د پوښتنې ځواب
د زکات مخکې ورکول (تعجیل)
حسام ابو عصب ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، آیا د وخت داخلېدو حکم، که د زکات په اړه د وخت کلمه وکاروو، د زکات په حکم کې هم صدق کوي؟ پوښتنه دا ده: که ما د خپل مال زکات د کال له پوره کېدو وړاندې ایستلی وي، نو هغه څه چې ما د زکات په نیت ایستلي دي، ایا زکات ګڼل کېږي او که صدقه ده؟ او ایا فرض یوازې پر مال باندې د کال (حول) له تېرېدو وروسته ساقطېږي؟ ایا د زکات حالت د لمانځه، روژې او حج په څېر دی چې له ځانګړي وخت سره تړلي دي او په بل وخت کې جواز نه لري؟ که چېرې د زکات وجوب له وخت یعنې حول (کال تېرېدو) سره تړلی وي، نو ایا پر حول باندې پابندي واجب ده او موږ ته جواز نه لري چې زکات له هغه وړاندې وباسو؟ الله سبحانه و تعالی درته خیر درکړي او ستاسو له علم څخه مو برخمن کړه، هیله ده د ضرورت له مخې ځواب راکړئ.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
لومړی: د زکات د تعجیل (وخت څخه مخکې ورکولو) موضوع... په دې اړه لاندې ټکو ته پام وکړئ:
۱- د کال تېرېدل (حول) د زکات د سبب یعنې "نصاب" لپاره یو شرط دی. نو کله چې شرط پوره شي، یعنې پر نصاب باندې کال تېر شي او نصاب کم نه شي، نو زکات واجبېږي... خو که زکات له وجوب څخه مخکې وایستل شي، نو دا ایستل د وارده شرعي دلايلو له مخې جائز دي چې ځینې یې دا دي:
بیهقي په سنن الکبری کې له علي رضي الله عنه څخه روایت کړی دی: عَنْ عَلِيٍّ، «أَنَّ الْعَبَّاسَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ سَأَلَ رَسُولَ اللهِ r فِي تَعْجِيلِ صَدَقَتِهِ قَبْلَ أَنْ تَحِلَّ فَأَذِنَ لَهُ فِي ذَلِكَ»
"له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې عباس رضي الله عنه له رسول الله ﷺ څخه د خپل زکات د وخت له رارسېدو وړاندې د ورکولو په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه ﷺ ورته اجازه ورکړه." (سنن الکبری، بیهقي)
او دارقطني په خپل سنن کې له حجر العدوي څخه او هغه له علي رضي الله عنه څخه روایت کوي: عَنْ حُجْرٍ الْعَدَوِيِّ عَنْ عَلِيٍّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ r لِعُمَرَ: «إِنَّا قَدْ أَخَذْنَا مِنَ الْعَبَّاسِ زَكَاةَ الْعَامِ عَامِ الْأَوَّلِ»
"له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ عمر رضي الله عنه ته وفرمایل: موږ له عباس څخه د سږ کال زکات په تېر کال کې اخیستی دی." (سنن دارقطني)
پر همدې بنسټ، له وجوب څخه وړاندې د زکات ایستل یو جایز کار دی او کوم مال چې مخکې ایستل کېږي، هغه زکات ګڼل کېږي چې فرض پرې ساقطېږي، نه یوازې مستحبه صدقه.
۲- د زکات د تعجیل مانا دا ده چې مال د کال (حول) له پای ته رسېدو مخکې زکات شي. نو که مال د روان کال په محرم کې نصاب ته ورسېد، نو د حول پای به د راتلونکي کال محرم وي چې هغه وخت زکات واجبېږي. خو دا جایز ده چې دغه واجب زکات د حول په پای کې د ورکولو پر ځای د روان کال په رمضان کې ورکړل شي، یعنې نږدې څلور میاشتې له خپل وخت څخه مخکې... د دې د څرنګوالي په اړه د فقهاوو ترمنځ اختلاف شته، چې زه یې دوه نظره درته نقلوم:
ابن قدامه په "المغني" کې د نصاب پر مال باندې د کال له تېرېدو مخکې د زکات تعجیل جایز ګڼي او هغو کسانو ته چې دا جایز نه بولي، داسې ځواب ورکوي: (زموږ دلیل هغه روایت دی چې ترمذي له علي رضي الله عنه څخه روایت کړی دی:) عَنْ النَّبِيِّ r : أَنَّهُ قَالَ لِعُمَرَ: إنَّا قَدْ أَخَذْنَا زَكَاةَ الْعَبَّاسِ عَامَ الْأَوَّلِ لِلْعَامِ. وَفِي لَفْظٍ قَالَ: إنَّا كُنَّا تَعَجَّلْنَا صَدَقَةَ الْعَبَّاسِ لِعَامِنَا هَذَا عَامَ أَوَّلَ
"له نبي کریم ﷺ څخه روایت دی چې هغه عمر ته وفرمایل: موږ د عباس زکات له تېر کال څخه د سږ کال لپاره اخیستی دی. او په بل روایت کې راغلي: موږ د عباس زکات د خپل دغه کال لپاره له تېر کال څخه مخکې اخیستی و." (ترمذي)
خو ابن قدامه یوازې د نصاب د مال تعجیل ویني او وایي: (که د نصاب مالک وي او د هغه زکات او د هغه څه زکات چې ګټه یې ورته رسېږي، یا ترې تولیدېږي، یا په کې ګټه کوي، مخکې ورکړي؛ نو دا د نصاب له لوري کفایت کوي خو له زیاتوالي څخه نه.) او زیاتوي: (ابو حنیفه ویلي چې دا کفایت کوي؛ ځکه چې دا د هغه مال تابع دی چې دی یې مالک دی...) لکه څنګه چې وینئ، حنابله د هغه مال د زکات تعجیل جایز بولي چې د سړي په لاس کې وي که چېرې له نصاب څخه زیات وي، خو د هغه زیاتوالي (ګټې) تعجیل نه بولي چې له دغه مال څخه د حول تر پایه ترلاسه کېږي... مګر امام ابو حنیفه د دې ټولو تعجیل جایز بولي.
