Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د آخرت شهيدان او د قضا او قدر مسئله

May 09, 2020
3686

بسم الله الرحمن الرحيم

د حزب التحرير د امير، جليل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د خپلې فيسبوک پاڼې «فقهي» د مينه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

د آخرت شهيدان او د قضا او قدر مسئله

Mutaz Qawasmi ته

پوښتنه:

زموږ قدرمن شيخ.. السلام عليکم ورحمة الله تعالی وبرکاته، الله تعالی دې په تاسو کې برکت واچوي او ستاسو په لاسونو دې بریاوې په برخه کړي. د الشخصية الإسلامية (اسلامي شخصيه) کتاب د لومړي ټوک، د قضا او قدر د موضوع په اړه يوه پوښتنه لرم.

کله چې د هغو کارونو په اړه خبره کېږي چې په هغه دائره کې واقع کېږي چې پر انسان واکمنه ده (هغه برخه چې د وجود نظام يې په مستقيم ډول نه غواړي)؛ په ۹۴ مخ کې د مثالونو له ذکر کولو وروسته ليکل شوي: «نو ځکه پر هغو نه ثواب ورکول کېږي او نه سزا.»

نو موږ څنګه کولی شو چې د دغې جملې او د هغو احاديثو ترمنځ توافق رامنځته کړو چې وايي: مبطون (هغه څوک چې د ګېډې د ناروغۍ له امله مړ شي)، غرق شوی او تر ديوال لاندې شوی کسان د شهيدانو له ډلې (د آخرت شهيدان) څخه دي؟ يعنې هغوی ته ثواب ورکول کېږي او لوړ اجر لري، سره له دې چې دا فعلونه د هغوی له ارادې پرته پر هغوی واقع شوي دي. الله تعالی دې برکت درکړي. ابو حمدي، فلسطين.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ګرانه وروره، دا موضوع د ثواب او سزا د استحقاق له پلوه د اختياري افعالو په اړه ده. يعنې هغه کارونه چې په هغه دائره کې واقع کېږي چې انسان پرې واک لري، د ثواب او سزا ځای دی. نو که چا حرام کار وکړ، سزا به ورکړل شي او که فرض يې ادا کړ، ثواب به ورکړل شي... ان شاء الله.

مګر هغه افعال چې په هغه دائره کې واقع کېږي چې پر انسان واکمنه ده، يعنې هغه چې په جبري توګه پر انسان واقع کېږي؛ دا افعال انسان په خپل اختيار نه دي کړي، نو ځکه دا د ثواب او سزا د استحقاق ځای نه دی. يعنې انسان د دغو کارونو له امله د ثواب يا سزا مستحق نه ګرځي، ځکه چې ده په خپله خوښه نه دي ترسره کړي.

خو دا چې الله سبحانه و تعالی پر انسان باندې د يو داسې کار له امله چې د ده له اختيار پرته پرې واقع شوی، يو خاص کرم او مهرباني وکړي، دا بيا بېله موضوع ده. دا د ثواب او سزا د استحقاق له باب څخه نه ده، بلکې د الله سبحانه و تعالی له لوري يو رحمت او فضل دی... مسئله همدا ده.

له همدې امله، د مبطون او مطعون وغيره په اړه د الله سبحانه و تعالی دا پرېکړه چې هغوی يې شهيدان ګرځولي، دا له دې امله نه ده چې هغوی کوم اختياري کار الله سبحانه و تعالی ته د نږدې کېدو په نيت کړی و او د ثواب مستحق شول. يعنې دا د رسول الله ﷺ د دې وينا له باب څخه نه ده چې فرمايي:

الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ وَالسَّيِّئَةُ بِمِثْلِهَا إِلَّا أَنْ يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا

"نيکي له لسو برخو څخه تر اووه سوه برخو پورې ثواب لري، او بدي په هماغه اندازه سزا لري، مګر دا چې الله تعالی ترې تېر شي." (بخاري)

بلکې دا د الله تعالی له لوري يوه مکرمت او فضل دی.

هيله ده چې په دې کې به بسنه وي. الله ډېر پوه او حکيم دی.

ستاسو ورور، عطاء بن خليل ابو الرشته

۱۶ د رمضان ۱۴۴۱ هـ ق د ۲۰۲۰/۰۵/۰۹ م سره سم

د امير (حفظه الله) د فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فيسبوک

د امير (حفظه الله) له ويب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ويب

Share Article

Share this article with your network