پوښتنه: په اردن کې د خوراکي توکو لکه چرګانو، غوړیو او سرې غوښې او نورو سامانونو د بیو لوړوالي یوه لویه څپه راغلې ده؛ ایا دا د ژوند تېرېدونکی بحران دی او که د خپلو سیمهییزو او نړیوالو اړیکو په پایله کې پر اردن د اقتصادي فشارونو له امله رامنځته شوی؟ تر کومه برید دا خبره سمه ده چې د کرونا ناروغي او د روسیې او اوکراین جګړه د بیو د لوړوالي اصلي لاملونه دي؟
ځواب: د اردن اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره لاندې ټکي روښانه کېږي:
لومړی: په اردن کې د ګرانۍ د څپې اصلي او ټولیز لامل د خپلو اتباعو په حق کې د دولت بې غوري ده. په داسې حال کې چې مړ سمندر (Dead Sea) د یهودي وجود له لوري د اردن سیند او مړي سمندر د اوبو د کارولو او د صنعتي او معدني تاسیساتو د جوړولو له امله وچېږي، اردن د هغې په مقابل کې داسې کوچني تاسیسات جوړوي چې نه ګټه لري او نه هم درد دوا کوي. همدا راز اردن د مړي سمندر په شاوخوا کې د تېلو او ګازو له اغېزمنو سپړنو ډډه کوي، په داسې حال کې چې ځینې سرچینې اټکل کوي چې هلته د انرژۍ سرچینې خورا لویه او لومړۍ درجه شتمني ده. بلخوا، د دولت خزانه د بریښنا سټیشنونو او نورو اړتیاوو لپاره له یهودي وجود څخه د ګازو په واردولو کې درانه زیانونه ګالي، خو اردن له ګازو څخه بډایه خلیجي هېوادونو څخه وارداتو ته پام نه کوي او تر ټولو مهمه دا چې د اټومي بریښنا سټیشنونه نه جوړوي ترڅو د اردن د ځمکې په تل کې د یورانیمو له پراخو زېرمو ګټه واخلي. سره له دې چې په دې برخه کې ځینې "تبلیغاتي" مطالعې شوې دي، خو که د اردن نظام رښتینی او مخلص وای، نو د خپلې خاورې د پراخې اټومي انرژۍ په مرسته یې کولی شول چې په ټوله سیمه کې د بریښنا لومړی صادرونکی هېواد شي.
دویم: کله چې په اردن کې خلکو د خپلو کورونو او فابریکو د بریښنا بلونو کمولو لپاره تر یو بریده پر لمریزې انرژۍ تکیه پیل کړه، حکومت ورته سترګې پټې نه کړې او د لمر او هوا پر انرژۍ یې د مالیې لګولو ګواښ وکړ، ترڅو د دې بهیر مخه ونیسي او خلک له دې وړیا انرژۍ ګټه وانخلي. (د انرژۍ او اقتصاد په برخه کې کارپوهانو د حکومت هغه اقدام وغندل چې پر هغو لمریزو تختو چې خلک یې په خپلو کورونو کې په خپل لګښت لګوي، د هر کیلو واټ په سر د دوه دیناره فیس لګولو اراده لري، ځکه دا تختې حکومت ته هیڅ لګښت نه لري. موقع Jo24، ۲۰۲۲/۳/۳).
دریم: په اردن کې د اوسنۍ ګرانۍ یو بل لامل د اردن اقتصاد له پانګوالو هېوادونو سره تړل دي. امریکایي ډالر د اردن د مرکزي بانک د اسعارو زېرمه ده چې د اردني دینار ملاتړ کوي؛ نو ځکه اردني دینار له ډالر سره یوځای پورته او ښکته کېږي. دا پدې معنی ده چې د سرو زرو د زېرمې په توګه په منلو کې د دولت پاتې راتلل، د اردن اقتصاد د امریکا د اقتصاد په نړیوال تابع بدل کړی دی. د دې تبعیت یوه نښه دا ده چې امریکا له کرونا وروسته د سود (Riba) کچه لوړه کړه، چې ورسره سم د اردن مرکزي بانک هم د سود کچه لوړه کړه: (د اردن د مرکزي بانک پریکړه چې د خپلې پولي پالیسۍ په ټولو وسیلو کې یې د سود کچه ۵۰ ټکي لوړه کړه، د امریکا د فډرال ریزرو له پریکړې سره سم و، چې دا کار د افرادو او اقتصادي سکتورونو ترمنځ چې له بانکونو یې پورونه اخیستي وو، اندیښنې راپارولې دي. العربي الجديد، ۲۰۲۲/۵/۱۳). په دې توګه، د اردن مرکزي بانک د امریکا د فډرال ریزرو پریکړه تعقیب کړه او یو شمېر اردنیانو په ناڅاپي ډول ولیدل چې پر پخوانیو سودي پورونو یې سود زیات شوی او هغه قسطونه چې باید ویې سپاري، لوړ شوي دي!