زه نه غواړم له دې دوو نظرونو څخه یو غوره کړم، ته کولای شې په هر هغه نظر عمل وکړې چې زړه دې پرې ډاډه وي. که د مثال په ډول سږ کال په محرم کې د نصاب مالک شوې او غواړې د راتلونکي کال تر محرم پورې د انتظار پر ځای په رمضان کې زکات ورکړې، نو لاندې کارونه کولای شې:
یا دا چې په رمضان کې د خپل موجود مال زکات که له نصاب څخه زیات وي مخکې ورکړې، او کله چې په محرم کې کال پوره شي، نو هغه مال حساب کړه چې د هغه مال له ګټې څخه ترلاسه شوی چې زکات دې یې په رمضان کې ورکړی و، او بیا د هغه زیاتوالي زکات ورکړه. د مثال په ډول که هغه مال چې په رمضان کې دې یې زکات ورکړی "۱۰۰۰۰" وي او د کال په پای کې په محرم کې د هماغه مال ګټه "۵۰۰۰" شوې وي، یعنې ستا ټول مال "۱۵۰۰۰" شوی وي، نو د هغو "۵۰۰۰" اضافي مال زکات ورکړه؛ ځکه چې تا د "۱۰۰۰۰" زکات مخکې ورکړی و.
او یا دا چې په رمضان کې خپل موجود مال حساب کړې او هغه ګټه هم تخمین کړې چې د محرم تر میاشتې پورې ترې ترلاسه کېږي او د دغه مجموعې زکات وباسې، یعنې د هغه مال زکات چې په رمضان کې درسره دی او هغه احتمالي ګټه چې تر محرم پورې ترلاسه کېږي، د دې ټولو تعجیل وکړې، چې مثلاً ۱۸۰۰۰ شي. په دې حالت کې که د کال په پای کې (محرم) ستا ټوله شتمني (اصلي مال او ګټه) له هغه مال څخه زیاته وه چې زکات دې یې ورکړی، مثلاً ۲۰۰۰۰ وه، نو باید د هغې ۲۰۰۰ اضافي شتمنۍ زکات ورکړې.
زه له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې ستا زکات قبول کړي او هغه درته پاکوونکی او د هغې ورځې شفاعت کوونکی وګرځوي چې نه مال ګټه رسوي او نه اولاد، مګر هغه څوک چې الله ته په پاک زړه ورشي.
دویم: د زکات او لمانځه د وخت موضوع:
د لمانځه لپاره وخت یو "سبب" دی، او له سبب څخه د مسبب شتون او د هغه په نشتوالي کې د مسبب نشتوالی لازميږي، نو ځکه حکم له سبب سره په شتون او نشتوالي کې ګرځي. له همدې امله لمونځ د وخت له داخلېدو مخکې او د وخت له وتلو وروسته نه صحیح کېږي. مثلاً رسول الله ﷺ د ماسپښین د لمانځه په اړه فرمایي، لکه څنګه چې طبراني په الکبیر کې له خباب څخه روایت کړی دی: إِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ فَصَلُّوا
"کله چې لمر له زوال څخه واوښت، نو لمونځ وکړئ." (بیهقي هم دا روایت کړی دی).
او رسول الله ﷺ د لمانځه د وختونو په حدیث کې د ماسپښین د لمانځه په اړه فرمایي، چې مسلم له عبدالله بن عمرو څخه روایت کړی دی: وَقْتُ الظُّهْرِ إِذَا زَالَتِ الشَّمْسُ وَكَانَ ظِلُّ الرَّجُلِ كَطُولِهِ، مَا لَمْ يَحْضُرِ الْعَصْرُ
"د ماسپښین وخت هغه مهال دی چې لمر له زوال څخه واوړي او د سړي سیوری د هغه د قد په اندازه شي، تر څو چې د مازدیګر وخت نه وي رارسېدلی."
نو دا اسباب دي او لمونځ د سبب له شتون پرته نه صحیح کېږي. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، د ماسپښین لمونځ له زوال مخکې او د وخت له وتلو وروسته نه صحیح کېږي...
مګر د زکات لپاره حول (کال تېرېدل) سبب نه دی، بلکې دا په سبب کې یو "شرط" دی. له همدې امله د شرط نه ترلاسه کېدل له سبب څخه توپیر لري، په ځانګړې توګه کله چې د زکات د تعجیل په اړه نص موجود وي چې د حول له پای ته رسېدو وړاندې یې اجازه ورکړې ده. مګر په زکات کې نصاب بیا "سبب" دی، نو ځکه د نصاب له مالک کېدو وړاندې زکات فرض نه دی او یوازې صدقه ده. دا د زکات د حول او د لمانځه د وخت ترمنځ توپیر دی. په دې کې ان شاء الله کفایت شته.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشتة
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس
د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: ټویټر
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر