د حزب التحرير د امير، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ د هغه د Facebook پاڼې د مینه والو پوښتنو ته (فقهي برخه)
د پوښتنې ځواب
تر Azzam Abu Fara پورې
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله
شيخنا، الله سبحانه وتعالی مو طاعتونه قبول کړه او اختر مو مبارک شه. ما د دغه حدیث د تخریج (سرچینې) په اړه پلټنه وکړه خو په دغو الفاظو مې پیدا نه کړ.. هیله ده په دې برخه کې مرسته وکړئ:
(سيأتي أقوام يوم القيامة يكون إيمانهم عجباً، يسعى نورهم بين أيديهم وبأيمانهم، فيقال: بشراكم اليوم وسلام عليكم طبتم فادخلوها خالدين، فيغبطهم الملائكة والأنبياء على محبة الله لهم، فيقول الصحابة من هم يا رسول الله؟ قال: ليسوا منا ولا منكم، فأنتم أصحابي وهم أحبائي هؤلاء يأتون بعدكم فيجدون كتاباً عطله الناس وسنةً أماتوها، فيقبلون على الكتاب والسنة ويحيونها ويقرؤونها ويعلمونها للناس فيلاقون في سبيلها من العذاب أشد وأعنف مما لقيتم، إن إيمان أحدهم بأربعين منكم، وشهيد أحدهم بأربعين من شهدائكم، فأنتم تجدون على الحق أعوانا وهم لا يجدون على الحق أعوانا، فيحاطون بالظالمين من كل مكان، وهم في أكناف بيت المقدس وفي هذا الوقت يأتيهم نصر الله وسيكون عز المسلمين على أيديهم، وقال اللهم انصرهم واجعلهم رفقائي على الحوض).
بارک الله فيکم.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
۱- د هغه متن (حدیث) په اړه چې تاسو یې پوښتنه کړې، موږ په هیڅ یو حدیثي کتاب کې په دغو کلمو ونه موند، داسې ښکاري چې ځینې الفاظ یې له بېلابېلو احاديثو څخه اخیستل شوي او یو ځای شوي دي، او چا چې دا کار کړی داسې یې ښودلې چې ګواکې دا یو خپلواک حدیث دی:
الف- سره له دې چې هغه احادیث چې دغه متن ورته اشاره کوي، په بېلابېلو بابونو پورې اړه لري او د یوه حدیث بېلابېل روایتونه نه دي...
ب- همداراز ځینې داسې احادیث شته چې الفاظ یې په متن کې له ذکر شویو الفاظو سره نږدې دي، خو کټ مټ هغه الفاظ نه دي...
ج- په پوښتل شوي متن کې ځینې داسې معناوې هم شته چې په ځینو احاديثو کې راغلې دي، که څه هم الفاظ یې توپیر لري...
د- بیا دا چې هغه احادیث چې ځینې صیغې او الفاظ ترې اخیستل شوي، ځینې یې مقبولي دي چې استدلال پرې کېدای شي او ځینې یې بیا ناسم (غیر صحیح) دي چې استدلال پرې نه شي کېدای...
۲- زه به درته د هغو منل شویو (مقبولو) احادیثو یوه برخه ذکر کړم چې استدلال پرې کېږي:
- امام احمد په خپل مسند کې له ابو مالک اشعري څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ کله لمونځ پای ته ورساوه، خلکو ته یې مخ کړ او ویې فرمایل:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اسْمَعُوا وَاعْقِلُوا وَاعْلَمُوا أَنَّ لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عِبَاداً لَيْسُوا بِأَنْبِيَاءَ وَلَا شُهَدَاءَ يَغْبِطُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ وَالشُّهَدَاءُ عَلَى مَجَالِسِهِمْ وَقُرْبِهِمْ مِنْ اللَّهِ
"اې خلکو! واورئ، پوه شئ او زده یې کړئ چې د عز وجل الله سبحانه وتعالی داسې بندګان شته چې نه پېغمبران دي او نه شهیدان، مګر پېغمبران او شهیدان د هغوی پر ځایونو او الله ته د نږدېوالي له امله پر هغوی رشک (غبطه) کوي."
