Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د سپوږمۍ لیدل او نجومي حساب

May 11, 2022
4082

د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ.

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:

هغو وروڼو ته چې زموږ پر پاڼه یې د سپوږمۍ د لیدو او نجومي حساب په اړه پوښتنې رالېږلې دي...

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

ما ستاسو پوښتنې د رویت (لیدلو) او نجومي حساب په اړه ولوستلې، که څه هم موږ په وار وار په دې اړه څرګندونې کړې دي، خو بیا هم خیر دی، زه به دا موضوع نوره هم روښانه او ټینګه کړم، هیله لرم چې وروڼه په کې په ځیرکتیا او دقت سره فکر وکړي. نو په توکل سره وایم:

۱- اې وروڼو! موږ نجومي حساب په دې موضوع کې نه دخیل کوو؛ ځکه شرعي نص یوازې پر لیدلو (رویت) تکیه کوي او موږ د هماغه پر بنسټ روژه نیسو او اختر کوو. که موږ د روژې د میاشتې د نهه ویشتمې په ماښام سپوږمۍ ونه لیدله، نو د میاشتې دېرش ورځې پوره کوو، که څه هم د نجومي حساب له مخې سپوږمۍ موجوده وي خو د ورېځو یا نورو جوي حالاتو له امله پټه وي. ځکه چې لیدل (رویت) د اعتبار وړ دی، ځکه شرعي نص پر لیدلو راغلی نه پر کوني پدیدې. د رسول الله ﷺ هغه حدیث وګورئ چې بخاري روایت کړی دی:

صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ

"د هغه (سپوږمۍ) په لیدو روژه ونیسئ او د هغه په لیدو روژه ماته کړئ (اختر وکړئ)، که پر تاسو ورېځ شوه (سپوږمۍ پټه شوه)، نو د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ." (بخاري)

او هغه چې امام احمد روایت کړی:

لَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ، وَقَالَ: صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غَبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ

"تر هغه پورې روژه مه نیسئ چې سپوږمۍ مو نه وي لیدلې، او تر هغه پورې روژه مه ماتوئ چې سپوږمۍ مو نه وي لیدلې، او ویې فرمایل: د هغه په لیدو روژه ونیسئ او د هغه په لیدو روژه ماته کړئ، که پر تاسو ورېځ شوه، نو دېرش ورځې حساب کړئ." (احمد)

نو که مثلاً ورېځ سپوږمۍ پټه کړي او مسلمانان یې ونه ویني، سره له دې چې د نجومي حساب له مخې هغه په حقیقت کې تر ورېځو شا ته موجوده وي، موږ پر دې اساس اختر نه کوو، بلکې واجبه ده چې دېرشمه ورځ روژه ونیسو؛ ځکه چې موږ هغه نه ده لیدلې. بیا تکراروم چې حدیث وګورئ: «فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ» سره له دې چې په نجومي حساب کې موجوده ده.

۲- موږ پوهېږو چې په نجومي حساب کې په ثانیه معلومېږي چې د سپوږمۍ او لمر یو ځای کېدل (اقتران) کله دي، سپوږمۍ کله زېږي، کله ډوبېږي او د لمر تر ډوبېدو وروسته څو دقیقې پاتې کېږي... خو شرعي نص پر کوني پدیدې نه دی راغلی، بلکې پر لیدلو (رویت) راغلی دی. د بېلګې په توګه د لمانځه وختونه وګورئ، هلته نص کوني پدیده ذکر کړې او یوازې پر لیدلو یې بسنه نه ده کړې:

أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ

"لمونځ د لمر له زواله (ښکته کېدو) څخه بیا د شپې تر تورې تیارې پورې قایم کړه." (سورة الاسراء [۱۷]: ۷۸)

او همدارنګه:

إِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ فَصَلُّوا

"کله چې لمر زوال وکړ، نو لمونځ وکړئ."

