Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د ښځې سفر

March 01, 2016
8001

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث چې فرمایي: «لا يحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر تسافرُ مسيرة يوم وليلة إلا مع ذي محرم عليها» او امام مسلم د ابو هریره رضي الله عنه په روایت سره ایستلی دی:

«لا يحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر تسافرُ مسيرة يوم وليلة إلا مع ذي محرم عليها»

"د هغې ښځې لپاره چې پر الله او د قیامت پر ورځ ایمان لري، روا نه ده چې د یوې شپې او ورځې په اندازه سفر وکړي، مګر دا چې محرم ورسره وي."

۱- پر ښځې باندې حرامه ده چې د ذکر شوې مودې لپاره، یعنې پوره یوه ورځ (۲۴ ساعته) شپه او ورځ، له محرم پرته یوازې سفر وکړي.

۲- نص پر وخت دلالت کوي نه پر مسافه، نو که چېرې په الوتکه کې د محرم پرته زر کیلومتره سفر وکړي او بېرته له دغې مودې له تېرېدو مخکې راشي، نو دا ورته جایز دی. خو که چېرې شل کیلومتره پلې روانه شي او دا ترې له یوې ورځې او شپې ډېر وخت ونیسي، نو له محرم پرته ورته سفر کول حرام دي.

۳- هغه نصوص چې د لمانځه د قصر او په روژه کې د افطار (روژه ماتي) د جواز په اړه راغلي، په هغو کې مسافه (أربعة برد) شامله ده چې شاوخوا ۸۹ کیلومتره اټکل شوې ده. نو په قصر کې مسافه معتبره ده؛ څوک چې دا مسافه په الوتکه، کښتۍ یا پیاده ووهي، نو قصر ورته روا دی که د سفر وخت هر څومره وي.

۴- نو له محرم پرته د ښځې د سفر لپاره معیار وخت (ورځ او شپه) دی، مسافه هر څومره چې وي. که چېرې ښځه دا وخت تېر نه کړي، بلکې تر هغه مخکې لاړه شي او بېرته راشي، نو له محرم پرته یې تګ جایز دی. خو په قصر او روژه ماتي کې معیار مسافه ده، که وخت لږ وي یا ډېر.

۵- خو د هغې د ځان امنیت یو بېله موضوع ده؛ که چېرې یې ځان خوندي نه وي مګر یوازې له محرم سره، نو سفر دې نه کوي که څه هم د سفر وخت نیمه ورځ وي. ځکه د ځان امنیت یوه جلا موضوع ده.

۶- محرم هغه سړی دی چې د ښځې له محارمو څخه وي. ځینې فقهاء د باوري ښځو د ملګرتیا خبره کوي، خو موږ د مطلوبې مسافې لپاره له محرم سړي سره د هغې سفر راجح بولو.

۷- هغه مسافر چې د یوې لنډې دورې لپاره مثلاً د دریو میاشتو لپاره ځي، حکم یې د مسافر دی که چېرې هغه ځای د اوسېدو ځای (مقام) ونه ګرځوي او یوازې د دورې د ترسره کولو او خپل اصلي هېواد ته د بېرته راګرځېدو اراده ولري؛ نو په دې حالت کې یې حکم د مسافر دی. خو که چېرې هغه ځای چې د دورې لپاره تللی، د استوګنې (إقامة) ځای وګرځوي، نو په دې حالت کې یې سفر ختمېږي او د مقیم حکم اخلي.

Share Article

Share this article with your network