Home About Articles Ask the Sheikh
null

د میاشتې د لیدلو او فلکي حساب په اړه د پوښتنې ځواب

May 11, 2022
83

د جلیل عالم، عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلې فیسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

د میاشتې لیدل او فلکي حساب

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:

هغو وروڼو ته چې زموږ پاڼې ته یې د میاشتې د لیدلو او فلکي حساب په اړه پوښتنې رالېږلې دي...

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

ما د میاشتې د لیدلو او فلکي حساب په اړه ستاسو پوښتنې ولوستلې، که څه هم موږ په وار وار په دې اړه څرګندونې کړې دي، خو بیا هم کومه ستونزه نشته، زه به دا موضوع نوره هم روښانه او تایید کړم. هیله ده وروڼه په کې په ځیر او دقت سره فکر وکړي. زه د الله په توفیق سره وایم:

۱- اې وروڼو! موږ په دې موضوع کې فلکي حساب نه داخلوو، ځکه شرعي نص یوازې پر لیدلو (رؤیت) تکیه کوي او موږ پر همدې بنسټ روژه نیسو او ماتوو یې. که موږ د رمضان د نهه ویشتمې په ماښام میاشت ونه لیدله، نو دېرش ورځې پوره کوو، که څه هم د فلکي حساب له مخې میاشت موجوده وي خو ورېځې یا نورو جوي حالاتو پټه کړې وي. ځکه چې لیدل معتبر دي او شرعي نص پر لیدلو دی، نه پر کوني پدیده. د رسول الله ﷺ هغه حدیث ته وګورئ چې بخاري روایت کړی دی:

قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ: قَالَ النَّبِيُّ ﷺ أَوْ قَالَ: قَالَ أَبُو الْقَاسِمِ ﷺ: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»

"د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او په لیدلو سره یې روژه ماته کړئ، نو که پر تاسو (میاشت) پټه شوه، د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ." (صحیح بخاري)

او هغه چې احمد روایت کړی:

قَالَ سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ يَقُولُ: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ: «لَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ، وَقَالَ: صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غَبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»

"تر هغه پورې روژه مه نیسئ چې میاشت مو نه وي لیدلې او تر هغه پورې روژه مه ماتوئ چې میاشت مو نه وي لیدلې، او ویې وفرمایل: په لیدلو یې روژه ونیسئ او په لیدلو یې ماته کړئ، نو که پر تاسو پټه شوه، نو دېرش ورځې وشمېرئ." (مسند احمد)

نو که مثلاً ورېځې میاشت پټه کړه او مسلمانانو ونه لیدله، سره له دې چې د فلکي حساب له مخې هغه په حقیقت کې تر ورېځو وروسته موجوده وي، موږ پر دې اساس روژه نه ماتوو، بلکې واجبه ده چې دېرشمه ورځ روژه ونیسو ځکه میاشت مو نه ده لیدلې. بیا تکراروم چې حدیث ته وګورئ: «فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ» (نو که پر تاسو پټه شوه، د شعبان میاشتې شمېر دېرش پوره کړئ)، سره له دې چې په فلکي حساب کې هغه موجوده وي.

۲- موږ پوهېږو چې په فلکي حساب سره تر ثانیې پورې معلومېږي چې د میاشتو یو ځای کېدل (اقتران) کله دي، میاشت کله زېږي، کله غایبېږي او تر لمر لوېدو وروسته څو دقیقې پاتې کېږي... خو شرعي نص پر کوني پدیدې باندې نه دی، بلکې پر لیدلو (رؤیت) دی. د مثال په توګه د لمانځه وختونو ته وګورئ، هلته نص کوني پدیده یاده کړې او یوازې په لیدلو پورې یې نه ده تړلې:

أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ

"د لمر له زوال څخه لمونځ قایم کړه." (سورة الإسراء [۱۷]: ۷۸)

