(د حزب التحرير د امير، جليل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د خپلې فيسبوک پاڼې "فقهي" مينه والو پوښتنو ته يې ورکړي دي)
د پوښتنې ځواب
د دليل په تعريف کې د مطلوب خبري معنی
ته: ابو حنیفه
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، محترم امیر صاحب! الله سبحانه وتعالی دې ستاسو ساتنه وکړي او سرلوړي مو کړي.
د اصولو د ادلهوو (أدلة الأصول) په تعریف کې راغلي: "دا هغه څه دي چې د هغو په واسطه مطلوب خبري ته علم حاصلېږي..." او د فروعو د ادلهوو (أدلة الفروع) په تعریف کې راغلي: "هغه څه دي چې په هغو کې په سم نظر (استدلال) کولو سره مطلوب خبري ته رسېدل کېږي..." د عبارت پای. پوښتنه دا ده چې له "مطلوب خبري" څخه هدف څه دی؟
ایا "اماره" هغه مسله هم شاملوي چې دليل پرې قطعي دلالت کړی وي، او هغه مسله هم شاملوي چې د دليل له فهم او استنباط څخه وروسته ورباندې ظني دلالت شوی وي؟
جزاکم الله خیراً.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
د اصوليانو په اصطلاح کې دليل عبارت دی له: "هغه څه چې د هغو په واسطه مطلوب خبري ته علم حاصلېدلی شي" او د فقهاوو په نزد: "هغه څه چې په هغو کې په سم نظر (فکر) کولو سره مطلوب خبري ته رسېدل ممکن وي".
په دواړو تعريفونو کې د "مطلوب خبري" اصطلاح د "مطلوب تصوري" د خارجولو لپاره راغلې ده... د "مطلوب خبري" په معنی د پوهېدو لپاره باید د دې فن د خاوندانو (اصطلاح ټاکونکو) ته رجوع وشي؛ هغوی د مطلوب دوه ډولونه بیانوي: مطلوب تصوري او مطلوب خبري. مطلوب تصوري په ذهن کې د یو شي د حقیقت د تعریف تصور کول دي...
د مثال په توګه: کله چې تاسو د "کون" (کائنات) کلمه په مفرد ډول یادوئ، یا د "مخلوق" کلمه په مفرد ډول یادوئ، نو ستاسو په ذهن کې د کائناتو د ماهیت تصور او د مخلوق د معنی تصور په "مطلوب تصوري" کې راځي... نو مطلوب تصوري د مفرداتو له جنس څخه دی. خو کله چې تاسو د دې مفردو الفاظو له تصور وروسته، یو لفظ بل ته منسوب کړئ په داسې ډول چې هلته رښتیا (تصدیق) یا درواغ (تکذیب) رامنځته شي، مثلاً ووایاست: "کون مخلوق دی"، نو دلته تاسو د "مخلوقیت" خبر "کون" ته منسوب کړ، یعنې تاسو د کائناتو په اړه خبر ورکړ چې دا مخلوق دی. په بل عبارت، تاسو دا قضیه ثابته کړه او رښتیا مو وبلله، یعنې د هغې په رښتیاوالي مو حکم وکړ؛ همدې ته "مطلوب خبري" ویل کېږي. دې ته ځکه مطلوب خبري ویل کېږي چې دا د اسميه جملې یا فعلیه جملې په بڼه یو "خبري اسناد" دی، او دا د مفرد پر ځای د "مرکب" له جنس څخه دی...
بل مثال: "شراب حرام دي". دلته که تاسو د مفرداتو په معنی پوه شئ (هر یو ځانته)، دا تصور دی. یعنې دا چې پوه شئ شراب د نشه لرونکي څښاک په معنی دي، نو دا تعریف د حلالوالي یا حراموالي معنی نه ورکوي او نه کوم حکم افاده کوي، بلکې یوازې په ذهن کې د معنی یو تصور دی... همدارنګه که د "حرام" معنی وپېژنئ چې هغه د "منع شوي" په معنی دی، نو دا مفرد کلمه هم کوم حکم نه دی، بلکې یو تعریف او ذهني تصور دی... په همدې ډول هر مفرد لفظ چې په یوازې ځان او له نورو سره له تړاو پرته تعریف شي، مطلوب تصوري دی.
خو که چېرې تاسو یو لفظ بل ته منسوب کړئ او ووایاست: "شراب حرام دي..." نو که تاسو دا "مرکب" قضیه تصدیق کړه او حکم مو وکړ چې شراب واقعاً حرام دي، یا مو دا قضیه تکذیب کړه چې شراب حرام نه دي، نو دا په دواړو حالتونو کې "مطلوب خبري" بلل کېږي.
