(د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر د امیر د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه په فېسبوک پاڼه "فقهي" کې ترې پوښتل شوي)
د پوښتنې ځواب
د DNA یا جنيتيکي ازموینې پر بنسټ د ماشوم د نسب ردول
Najmeddine Khcharem ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
زموږ محترم شیخ، ایا یو سړی کولی شي د جنيتيکي ازموینې (DNA) پر بنسټ د ماشوم نسب رد کړي؟
الله تعالی دې تاسو ته برکت درکړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
لومړی: د هرې مسئلې په ثبوت کې د اختلاف پر مهال، د ثبوت د ټولو سمو وسیلو کارول جواز لري او باید هڅه وشي چې دا وسیلې دقیقې وي... په دې وسیلو او اسلوبو کې DNA، د علمي څېړنو وسیلې او هر هغه ثبوت چې په یوه مسئله کې سمې رایې ته لاره هواروي، شامل دي؛ خو دا په هغه صورت کې چې د یوې ځانګړې مسئلې په اړه ځانګړی شرعي نص نه وي راغلی، که نص موجود وي نو پرته له انحرافه باید پرې عمل وشي...
د معلوماتو لپاره باید ووایو چې ډي این اې (DNA) په انسانانو او ټولو ژوندیو موجوداتو کې یو ډول جوړښت لري. دا د دوو تړلو پټیو په څېر ده چې د تاو شوي زینو (سلم) شکل لري. د دې پټیو اړخونه له شکري مالیکولونو او فاسفیټ څخه جوړ شوي او د دې زینې پړاوونه له نایتروجني قاعدو څخه جوړ دي. د دې مانا دا ده چې هره پټۍ له شکري، فاسفورس او نایتروجني قاعدې څخه جوړه شوې ده، چې هر واحد ته یې نیوکلیوټایډز وایي.
دا نیوکلیوټایډونه په خورا دقیق ډول ترتیب شوي دي. دا ترتیب شوې پټۍ په برخو او واحدونو ویشل شوې چې "مورثات" (واحد یې مورث دی) ورته وایي او په انګلیسي کې ورته جینونه "Genes" ویل کیږي. هر جین یوه ځانګړې ځانګړنه لیږدوي چې د بدن د انساجو د جوړولو لپاره د پروټینونو د تولید لارښوونه کوي.
دا "مورثات" یا "وراثتي نښې" په مور او پلار او اولادونو کې وراثتي ځانګړنې لیږدوي... دا ورته ځانګړنې دي چې الله سبحانه وتعالی د نسبونو د تړلو لپاره پیدا کړې دي. که موږ په نظري ډول د مور او پلار او اولاد ترمنځ د وراثتي نښو د ازموینې دقت او پایلې ومنو، یعنې دا چې موږ له دغو نښو څخه هغه وراثتي حقایق ترلاسه کړو چې خالق سبحانه پکې ایښي دي، نو دا د پلار لور ته د ماشوم نسب څرګندوي. خو کارپوهان او متخصصین وایي چې په پایلو کې د تېروتنې احتمال شتون لري، ځکه چې د تحلیل پر مهال انساني یا لابراتواري تېروتنې رامنځته کیږي، یا نمونه ککړیږي، او همدارنګه د ازموینې د ترسره کونکي په صداقت او امانتدارۍ کې شک پیدا کېدی شي، چې ایا هغه د نورو عواملو تر اغېز لاندې راغلی که نه... دا ټول پر پایلو اغېز کوي.
له همدې امله، د DNA ازموینې پایلې د پورته ذکر شویو عواملو له امله حتمي او قطعي نه دي. که ذکر شوې تېروتنې حل شي، نو دا د هغو مسایلو د ثبوت لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېدی شي چې په اړه یې شرعي نص نه وي راغلی... خو که نص موجود وي، نو پرته له انحرافه باید شرعي نص ته غاړه کېښودل شي...
د بېلګې په توګه: د نامعلومو جسدونو د هویت معلومول... یا په روغتونونو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مور په اړه د اختلاف پر مهال د ماشوم تثبیت... په دې حالتونو کې د هرې سمې وسیلې کارول جواز لري لکه DNA، په سیمه کې له خلکو پوښتنه کول، د روغتون د نسايي ولادي څانګې له کارمندانو سره جدي څېړنه او هر هغه وسیله چې د پایلو په اړه ډاډ رامنځته کړي... دا ټول ځکه جواز لري چې په دې اړه کوم ځانګړی شرعي نص نشته، نو د ثبوت عمومي نصوص پرې پلي کیږي. خو که په یوه مسئله کې ځانګړی شرعي نص راغلی وي، نو یوازې هماغه نص باید ومنل شي.
