(د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د هغې د فیسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
د پوښتنې ځواب:
د استخارې د لمانځه ماهیت
جود رضوان رضوان ته
پوښتنه:
السلام علیکم، زه غواړم د استخارې لمانځه د ماهیت په اړه پوه شم، او ایا استخاره کوونکی له استخارې وروسته په خوب کې څه ویني؟ هیله ده ژر ځواب راکړئ، الله دې درته خیر درکړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
نبي ﷺ د استخارې لمونځ په هغه حدیث کې چې بخاري او نورو له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت کړی، په بشپړه او شفاهي توګه بیان کړی دی. جابر رضي الله عنه فرمايي: رسول الله ﷺ به موږ ته په ټولو چارو کې استخاره داسې ښودله لکه د قرآن یو سورت چې به یې راښوده، هغه ﷺ به فرمایل:
إِذَا هَمَّ أَحَدُكُمْ بِالأَمْرِ، فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ مِنْ غَيْرِ الفَرِيضَةِ، ثُمَّ لِيَقُلْ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ العَظِيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلاَ أَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلاَ أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلَّامُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي - أَوْ قَالَ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ - فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي، ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي - أَوْ قَالَ فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ - فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِي الخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِي. قَالَ: وَيُسَمِّي حَاجَتَهُ
"کله چې له تاسو څخه څوک د کوم کار اراده (هوډ) وکړي، نو له فرضو پرته دې دوه رکعته (نفل) لمونځ وکړي، بیا دې ووایي: اې الله! زه ستا په علم سره له تا څخه د خیر غوښتنه کوم، او ستا په قدرت سره له تا څخه د قدرت غوښتنه کوم، او ستا له ستر فضل څخه پوښتنه کوم؛ ځکه ته قدرت لرې او زه یې نه لرم، ته پوهېږې او زه نه پوهېږم، او ته د غیبو ډېر پوه یي. اې الله! که ته پوهېږې چې دا کار (خپل کار به یادوي) زما د دین، زما د ژوند او زما د کار د پایلې لپاره -یا یې وفرمایل: زما د نږدې او لرې راتلونکي لپاره- خیر دی، نو دا زما په برخه کړه او راته اسانه یې کړه، بیا په هغې کې ماته برکت واچوه. او که ته پوهېږې چې دا کار زما د دین، زما د ژوند او زما د کار د پایلې لپاره -یا یې وفرمایل: زما د نږدې او لرې راتلونکي لپاره- بد (شر) دی، نو دا له ما څخه وګرځوه او ما له هغې څخه وګرځوه، او هر چېرې چې خیر وي هغه زما په برخه کړه او بیا ما پرې راضي کړه. رسول الله ﷺ وفرمایل: او خپله حاجت (اړتیا) دې بیان کړي." (رواه البخاري)
له دې حدیث څخه د استخارې لمانځه طریقه روښانه ده؛ څوک چې غواړي استخاره وکړي، د استخارې په نیت دوه رکعته نفل لمونځ کوي او له لمانځه وروسته په حدیث کې ذکر شوې دعا لولي. په دې سره د استخارې لمونځ یا دعا پای ته رسېږي. دا د استخارې د لمانځه طریقه ده... خو ځینې نور ټکي هم شته چې د استخارې په لمانځه پورې اړه لري:
۱- کله چې انسان د یوې چارې په اړه له هر اړخیزې مطالعې وروسته پرېکړې ته ورسېږي او د هغې ترسره کول ورته غوره ښکاره شي، نو په هغه وخت کې دوه رکعته لمونځ کوي، د استخارې دعا لولي او پر کار پیل کوي؛ په داسې حال کې چې له الله سبحانه وتعالی څخه په عاجزۍ غوښتنه کوي چې که دا کار خیر وي نو ورته اسانه یې کړي او که شر وي نو ترې و یې ګرځوي. یعنې استخاره یوازې هغه وخت کوي چې موضوع له ټولو اړخونو وڅېړي او د کار د ترسره کولو لوري ته یې میلان زیات شي، بیا لمونځ او دعا کوي او په کار پیل کوي... له څېړنې او هوډ پرته استخاره نه کېږي. په حدیث کې راغلي: «کله چې له تاسو څخه څوک د کوم کار هوډ وکړي (إِذَا هَمَّ أَحَدُكُمْ بِالأَمْرِ)، نو له فرضو پرته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا دې ووایي: اې الله! زه ستا په علم سره له تا څخه د خیر غوښتنه کوم...» (رواه البخاري).