بیا له لیرې خلکو څخه یو اعرابي راغی او د رسول الله ﷺ خوا ته یې په لاس اشاره وکړه او ویې ویل: اې د الله نبي! د خلکو له منځه داسې خلک چې نه پېغمبران دي او نه شهیدان، خو پېغمبران او شهیدان پرې د هغوی د مجلسونو او الله ته د نږدېوالي له امله رشک کوي، هغوی موږ ته بیان کړه، یعني صفت یې وکړه. رسول الله ﷺ د اعرابي په پوښتنه خوشحاله شو او ویې فرمایل:
هُمْ نَاسٌ مِنْ أَفْنَاءِ النَّاسِ وَنَوَازِعِ الْقَبَائِلِ لَمْ تَصِلْ بَيْنَهُمْ أَرْحَامٌ مُتَقَارِبَةٌ تَحَابُّوا فِي اللَّهِ وَتَصَافَوْا يَضَعُ اللَّهُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنَابِرَ مِنْ نُورٍ فَيُجْلِسُهُمْ عَلَيْهَا فَيَجْعَلُ وُجُوهَهُمْ نُوراً وَثِيَابَهُمْ نُوراً يَفْزَعُ النَّاسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يَفْزَعُونَ وَهُمْ أَوْلِيَاءُ اللَّهِ الَّذِينَ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
"هغوی د خلکو له بېلابېلو پرګنو او لیرې پرتو قبيلو څخه دي چې په خپلو کې نږدې خپلوي نه لري، خو د الله لپاره یې له یو بل سره مینه کړې او پاک زړي دي. الله سبحانه وتعالی به د قیامت په ورځ هغوی ته د نور منبرونه کېږدي او هغوی به پرې کښېنوي، د هغوی مخونه او جامې به نور وي؛ کله چې خلک د قیامت په ورځ په وېره کې وي، هغوی به نه وېرېږي او هغوی د الله دوستان دي چې نه پرې وېره شته او نه به غمجن کېږي." (مسند احمد)
- امام مسلم په خپل صحیح کې له ابو هریره څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ هدیرې ته راغی او ویې فرمایل:
السَّلَامُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ وَدِدْتُ أَنَّا قَدْ رَأَيْنَا إِخْوَانَنَا
"سلام دې وي پر تاسو اې د مؤمنو خلکو کوره! او موږ به ان شاء الله له تاسو سره یو ځای کېږو، زړه مې غوښتل چې کاشکې مو خپل وروڼه لیدلي وی."
هغوی وویل: اې د الله رسوله! ایا موږ ستا وروڼه نه یو؟ هغه ﷺ وفرمایل:
أَنْتُمْ أَصْحَابِي وَإِخْوَانُنَا الَّذِينَ لَمْ يَأْتُوا بَعْدُ
"تاسو زما اصحاب (ملګري) یاست، او زموږ وروڼه هغه دي چې تر اوسه نه دي راغلي."
هغوی وویل: اې د الله رسوله! ته به خپل هغه امت چې لا نه دی راغلی، څنګه پېژنې؟ ویې فرمایل:
أَرَأَيْتَ لَوْ أَنَّ رَجُلاً لَهُ خَيْلٌ غُرٌّ مُحَجَّلَةٌ بَيْنَ ظَهْرَيْ خَيْلٍ دُهْمٍ بُهْمٍ أَلَا يَعْرِفُ خَيْلَهُ؟
"وایه که د یو چا داسې اسونه وي چې تندی او پښې یې سپینې وي او د تورو اسونو په منځ کې وي، ایا هغه به خپل اسونه ونه پېژني؟"
هغوی وویل: هو، اې د الله رسوله! ویې فرمایل:
فَإِنَّهُمْ يَأْتُونَ غُرّاً مُحَجَّلِينَ مِنَ الْوُضُوءِ وَأَنَا فَرَطُهُمْ عَلَى الْحَوْضِ أَلَا لَيُذَادَنَّ رِجَالٌ عَنْ حَوْضِي كَمَا يُذَادُ الْبَعِيرُ الضَّالُّ أُنَادِيهِمْ أَلَا هَلُمَّ فَيُقَالُ إِنَّهُمْ قَدْ بَدَّلُوا بَعْدَكَ فَأَقُولُ سُحْقاً سُحْقاً
"نو هغوی به د اودس له امله په سپینو ځلېدونکو تندیو او لاسونو راځي او زه به پر حوض (کوثر) د هغوی مخکښ یم. خبر اوسئ! ځینې کسان به زما له حوض څخه داسې لیرې کړای شي لکه ورک شوی اوښ چې شړل کېږي، زه به ورته غږ کوم چې راشئ! خو وویل به شي چې هغوی ستا څخه وروسته (ستاسو په لاره کې) بدلون راوستی و، بیا به زه ووایم: لیرې شئ، لیرې شئ." (صحیح مسلم)