دویم: اوس ستاسو پوښتنې ته راځو چې د ماشوم د نسب ردول دي... په دې مسئله کې ځانګړی شرعي نص راغلی او یوازې هماغه باید پلي شي، چې په لاندې ډول دی:
۱- د DNA پایلې په دې مسئله کې د دلیل په توګه نه چلیږي، ځکه چې د مېړه لپاره د ماشوم د نسب ثابتول او یا یې ردول په اسلام کې خپل ځانګړي دلیلونه لري. نو نسب له دغو دلیلونو پرته په بل څه نه ثبتیږي او نه هم ردیږي. په دې برخه کې د DNA له خپرېدو وروسته پر صادرو شویو فتواوو تکیه نه کیږي؛ ځکه ځینې فتواوې (په ځانګړې توګه په مصر کې او د اوقافو کمېټو له خوا په کویټ کې) په بېلابېلو بڼو صادرې شوې دي. ځینې یې په نفي او اثبات دواړو کې DNA جایز بولي، ځینې یې یوازې په نفي کې، او ځینې یې یوازې هغه وخت جایز بولي چې نکاح موجوده وي خو د زنا په حالت کې یې نه مني. حتی ځینې لویدیځ ځپلي کسان یې د زنا په حالت کې هم د نسب د ثبوت لپاره جایز بولي!!
۲- په دې مسئله کې سم حکم هغه دی چې شریعت د نسب په موضوع کې په ښکاره ډول بیان کړی دی، او موږ دا موضوع په "نظام اجتماعي" (ټولنیز نظام) کې روښانه کړې ده، چې د نسب په اړه پکې راغلي:
(... که د یو سړي مېرمن داسې ماشوم وزېږوي چې له ده څخه کېدی شي، یعنې د نکاح له نېټې څخه شپږ میاشتې یا زیات وخت وروسته وزېږېږي، نو دا د ده اولاد دی؛ ځکه نبي کریم ﷺ فرمایي: «الوَلَدُ للفِراشِ» (متفق علیه د عایشې رض څخه). پایله دا چې: تر هغه وخته چې ښځه د سړي په نکاح کې وي او د نکاح له وخته ۶ میاشتې وروسته ماشوم وزېږوي، نو هغه په مطلق ډول د مېړه اولاد ګڼل کیږي.
خو که د سړي مېرمن له ۶ میاشتو وروسته ماشوم وزېږوي او سړي ته ثابته شي چې دا ماشوم د ده نه دی، نو ده ته جایز ده چې د ځینو شرایطو په پوره کولو سره یې رد کړي. که دا شرایط پوره نشي، د هغه ردول ارزښت نه لري او ماشوم یې اولاد ګڼل کیږي، که یې خوښه وي او که نه. دا شرایط دا دي:
لومړی - کوم ماشوم چې ردوي، باید ژوندی زېږېدلی وي. که مړ وزېږېږي نو نسب یې نه ردیږي ځکه شرعي حکم پرې نه مرتب کیږي.
دویم - مخکې یې په صراحت یا د اشارې په ډول دا نه وي منلي چې دا یې زوی دی. که یې یو ځل ومنله، بیا یې نشي ردولی.
دریم - د ماشوم ردول باید په ځانګړو وختونو او حالاتو کې وي، لکه د زېږون پر مهال، یا د زېږون د لوازمو د اخیستلو پر مهال، او یا د غایب په صورت کې د زېږون له خبرېدو سره سم. که په نورو وختونو کې یې رد کړي، نسب یې نه ردیږي. که مېرمنې یې ماشوم وزېږاوه او ده د ردولو له شونتیا سره سره سکوت وکړ، نو نسب یې پرې لازم شو او بیا یې نشي ردولی؛ ځکه رسول الله ﷺ فرمایي:
الْوَلَدُ لِلْفِرَاشِ
"ماشوم د بستر دی (یعنې د هماغه چا دی چې مېرمن یې په نکاح کې ده)." (بخاري له عایشې رض څخه روایت کړی)
څلورم - د ماشوم له ردولو وروسته باید "لعان" وشي، او نسب تر هغه نه ردیږي تر څو چې بشپړ لعان ترسره نشي.
