** (د حزب التحریر د امیر، جلیل العالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فېسبوک پاڼې له لارې د "فقهي" پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**
د پوښتنې ځواب
Hamzeh Shihadeh ته
پوښتنه:
السلام علیکم، په أصول الفقه کتاب کې لاندې جمله راغلې ده: «او دا نه ویل کېږي چې الله سبحانه وتعالی پر ماشوم او لېوني زکات، نفقې او تاوانونه واجب کړي دي، نو ځکه هغه مکلف دی؛ ځکه چې هغه یې په ځینو حکمونو مکلف کړی دی؛ دا نه ویل کېږي؛ ځکه چې دا واجبات د ماشوم او لېوني په فعل پورې اړه نه لري، بلکې د هغه په مال او ذمې پورې اړه لري. او د هغه مال او ذمه د مکلفیت ځای (محل تکلیف) دی. پر دې سربېره د قلم پورته کېدل په یو څرګند غایت (پای) پورې محدود دي: "تر هغه چې بالغ شي"، "تر هغه چې هوښیار شي" نو دا د علت (تعلیل) ګټه ورکوي، او علت یې کوچنیوالی او د عقل نشتوالی دی، او دا په مال او ذمه کې دخالت نه لري، نو استثنا نه پکې کېږي.» پوښتنه دا ده: د دې معنا څه ده چې د هغه مال او ذمه د مکلفیت ځای دی؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
هغه متن چې تاسو په پوښتنه کې ذکر کړی، کلمې یې یو له بل سره ګډې شوي او په بشپړ ډول واضح نه دی، خو دا متن لکه څنګه چې د الشخصية الإسلامية د دریم ټوک په ۳۵ مخ کې راغلی، په لاندې ډول دی:
(او دا نه ویل کېږي چې الله سبحانه وتعالی پر ماشوم او لېوني زکات، نفقې او تاوانونه واجب کړي دي، نو ځکه هغه مکلف دی؛ ځکه چې هغه یې په ځینو حکمونو مکلف کړی دی؛ دا نه ویل کېږي؛ ځکه چې دا واجبات د ماشوم او لېوني په فعل پورې اړه نه لري، بلکې د هغه په مال او ذمې پورې اړه لري. او د هغه مال او ذمه د مکلفیت ځای دی. پر دې سربېره د قلم پورته کېدل په یو څرګند غایت پورې محدود دي:
حتى يبلغ "تر هغه چې بالغ شي"
حتى يفيق "تر هغه چې هوښیار شي"
نو دا د علت (تعلیل) ګټه ورکوي، او علت یې کوچنیوالی او د عقل نشتوالی دی، او دا په مال او ذمه کې دخالت نه لري، نو استثنا نه پکې کېږي.) پای.
د دې خبرې مطلب چې "د هغه مال او ذمه د مکلفیت ځای دی" دا دی چې تکلیف د هغه له ذمې او مال سره تړلی او پر هغو واقع شوی دی، او د ماشوم یا لېوني له فعل (کړنې) سره تړاو نه لري. د یو بالغ او عاقل شخص لپاره د زکات وجوب نه یوازې د هغه له مال او ذمې سره تړلی، بلکې د هغه له فعل سره هم تړاو لري؛ یعنې پر هغه واجب ده چې په خپله د خپل مال زکات وباسي (یعنې د زکات ایستلو فعل ترسره کړي)، او که یې ونه کړي نو ګناهکار دی. مګر پر ماشوم او لېوني باندې د زکات ایستلو د فعل ترسره کول واجب نه دي، ځکه چې هغوی مکلف نه دي، نو شرعې پر هغوی کوم څه نه دي واجب کړي، بلکې یوازې د هغوی په مال او ذمه کې یې زکات واجب کړی دی، ځکه چې هغوی مال او ذمه لري. نو دلته وجوب په مال کې پر زکات او په ذمه کې د هغه پر لزوم متمرکز دی، نه د هغوی پر فعل. نو هغوی د زکات په ایستلو مکلف نه دي، که څه هم زکات یې په مال او ذمه کې واجب دی. د هغوی د مال زکات د هغوی ولي (سرپرست) یا هغه څوک باسي چې د هغوی چارې ور په غاړه وي. که زکات ونه ایستل شي، ماشوم او لېونی نه ګناهکارېږي ځکه چې مکلف نه دي، خو که ګناه وي نو هغه چا ته رسېږي چې د هغوی د چارو مسؤلیت ور په غاړه وي.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې له لارې د ځواب لینک: فيسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر
د امیر د ګوګل پلس پاڼې له لارې د ځواب لینک: ګوګل پلس