Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د عیسی علیه السلام قوم

June 03, 2023
5711

د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د حزب التحریر د امیر د هغو ځوابونو لړۍ چې د ده د فېسبوک پاڼې «فکري» مینه والو پوښتلي دي

د پوښتنې ځواب

د عیسی علیه السلام قوم

انیس طرده (Anis Tardaeh) ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زموږ محترم شیخ او فاضل امیر، له الله سبحانه وتعالی څخه ستاسو د روغتیا او عافیت غوښتونکی یم.

زما پوښتنه دا ده: ایا عیسی علیه السلام قوم درلود، سره له دې چې هغه پلار نه درلود؟ لکه څنګه چې د نقض الفکر الغربي الرأسمالي کتاب په ۱۳۸ مخ کې راغلي دي؟

جزاکم الله خیراً، الله تعالی دې ستاسو نصرت وکړي. انیس طرده - فلسطین.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

هغه ځای چې تاسو یې په اړه پوښتنه کوئ، په نقض الفکر الغربي کتاب (۱۳۸ مخ) کې داسې راغلي: «خالق سبحانه وتعالی له مخلوق سره د خپلې اړیکې څرنګوالى ټاکلی دی، نو د بشریت لپاره یې رسولان لېږلي دي، چې له هغې جملې څخه موسی علیه السلام خپل قوم ته، عیسی علیه السلام خپل قوم ته، او محمد ﷺ ټولو خلکو ته لېږل شوي دي.» پای.

تاسو پوښتنه کوئ چې ایا دا سمه ده چې وویل شي عیسی علیه السلام قوم درلود، حال دا چې هغه پلار نه درلود؟ او په کتاب کې د دغې جملې (عیسی علیه السلام خپل قوم ته) په اړه داسې انګېرئ چې ګواکې دا خبره سمه یا مناسبه نه ده...!

د دې پوښتنې د ځواب لپاره، راځئ لاندې سرچینو ته مراجعه وکړو:

۱- ژبه (لغت):

  • په لسان العرب (۱۲/ ۴۹۶) کې راغلي: «...او قوم، د نارینه وو او ښځو ګډې ډلې ته ویل کېږي، او ویل شوي چې دا یوازې د نارینه وو لپاره دی نه د ښځو لپاره... او د هر سړي قوم د هغه پلویان او عشیره (خپلوان) وي...» پای.

  • القاموس المحیط (۳/ ۲۷۵): «قوم، د نارینه وو او ښځو یو ځای ډله ده، یا یوازې نارینه، او یا ښځې د تبعیت په ډول پکې شاملېږي... استقام: یعنې برابر شو. قومته: یعنې هغه مې سم کړ، نو هغه قویم او مستقیم دی...»

  • مختار الصحاح (مخ: ۲۶۴): «ق و م، قوم د ښځو پر ځای نارینه وو ته ویل کېږي چې له خپل لفظ څخه واحد نه لري... الله تعالی فرمایلي: ﴿لا يَسْخَرْ قومٌ من قوم﴾ بیا یې فرمایلي ﴿ولا نِساءٌ من نِساءٍ﴾. کله ناکله ښځې د تبعیت په ډول پکې شاملېږي، ځکه چې د هر پیغمبر قوم نارینه او ښځې وي... او أقام الشیء یعنې هغه یې دوامداره کړ، چې له همدې څخه د الله تعالی دا قول دی: ﴿ویقیمون الصلاة﴾...»

نو په لغت کې «قوم» یوې ډلې ته ویل کېږي، یا د نارینه وو ډلې ته، یا د یو سړي پلویانو او عشیرې ته... په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خلکو یوې ډلې ته لېږل شوی و، چې نارینه او ښځې دواړه پکې وو، یعنې بني اسرائیل. عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت کول په دې معنا (قومه - د هغه قوم)، دا نه ایجابوي چې حتماً دې یې پلار له بني اسرائیلو وي ترڅو هغوی یې قوم وبلل شي. ځکه قوم ته نسبت کول حتماً په دې معنا نه دي چې هغه دې د نسب له مخې له هغوی څخه وي، بلکې دومره کفایت کوي چې هغه هغوی ته مبعوث شوی وي، یعنې هغوی یې هغه ډله وي چې د رسالت په رسولو ورته امر شوی وي.