۲- له نبي ﷺ څخه داسې کوم صحیح روایت نشته چې استخاره یې په خوب لیدلو پورې تړلې وي، که څه هم هغه ﷺ خلک ډېر د استخارې کولو ته هڅولي دي، خو هیڅکله یې د هغې پایله په خوب پورې نه ده تړلې. د جابر رضي الله عنه په حدیث کې د نبي ﷺ دا وینا: «نو دا زما په برخه کړه او راته اسانه یې کړه، بیا په هغې کې ماته برکت واچوه» او دا وینا: «نو دا له ما څخه وګرځوه او ما له هغې څخه وګرځوه، او هر چېرې چې خیر وي هغه زما په برخه کړه او بیا ما پرې راضي کړه»؛ دا ښيي چې نبي ﷺ استخاره په خوب پورې نه ده تړلې، بلکې چاره یې د الله تعالی په اسانۍ او تقدیر پورې تړلې ده. یعنې انسان د هغه کار د ترسره کولو لپاره هڅه کوي چې استخاره یې ورته کړې وي، که خیر وي الله تعالی ورته برخه او اسانه کوي یې، که نه نو هغه کار ترې ګرځوي. نو استخاره د چارې او خیر غوښتلو واک الله سبحانه وتعالی ته سپارل دي، ترڅو هغه پخپله د استخاره کوونکي لپاره غوره انتخاب وکړي او هغه څه ورته اسانه کړي چې ورته خوښوي یې، او که یې ورته نه خوښوي، هغه ترې وګرځوي.
۳- د جابر رضي الله عنه په حدیث کې د نبي ﷺ دا وینا: «نو دا له ما څخه وګرځوه او ما له هغې څخه وګرځوه، او هر چېرې چې خیر وي هغه زما په برخه کړه او بیا ما پرې راضي کړه»؛ ځینې خلک ترې داسې پوهېږي چې د زړه ډاډ (انشراح الصدر) د الله تعالی د انتخاب نښه ده. په دې مانا چې که زړه پرې ډاډه شو، نو کار ته دې دوام ورکړي او که یې زړه ورته تنګ شو او ترې وګرځېد، نو ترې دې تېر شي؛ ځکه د استخاره کوونکي ګرځېدل د زړه په کرکې او تنګوالي سره وي... شوکاني په "نیل الأوطار" کې له امام نووي څخه نقل کړي چې وایي: "پکار ده چې له استخارې وروسته هغه څه وکړي چې زړه یې ورته ډاډه (انشراح) شي، او باید په هغه ډاډ تکیه ونه کړي چې له استخارې وړاندې یې ورته تمایل درلود؛ بلکې استخاره کوونکی باید خپل پخوانی انتخاب په بشپړه توګه پریږدي، ګنې هغه به د الله لپاره استخاره کوونکی نه وي بلکې د خپل نفس د غوښتنو پیروي به کوي... که په ریښتیا استخاره وکړي نو له خپل توان او غوښتنې به خلاص شي او واک به الله تعالی ته وسپاري." (پای). خو زما په اند دا نښه (د زړه ډاډ) سمه نه ده، ځکه چې په دې اړه کوم شرعي نص نشته. هغه حدیث چې ځینې پرې استدلال کوي، د محققینو په وینا سند یې خورا ضعیف دی:
ابن السني په "عمل اليوم والليلة" کې روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «یا انس! کله چې د کوم کار هوډ وکړې، نو د خپل رب څخه اوه ځله استخاره وغواړه، بیا وګوره چې ستا زړه ته لومړی څه راځي، نو په هغې کې خیر دی.» ابن حجر په "فتح الباري" کې وایي: "... نووي په الأذکار کې ویلي چې له استخارې وروسته دې هغه کار وکړي چې زړه یې پرې ډاډه وي او په دې اړه یې د ابن السني په نزد د انس رضي الله عنه په حدیث استدلال کړی... خو که دا حدیث ثابت وای نو د اعتماد وړ به و، مګر سند یې خورا ضعیف (واهٍ جداً) دی..."