نو لمونځ په وخت پورې تړلی و، په هره وسیله چې دې وخت معلوم کړ، لمونځ دې صحیح دی. که لمر ته وګورې چې د زوال وخت معلوم کړې، یا سیوري ته وګورې لکه څنګه چې د لمانځه د وختونو په احادیثو کې راغلي، که دا کار دې وکړ او وخت دې معلوم کړ، لمونځ دې صحیح دی. او که دا دې ونه کړل بلکې په نجومي حساب دې معلومه کړه چې د زوال وخت په فلاني ساعت دی او خپل ساعت ته دې وکتل پرته له دې چې بهر ووځې چې لمر یا سیوری وګورې، لمونځ دې صحیح دی؛ یعنې په هره وسیله چې وخت معلوم کړې. ولې؟ ځکه چې الله سبحانه له تا څخه د وخت په داخلېدو سره لمونځ غوښتی او د وخت د معلومولو طریقه یې تاته پرېښې ده. لکه څنګه چې وینئ دلته که په لیدلو وخت معلوم کړئ لمونځ کوئ او که په ساعت یې حساب کړئ هم لمونځ کوئ، یعنې دلته (په لیدلو او حساب) دواړو لمونځ کېږي؛ ځکه نص پر لیدلو نه بلکې پر کوني پدیدې دی... خو دا د روژې او اختر له شرعي نص سره توپیر لري چې په هغو کې پر لیدلو (رویت) ټینګار شوی دی.

۳- مګر دا چې شاهد ته امر مشتبه شي او شهادت ورکړي چې سپوږمۍ یې لیدلې په داسې حال کې چې هغه سپوږمۍ نه بلکې بل څه وي، نو دا د قاضي یا د میاشتې د اعلان د صلاحیت لرونکي چارواکي دنده ده چې له شاهدانو او د هغوی له شمېر څخه ډاډ ترلاسه کړي، هرڅومره چې شمېر زیاتېږي ډاډ هم ډېرېږي. همدارنګه د شاهد د سترګو روغتیا، د سپوږمۍ د قوس لوری، د لمر تر ډوبېدو وروسته د هغې د پاتې کېدو موده، هغه ځای چې لیدلې یې ده، ایا شاهد مسلمان دی، ایا فاسق دی... او داسې نور شیان وڅېړي. ابن عباس رضي الله عنهما روایت کوي:

جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى النَّبِيِّ ﷺ فَقَالَ رَأَيْتُ الْهِلَالَ فَقَالَ أَتَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ قَالَ نَعَمْ فَنَادَى النَّبِيُّ ﷺ أَنْ صُومُوا

"یو اعرابي نبي ﷺ ته راغی او ویې ویل: ما سپوږمۍ ولیده، هغه ﷺ وفرمایل: ایا شاهدي ورکوې چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله بنده او رسول دی؟ هغه وویل: هو، نو نبي ﷺ غږ وکړ چې روژه ونیسئ." (سنن نسائي)

په دې ډول له شاهد څخه ډاډ ترلاسه کېږي، خو پرته له دې چې نجومي حساب په موضوع کې داخل شي؛ یعنې قاضي ورته نه وایي چې نجومي حساب وایي سپوږمۍ تر ورېځو شا ته شته یا نشته. ځکه چې په دې مسله کې د نجومي حساب داخلول د رسول الله ﷺ د دې حدیث خلاف دي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». نص واضح دی چې میاشت باید دېرش پوره شي که څه هم په حساب کې تر ورېځو شا ته موجوده وي خو نه لیدل کېږي.

۴- مګر د پوښتونکي دا خبره چې: (رسول الله ﷺ فرمایي: «إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لاَ نَكْتُبُ وَلاَ نَحْسُبُ، الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ وَمَرَّةً ثَلَاثِينَ» "بخاري"، ایا له دې څخه د مفهوم المخالفة له مخې داسې نه فهمېږي چې موږ ځکه پر لیدلو تکیه کوو چې نه لیکل کوو او نه حساب، نو که حساب زده کړو بیا پر نجومي حساب عمل کوو؟)، دا فهم سم نه دی او دا خبره مردوده ده لکه څنګه چې په اصولو کې معلومه ده؛ ځکه چې دا مفهوم "معطل" دی، ځکه چې د (اُمیت/نالوستوب) صفت د "غالب" حالت په توګه ذکر شوی، ځکه عرب په هغه وخت کې اکثره نالوستي وو. سربېره پر دې، دا مفهوم د نورو نصوصو د "منطوق" په واسطه معطل شوی چې یو یې دا حدیث دی: «فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ» (بخاري). په دې کې کوم قید نه دی ذکر شوی، یعنې که د ورېځو، باران یا بل هر لامل له امله لیدل ممکن نه وي، شرعي حکم د میاشتې د دېرش ورځو پوره کول دي، حتی که سپوږمۍ ختلې هم وي خو ورېځ یې پټوي. نو ځکه د حدیث پر منطوق عمل کېږي او مفهوم المخالفة معطلیږي. یعنې دلته مفهوم المخالفة په دوو دلیلونو معطل دی: یو دا چې دا صفت د غالب حالت لپاره دی، او بل دا چې د بل نص منطوق له دغه مفهوم سره په ټکر کې دی.