نو قوم د «سړي د عشیرې» په معنا، د «قوم» کلمې یو له معناګانو څخه دی، خو دا کلمه د یوې ډلې، نفر او ټولګې په معنا هم ده، او د یو سړي د پلویانو په معنا هم راځي چې د هغوی ترمنځ د نسب قرابت شرط نه دی...

۲- شرعي نصوص: د عیسی علیه السلام لپاره د قوم ذکر کول په شرعي نصوصو کې په واضح ډول راغلي دي:

  • الله تعالی فرمایي:

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ

"او موږ هیڅ یو رسول نه دی لېږلی مګر د خپل قوم په ژبه ترڅو هغوی ته (حقایق) بیان کړي." (د ابراهیم سورت: ۴)

په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام خپل قوم ته لېږل شوی و چې هغوی بني اسرائیل دي، الله تعالی فرمایي:

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ

"او کله چې عیسی بن مریم وویل: اې د بني اسرائیلو اولادې! زه تاسو ته د الله لېږل شوی رسول یم." (د الصف سورت: ۶)

نو د دغو دوو آیتونو په رڼا کې د عیسی علیه السلام قوم همدا بني اسرائیل دي.

  • امام بخاري په خپل صحیح کې له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

«أُعْطِيتُ خَمْساً لَمْ يُعْطَهُنَّ أَهَدٌ قَبْلِي نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِداً وَطَهُوراً فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ وَأُحِلَّتْ لِي الْمَغَانِمُ وَلَمْ تَحِلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

"ما ته پنځه داسې څیزونه راکړل شوي چې له ما وړاندې هیچا ته نه وو ورکړل شوي: د یوې میاشتې واټن څخه په رعب او وېره سره مې نصرت شوی، ځمکه راته سجده ګاه او پاکوونکې ګرځول شوې، نو زما د امت هر هغه سړی چې د لمانځه وخت پرې راشي باید لمونځ وکړي، غنیمتونه راته حلال شوي چې له ما وړاندې هیچا ته حلال نه وو، ما ته شفاعت راکړل شوی، او (پخوانی) پېغمبر به په ځانګړي ډول خپل قوم ته لېږل کېده، خو زه ټولو خلکو ته په عام ډول لېږل شوی یم."

نو د رسول الله ﷺ دا قول چې فرمایي: «پېغمبر به په ځانګړي ډول خپل قوم ته لېږل کېده»، پرته له شکه عیسی علیه السلام هم پکې شامل دی، ځکه هغه بني اسرائیلو ته لېږل شوی و، نو د دغه حدیث له مخې هغوی د هغه قوم دی.

  • له عرباض بن ساریه السلمي څخه روایت دی چې وایي ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې فرمایل یې:

«إنِّي عَبْدُ اللَّهِ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَخَاتَمُ النَّبِيِّينَ وَإِنَّ آدَمَ لَمُنْجَدِلٌ فِي طِينَتِهِ وَسَأُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِ ذَلِكَ دَعْوَةِ أَبِي إِبْرَاهِيمَ وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ»

"زه د الله بنده او په ام الکتاب (لوح محفوظ) کې د پیغمبرانو ختموونکی وم په داسې حال کې چې ادم لا په خپله خټه کې و، او زه به تاسو ته د دې په اړه خبر درکړم: زه زما د پلار ابراهیم دعا، د عیسی له خوا خپل قوم ته زېری، او زما د مور هغه لیدل شوې ننداره (خوب) یم چې کله زه پیدا شوم نو له هغې څخه داسې رڼا ووته چې د شام ماڼۍ یې روښانه کړې." (دا حدیث امام احمد په مسند او حاکم په مستدرک کې روایت کړی او حاکم ویلي: دا حدیث صحیح الاسناد دی...)