او فرمایي: «إِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ فَصَلُّوا» (کله چې لمر له زوال څخه واوښت، لمونځ وکړئ). نو لمونځ په وخت پورې تړلی و، په هرې وسیلې چې وخت ثابت شي، لمونځ کولی شئ. که لمر ته وګورئ چې د زوال وخت دی، یا سیوري ته وګورئ چې د هر شي سیوری د هغه برابر یا دوه چنده شي لکه څنګه چې د لمانځه د وختونو په احادیثو کې راغلي، که مو دا کار وکړ او وخت ثابت شو، لمونځ مو سم دی. که دا مو ونه کړل، بلکې په فلكي حساب مو وشمېرل او پوه شوئ چې د زوال وخت پلانی ساعت دی، نو بې له دې چې بهر لمر یا سیوري ته وګورئ، یوازې خپل ساعت ته مو وکتل، لمونځ مو صحیح دی. یعنې په هرې وسیلې چې وخت ثابت شي. ولې؟ ځکه الله سبحانه له تاسو څخه د وخت په داخلېدو سره لمونځ غوښتی او د وخت د ثبوت طریقه یې تاسو ته پرېښې ده. لکه څنګه چې وینئ، که په سترګو زوال ووینئ لمونځ کوئ او که په ساعت یې حساب کړئ هم لمونځ کوئ، یعنې دلته (په لیدلو او حساب) دواړو لمونځ کېږي ځکه نص پر لیدلو نه بلکې پر کوني پدیدې (وخت) دی... او دا د روژې او اختر له شرعي نص سره توپیر لري چې هغه پر لیدلو (رؤیت) ټینګار کړی دی.

۳- مګر دا چې شاهد ته دې معامله مشکوکه شي او ګمان وکړي چې میاشت یې لیده خو په اصل کې یې بل څه لیدلي وي، دا د قاضي یا د میاشتې د اعلان د صلاحیت لرونکي چارواکي دنده ده چې له شاهدانو او د هغوی له شمېر څخه ډاډ ترلاسه کړي. څومره چې شمېر ډېرېږي، ډاډ ډېرېږي. همدارنګه د شاهد د سترګو روغتیا، د میاشتې د قوس لوری، تر لمر لوېدو وروسته د میاشتې د پاتې کېدو موده، هغه ځای چې میاشت پکې لیدل شوې، او دا چې شاهد مسلمان دی که فاسق... او داسې نور وڅېړي.

أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ أَبِي رِزْمَةَ قَالَ: أَنْبَأَنَا الْفَضْلُ بْنُ مُوسَى عَنْ سُفْيَانَ عَنْ سِمَاكٍ عَنْ عِكْرِمَةَ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى النَّبِيِّ ﷺ فَقَالَ رَأَيْتُ الْهِلَالَ فَقَالَ أَتَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ قَالَ نَعَمْ فَنَادَى النَّبِيُّ ﷺ أَنْ صُومُوا

"له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې یو اعرابي (کوچی) نبي ﷺ ته راغی او ویې ویل: ما میاشت ولیده. رسول الله ﷺ وفرمایل: ایا شاهدي ورکوې چې له الله پرته بل حق معبود نشته او محمد د الله بنده او رسول دی؟ هغه وویل: هو. نو نبي ﷺ اعلان وکړ چې روژه ونیسئ." (سنن نسائي)

په دې ډول له شاهد څخه ډاډ ترلاسه کېږي، خو پرته له دې چې فلکي حساب په موضوع کې داخل کړل شي. یعنې شاهد ته نه ویل کېږي چې فلکي حساب وایي میاشت تر ورېځو وروسته شته یا نشته؛ ځکه په دې مسئله کې د فلکي حساب داخلول د رسول الله ﷺ د حدیث خلاف دي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». دلته نص واضح دی چې میاشت دېرش پوره شي، سره له دې چې په حساب سره هغه تر ورېځو وروسته شته خو نه لیدل کېږي.

۴- مګر د پوښتونکي دا خبره: (چې رسول الله ﷺ فرمایي: «إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لاَ نَكْتُبُ وَلاَ نَحْسُبُ، الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ وَمَرَّةً ثَلَاثِينَ» "موږ یو نالوستی (امې) امت یو، نه لیکو او نه حساب کوو، میاشت داسې او داسې ده، یعنې کله ۲۹ او کله ۳۰ ورځې وي" (بخاري). ایا له دې څخه په مفهوم مخالف سره دا نه فهمول کېږي چې موږ ځکه پر لیدلو عمل کوو چې لیک او حساب نه شو کولی، نو که حساب زده کړو بیا به پر فلکي حساب عمل کوو؟)

نو دا فهم سم نه دی او په اصولو کې مردوده خبره ده. ځکه دا مفهوم معطل دی، ځکه چې د (امې) صفت د "غالب حال" په توګه یاد شوی دی، یعنې عرب په هغه وخت کې اکثره نالوستي وو. سربېره پر دې، دا مفهوم د نورو نصوصو په منطوق سره معطل شوی دی، له هغې جملې دا حدیث: «فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ» (بخاري). او له دې سره کوم قید نه دی ذکر شوی، یعنې که د میاشتې لیدل د ورېځو، باران یا بل کوم لامل له امله ممکن نه وي، شرعي حکم د دېرش ورځو پوره کول دي، که څه هم میاشت راختلې وي خو ورېځې یې پټوي. نو ځکه د حدیث پر منطوق عمل کېږي او مفهوم مخالف معطل کېږي. یعنې دا مفهوم مخالف دلته په دوو دلیلونو معطل دی: یو دا چې دا صفت د غالب حال لپاره دی، او بل دا چې د بل نص منطوق له دغه مفهوم سره په ټکر کې دی.