دا په اصولو کې د "مفهوم" د کارولو په شرطونو کې په ډېرو مواردو کې پېښېږي؛ مفهوم هغه وخت معطلیږي چې یا د غالب حالت لپاره ذکر شوی وي، یا بل نص یې په خپل منطوق سره معطل کړي، لکه:

وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ

"او خپل اولادونه د فقر له وېرې مه وژنئ." (سورة الاسراء [۱۷]: ۳۱)

دلته (د فقر وېره) یو مفهم صفت دی، خو دا د غالب حالت لپاره راغلی ځکه هغوی به خپل اولادونه د فقر له اېرې وژل. بیا دا مفهوم د دغه نص په واسطه معطل شوی:

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ

"او څوک چې یو مومن په قصدي ډول ووژني، نو جزا یې جهنم دی." (سورة النساء [۴]: ۹۳)

له همدې امله دا مفهوم معطلیږي، نو داسې نه ویل کېږي چې یوازې د فقر له وېرې د اولاد وژل حرام دي او که څوک یې د شتمنۍ په حالت کې ووژني نو حلال دي! بلکې په دواړو حالتونو کې حرام دي. همدارنګه دا آیت:

لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً

"سود په څو چنده زیاتوالي سره مه خورئ." (سورة آل عمران [۳]: ۱۳۰)

دلته (څو چنده زیاتوالی) یو مفهم صفت دی او د غالب حالت لپاره راغلی ځکه هغوی به په څو چنده زیاتوالي سود خوړ. بیا دا مفهوم د دغه نص په واسطه معطل شو:

وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا

"او الله تجارت حلال کړی او سود یې حرام کړی دی." (سورة البقرة [۲]: ۲۷۵)

نو ځکه دا مفهوم معطلیږي او داسې نه ویل کېږي چې یوازې ډېر سود حرام دی او لږ سود جایز دی، بلکې سود که هر څومره وي حرام دی؛ ځکه د (څو چنده زیاتوالي) مفهوم معطل دی.

په همدې ترتیب د (اُمیت) کلمې مفهوم هم معطل دی لکه څنګه چې مو بیان کړل؛ یعنې که د ورېځو یا باران له امله سپوږمۍ ونه لیدل شوه، واجبه ده چې دېرش ورځې پوره شي، که موږ په حساب پوهېږو او که نه.

۵- د سږ کال د کوچني اختر په اړه که مو پام کړی وي، موږ دا ځل په اعلان کې ځنډ وکړ او لامل یې د موضوع په دقت پلټل وو، ځکه چې د لیدلو مختلف شهادتونه وو:

الف- افغانستان، مالي او نایجر د ۲۰۲۲/۴/۳۰ د شنبې تر لمر ډوبېدو وروسته د سپوږمۍ لیدل اعلان کړل او په دې اساس یې یکشنبه د ۱۴۴۳ هـ ق د شوال لومړۍ او د اختر ورځ اعلان کړه.

ب- شاوخوا ۲۱ عربي هېوادونو د شنبې تر لمر ډوبېدو وروسته د سپوږمۍ نه لیدل اعلان کړل او یکشنبه یې د روژې متممه (دېرشمه) ورځ وبلله او دوشنبې یې اختر اعلان کړ.

ج- څلور هېوادونه چې د تقویم له مخې یې شنبه د روژې ۲۸مه وه، نو د شنبې په ماښام یې سپوږمۍ ونه پلټله بلکې په بله ورځ (یکشنبه) یې وپلټله او و یې نه لیدله، نو دوشنبې یې د روژې دېرشمه او سه شنبه یې اختر اعلان کړ؛ دا هېوادونه هند، بنګله دېش، ایران او پاکستان وو.

