د پوښتنې ځواب
پوښتنه: ترک پریس په خپله ویب پاڼه کې د ۲۰۲۵/۴/۱۴ نېټه په سوريه کې د "T4" په هوایي ډګر کې د ترکیې د یوې هوايي اډې د جوړولو په وړاندې د یهودو د بنسټ د اعتراض د لاملونو په اړه خبر خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د دې مخالفت یو لامل پوځي دی؛ ځکه چې د ترکیې شتون به په سوریه کې د اسرائیل د هوايي ځواک ازادي محدوده کړي او یو داسې امنیتي همغږي به پرې تپي چې تل ابیب اوس مهال ورته لېوالتیا نه لري. مخکې تر دې وال سټریټ ژورنال د ۲۰۲۵/۴/۱۲ نېټه خبر ورکړی و چې ټرامپ تېره اونۍ له نتانیاهو سره په لیدنه کې د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی و (هغه پر خپلې وړتیا ډاډ څرګند کړی و چې دا اختلافات حل کړي، خو په دې شرط چې دواړه لوري له عقلانیت څخه کار واخلي). ایا دا پدې معنی ده چې د یهودو دولت کولی شي د ترکیې او سوریې ترمنځ د هوکړې سره سره، په سوریه کې د ترکیې د پوځي شتون مخه ونیسي؟ او ایا په دې کې د امریکا کوم رول شته چې د ټرامپ منځګړیتوب ته لاره هواره کړي؟
ځواب: د ځواب د روښانه کولو لپاره، موږ باید لږ شاته لاړ شو او لاندې ټکي وڅېړو:
لومړی: هنګري ته د نتانیاهو د سفر په ترڅ کې د ټرامپ بلنه ډېره د پام وړ وه:
۱- نتانیاهو د ۲۰۲۵/۴/۲ نېټه هنګري ته څلور ورځنی سفر پیل کړ؛ دا د تېر کال راهیسې چې د نړیوالې جنايي محکمې لخوا یې د نیولو حکم صادر شوی و، یو اروپایي هېواد ته د هغه لومړی سفر و.
۲- په غیر معمول ډول، د امریکا ولسمشر ټرامپ په بوداپست کې د نتانیاهو او اوربان (د هنګري لومړی وزیر) د لیدنې پر مهال هغوی ته زنګ وواهه او نتانیاهو ته یې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړه: (ټرامپ په ولسمشریزه الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هغه تېره پنجشنبه له نتانیاهو سره تلیفوني خبرې کړي او پر نړیوالو سیاسي مسایلو یې بحث کړی دی. هغه اشاره وکړه چې د اسرائیل لومړی وزیر ښايي ډېر ژر له متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړي. یو اسرائیلي چارواکي اکسیوس ویب پاڼې ته تایید کړه چې ټرامپ نتانیاهو ته سپینې ماڼۍ ته د رسمي لیدنې بلنه ورکړې، خو د لیدنې وخت لا نه دی ټاکل شوی. القاهرة الإخبارية، ۲۰۲۵/۴/۴).
۳- د یهودو بنسټ د دې عاجلې بلنې له امله حیران شو، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ د دې لیدنې ځنډول (د یهودو له اخترونو وروسته) رد کړل: (د نتانیاهو په دفتر کې د سپینې ماڼۍ د دې ټینګار له امله اندېښنه ده چې لیدنه باید سبا دوشنبه ترسره شي، نه د یهودو د پسح له اختر وروسته لکه څنګه چې نتانیاهو غوښتل. د نتانیاهو د دفتر په اعلامیه کې راغلي چې هغه به د ټرامپ په بلنه واشنګټن ته لاړ شي او هلته به پر ګمرکونو، د برمته شوو کسانو د راخوشې کولو پر هڅو، د اسرائیل او ترکیې پر اړیکو، د ایران پر ګواښ او د نړیوالې جنايي محکمې پر وړاندې پر مبارزې بحث وکړي. د نتانیاهو دفتر د سپینې ماڼۍ د بېړې له امله اندېښمن دی چې ښايي ټرامپ نتانیاهو ته داسې موضوعات وړاندې کړي چې اسرائیل یې تمه نه لري. عرب ۴۸، ۲۰۲۵/۴/۶).
۴- نتانیاهو له هنګري څخه نېغ په نېغه واشنګټن ته لاړ او خپل هېواد ته ستون نه شو، چې دا په خپله د موضوع پر بېړنۍ توب دلالت کوي!
