د پوښتنې ځواب
د ودونو تالارونه
په اوسني وخت کې خلکو عادت ګرځولی چې د خپلو ودونو لپاره تالارونه په کرايه نیسي، دا تالارونه پر دوه ډوله دي:
لومړی ډول: ګډ (مختلط) تالارونه، چې نارینه او ښځې ورته بلل کیږي او یوځای ناست وي، کله چې ناوې له سینګارځایه راشي، هغه له خپل زوم سره یوځای کښینوي او شاوخوا یې ښځې وي چې ځینې یې محرمې او ځینې یې نامحرمې وي. په دې حالت کې ښځې سینګار شوې وي او خپل عورتونه یې نه وي پټ کړي، د ناوې او زوم په وړاندې سندرې وايي او نڅاوې کوي، کله ناکله نارینه هم ورسره ګډون کوي. په دې ترڅ کې زوم خپلې ناوې ته په لاسونو، غاړه او غوږونو کې ګاڼې ور اچوي، لکه څنګه چې د هغوی ترمنځ دود دی.
دویم ډول: هغه تالارونه چې د اسلام په چاره کې محتاط خلک یې نیسي؛ یو د نارینه وو لپاره او بل د ښځو لپاره وي، یعنې پرته له اختلاط (ګډون) څخه وي. مګر کله چې ناوې راوستل شي، هغه او زوم دواړه د ښځو په تالار کې یوځای کښینوي، ښځې د ناوې او زوم په وړاندې سندرې وايي او نڅا کوي، چې په دوی کې محرمې او نامحرمې دواړه وي او ځینې یې بې پردې (متبرجات) وي او خپل عورتونه یې ښکاره کړي وي. بیا زوم ناوې ته په لاسونو، غاړه او غوږونو کې ګاڼې ور په غاړه کوي، لکه څنګه چې دود دی.
پوښتنه دا ده:
ایا دا ټول حرام دي، یعنې ګډ تالارونه او په پورته ذکر شوي حالت کې د ښځو په وړاندې د زوم کښیناستل؟ او که دا له هغو چارو څخه دي چې "عمَّت به البلوى" (عام مصیبت ګرځېدلی)، لکه څنګه چې ځینې مشایخ وايي چې ترې تېرېدل پکار دي او بښل کیږي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې وایو:
د نارینه وو او ښځو ترمنځ اختلاط (ګډون) حرام دی، دلیلونه یې خورا ډېر دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه او له هغه وروسته د صحابه کرامو په دور کې د مسلمانانو ژوند پر همدې ولاړ و. اختلاط روا نه دی مګر د هغه حاجت لپاره چې شریعت منلی وي او په اړه یې د الله په کتاب او د رسول الله په سنتو کې نص (دلیل) راغلی وي، لکه پېر او پلور (اخيستل او خرڅول)، صله رحمي او داسې نور.
د ودونو په تالارونو کې د نارینه وو او ښځو د یوځایوالي (اختلاط) په اړه هیڅ جواز نه دی راغلی، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو په زمانه کې به ښځې له ناوې سره یوازې وې او نارینه به بېل ول. له همدې امله په تالارونو کې اختلاط حرام دی او استثنا نه لري. هغه څه چې په ودونو کې روا دي، هغه د خاوند کور ته د ناوې واده کول (زفاف) دي، نو دا روا ده چې نارینه او ښځې ناوې د خاوند تر کوره بوځي، خو بیا به نارینه له ښځو جلا کیږي، ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ثابت شوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم تایید کړي دي.
له همدې امله په تالارونو کې د نارینه وو او ښځو شتون پرته له جلاوالي، یعنې په یوه تالار کې نه په دوو جلا تالارونو کې، حرام دی. که چېرې عورتونه ښکاره وي، لکه څنګه چې په دې حالاتو کې ډېری وخت همداسې وي، نو حرمت یې نور هم سختيږي. همدارنګه د خپلې ناوې تر څنګ د زوم کښیناستل په داسې حال کې چې محرمې او نامحرمې ښځې ترې چاپېره وي، حرام دي؛ په ځانګړې توګه کله چې هغوی خپل عورتونه ښکاره کړي وي، چې دا په ننني وخت کې د ناوې په شاوخوا کې په ښځو کې یو عام حالت دی.
خو دا خبره چې دا چاره له هغه څه څخه ده چې "عمَّت به البلوى" (عام مصیبت ګرځېدلی)، نو دا حرام په حلال نه بدلوي. دا خبره پر ویونکي باندې رد ده ځکه چې له شریعت سره ټکر لري؛ بلکې داسې احادیث شته چې د هغو کسانو ستاینه کوي چې پر خپل دین داسې منګولې لګوي لکه د اور سکروټه چې په لاس کې نیسي، دا د هغه شدت او ازمېښت له امله وي چې یو مسلمان یې د خپل اسلام په ساتلو کې ګالي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ الصَّابِرُ فِيهِمْ عَلَى دِينِهِ كَالْقَابِضِ عَلَى الْجَمْرِ
"پر خلکو به داسې زمانه راشي چې په هغوی کې پر خپل دین صبر کوونکی (ټینګ ولاړ کس) داسې وي لکه د اور سکروټه چې په لاس کې نیسي." (جامع الترمذي)
د ۱۴۲۴ هـ ق کال د جمادي الثاني ۶مه. د ۲۰۰۳ م کال د اګست ۸مه.