Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: موږ د لمانځه د وختونو په ټاکلو کې پر ستورپوهنیزو حسابونو تکیه کوو، خو د روژې او اختر په ټاکلو کې پرې تکیه نه کوو

March 25, 2022
3862

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ

هغو پوښتنو ته چې د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" په برخه کې ترې پوښتل شوي

ابو العاصم الشامي ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! زموږ ګران امیره، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته روغتیا او عافیت درکړي او پر تاسو دې خپل لوی فضل او بریاوې نازلې کړي.

زما په ذهن کې له ډېر وخت راهیسې دا پوښتنه ګرځي، هیله ده چې وضاحت یې وکړئ: ولې موږ په ټول کال کې د پنځه وخته لمونځونو د وختونو په ټاکلو کې پر ستورپوهنیزو (نجومي) محاسبو تکیه کوو، خو د روژې د پیل او اختر په ټاکلو کې بیا له دې حسابونو څخه کار نه اخلو؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته! موږ تر دې وړاندې هم د ۲۰۰۳/۱۱/۲۵ نېټه د ورته پوښتنې په اړه یو ځواب خپور کړی و، چې پکې راغلي دي:

[- الله سبحانه وتعالی له موږ څخه غوښتي چې د میاشتې په لیدو سره روژه ونیسو او په لیدو یې روژه ماته کړو، او سبحانه وتعالی لیدل (رویت) د روژې نیولو او ماتولو لپاره شرعي سبب ګرځولی دی:

صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ

"د هغه (میاشتې) په لیدو روژه ونیسئ او د هغه په لیدو روژه ماته کړئ (اختر وکړئ)."

که موږ د رمضان میاشت ولیده، روژه نیسو او که مو د شوال میاشت ولیده، نو اختر کوو.

  • که څوک د روژې په اړه راغلي نصوص تعقیب کړي، نو وبه مومي چې دا نصوص د لمانځه له نصوصو سره توپیر لري. په روژه کې حکم له لیدلو (رویت) سره تړلی دی:

صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ

"د هغه (میاشتې) په لیدو روژه ونیسئ او د هغه په لیدو روژه ماته کړئ (اختر وکړئ)."

فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ

"نو له تاسو څخه چې څوک په دې میاشت کې حاضر وي (میاشت وګوري)، باید روژه یې ونیسي." (سورة البقرة: ۱۸۵)

دلته "لیدل" (رؤیة) معیار او حکم دی. خو د لمانځه په اړه نصوص له "وخت" سره تړل شوي دي:

أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ

"د لمر له زوال څخه د شپې تر تيارې پورې لمونځ قايم کړه." (سورة الاسراء: ۷۸)

إِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ فَصَلَّوْا

"کله چې لمر زوال وکړ، نو لمونځ وکړئ."

نو لمونځ په وخت پورې تړلی دی؛ په هره وسیله چې تاسو ته د وخت داخلېدل ثابت شي، لمونځ صحیح دی. که تاسو لمر ته وګورئ چې زوال یې کړی او که نه، یا سیوري ته وګورئ چې د هر شي سیوری د هغه په اندازه یا دوه چنده شوی (لکه څنګه چې د لمانځه د وختونو په احادیثو کې راغلي)، که مو داسې وکړل او وخت درته ثابت شو، لمونځ مو سم دی. او که دا کار ونه کړئ بلکې د ستورپوهنې له مخې یې حساب کړئ او پوه شئ چې د زوال وخت په فلاني ساعت کې دی، بیا خپل ساعت ته وګورئ پرته له دې چې لمر یا سیوري ته د کتلو لپاره بهر ووځئ، نو لمونځ مو صحیح دی؛ یعنې په هره وسیله چې وخت درته معلوم شي، کفایت کوي. دا ولې؟ ځکه چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه د وخت په داخلېدو سره د لمانځه ادا کول غوښتي دي او د وخت د معلومولو طریقه یې ستاسو په خوښه پرېښې ده او د هغې لپاره یې کومه ځانګړې طریقه نه ده ټاکلې.

مګر د روژې په اړه یې له تاسو څخه غوښتي چې د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ، نو دلته یې تاسو ته سبب (لیدل) وټاکه. بلکې له دې هم پورته، هغه ﷺ وفرمایل چې که ورېځو لیدل ستونزمن کړل او میاشت مو ونه لیدله، نو روژه مه نیسئ؛ که څه هم میاشت تر ورېځو شا ته شتون ولري او تاسو د ستورپوهنیز حساب له مخې د هغې په شتون ډاډه هم اوسئ.

حَدَّثَنَا آدَمُ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ زِيَادٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ: قَالَ النَّبِيُّ ﷺ أَوْ قَالَ قَالَ أَبُو الْقَاسِمِ ﷺ صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ

"له موږ سره آدم حدیث بیان کړ، له هغه شعبه، له هغه محمد بن زیاد چې وايي ما له ابو هریره رضي الله عنه څخه واورېدل چې ویل یې: نبي ﷺ وفرمایل (یا ابو القاسم ﷺ وفرمایل): د میاشتې په لیدو روژه ونیسئ او په لیدو یې اختر وکړئ، که میاشت پر تاسو پټه شوه، نو د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ." (بخاري روایت کړی دی).

یعنې که میاشت مو ونه لیدله، نو د شعبان میاشت دېرش ورځې پوره کړئ.

  • الله سبحانه وتعالی د دې کائناتو خالق دی، او همغه ذات انسان ته هغه څه ور زده کړل چې نه پرې پوهېده. نو د سیارو د حرکتونو او د هغو د دقیقو جزییاتو پوهه پر خلکو د الله یو فضل دی. خو الله سبحانه وتعالی له موږ څخه دا نه دي غوښتي چې د روژې لپاره پر حساب تکیه وکړو، بلکې "لیدل" یې راباندې فرض کړي دي. نو موږ د الله سبحانه وتعالی عبادت په هغه طریقه کوو چې هغه ترې غوښتي، نه په هغه طریقه چې هغه نه دي غوښتي.

له همدې امله، یوازې لیدل (رؤیة) په روژه نیولو او اختر کولو کې معیار دی، نه ستورپوهنیز حساب. پر همدې بنسټ، موږ وایو چې په روژه او اختر کې نجومي محاسبې جواز نه لري، بلکې یوازې لیدل اعتبار لري، ځکه چې په شرعي نصوصو کې همدا امر شوی دی.]

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۲۲ د شعبان ۱۴۴۳ هـ ق ۲۰۲۲/۰۳/۲۵م

د امیر (حفظه الله) د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر (حفظه الله) له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: ویبپاڼه

Share Article

Share this article with your network