- امام مسلم په خپل صحیح کې له عقبه څخه روایت کړی: له رسول الله ﷺ څخه مې واورېدل چې فرمایل یې:
لَا تَزَالُ عِصَابَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى أَمْرِ اللَّهِ قَاهِرِينَ لِعَدُوِّهِمْ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ وَهُمْ عَلَى ذَلِكَ
"تل به زما د امت یوه ډله د الله پر امر جنګېږي او پر خپل دښمن به غالب وي؛ هغه څوک چې د هغوی مخالفت کوي هغوی ته هیڅ زیان نه شي رسولی، تر هغه چې قیامت راشي او هغوی به پر همدې حال وي." (صحیح مسلم)
- امام احمد په خپل مسند کې له براء بن عازب څخه روایت کړی چې نبي ﷺ یو یهودي رجم کړ او ویې فرمایل:
اللَّهُمَّ إِنِّي أُشْهِدُكَ أَنَّي أَوَّلُ مَنْ أَحْيَا سُنَّةً قَدْ أَمَاتُوهَا
"اې الله! زه تا شاهد نیسم چې زه لومړی کس یم چې هغه سنت مې راژوندی کړ چې هغوی مړ کړی و." (مسند احمد)
- امام احمد په خپل مسند کې له ابوامامه څخه روایت کړی: رسول الله ﷺ وفرمایل:
لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ لَعَدُوِّهِمْ قَاهِرِينَ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ إِلَّا مَا أَصَابَهُمْ مِنْ لَأْوَاءَ حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَأَيْنَ هُمْ؟ قَالَ: بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ وَأَكْنَافِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ
"تل به زما د امت یوه ډله پر حق ولاړه وي، پر خپلو دښمنانو به غالب وي، د مخالفینو مخالفت ورته زیان نه شي رسولی مګر هغه ستونزې او سختۍ چې ورته رسېږي، تر هغه چې د الله امر (قیامت) راشي او هغوی به پر همدې حال وي. وویل شول: اې د الله رسوله! هغوی چېرته دي؟ ویې فرمایل: په بیت المقدس او د بیت المقدس په شاوخوا (څنډو) کې." (مسند احمد)
- امام ترمذي په خپل سنن کې له ابو امیه شعباني څخه روایت کړی: ابو ثعلبه خشني ته راغلم او ورته مې وویل: د دغه آیت په اړه څه کوې؟ هغه وویل: کوم آیت؟ ومې ویل: د الله سبحانه وتعالی دا قول: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ﴾ هغه وویل: پر الله قسم چې د دغه آیت په اړه دې له یوه باخبره کس څخه وپوښتل، ما د دې په اړه له رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل:
بَلِ ائْتَمِرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنَاهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ حَتَّى إِذَا رَأَيْتَ شُحّاً مُطَاعاً وَهَوًى مُتَّبَعاً وَدُنْيَا مُؤْثَرَةً وَإِعْجَابَ كُلِّ ذِي رَأْيٍ بِرَأْيِهِ فَعَلَيْكَ بِخَاصَّةِ نَفْسِكَ وَدَعِ الْعَوامَّ فَإِنَّ مِنْ وَرَائِكُمْ أَيَّاماً الصَّبْرُ فِيهِنَّ مِثْلُ الْقَبْضِ عَلَى الْجَمْرِ لِلْعَامِلِ فِيهِنَّ مِثْلُ أَجْرِ خَمْسِينَ رَجُلاً يَعْمَلُونَ مِثْلَ عَمَلِكُمْ
"بلکې په نیکۍ امر کوئ او له بدۍ منع کوئ، تر هغه چې وګورئ بخل او حرص حاکم دی، د نفساني غوښتنو پیروي کېږي، دنیا (پر هر څه) غوره ګڼل کېږي او هر د نظر خاوند پر خپل نظر مغروره وي، نو بیا خپل ځان ته پام کوه او عام خلک پرېږده، ځکه ستاسو مخې ته داسې ورځې دي چې صبر په کې داسې دی لکه سکروټه په لاس کې نیول. په دغو ورځو کې عمل کوونکي ته ستاسو په څېر د پنځوسو کسانو د عمل برابر اجر ورکول کېږي."