په دې حدیث کې رسول الله ﷺ په صراحت سره د عیسی علیه السلام د قوم یادونه کوي او هغوی ورته منسوبوي، چې فرمایي: «او د عیسی له خوا خپل قوم ته زېری»، دا د الله تعالی دغه قول ته اشاره ده:

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ

"او کله چې عیسی بن مریم وویل: اې د بني اسرائیلو اولادې! زه تاسو ته د الله لېږل شوی رسول یم، د هغه تورات تصدیقوونکی یم چې له ما وړاندې و او د هغه رسول زېری درکوونکی یم چې له ما وروسته راځي او نوم به یې احمد وي؛ خو کله چې هغه (عیسی یا احمد) هغوی ته له روښانه نښانو سره راغی، نو هغوی وویل: دا ښکاره جادو دی." (د الصف سورت: ۶)

  • د بیهقي په دلائل النبوة (۵/ ۱۷) کې له حاطب بن ابي بلتعه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله ﷺ زه د اسکندریې پاچا مقوقس ته ولېږلم، هغه وایي: ما د رسول الله ﷺ په لیک ورته سلام وکړ، هغه په خپل کور کې مېلمه کړم او هلته پاتې شوم. بیا یې زه وغوښتلم او خپل مشران یې راټول کړي وو، ویې ویل: زه به له تا سره خبرې وکړم او غواړم چې زما خبره درک کړې. ما وویل: وایه. هغه وویل: ماته د خپل صاحب (رسول الله ﷺ) په اړه ووایه، ایا هغه نبي نه دی؟ ما وویل: ولې نه، هغه د الله رسول دی. هغه وویل: نو پر ده څه شوي وو چې کله قوم له خپل ښار څخه بل ځای ته وایست، د هغوی په حق کې یې ښېرا ونه کړه؟ حاطب وایي ما ورته وویل: عیسی بن مریم، ایا ته شاهدي نه ورکوې چې هغه د الله رسول دی؟ نو پر هغه څه شوي وو چې کله خپل قوم ونیو او ویې غوښتل چې پر هغه غالب شي، هغه ولې د الله تعالی څخه د هغوی د هلاکت غوښتنه ونه کړه، تر دې چې الله تعالی هغه خپل ځان ته پورته کړ؟ مقوقس وویل: ته حکیم یې او د یو حکیم له لوري راغلی یې...

دا حاطب بن ابي بلتعه دی چې د رسول الله ﷺ استازی دی او له مقوقس سره د بحث پر مهال د عیسی علیه السلام په اړه دا خبره ثابتوي او وایي: «نو پر هغه څه شوي وو چې کله خپل قوم ونیو...».

۳- په دې توګه، په ژبه کې هیڅ خنډ نشته چې د بني اسرائیلو قوم عیسی علیه السلام ته منسوب شي او ووایو (عیسی علیه السلام خپل قوم ته)، ځکه هغوی هغه ډله وه چې ده ته مبعوث شوي وو. د پلار نشتوالی د دې مانع نه ګرځي لکه څنګه چې مو په لغوي معنا کې پورته تشرېح کړل...

قرآن کریم د الله تعالی په دې قول سره اشاره کوي چې عیسی علیه السلام قوم درلود: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾... عیسی علیه السلام یو رسول و چې بني اسرائیلو ته لېږل شوی و، نو هغوی یې قوم دی...

او رسول الله ﷺ هم داسې خبره کوي چې د عیسی علیه السلام لپاره د قوم شتون ایجابوي: «پېغمبر به په ځانګړي ډول خپل قوم ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته عام لېږل شوی یم.» بلکې ﷺ په صراحت سره قوم عیسی علیه السلام ته منسوبوي او فرمایي: «او د عیسی له خوا خپل قوم ته زېری»...

همدارنګه مقوقس ته د رسول الله ﷺ استازی هم له هغه سره د بحث پر مهال د عیسی علیه السلام په اړه وایي: «نو پر هغه څه شوي وو چې کله خپل قوم ونیو»...

۴- بناءً، هغه څه چې د نقض الفکر الغربي الرأسمالي په کتاب کې راغلي چې (عیسی علیه السلام خپل قوم ته)، یوه سمه او پر ځای خبره ده.

هیله من یم چې موضوع روښانه شوې وي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ هـ د ۲۰۲۳/۰۶/۰۲ م کال سره سم

د امیر (حفظه الله) د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: الفيسبوك

Share Article

Share this article with your network