دا په ډېرو مواردو کې د مفهوم پر بنسټ د عمل کولو په شرطونو کې راځي؛ مفهوم هغه وخت معطل کېږي چې د غالب حال لپاره وي، یا بل نص یې په منطوق سره معطل کړي، لکه:

وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ

"او خپل اولادونه د فقر له وېرې مه وژنئ." (سورة الإسراء [۱۷]: ۳۱)

دلته (د فقر وېره) یو صفت دی چې مفهوم ورکوي، خو دا د غالب حال په توګه ذکر شوی ځکه هغوی به خپل اولادونه د فقر له وېرې وژل. بیا دا مفهوم په دې نص سره معطل شوی دی:

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ

"او څوک چې یو مؤمن په قصدي ډول ووژني، نو سزا یې جهنم ده." (سورة النساء [۴]: ۹۳)

له همدې امله دغه مفهوم معطل کېږي، نو دا نه ویل کېږي چې یوازې د فقر له وېرې د اولادونو وژل حرام دي او که څوک شتمن وي نو وژل یې حلال دي! بلکې په دواړو حالتونو کې حرام دي، که د فقر له امله وي که د شتمنۍ. همدارنګه دا ایت:

لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً

"سود په څو چنده زیاتوالي سره مه خورئ." (سورة آل عمران [۳]: ۱۳۰)

دلته (څو چنده زیاتوالی) یو مفهوم لرونکی صفت دی او دا هم د غالب حال په توګه ذکر شوی، ځکه هغوی به په څو چنده زیاتوالي سره سود اخیست. بیا دا مفهوم په دې نص سره معطل شو:

وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا

"او الله تجارت حلال کړی او سود یې حرام کړی دی." (سورة البقرة [۲]: ۲۷۵)

له همدې امله دا مفهوم معطل کېږي، نو دا نه ویل کېږي چې یوازې ډېر سود حرام دی او کم سود جایز دی! بلکې سود که هر څومره کم وي حرام دی ځکه د (څو چنده) مفهوم معطل دی لکه څنګه چې مو وویل.

په همدې ډول، د (امية/نالوستي) کلمې مفهوم هم معطل دی لکه څنګه چې مو بیان کړل، یعنې که د میاشتې لیدل د ورېځو یا باران له امله ممکن نه وي، باید دېرش ورځې پوره شي، که موږ حساب پوهېږو او که نه.

۵- د سږ کال د کوچني اختر په اړه که مو پام کړی وي، موږ په اعلان کې یو څه وځنډېدو او لامل یې د موضوع پلټنه او ډاډ ترلاسه کول وو، ځکه د لیدلو په اړه بېلابېلې شاهدۍ وې:

الف- افغانستان، مالي او نایجر د ۲۰۲۲/۴/۳۰ د شنبې په ماښام د میاشتې لیدل اعلان کړل او په پایله کې یې یکشنبه د ۱۴۴۳ هـ ق کال د شوال لومړۍ او د اختر ورځ اعلان کړه.

ب- شاوخوا ۲۱ عربي هېوادونو د شنبې په ماښام د لیدلو نه ثابتېدل اعلان کړل او یکشنبه یې د رمضان پوره کوونکې وبلله او دوشنبې یې اختر اعلان کړ.

ج- څلورو هېوادونو (هند، بنګله دېش، ایران او پاکستان) په خپل تقویم کې شنبه د رمضان ۲۸مه وه، نو هغوی د شنبې په ماښام میاشت ونه لټوله بلکې بله ورځ یې ولټوله او ویې نه لیده، نو دوشنبې یې متمم او سه شنبه یې اختر اعلان کړ.