څلورم: پر دې سربېره، دولت د اردن خلک تر پورونو لاندې راوستي دي. د اردن د مرکزي بانک د وروستیو معلوماتو له مخې، د تېر کال د نومبر تر پایه د دولت پورونه ۲.۳۲ میلیارده دیناره زیات شوي او ۳۵.۳۵ میلیارده دینارو ته رسېدلي، چې دا د ناخالصه ملي تولید ۱۱۰.۳ سلنه جوړوي (العربي الجديد ۲۰۲۲/۴/۱۶)، یانې ټول پور شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره دی. دا پورونه له کورنیو بانکونو او بهرنیو سرچینو څخه دي. د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، اردن په کال کې له ۲.۷ میلیارده ډالرو څخه ډېرې هغه پیسې چې له خلکو یې د مالیې په بڼه ټولوي، د همدې پورونو د سود (Riba) په توګه ورکوي. دا یو ډېر لوی رقم دی او د هغې کلنۍ مالیې ۳۷ سلنه جوړوي چې دولت یې له اتباعو اخلي. د إندبندنت عربي (۲۰۲۲/۱/۱۲) ورځپاڼې په وینا: (اردنیان په وروستیو کلونو کې د مالیو او فیسونو له دوامداره زیاتوالي شکایت کوي، ځکه دا مالیې د دوی ډېره عایدات اخلي. اردنیان خپل هېواد په سیمه کې د مالیو له پلوه تر ټولو سخت هېواد بولي، چې پر ځینو توکو لکه موټرو او تېلو مالیه تر ۷۰ سلنې هم زیاته ده، پداسې حال کې چې د اردنیانو د عاید څلورمه برخه یوازې د مالیو په ورکولو مصرفېږي...). په دې توګه روښانه کېږي چې د اردن دولت د اردن اقتصاد د هغو پیسو څخه خالي کوي چې د اقتصادي ودې لپاره اړینې دي او هغه د خپلو پورونو د سود په توګه ورکوي. دا کار اقتصادي بنسټونه او اتباع تر فشار لاندې راولي، ځکه اتباع په هر پیر او پلور کې مالیه ورکوي، خو د دې مالیو ثمره د خلکو د سوکالۍ پر ځای بهرنیو پور ورکوونکو ته ځي. نه یوازې دا، بلکې دولت د عامه افکارو د غولولو لپاره ادعا کوي چې سوریايي کډوال د اقتصاد د کمزورۍ لامل دي، ترڅو د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي. که دولت غوښتلای، نو د سوریايي کډوالو له شتون څخه یې د نورو هېوادونو (لکه جرمني) په څېر د اقتصادي ودې لپاره ګټه اخیستلی شوه، خو دوی کډوال په تړلو کمپونو کې د بندیانو په څېر ساتلي دي!
پنځم: یو بل لامل دا دی چې نظام د خلکو د ژوند حیاتي سرچینې د یهودو په لاس کې ورکړې دي، لکه اوبه چې له هغوی یې اخلي:
۱- (یو اردني چارواکي وویل چې اسرائیل د ۱۹۹۴ کال د سولې د تړون له مخې اردن ته په کال کې ۳۰ ملیون متر مکعب اوبه "ورکوي". بي بي سي، ۲۰۲۱/۷/۹). د اردن سیند اوبه ځکه وچېدو ته نږدې شوې چې اردني نظام ورسره منلې ده چې یهود د اردن سیند اوبه له پورتنیو سرچینو څخه لوټ کړي او د اردنیانو اوبه د یهودي وجود په خوښه پورې تړلې وي. (د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله ویل شوي چې د اردن او اسرائیل ترمنځ هوکړه به سږکال اردن ته د ورکول کېدونکو اوبو کچه دوه برابره کړي. بي بي سي، ۲۰۲۱/۷/۹). خو د هغو اوبو بیه چې اردن یې له یهودي وجود څخه "واردوي"، د فساد او د هغې د زیاتوالي له امله پټه ساتل کېږي، مګر ځینې خبرونه ښيي چې بیه یې ۴۰ امریکایي سنټو ته رسېږي او د پاکولو او پمپ کولو لګښت یې هم پرې اضافه کېږي (الجزيرة نت، ۲۰۱۱/۶/۶)، ترڅو اوبه د اقتصاد یو له سترو خنډونو څخه شي.
