د جلیل عالم، عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب
د رجاء الاشهب په نوم پوښتونکي ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د لاندې حدیث صحت څه دی: (أنا بريء ممن عاش أربعين يوما بين ظهراني الكفار)؟ او د هغه چا په اړه د شریعت حکم څه دی چې په کفري هېواد کې د کار په موخه ژوند کوي، ځکه چې خپل هېواد یې ورته هومره معاش نه ورکوي یا پکې کار نشته؟ او د هغه چا شرعي حکم څه دی چې په کفري هېواد کې د زده کړې لپاره اوسیږي؟
جزاکم الله خیراً.
ځواب:
دا حدیث ابوداود په خپل سنن کې داسې راخیستی دی: حَدَّثَنَا هَنَّادُ بْنُ السَّرِيِّ حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ عَنْ إِسْمَاعِيلَ عَنْ قَيْسٍ عَنْ جَرِيرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ: بَعَثَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ سَرِيَّةً إِلَى خَثْعَمٍ فَاعْتَصَمَ نَاسٌ مِنْهُمْ بِالسُّجُودِ فَأَسْرَعَ فِيهِمْ الْقَتْلَ، قَالَ: فَبَلَغَ ذَلِكَ النَّبِيَّ ﷺ فَأَمَرَ لَهُمْ بِنِصْفِ الْعَقْلِ وَقَالَ:
أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ. قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ لِمَ؟ قَالَ: لَا تَرَاءَى نَارَاهُمَا
"زه له هر هغه مسلمان څخه بېزاره یم چې د مشرکانو په منځ کې اوسیږي. هغوی وویل: اې د الله رسوله! ولې؟ هغه (ص) وفرمایل: د دواړو اورونه باید یو بل ونه ویني."
د دې لپاره چې له حدیث څخه هدف او مانا روښانه شي، لاندې ټکي یادوو:
۱- په مقدمة الدستور دویم ټوک - د ۱۸۹ مادې په شرحه کې راغلي دي:
[... او د دار الکفر احکام د دار الاسلام له احکامو سره بشپړ توپیر لري. دار الکفر خپل ځانګړي احکام لري:
که چېرې هغه مسلمان چې په دار الکفر کې ژوند کوي، ونه شي کولای خپل دیني شعائر هلته څرګند کړي، نو پر هغه لازمه ده چې بل داسې دار الکفر ته هجرت وکړي چې هلته د خپل دیني شعائرو په ترسره کولو قادر وي. د دې دلیل د الله سبحانه وتعالی دا قول دی:
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيراً
"بېشکه هغه کسان چې ملایکو یې روحونه قبض کړل په داسې حال کې چې هغوی پر خپلو ځانونو ظلم کړی و؛ (ملایکو) ورته وویل: تاسو په څه حال کې وئ؟ هغوی وویل: موږ په ځمکه کې کمزوري او بې وسه وو. (ملایکو) وویل: آیا د الله ځمکه پراخه نه وه چې هجرت مو پکې کړی وای؟ نو د داسې خلکو ځای دوزخ دی او هغه ډېر بد ځای دی." (سورت النساء: ۹۷)
دا حکم هغه وخت دی چې د نن ورځې په څېر دار الاسلام شتون ونه لري. خو که دار الاسلام موجود وي، نو له دار الکفر څخه دار الاسلام ته د هجرت احکام په لاندې ډول دي:
۱- څوک چې پر هجرت قادر وي او په خپل هېواد کې نه شي کولای خپل دین څرګند کړي او نه هم پر هغه لازم شوي اسلامي احکام ترسره کړي، نو دار الاسلام ته هجرت ورباندې فرض دی. په دې حالت کې ورته په دار الحرب (دار الکفر) کې استوګنه حرامه ده، بلکې دار الاسلام ته هجرت ورباندې واجب دی. د دې دلیل هماغه پخواني ایت ﴿إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ...﴾ دی چې دلته هم استدلال پرې کېدای شي. همداراز پر دې هغه روایت هم دلیل دی چې ترمذي له جریر څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَلِمَ؟ قَالَ: لا تَرَايَا نَارَاهُمَ». او د ابوداود په روایت کې راغلي: «قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لِمَ؟ قَالَ: لا تَرَاءَى نَارَاهُمَا». نسایي هم ورته روایت کړی دی. د (لا تراءى ناراهم) مانا دا ده چې په داسې ځای کې به نه اوسیږي چې د هغوی اور وویني او هغوی د ده اور وویني کله چې بل شي... دا په دار الکفر کې د نه اوسېدو لپاره کنایه ده.