۶- دلته لازمه وه چې د هغه چا پیروي وشي چې میاشت یې لیدلې ده، ځکه څوک چې ویني پر هغه چا حجت دی چې نه یې ویني، او د لیدلو ثبوت باید د شرعي نصوصو په اساس وي بې له دې چې فلکي حساب په کې داخل شي، ځکه د رسول الله ﷺ حدیث په دې اړه واضح دی چې فرمایي: «فَإِنْ غَبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». او له دې امله چې مالي او نایجر د افغانستان لوېدیځ ته دي، نو که په افغانستان کې میاشت ثابته شي، نو په مالي او نایجر کې خو په لومړیتوب سره ثابته ده. له همدې امله موږ د افغانستان له خبر څخه پلټنه پیل کړه او په دغو دریو هېوادونو کې اعلان شوی رؤیت داسې و:

الف- نایجر د شنبې په ماښام د دیفا، طاوا، مرادي او زندر په ښارونو کې د شوال د میاشتې لیدل اعلان کړل.

ب- د افغانستان سترې محکمې د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې یکشنبه د ۲۰۲۲ د می لومړۍ نېټه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. لکه څنګه چې له هغه هېواد څخه راغلي، لیدل په (غور، غزني، کندهار او فراه ولایتونو کې شوي او په ولایتي کمیټو کې ۲۷ صحیح شاهدۍ ثبت شوې وې...).

ج- مالي هم د شنبې په ماښام په دوو ځایونو کې د ۸ شاهدانو له خوا د میاشتې لیدل اعلان کړل.

یعنې لیدل په بېلابېلو ځایونو کې د شاوخوا ۳۹ شاهدانو له خوا شوي وو... موږ د ډاډ لپاره خپله هڅه وکړه په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه، ځکه مالي او نایجر لوېدیځ ته دي، که په افغانستان کې لیدل سم وي نو په هغو کې خو په یقیني ډول سم دي... موږ یوازې پر رسنیو او حتی په ولایتونو کې پر خپلو باوري کسانو بسنه ونه کړه، بلکې په افغانستان کې مو له میډیا دفتر او په اروپا کې له ځینو افغان وروڼو سره اړیکه ونیوله ترڅو په افغانستان کې له خپلو پېژندګلوو څخه ډاډ ترلاسه کړي، تر هغه چې موږ ته د لیدلو په اړه پوره ډاډ حاصل شو او بیا مو د مدینې په وخت د شپې په شاوخوا دولسو بجو اعلان وکړ.

۷- مګر دا چې پوښتونکی وایي ولې مسلمانان په لیدلو کې اختلاف کوي؟ ځواب یې ډېر ساده دی:

الف- اختلاف د شرعي حکم د نه پیروۍ له امله دی سره له دې چې حکم روښانه دی! رسول الله ﷺ موږ ته د لیدلو پیروي واجبه کړې او په دې خبره یې ټینګار کړی چې: «فَإِنْ غَبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». له دې څخه په واضح ډول معلومېږي چې فلکي حساب اعتبار نه لري، ځکه نص واجبه کړې چې که میاشت د ورېځو له امله ونه لیدل شوه باید دېرش ورځې پوره شي، که څه هم تر ورېځو وروسته موجوده وي او فلکي حساب یې شتون ثابت کړي. سره له دې هم پر هغه عمل نه صحیح کېږي بلکې میاشت دېرش پوره کوو لکه څنګه چې په احادیثو کې راغلي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ». او رسول الله ﷺ فرمایلي: «لَا تُقَدِّمُوا الشَّهْرَ حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ أَوْ تُكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثُمَّ صُومُوا حَتَّى تَرَوْا الْهِلَالَ أَوْ تُكْمِلُوا الْعِدَّةَ» (ابو داود روایت کړی). او فرمایلي یې دي: «إِذَا رَأَيْتُمْ الْهِلَالَ فَصُومُوا وَإِذَا رَأيتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَصُومُوا ثَلَاثِينَ يَوْماً» (مسلم روایت کړی). په دې اړه احادیث ډېر دي او دا ټول پر دې دلالت کوي چې معتبر شی د میاشتې لیدل یا د شمېر پوره کول دي. د دې احادیثو مطلب دا نه دی چې هر سړی باید په خپله میاشت وګوري، بلکې مراد ترې د عادلو شاهدانو شاهدي ده، لکه څنګه چې له ابن عمر رضي الله عنهما څخه ثابت دي چې ویې ویل: «تَرَاءَى النَّاسُ الْهِلَالَ فَأَخْبَرْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ أَنِّي رَأَيْتُهُ فَصَامَهُ وَأَمَرَ النَّاسَ بِصِيَامِهِ» (ابو داود روایت کړی).