که دا څلور واړه شرایط پوره شي، ماشوم ردیږي او مور ته منسوبیږي. له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی:
أَنَّ رَجُلًا لاَعَنَ امْرَأَتَهُ فِي زَمَنِ النَّبِيِّ ﷺ وَانْتَفَى مِنْ وَلَدِهَا، فَفَرَّقَ النَّبِيُّ ﷺ بَيْنَهُمَا، وَأَلْحَقَ الوَلَدَ بِالْمَرْأَةِ
"یو سړي د نبي کریم ﷺ په زمانه کې له خپلې مېرمنې سره لعان وکړ او د هغې د ماشوم نسب یې رد کړ، نو نبي کریم ﷺ د هغوی ترمنځ بېلتون راوست او ماشوم یې مور ته منسوب کړ." (بخاري)
لعان له "لعن" څخه اخیستل شوی، ځکه مېړه او مېرمن دواړه په پنځم ځل پر خپل ځان لعنت وایي که درواغجن وي. د دې اصل د الله تعالی دا قول دی:
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ * وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ * وَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ * وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِنْ كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ
"او هغه کسان چې پر خپلو ښځو تور پورې کوي او له ځان پرته نور شاهدان نه لري، نو د هغو څخه د هر یو شاهدي دا ده چې څلور ځله د الله په نوم قسم وخوري چې هغه رښتونی دی. او پنځم ځل دا چې پر ده دې د الله لعنت وي که له درواغجنو څخه وي. او له هغې ښځې څخه عذاب (حد) دا خبره اړوي چې څلور ځله په الله قسم وخوري چې مېړه یې درواغجن دی. او پنځم ځل دا چې پر هغې دې د الله غضب وي که مېړه یې رښتونی وي." (سورت النور [24]: 6-9)
که د ماشوم د ردولو شرایط پوره نشي، نو نه ردیږي، نسب یې له مېړه سره ثبتیږي او د پلارولۍ او زویتوب ټول شرعي احکام پرې چلیږي.
دا د نسب او د هغه د ردولو په اړه شرعي احکام دي او له دغو شرعي دلیلونو پرته بله هیڅ وسیله نه کارول کیږي.) پای
له همدې امله، د DNA په وسیله د ماشوم نسب نه ردیږي، بلکې یوازې په هغو شرایطو ردیږي چې شریعت پورته بیان کړل او بس.
دریم: دا د یادولو وړ ده چې اسلام نسبونو ته خورا لوی اهمیت ورکړی دی، او په دې اړه ډېر نصوص راغلي:
- بخاري په خپل صحیح کې له سعد رض څخه روایت کړی چې نبي کریم ﷺ فرمایلي:
مَنِ ادَّعَى إِلَى غَيْرِ أَبِيهِ، وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ غَيْرُ أَبِيهِ، فَالْجَنَّةُ عَلَيْهِ حَرَامٌ
"چې څوک د خپل پلار پرته بل چا ته د نسب نسبت وکړي، په داسې حال کې چې پوهیږي هغه یې پلار نه دی، نو جنت پر ده حرام دی."
- ابن ماجه له عبدالله بن عمرو څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
مَنِ ادَّعَى إِلَى غَيْرِ أَبِيهِ لَمْ يَرَحْ رِيحَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ خَمْسِمِائَةِ عَامٍ
"څوک چې د خپل پلار پرته بل چا ته د خپل نسب نسبت وکړي، د جنت بوی به هم حس نه کړي، که څه هم د جنت بوی له پنځه سوه کلن مزل څخه حس کیږي."
- نسایي په السنن الکبری کې له ابو هریره رض څخه روایت کړی چې کله د لعان آیت نازل شو، رسول الله ﷺ وفرمایل:
أَيُّمَا امْرَأَةٍ أَدْخَلَتْ عَلَى قَوْمٍ مَنْ لَيْسَ مِنْهُمْ، فَلَيْسَتْ مِنَ اللهِ فِي شَيْءٍ، وَلَنْ يُدْخِلَهَا اللهُ جَنَّتَهُ، وَأَيُّمَا رَجُلٍ جَحَدَ وَلَدَهُ، وَهُوه يَنْظُرُ إِلَيْهِ احْتَجَبَ اللهُ مِنْهُ، وَفَضَحَهُ عَلَى رُءُوسِ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ
"هرې ښځې چې په یو قوم کې داسې څوک داخل کړ چې له هغو څخه نه وي (یعنې پردی ماشوم یې ورمنسوب کړ)، نو له الله سره یې هیڅ تعلق نشته او الله به یې جنت ته داخله نه کړي. او هر هغه سړی چې له خپل اولاد څخه انکار وکړي، په داسې حال کې چې ورته ګوري (پېژني یې)، الله به له هغه څخه پرده وکړي او د لومړنیو او وروستنیو خلکو په وړاندې به یې وشرموي."
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۰۷ ربیع الآخر ۱۴۳۹هـ د ۲۰۱۷/۱۲/۲۵م مطابق
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس
د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: ټویټر
د امیر ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر ویب