دویم: دا ټول سمدستي ترتیبات پر یوې بېړنۍ موضوع دلالت کوي، او د لیدنې د اعلان شوو موضوعاتو په دقت سره څېړلو وروسته معلومیږي چې لږ تر لږه یوه موضوع د دې بلنې اصلي انګېزه وه، چې په غالب ګومان هغه په سوریه کې حالات دي:
۱- د ۲۰۲۵/۴/۷ نېټه له نتانیاهو سره د ټرامپ د خبرو په دقت سره څېړلو وروسته معلومیږي چې د سوریې او ترکیې په اړه د هغه څرګندونې د اردوغان سره د هغه د اړیکو په اړه مثبتې وې. هغه وویل: (ما د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته مبارکي وویله... تا هغه څه وکړل چې نورو په دوو زرو کلونو کې نه وو کړي... تا سوریه د خپلو استازو (وکیلانو) له لارې ونیوله. ټرامپ زیاته کړه: اردوغان وویل نه نه نه... ما سوریه نه ده نیولې، خو ما ورته وویل چې دا ته وې، خو سمه ده چې اعتراف پرې ونه کړې. اردوغان یو سخت او ډېر هوښیار سړی دی او داسې څه یې کړي چې مخکې چا نه وو کړي. بیا ټرامپ نتانیاهو ته مخ واړاوه او ویې ویل: له ترکیې سره چې هر ډول ستونزه لرې، زه یې حل کولی شم، خو په دې شرط چې ستا غوښتنې منطقي وي... موږ ټول باید منطقي واوسو. ترك برس، ۲۰۲۵/۴/۸). ټرامپ له نتانیاهو څخه وغوښتل چې په سوریه کې د ترکیې په مسایلو کې له عقلانیت څخه کار واخلي.
۲- د یهودو بنسټ د امریکا د دې غوښتنې له منلو پرته بله لاره نه درلوده: (نتانیاهو تایید کړه چې تل ابیب به اجازه ورنکړي چې سوریه د دوی پر وړاندې د بریدونو پر اډه بدله شي. هغه وویل: موږ په سوریه کې پر وضعیت بحث وکړ. موږ له ترکیې سره دوستانه اړیکې لرلې چې په دې وروستیو کې خرابې شوي دي. موږ نه غواړو چې نور او په ځانګړي ډول ترکیه، سوریه د اسرائیل پر وړاندې د بریدونو لپاره وکاروي. هغه زیاته کړه: موږ د دې په اړه خبرې وکړې چې څنګه له دې شخړې مخنیوی وکړو او زما په اند د دې هدف لپاره د امریکا له ولسمشر څخه بل غوره محور نشته. القدس العربي، ۲۰۲۵/۴/۸).
۳- د یهودو بنسټ پر سوریايي هوایي ډګرونو سخت بریدونه کړي وو. آر ټي د ۲۰۲۵/۴/۲ نېټه د سوریې د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي: (اسرائیلي ځواکونو په ۳۰ دقیقو کې پر پنځو سیمو بریدونه وکړل چې د حماه پوځي هوایي ډګر یې نږدې بشپړ ویجاړ کړ). دا هغه هوایي ډګرونه دي چې ترکیه پلان لري د سوریې له نوي حکومت سره د هوکړې له مخې پکې خپلې اډې جوړې کړي: (د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر پر ترکیې تور پورې کړ چې په سوریه کې منفي رول لوبوي او احمد الشرع ته یې خبرداری ورکړ چې که "مخالفو قوتونو" ته په خپل هېواد کې د ننوتلو اجازه ورکړي، نو درنه بیه به پرې کړي. انقره اوس مهال د سوریې له نوي حکومت سره پر یوې ګډې دفاعي هوکړې خبرې کوي او راپورونه وايي چې ترکیه غواړي په T4 او حلب هوایي اډو کې خپلې الوتکې او دفاعي سیسټمونه ځای پر ځای کړي... بي بي سي، ۲۰۲۵/۴/۵). د حماه په هوایي ډګر کې د یهودو د بنسټ په برید کې د ۳ ترکي انجینرانو د وژل کېدو خبرونه هم خپاره شول. (إرم نيوز، ۲۰۲۵/۴/۴).
۴- داسې ښکاري چې ترکیه د یهودو د بنسټ پر بریدونو، په ځانګړي ډول پر هوایي ډګرونو، ډېره په غوسه شوې وه او په بېړني ډول یې له امریکا سره اړیکه ونیوله ترڅو د یهودو بنسټ په سوریه کې کنټرول کړي؛ ځکه ترکیه په سوریه کې هغه دنده ترسره کوي چې له امریکا سره پرې هوکړه شوې ده. له همدې امله نتانیاهو په بېړني ډول واشنګټن ته ور وغوښتل شو.