له همدې امله، یوازې هغه څه پاتې کېږي چې موږ په لومړي ټکي کې یاد کړل؛ دا چې حدیث وایي استخاره باید له هوډ (همَّ) وروسته وي، یعنې د کار په اړه له پوره مطالعې او د هغه د ترسره کولو د لوري له غښتلي کېدو وروسته پرېکړه وشي... د دې فهم پر سموالي هغه حدیث هم شاهد دی چې حاکم په مستدرک کې له ابو ایوب الانصاري څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
«مرکه (خپله غوښتنه) پټه کړه، بیا اودس وکړه او ښه اودس وکړه، بیا هغه لمونځ وکړه چې الله تعالی درته لیکلی، بیا د خپل رب حمد او ثنا ووایه او ویې وایه: اې الله! ته قدرت لرې او زه یې نه لرم، ته پوهېږې او زه نه پوهېږم، او ته د غیبو ډېر پوه یي، که ته په فلانیۍ کې -نوم یې واخلي- زما د دین، دنیا او اخرت لپاره خیر وینې نو هغه زما په برخه کړه، او که له هغې پرته بله زما د دین، دنیا او اخرت لپاره خیر وي نو هغه زما په برخه کړه.» له دې حدیث څخه روښانه ده چې استخاره کوونکي د یوې ځانګړې ښځې د مرکې هوډ کړی و مګر دا یې ښکاره نه کړه بلکې پټه یې وساتله، بیا یې له الله څخه استخاره وکړه او واک یې الله سبحانه وتعالی ته وسپاره... او دا یې نه په خوب لیدلو او نه د زړه په ډاډ پورې وتړله...
خلاصه دا ده چې د استخارې په موضوع کې زما نظر دا دی:
کله چې انسان د یوې چارې په اړه له هر اړخیزې مطالعې وروسته پرېکړې ته ورسېږي او د هغې ترسره کول ورته غوره ښکاره شي، نو په هغه وخت کې دې دوه رکعته لمونځ وکړي، د استخارې دعا دې وکړي او پر کار دې پیل وکړي؛ په داسې حال کې چې له الله سبحانه وتعالی څخه په عاجزۍ غوښتنه کوي چې که دا کار خیر وي نو ورته اسانه یې کړي او که شر وي نو ترې و یې ګرځوي.
یعنې استخاره یوازې هغه وخت کوي چې موضوع له ټولو اړخونو وڅېړي او د کار د ترسره کولو لوري ته یې میلان زیات شي، بیا لمونځ او دعا کوي او په کار پیل کوي... حدیث ته وګورئ: «کله چې له تاسو څخه څوک د کوم کار هوډ وکړي، نو له فرضو پرته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا دې ووایي: اې الله! زه ستا په علم سره له تا څخه د خیر غوښتنه کوم...» (رواه البخاري).
دا هغه څه دي چې زه یې له حدیث څخه غوره ګڼم؛ نه دا چې استخاره وکړي او منتظر پاتې شي چې په خوب کې څه وګوري، یا انتظار وکړي چې کوم لوري ته یې میلان زیاتېږي، ځکه حدیث وایي: «کله چې له تاسو څخه څوک د کوم کار هوډ وکړي...». لکه څنګه چې مې مخکې وویل دا نظر ما ته پر نورو اقوالو غوره ښکاري، او الله په حقایقو ښه پوه دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس
د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لینک: ټویټر
د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: امیر