۲- څوک چې پر هجرت قادر وي، خو په خپل هېواد کې خپل دین څرګندولی شي او پر هغه لازم شوي شرعي احکام ترسره کولی شي، نو په دې حالت کې هجرت ورته مندوب (مستحب) دی، نه فرض... دلیل یې دا دی چې رسول الله ﷺ له فتحې مخکې له مکې څخه هجرت ته ترغیب ورکاوه، په داسې حال کې چې مکه دار الکفر وه. په دې اړه ښکاره ایتونه راغلي، لکه د الله سبحانه وتعالی دا قول: ﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَةَ اللَّهِ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾ (البقره: ۲۱۸) او دا قول: ﴿ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ ٱللَّهِ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ﴾ (التوبه: ۲۰). دا ټول په صراحت سره د هجرت غوښتنه کوي. خو دا چې فرض نه دی، ځکه رسول الله ﷺ هغه کسان تایید کړل چې په مکه کې پاتې شوي وو. روایت دی کله چې نعیم النحام وغوښتل هجرت وکړي، د هغه قوم (بنو عدي) ورته راغلل او ویې ویل: زموږ سره پاتې شه او پر خپل دین اوسه، موږ دې له هر هغه چا ساتو چې تا ته زیان رسول غواړي او زموږ هغه کارونه سم کړه چې مخکې دې کول. هغه د بنو عدي د یتیمانو او کونډو پالنه کوله، نو تر یوې مودې یې هجرت وځنډاوه او وروسته یې هجرت وکړ. نبي ﷺ ورته وفرمایل: «قَوْمُكَ كَانُوا خَيْراً لَكَ مِنْ قَوْمِي لِي، قَوْمِي أَخْرَجُونِي وَأَرَادُوا قَتْلِي، وَقَوْمُكَ حَفِظُوكَ وَمَنَعُوكَ» "ستا قوم ستا لپاره زما د قوم په پرتله زما لپاره غوره وو؛ زما قوم زه وشړلم او زما د وژلو اراده یې وکړه، خو ستا قوم ته وساتلې او دفاع یې درڅخه وکړه." دا ابن حجر په الإصابة کې ذکر کړی دی.
۳- خو هغه څوک چې پر هجرت وس نه لري، الله سبحانه وتعالی ورته بښنه کړې او هجرت ترې نه دی غوښتل شوی. دا د هجرت د عجز له امله دی، که هغه د ناروغۍ له امله وي یا د پاتې کېدو لپاره مجبور شوی وي، او یا د ښځو، ماشومانو او ورته نورو په څېر ضعیف وي. دلیل یې د الله سبحانه وتعالی دا قول دی:
إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلاً
"مګر هغه کمزوري سړي، ښځې او ماشومان چې (د هجرت لپاره) کومه چاره نه شي سنجولی او نه هم (د وتلو) لار مومي." (سورت النساء: ۹۸)
۴- خو هغه څوک چې په خپل هېواد کې د دین څرګندولو او شرعي احکامو د ترسره کولو توان لري، او په عین وخت کې د دې قدرت لري چې هغه دار الکفر چې پکې اوسیږي، په دار الاسلام بدل کړي؛ نو په دې حالت کې ورباندې له دار الکفر څخه دار الاسلام ته هجرت کول حرام دي. که دا قدرت په یوازې ځان لري، که په خپل هېواد کې له مسلمانانو سره د تکتل (ګوندي کار) له لارې، که له هېواده بهر د مسلمانانو په مرسته، که له اسلامي دولت سره په همکارۍ او که په هره بله مشروع وسیله وي؛ نو ورباندې واجب ده چې د دار الکفر د دار الاسلام کولو لپاره کار وکړي او په داسې وخت کې ترې هجرت کول حرام دي. د دې دلیل دا دی چې د خپل هېواد د دار الاسلام سره د یوځای کولو لپاره کار کول یو ډېر لوی فرض دی، که یې د توان درلودلو سره ادا نه کړي، کار پرېږدي او هجرت وکړي، نو د هر بل فرض د پرېښودو په څېر ګناهکار دی.
بنا پر دې، که چېرې دار الاسلام شتون ولري، نو په دار الکفر کې د هغه چا مېشت کېدل حرام دي چې هجرت ورباندې واجب شوی وي...]
خلاصه دا چې یاد شوی حدیث د دار الاسلام د شتون په حالت کې دی، چې په پورته ذکر شویو شرایطو سره له دار الکفر څخه دار الاسلام ته هجرت واجب دی. خو که چېرې د نن ورځې په څېر دار الاسلام (خلافت) شتون ونه لري، نو که یو څوک وکولای شي خپل دیني شعائر ترسره کړي، لمونځ وکړي، روژه ونیسي... او داسې نور، نو ترې انتقال واجب نه دی. خو که چېرې خپل دیني شعائر نه شي ادا کولی، نو ورباندې واجب ده چې بل دار الکفر ته انتقال وکړي چې هلته د خپل دیني شعائرو په ترسره کولو قادر وي.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
۲۷ صفر الخير ۱۴۴۴هـ د ۲۰۲۲/۰۹/۲۳م کال سره سمون خوري
د امير (حفظه الله) له پاڼې څخه د ځواب لېنک په: فیسبوک