بله بېلګه: "زید ولاړ دی". که تاسو د زید معنی وپېژنئ چې هغه یو خاص شخص دی، او د "ولاړ" معنی دا چې پر خپلو پښو ولاړ دی، نو دا "تصور" بلل کېږي. خو که تاسو حکم وکړ چې زید ولاړ دی (یعنې د دې قضيې مضمون مو رښتیا وباله) او یا مو حکم وکړ چې زید ولاړ نه دی (یعنې مضمون مو درواغ وباله)، نو دا هم مطلوب خبري بلل کېږي.
له دې امله، مطلوب خبري له دوو مطلوبو تصوريانو څخه جوړېږي؛ تاسو لومړی په ذهن کې د یو شي حقیقت تصور کوئ (یعنې واقعیت یې درک کوئ)، بیا په ذهن کې د بل شي حقیقت تصور کوئ، او بیا یو شی بل ته په خبري اسنادي ډول (په اسميه يا فعليه جمله کې) منسوب کوئ او د اثبات، نفي، تصدیق، تکذیب، سم، غلط، تطبیق او یا نه تطبیق حکم ورباندې کوئ؛ نو همدا اسنادي نسبت "مطلوب خبري" دی.
مطلوب خبري د مرکب له جنس څخه دی او د دلیل په واسطه ورته رسېدل کېږي، که هغه دلیل قطعي وي که ظني، عقلي وي که نقلي. نو ستاسو دا خبره چې "کون مخلوق دی" یو مطلوب خبري دی چې د دلیل له لارې ورته رسېدلي یئ... او دا خبره چې "شراب حرام دي" یو مطلوب خبري دی چې د دلیل له لارې ورته رسېدلي یئ... او دا چې "زید ولاړ دی" هم یو مطلوب خبري دی چې د دلیل په واسطه ثابت شوی دی.
خو مطلوب تصوري د مفرداتو له جنس څخه دی او په دلیل نه ثابتېږي، بلکې دا د مفردې کلمې د واقعیت او معنی فهم دی. د مثال په توګه: "کون مخلوق دی" د دې د ثابتولو لپاره دلیل ته اړتیا ده، ځکه تاسو پوښتنه کوئ: د کائناتو د مخلوقیت دلیل څه دی؟... خو دا نه پوښتئ چې: د "کون" (کائناتو) دلیل څه دی؟ ځکه دا پوښتنه سمه نه ده... البته دا پوښتنه کولی شئ چې: د کائناتو معنی څه ده یا د کائناتو تعریف څه دی؟
له همدې امله د اصوليانو په نزد د دلیل په تعریف کې ویل شوي: هغه څه چې د هغو په واسطه مطلوب خبري ته علم حاصلېږي... او د فقهاوو په نزد: هغه څه چې په هغو کې په سم نظر کولو سره مطلوب خبري ته رسېدل کېږي... دا ځکه چې مطلوب تصوري له دې خارج شي، ځکه هغه دلیل ته نه، بلکې د معنی پېژندلو (یعنې د واقعیت پېژندلو) ته اړتیا لري.
ستاسو د "امارې" په اړه پوښتنه... فقهاء د "دلیل" او "امارې" ترمنځ توپیر نه کوي؛ د هغوی په نزد دلیل قطعي او ظني دواړه شاملوي، یعنې په قطعي او ظني مسایلو دواړو باندې اطلاق کېږي... خو ځینې اصولیان بیا د دلیل او امارې ترمنځ توپیر کوي؛ د دوی په نزد "دلیل" یوازې هغه څه ته ویل کېږي چې قطعي وي، او کوم څه چې ظني وي هغه ته دلیل نه، بلکې "اماره" ویل کېږي... د دې نظر پر اساس، د اصولیانو په اصطلاح کې اماره یوازې په ظني مسایلو کې وي او قطعي مسایل نه شاملوي.
د معلوماتو لپاره باید ووایم چې په لغت کې کله ناکله امارې ته "علامه" هم ویل کېږي، خو دا هغه مهال چې له مدلول (هغه شی چې دلالت پرې شوی) څخه نه بېلېدونکې وي، لکه په نوم (اسم) باندې د "الف او لام" دلالت چې له هغه نه بېلېږي، نو دا پرې "علامه" ده. خو که له مدلول څخه بېلېدونکې وي، لکه د باران لپاره د "ورېځې" شتون، نو دې ته "اماره" ویل کېږي. او "دلیل" بیا له امارې او علامې سره توپیر لري.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۲۶ شعبان ۱۴۳۷هـ کال موافق د ۲۰۱۶/۰۶/۰۲م کال
د امير له فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://www.facebook.com/AmeerhtAtabinKhalil/photos/a.122855544578192.1073741828.122848424578904/482678688595874/?type=3&theater
د امير له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://plus.google.com/u/0/b/100431756357007517653/100431756357007517653/posts/ca7muNVyyf9
د امير له ټويټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://twitter.com/ataabualrashtah/status/738405445384208385?lang=ar
د امير له ويب پاڼې څخه د ځواب لېنک: http://archive.hizb-ut-tahrir.info/arabic/index.php/HTAmeer/QAsingle/3712/