۶- دلته لازمه وه چې د هغه چا پیروي وشي چې سپوږمۍ یې لیدلې ده، ځکه هغه څوک چې ویني، پر هغه چا چې نه یې ویني حجت (دلیل) دی، او د لیدلو ډاډ ترلاسه کول باید د شرعي نصوصو سره سم وي پرته له دې چې نجومي حساب په کې داخل شي، ځکه د رسول الله ﷺ حدیث په دې اړه واضح دی چې فرمایي: «فَإِنْ غَبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». او دا چې مالي او نایجر د افغانستان لوېدیځ ته دي، نو که په افغانستان کې لیدل ثابت شي، په مالي او نایجر کې خو په لومړي قدم کې ثابتېږي. نو ځکه موږ له افغانستانه پلټنه پیل کړه او په دغو دریو هېوادونو کې د لیدلو اعلان داسې و:

الف- نایجر د شنبې تر لمر ډوبېدو وروسته په دیفا، طاوا، مرادي او زندر ښار کې د شوال د میاشتې لیدل اعلان کړل.

ب- د افغانستان سترې محکمې د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې یکشنبه د ۲۰۲۲ کال د می لومړۍ نېټه په هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. لکه څنګه چې له هغه هېواده راغلي، لیدل په (غور، غزني، کندهار او فراه) ولایتونو کې شوي وو او په ولایتي کمېټو کې ۲۷ صحیح شهادتونه ثبت شوي وو.

ج- مالي هېواد هم د شنبې په ماښام په دوو ځایونو کې د ۸ شاهدانو له لوري د سپوږمۍ لیدل اعلان کړل.

یعنې لیدل په مختلفو ځایونو کې د نږدې ۳۹ شاهدانو له لوري شوي وو... موږ د حقیقت معلومولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه، په ځانګړې توګه له افغانستانه، ځکه مالي او نایجر لوېدیځ ته دي؛ که په افغانستان کې لیدل سم وي نو په مالي او نایجر کې خو یقیني دي... موږ یوازې پر رسنیو او حتی په ولایتونو کې خپلو باوري کسانو پر راپورونو بسنه ونه کړه، بلکې په افغانستان کې مو له رسنیزو فعالانو او په اروپا کې له ځینو افغان وروڼو سره اړیکه ونیوله چې هغوی په افغانستان کې له خپلو پېژندویانو سره اړیکه ونیسي، ترڅو چې موږ ته د لیدلو بشپړ ډاډ ترلاسه شو او بیا مو د مدینې په وخت د شپې په شاوخوا دولسو بجو اعلان وکړ.

۷- مګر د پوښتونکي دا پوښتنه چې ولې مسلمانان په لیدلو کې اختلاف کوي؟ ځواب یې ډېر ساده او اسانه دی:

الف- لومړی دا چې دا اختلاف د شرعي حکم د نه پیروي له امله دی، سره له دې چې حکم روښانه دی! رسول الله ﷺ موږ ته د لیدلو پیروي واجبه کړې او په دې خبره یې ټینګار کړی چې: «فَإِنْ غَبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». له دې څخه په واضح ډول معلومېږي چې نجومي حساب د اعتبار وړ نه دی؛ ځکه نص واجبه کړې چې که سپوږمۍ ونه لیدل شوه میاشت دېرش پوره کړئ، که څه هم ورېځو سپوږمۍ پټه کړې وي او نجومي حساب یې شتون ثابتوي، بیا هم پر هغه عمل کول سم نه دي بلکې میاشت دېرش پوره کېږي. لکه څنګه چې په احادیثو کې راغلي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»، او بل ځای فرمایي: «لَا تُقَدِّمُوا الشَّهْرَ حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ أَوْ تُكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثُمَّ صُومُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ أَوْ تُكْمِلُوا الْعِدَّةَ» (ابو داود). او بل روایت کې: «إِذَا رَأَيْتُمْ الْهِلَالَ فَصُومُوا وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَصُومُوا ثَلَاثِينَ يَوْماً» (مسلم). په دې اړه احادیث ډېر دي او دا ټول پر دې دلالت کوي چې معیار د سپوږمۍ لیدل یا د ورځو پوره کول دي. د دې احادیثو مطلب دا نه دی چې هر سړی باید پخپله سپوږمۍ وګوري، بلکې مراد ترې د عادلو شاهدانو شاهدي ده. له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې ویې فرمایل: «تَرَاءَى النَّاسُ الْهِلَالَ فَأَخْبَرْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ أَنِّي رَأَيْتُهُ فَصَامَهُ وَأَمَرَ النَّاسَ بِصِيَامِهِ» (ابو داود).

