Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: چا چې په غلطۍ کې له لمر لوېدو وړاندې روژه ماته کړه

April 16, 2023
1849

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د ده د Facebook پاڼې (فقهي) مینه والو ته یې ورکړي دي.

محمد امین العامري ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، د دې مبارکې میاشتې په مناسبت له الله تعالی څخه پوښتنه کوم چې زموږ جلیل امیر دې په خیر او عافیت کې وي. زموږ په کلي کې (تونس کې) په دې ورځو کې مؤذن ۳ دقیقې مخکې آذان وکړ او موږ روژه ماته کړه، خو وروسته له هغه چې موږ افطار وکړ، د جومات مسؤلینو خبر راکړ چې آذان له وخت څخه مخکې شوی دی. ایا دلته زموږ روژه سمه ده که فاسده شوې ده؟!

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ستاسو د پوښتنې ځواب د علي راغب په "احکام الصلاة" کتاب کې شتون لري چې حزب خپور کړی دی، په هغه کې راغلي:

«... او که چا خواړه وخوړل یا یې کوروالی وکړ په داسې حال کې چې ګمان یې کاوه سباوون (فجر) نه دی ختلی خو ختلی و، او یا یې ګمان کاوه چې لمر لوېدلی دی خو نه و لوېدلی، د هغه د دغې ورځې روژه نه حسابېږي او قضا پرې لازمه ده؛ ځکه چې حنظله روایت کړی چې ویې ویل:

كنا بالمدينة في شهر رمضان وفي السماء شيء من السحاب. فظننا أن الشمس قد غابت فأفطر بعض الناس فأمر عمر رضي الله عنه من كان قد أفطر أن يصوم يوماً مكانه

"موږ په مدینه کې د روژې په میاشت کې وو او په اسمان کې لږې وریځې وې. نو داسې مو وانګېرله چې لمر لوېدلی دی، ځینو خلکو روژه ماته کړه، نو عمر رضي الله عنه هغو کسانو ته چې روژه یې ماته کړې وه، امر وکړ چې د هغې پر ځای دې یوه ورځ روژه ونيسي."

او همدارنګه هشام بن عروه له خپلې مېرمنې فاطمې څخه او هغې له اسماء څخه روایت کړي چې ویې ویل:

أَفْطَرْنَا عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ فِي يَوْمِ غَيْمٍ، ثُمَّ طَلَعَتْ الشَّمْسُ. قُلْتُ لِهِشَامٍ: أُمِرُوا بِالْقَضَاءِ؟ قَالَ: فَلَا بُدَّ مِنْ ذَلِكَ

"موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې په یوه وريځنه ورځ کې روژه ماته کړه، بیا لمر ښکاره شو. ما هشام ته وویل: ایا هغوی ته د قضا امر وشو؟ هغه وویل: له دې پرته بله لاره نشته (يعنې قضا پرې لازمه شوه)."» پای.

تاسو لکه څنګه چې په پوښتنه کې راغلي، د لمر له لوېدو ۳ دقیقې مخکې روژه ماته کړې ده. که خبره واقعاً همداسې وي لکه څنګه چې تاسو ذکر کړل او ستاسو افطار په رښتیا هم د لمر له لوېدو ۳ دقیقې مخکې شوی وي، نو پر تاسو لازمه ده چې د روژې له میاشتې وروسته د هغې ورځې قضا راوړئ. په هغه څه کې چې تاسو کړي ګناه نشته، ځکه چې تاسو په قصدي ډول د روژې په ورځ کې افطار نه دی کړی، بلکې دا کار د مؤذن د آذان پر بنسټ شوی دی.

خو اصل دا دی چې مؤذن باید د لمر لوېدل په دقیقه توګه وڅاري ترڅو خلک د لمر له لوېدو وړاندې په آذان کولو سره په تنګسیا کې وا نه چوي، په ځانګړې توګه په روژه کې. نو د دغه موضوع په اړه له مؤذن سره خبرې وکړئ ترڅو د آذان وخت د الله په اجازه سم شي.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې ۲۵مه د ۲۰۲۳/۰۴/۱۶ میلادي کال سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لینک په Facebook کې: فیسبوک

Share Article

Share this article with your network