خطاب یوازې امت ته متوجه دی؟ یعني کله چې په امت کې اسلام پلی وي، نو الله سبحانه وتعالی ورسره مرسته کوي؟ په بل عبارت، کله چې هغې کُتلې (ډلې) ته نصرت ورکړل شي چې د اسلامي ژوند د بیا پیلولو لپاره کار کوي او خلیفه د اسلام په پلي کولو پیل وکړي، نو د الله نصرت پیلیږي؟

او که په آيت کې خطاب هغې کُتلې ته هم شامل دی چې د اسلامي ژوند د بیا پیلولو لپاره کار کوي او د الله سبحانه وتعالی نصرت د هغوی لپاره د اهلِ نصرت استجابت (د نصرت غوښتنې منل) دي؟ لکه څنګه چې په سیرت کې ذکر شوي چې کله الله سبحانه وتعالی وغوښتل د خپل بنده (محمد ﷺ) نصرت وکړي، نو د اوس او خزرج یو شمیر کسان یې ورته راوستل.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

مبارک آيت داسې دی:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْساً لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ

"ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! که تاسو د الله (د دین) مرسته وکړئ، هغه به ستاسو مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به ثابت (کلک) کړي. او کومو کسانو چې کفر کړی، نو د هغوی لپاره هلاکت دی او (الله) د هغوی اعمال ضایع کړي دي. دا ځکه چې هغوی هغه څه بد ګڼلي چې الله نازل کړي دي، نو (الله) د هغوی اعمال باطل کړل." (محمد: ۷-۹)

خطاب عام دی (الذين آمنوا)، نو دا خطاب ټولو مؤمنانو ته دی او یوازې په جنګیالیو پورې محدود نه دی؛ یعني دا خطاب جګړه او له جګړې پرته نور حالات هم رانغاړي او پر هغه پوځ چې په جګړه کې وي او همدارنګه پر هغه حزب چې د دعوت لېږدونکی دی، دواړو باندې صدق کوي. په دې آيت کې د جګړې صراحت نشته، لکه په دغو آيتونو کې چې دی:

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ

"او له هغوی سره تر هغه وخته وجنګېږئ چې فتنه پاتې نه شي او دین یوازې د الله شي؛ نو که هغوی (له کفر او فتنې) منع شول، نو له ظالمانو پرته پر بل چا تېری نشته." (البقرة: ۱۹۳)

قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ

"له هغوی سره وجنګېږئ، الله به هغوی ستاسو په لاسونو عذاب کړي، هغوی به خوار کړي، تاسو ته به پر هغوی بریا درکړي او د مؤمنانو د زړونو درد به دوا کړي." (التوبة: ۱۴)

نو په هغه آيت کې چې پوښتنه شوې، خطاب یوازې په جګړې پورې محدود نه دی بلکې د الله سبحانه وتعالی د دې وینا په څېر دی:

إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ

"بېشکه موږ د خپلو پیغمبرانو او د هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی، په دنیوي ژوند کې او په هغه ورځ چې شاهدان به (د ګواهۍ لپاره) ودریږي، مرسته کوو." (غافر: ۵۱)

الله سبحانه وتعالی یوازې د خپلو پیغمبرانو نصرت نه کوي، بلکې د ﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا﴾ (هغو کسانو چې ایمان یې راوړی) نصرت هم کوي. او دا نصرت یوازې ﴿وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾ یعني یوازې په آخرت کې د الله په رضا او جنت الفردوس پورې محدود نه دی، بلکې ﴿فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا﴾ په دنیوي ژوند کې هم په عزت او تمکین سره دی...

ممکن وویل شي چې د "نصرت" او "ثبات" (تثبیت الأقدام) کلیمه په جګړه کې د بریا په مانا ده، او دا سمه ده؛ خو دا بیا د دعوت د لېږدونکي هغه بریا نه نفې کوي چې خپل هدف ته په رسېدو کې یې په دنیا او آخرت کې ترلاسه کوي، لکه څنګه مو چې پورته د خطاب د عام والي په اړه تشرېح وکړه. دا ټول نصرت دی، یعني دا یو ډول بریا ده. همدارنګه د قدمونو ثابت ساتل کیدای شي پر حقه خبره باندې د ثبات په مانا وي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي:

يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ

"الله هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی، په نړۍ او آخرت کې پر ثابته خبره ثابت (کلک) ساتي." (ابراهیم: ۲۷)

  • په تفسیر ابن کثیر کې د دې آيت په اړه راغلي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (۷) وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْساً لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (۸) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ

[الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ دا د الله سبحانه وتعالی د دې وینا په څېر ده چې: ﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ﴾ (الحج: ۴۰)، ځکه جزا د عمل له جنس څخه وي؛ له همدې امله یې وویل: ﴿وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾، لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي: «مَنْ بَلَّغَ ذَا سُلْطَانٍ حَاجَةَ مَنْ لَا يَسْتَطِيعُ إِبْلَاغَهَا، ثَبَّتَ اللَّهُ قَدَمَهُ عَلَى الصِّرَاطِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» (هر هغه څوک چې کوم سلطان/واکمن ته د داسې چا اړتیا ورسوي چې پخپله یې نشي رسولی، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه قدم پر صراط ثابت کړي)...

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ﴾ یعني که د الله د دین او د هغه د رسول مرسته وکړئ ﴿يَنصُرْكُمْ﴾ هغه به ستاسو پر دښمنانو مرسته وکړي او تاسو ته به بریا درکړي ﴿وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ د جګړې په ډګرونو کې یا د اسلام پر لاره]. نو ثبات په جګړه کې هم وي او اسلام ته په دعوت کې هم.

  • او په تفسیر قرطبي کې د دې مبارک آيت په تفسیر کې راغلي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ﴾ یعني که د الله د دین نصرت وکړئ، هغه به پر کافرانو ستاسو نصرت وکړي. ورته آيت یې دا دی: ﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللهُ مَنْ يَنْصُرُهُ﴾.

قطرب ویلي: که تاسو د الله د نبي نصرت وکړئ، الله به ستاسو نصرت وکړي، او مانا یې یوه ده. ﴿وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ یعني د جګړې په وخت کې. او ویل شوي چې د اسلام پر لاره. او ویل شوي چې پر صراط. او دا هم ویل شوي چې: مطلب په امن سره د زړونو ثبات دی...

د قدمونو ثبات: د یقین او د کمزورۍ د نشتوالي مثال دی، لکه د هغه چا حالت چې قدم یې په ځمکه کې کلک وي او نه ښوییږي؛ ځکه ښویدل یوه کمزوري ده چې خپل خاوند راغورځوي، له همدې امله ماتې، ناهیلي او تېروتنه په قدم ښویېدو سره تمثیل کیږي، الله تعالی فرمايي: ﴿فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا﴾ یعني قدم به له ثابت پاتې کېدو وروسته وښویيږي].

خلاصه دا ده چې دغه مبارک آيت که څه هم په جګړه کې د نصرت او په جګړه کې د قدمونو د ثبات ګټه ورکوي، خو دا بیا د الله د دین په لاره کې په دعوت او پر حق باندې په ثبات کې نصرت نه نفې کوي، ترڅو قدمونه ونه ښوییږي او د پایلې په توګه د دعوت لېږدونکی د الله په لاره کې د هیڅ ملامتوونکي له ملامتۍ ونه وېریږي.

هیله ده چې دا ځواب بسنه وکړي. الله سبحانه وتعالی ډېر پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۳ هـ ق کال د رجب د میاشتې ۲۵مه د ۲۰۲۲ م کال د فبروري ۲۶مه

د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک

Share Article

Share this article with your network