ب- دویم لامل دا دی چې مسلمانان خلافت نه لري؛ هغوی یو واحد حاکم نه لري چې دا اختلاف پرته له تفرقې له منځه یوسي. د رسول الله ﷺ په حدیث کې په دې اړه فکر کول دا حقیقت روښانه کوي؛ امام احمد په خپل مسند کې روایت کوي چې د انصارو ځینو صحابه وو وویل:

غُمَّ عَلَيْنَا هِلَالُ شَوَّالٍ فَأَصْبَحْنَا صِيَاماً فَجَاءَ رَكْبٌ مِنْ آخِرِ النَّهَارِ فَشَهِدُوا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ أَنَّهُمْ رَأَوْا الْهِلَالَ بِالْأَمْسِ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ يُفْطِرُوا مِنْ يَوْمِهِمْ وَأَنْ يَخْرُجُوا لِعِيدِهِمْ مِنَ الْغَدِ

"د شوال سپوږمۍ راباندې پټه شوه او موږ په روژه کې سهار کړ، نو د ورځې په پای کې یو کاروان راغی او د رسول الله ﷺ په حضور کې یې شاهدي ورکړه چې دوی پرون سپوږمۍ لیدلې وه، نو رسول الله ﷺ امر وکړ چې روژه ماته کړي او سبا د اختر لمانځه ته ووځي." (مسند احمد)

سره له دې چې په هغه وخت کې د کلیو او ښارونو ترمنځ اړیکه ستونزمنه وه، خو ستونزه په دې حل شوه چې رسول الله ﷺ په مدینه کې مسلمانانو ته د روژې ماتولو امر وکړ، ځکه چې سپوږمۍ په بېدیا (صحرا) کې لیدل شوې وه، او بیا یې امر وکړ چې سبا اختر وکړي ځکه چې د هغوی خبر د اختر د لمانځه تر وخت وروسته رسېدلی و. دا په داسې حال کې و چې له یوه ښاره بل ته د خبر رسېدو ډېر وخت نیوه، نو نن چې خبر په ډېره چټکتیا سره رسېږي څنګه به وي؟ که مسلمانانو یو خلیفه او یو دولت درلودای، هغوی به د الله د بندګانو په څېر وروڼه وو. په ځانګړې توګه دا چې په هغو چارو کې "تبني" (د یوه شرعي نظر غوره کول) چې مسلمانان سره یوځای کوي، اسلام پر دولت، حزب او فرد باندې د شرعي حکم له مخې لازمه کړې ده. نو د هغه شرعي نظر غوره کول چې مسلمانان سره متحد کوي، په اسلام کې خورا لوړه درجه لري.

همدا دوه کارونه دي چې اختلاف له منځه وړي، او پر مسلمانانو واجبه ده چې د هغو د تحقق لپاره خپله وسه وکاروي ترڅو مسلمانان بېرته د هغه غوره امت په څېر شي چې د خلکو (هدایت) لپاره را ایستل شوی، لکه څنګه چې الله تعالی په خپل محکم کتاب کې فرمایلي:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ

"تاسو هغه غوره امت یاست چې د خلکو (د ګټې او لارښوونې) لپاره پیدا شوي یاست، پر نېکیو امر کوئ او له بدیو څخه منع کوئ او پر الله ایمان لرئ." (سورة آل عمران [۳]: ۱۱۰)

په پای کې له الله سبحانه څخه غواړم چې ټولو مسلمانانو ته د سمالارې هدایت وکړي، هغوی ته د اسلام په وسیله عزت ورکړي، او د دوی دولت (خلافت) له ډېر غیاب وروسته بېرته قایم کړي، ترڅو بیا د خپل رب په اطاعت کې اختلاف ونه کړي بلکې داسې وي لکه سبحانه چې فرمایلي:

فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ

"بیا هغوی د الله په نعمت او فضل سره (له جنګه) راستانه شول، هېڅ زیان ورته ونه رسېد او د الله د رضا پیروي یې وکړه، او الله د لوی فضل خاوند دی." (سورة آل عمران [۳]: ۱۷۴)

الله مو طاعات قبول کړه، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۰ شوال ۱۴۴۳ هـ ق د ۲۰۲۲/۰۵/۱۰ م سره سمون لري

Share Article

Share this article with your network