عبدالله بن مبارک وایي: له عتبه پرته بل چا دا زیاته کړه چې وویل شول: اې د الله رسوله! له موږ څخه د پنځوسو کسانو اجر که له هغوی څخه؟ ویې فرمایل:
بَلْ أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْكُمْ
"بلکې له تاسو (صحابه وو) څخه د پنځوسو کسانو اجر." امام ابوعیسی (ترمذي) وایي: دا حسن غریب حدیث دی. (سنن ترمذي)
۳- پورتني ذکر شوي احادیث د منلو وړ دي چې استدلال پرې کېږي. خو ځینې نور داسې احادیث هم راغلي چې د اعتبار په اړه یې خبرې شته او داسې الفاظ او صیغې لري چې ځینې یې په پوښتل شوي متن کې له راغلیو الفاظو سره ورته دي. زه به د هغوی یوه برخه ذکر کړم ترڅو روښانه شي چې پوښتل شوی متن له بېلابېلو صحیح او غیر صحیح احادیثو څخه جوړ شوی دی:
د ابن بطه په "الإبانة الكبرى" کې راغلي چې نبي ﷺ وفرمایل: «رحمة الله على خلفائي» (د الله رحمت دې وي زما پر ځای ناستو)، وویل شول: ستا ځای ناستي څوک دي؟ ویې فرمایل: «الذين يحيون سنتي، ويعلمونها عباد الله» (هغه کسان چې زما سنت راژوندي کوي او د الله بندګانو ته یې ښیي). همداراز د قضاعي په "مسند الشهاب" کې له کثیر بن عبدالله المزني، هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «إن الدين بدأ غريبا، وسيعود كما بدأ غريبا، فطوبى للغرباء» (دین په غریبۍ کې پیل شو او بېرته به غریبۍ ته وګرځي لکه څنګه چې پیل شوی و، نو بریا او خوشحالي دې وي د غریبانو لپاره). وویل شول: اې د الله رسوله! غریبان څوک دي؟ ویې فرمایل: «الذين يحيون سنتي ويعلمونها عباد الله» (هغه کسان چې زما سنت راژوندي کوي او د الله بندګانو ته یې ښیي). په "جامع الأحاديث" کې راغلي: [... اللهم ارحم خلفائي الذين يأتون من بعدي يروون أحاديثي وسنتي ويعلمونها الناس (طبراني په الاوسط، رامهرمزي په المحدث الفاصل، خطیب په شرف اصحاب الحدیث او ابن نجار له ابن عباس څخه له علي څخه روایت کړی. طبراني وایي: احمد بن عیسی ابو طاهر العلوي په دې کې یوازې دی. په "المیزان" کې راغلي: دارقطني ویلي: درواغجن دی او حدیث باطل دی. په "اللسان" کې ابن ابي حاتم یاد کړی خو نه یې جرح کړې او نه تعدیل)، طبراني په الاوسط (6/77، رقم 5846) کې راوړی. هیثمي (1/126) وایي: په دې کې احمد بن عیسی الهاشمي دی چې دارقطني ویلي درواغجن دی. همداراز رامهرمزي په المحدث الفاصل (1/163)، دیلمي (1/479، رقم 1960). ذهبي په المیزان (1/270) او حافظ په اللسان (1/241) دواړو د احمد بن عیسی الهاشمي په اړه ویلي چې دارقطني درواغجن بللی دی].
د کنز العمال په روایت له انس څخه راغلي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «متى ألقى أصحابي؟ متى ألقى أحبابي؟» (کله به له خپلو اصحابو سره مخ شم؟ کله به له خپلو احبابو (مینه والو) سره مخ شم؟)، ځینو صحابه وو وویل: ایا موږ ستا مینه وال نه یو؟ ویې فرمایل: «أنتم أصحابي، ولكن أحبابي قوم لم يروني وآمنوا بي أنا إليهم بالأشواق» (تاسو زما اصحاب یاست، خو زما احباب هغه خلک دي چې زه یې نه یم لیدلی او پر ما یې ایمان راوړی، زه هغوی ته ډېر لېوال یم) (ابو الشيخ په الثواب). همداراز په "الفردوس بمأثور الخطاب" کې له انس بن مالک څخه راغلي: «مَتى ألْقى أَصْحَابِي مَتى ألْقى أحبابي»، صحابه وو وویل: ایا موږ ستا احباب نه یو؟ ویې فرمایل: «أَنْتُم أَصْحَابِي غير أَن أحبابي قوم لم يروني وآمنوا بِي أَنا إِلَيْهِم بالأشواق». قشیري هم دا په خپل رساله کې په سند سره ذکر کړی، خو په دغه حدیث کې داسې راویان شته چې پر هغوی نیوکې شوې دي، او ځینو څېړونکو ویلي چې دا منکر او درواغجن حدیث دی... یعنې دا حدیث له هغو منل شویو احادیثو څخه نه دی چې استدلال پرې کېږي.
۴- په دې توګه روښانه شوه چې پوښتل شوی متن د نبي ﷺ حدیث نه دی، بلکې یو ترکیبي متن دی چې ظاهراً یو ناخبره کس جوړ کړی او هغه الفاظ او صیغې یې پکې راټولې کړې چې په بېلابېلو احاديثو کې راغلې دي؛ که هغه مقبولي وي او که غیر مقبولي. نو له همدې امله، دا صحیح نه ده چې دغه متن د رسول الله ﷺ د حدیث په توګه روایت شي.
والله أعلم وأحكم.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول ۲۰مه د ۲۰۲۲/۱۰/۱۶م کال سره سمون خوري
د امير (حفظه الله) په Facebook پاڼه کې د ځواب لینک: Facebook
د امير (حفظه الله) په ویب پاڼه کې د ځواب لینک: Web