ب- او دویم لامل دا دی چې مسلمانان خلافت نه لري، دوی یو حاکم نه لري چې د تفرقې پرته دا اختلاف له منځه یوسي. د رسول الله ﷺ د حدیث په تدبر سره دا موضوع روښانه کېږي، لکه څنګه چې احمد په خپل مسند کې روایت کړی:

حَدَّثَنَا هُشَيْمٌ أَخْبَرَنَا أَبُو بِشْرٍ عَنْ أَبِي عُمَيْرِ بْنِ أَنَسٍ حَدَّثَنِي عُمُومَةٌ لِي مِنَ الْأَنْصَارِ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ قَالَ: «غُمَّ عَلَيْنَا هِلَالُ شَوَّالٍ فَأَصْبَحْنَا صِيَاماً فَجَاءَ رَكْبٌ مِنْ آخِرِ النَّهَارِ فَشَهِدُوا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ أَنَّهُمْ رَأَوْا الْهِلَالَ بِالْأَمْسِ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ يُفْطِرُوا مِنْ يَوْمِهِمْ وَأَنْ يُخْرُجُوا لِعِيدِهِمْ مِنَ الْغَدِ»

"له انصارو صحابه وو څخه روایت دی چې: پر موږ د شوال میاشت پټه شوه نو سهار مو په روژه پیل وکړ، د ورځې په پای کې یو کاروان راغی او د رسول الله ﷺ په وړاندې یې شاهدي ورکړه چې دوی پرون میاشت لیدلې ده، نو رسول الله ﷺ ورته امر وکړ چې روژه ماته کړي او سبا د اختر لمانځه ته ووځي." (مسند احمد)

سره له دې چې په هغه وخت کې د کلیو او ښارونو ترمنځ اړیکه سخته وه، خو ستونزه په دې حل شوه چې رسول الله ﷺ په مدینه کې مسلمانانو ته د روژې ماتولو امر وکړ ځکه میاشت په بادیه (صحرایي سیمه) کې لیدل شوې وه، او بیا یې امر وکړ چې سبا اختر وکړي ځکه د بادیې کاروان ناوخته رارسېدلی و. دا په هغه وخت کې و چې له یوه ښار څخه بل ته د خبر رسېدل ډېر وخت نیوه، نو نن چې خبر په ډېر سرعت سره رسېږي څنګه به وي؟ که مسلمانانو یو خلیفه او یو دولت درلودای، دوی به ټول د الله د بنده ګانو په څېر وروڼه وای، په ځانګړې توګه دا چې په هغه څه کې "تبني" (د یوه شرعي نظر غوره کول) چې مسلمانان سره یو ځای کوي، اسلام پر دولت، ګوند او فرد باندې د شرعي اړخ له مخې واجب کړی دی. نو د داسې شرعي نظر تبني کول چې مسلمانان یو ځای کوي، په اسلام کې خورا لوی مقام لري.

دا دوه هغه شیان دي چې اختلاف له منځه وړي، او پر مسلمانانو واجبه ده چې د دې دواړو د تحقق لپاره خپله وسه وکاروي ترڅو مسلمانان بېرته د نړۍ غوره امت شي لکه څنګه چې الله سبحانه په خپل کتاب کې فرمایلي:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ

"تاسو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره راایستل شوي یاست، پر نیکۍ امر کوئ او له بدۍ منع کوئ او پر الله ایمان لرئ." (سورة آل عمران [۳]: ۱۱۰)

په پای کې له الله سبحانه څخه غواړم چې ټول مسلمانان سمې لارې ته برابر کړي، هغوی ته د اسلام په وسیله عزت ورکړي او د اوږده غیاب وروسته یې دولت (خلافت) بیا تاسیس کړي، ترڅو د خپل رب په اطاعت کې اختلاف ونه کړي بلکې داسې شي لکه څنګه چې سبحانه فرمایلي:

فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ

"نو هغوی د الله په نعمت او فضل سره (له جنګ څخه) راستانه شول په داسې حال کې چې هیڅ زیان ورته نه و رسېدلی او د الله د رضا پیروي یې وکړه او الله د لوی فضل خاوند دی." (سورة آل عمران [۳]: ۱۷۴)

الله مو طاعات قبول کړه، والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۰ شوال ۱۴۴۳ هـ ق د ۲۰۲۲/۰۵/۱۰ م سره سم

Share Article

Share this article with your network