۲- همدا راز، اردني نظام پرېکړه وکړه چې د اردن ګاز له یهودي وجود سره وتړي، پداسې حال کې چې پخوا یې له خلیجي هېوادونو اخیست. (د ګازو د واردولو په اړه د اردن او اسرائیل تړون ښيي چې اردن ته به د ۱۵ کلونو په موده کې ۴۵ میلیارده متر مکعب ګاز ورکول کېږي. دا تړون د ولسي او پارلماني مخالفتونو سره سره ترسره شو. إندبندنت عربي، ۲۰۲۰/۱/۱).
شپږم: په پورتنیو ټکو سره د اردن د اقتصاد د خرابوالي اصلي لاملونه روښانه کېږي، چې د وزګارۍ کچه پکې ۴۲ سلنې ته رسېدلې ده (إندبندنت عربي، ۲۰۱۹/۳/۱). د اقتصادي اصلاحاتو خبرې یوازې شعارونه دي او حکومت د خلکو مالونه ضایع کوي. دا اقتصادي ځوړ د هغې استعماري پالیسۍ پایله ده چې امریکا او بریتانیا یې پر اردن تپي او د پیسو نړیوال صندوق یې غوښتنه کوي. کله چې دا هېوادونه وېره احساس کړي چې خلک به د نظام پر وړاندې پاڅون وکړي، نو یو څه مرستې ورته لېږي ترڅو د پورونو سود پرې ورکړي. د مثال په توګه، بریتانیا په لندن کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړ چې پکې تر ۶۰ ډېرو هېوادونو او ۴۵۰ مالي بنسټونو برخه اخیستې وه ترڅو د اردن اقتصاد "ملاتړ" وکړي (إندبندنت عربي، ۲۰۱۹/۳/۱). خو دا ټولې مرستې یوازې د امت د پاڅون د مخنیوي لپاره دي.
اووم: په دې توګه د ګرانۍ د اوسنۍ څپې تر شا اصلي لاملونه روښانه شول. نور لاملونه لکه د کرونا وبا او د روسیې او اوکراین جګړه، که څه هم اقتصادي اغېز لري، خو که اقتصادي ستونزې د شرعي احکامو سره سم حل شي، دا اغېزې له منځه وړل کېدای شي. که نه، نو هېواد به د بدبختۍ او ګرانۍ لور ته ځي، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:
وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً
"او هر هغه چا چې زما له ذکر (یاد او احکامو) څخه مخ واړاوه، نو بې له شکه چې د هغه لپاره تنګ ژوند دی." (طه: ۱۲۴)
دا حالت به تر هغه دوام ومومي ترڅو چې امت خپله پرېکړه وکړي، پر خپله عقیده منګولې ووهي، د الله له رسۍ سره وتړل شي او مشري خپلو مخلصو او هوښیارو زامنو ته وسپاري. استعماري پالیسۍ او د هغوی لاسپوڅي له منځه یوسي او د نبوت پر منهج راشده خلافت اقامه کړي، ترڅو ځمکه له عدل او سوکالۍ ډکه کړي. هغه وخت به د دوی ژوند له ذلت وروسته په عزت، او له فقر وروسته په هوساینې بدل شي.
إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهو شَهِيدٌ
"بې له شکه چې په دې کې د هغه چا لپاره یادونه ده چې (بیدار) زړه ولري او یا په حضور او پوره پاملرنې سره غوږ ونیسي." (ق: ۳۷)
د ۱۴۴۳ هـ ق کال د ذي القعدې ۷مه ۲۰۲۲/۶/۶ م کال