درېیم: ډېرې نورې څرګندونې هم ښيي چې دا موضوع په هغه لیدنه کې تر ټولو اړینه وه:
۱- د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: (دا پر متحده ایالاتو لازمه ده چې نتانیاهو "بیا تنظیم" کړي او د هغه لپاره یو چوکاټ وټاکي. الأناضول، ۲۰۲۵/۴/۹).
۲- د یهودو بنسټ او ترکیې ترمنځ د سمدستي مخامخ خبرو اعلان وشو. آر ټي د هاکان فیدان له قوله وویل: (د دې لپاره چې په سوریه کې له "ناسمې پوهېدني" مخنیوی وشي، موږ له اسرائیل سره مستقیمه اړیکه لرو. فیدان ټینګار وکړ چې د اسرائیل لخوا د سوریې د زیربناو بمبارول باید ودرول شي).
۳- (روېټرز خبري اژانس تېره اونۍ ویلي وو چې ترکي پوځي ټیمونو په سوریه کې لږ تر لږه درې هوایي اډې معاینه کړي ترڅو هلته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي. فیدان وویل: لکه څنګه چې موږ په سوریه کې ځانګړي عملیات کوو، باید یو میکانیزم شتون ولري چې له اسرائیل سره له ټکر څخه مخنیوی وشي، کټ مټ لکه هغه میکانیزم چې موږ له امریکا او روسیې سره لرو. العربية، ۲۰۲۵/۴/۱۰).
۴- (یوې خبرې سرچینې انډیپنډنټ عربیه ته ویلي: په حقیقت کې د یوې هوکړې په اړه خبرې روانې دي، دا هوکړه د شخړې د نه پېښېدو په اړه ده، ترڅو که د سوریې په فضا کې اسرائیلي الوتکې وي، نو د هغوی د منزل په اړه خبر ورکړل شي. انډيپنډنټ عربية، ۲۰۲۵/۴/۹). یعنې دا د هغې پخوانۍ هوکړې په څېر ده چې ترکیې له روسیې سره په سوریه کې درلوده!
۵- دا ټول د ترکیې د چارواکو له ویناوو څخه هم څرګندیږي لکه څنګه چې الشرق الاوسط د ۲۰۲۵/۴/۱۳ نېټه نقل کړي دي: [ترکیې تایید کړه چې له اسرائیل سره به خپلو تخنیکي خبرو ته دوام ورکړي ترڅو په سوریه کې د کړکېچ د کمولو او د ټکر د مخنیوي لپاره یو میکانیزم او قواعد وټاکي. د ترکیې او اسرائیل وفدونو تېره چهارشنبه په باکو کې سره وکتل. الشرق الأوسط ۲۰۲۵/۴/۱۳]
۶- الجزیره ویب پاڼې د ۲۰۲۵/۴/۱۴ نېټه د ایټالوي لیکوال اندریا موراتوري یو راپور خپور کړ چې پکې راغلي: [ترکیه د امریکا د نوي حکومت لپاره په منځني ختیځ او نړۍ کې د ډېرو ګرمو مسایلو د حل لپاره د یو پل په څېر رول لوبوي... ټرامپ په وار وار د اردوغان د شخصیت او سیاسي هوښیارۍ ستاینه کړې ده. الجزيرة ۲۰۲۵/۴/۱۴]
دا ټول په دې دلالت کوي چې امریکا له یهودي دښمن بنسټ او ترکي نظام سره د خپلو متحدینو په څېر چلند کوي او د هغوی ترمنځ چارې د خپلو ګټو لپاره اداره کوي!
څلورم: دا واقعا دردونکې ده چې متحده ایالات زموږ په هېوادونو کې چارې د خپلې خوښې سره سم اداره کوي، او په سیمه کې لومړیتوب د یهودو غاصب بنسټ ته ورکوي چې زموږ د اسراء او معراج خاوره (فلسطین) یې نیولې ده. د مسلمانانو واکمنان د امریکا په لاس کې د لوبو وسایل دي. حتی د عثماني خلافت په وروستیو کې، کله چې یهودو وغوښتل چې د سرو زرو د ملیونونو سکو په بدل کې په فلسطین کې ځای ولري، خلیفه هغوی ته په سختو ټکو ځواب ورکړ:
(فلسطین زما شخصي ملکیت نه دی، بلکې د اسلامي امت ملکیت دی. زما ملت د دې خاورې لپاره جهاد کړی او په خپلو وینو یې خړوبه کړې ده. نو یهود دې خپل ملیونونه له ځان سره وساتي. که یوه ورځ د خلافت دولت ټوټې ټوټې شو، هغه وخت بیا دوی کولی شي فلسطین بې له بیې واخلي...) او همداسې وشول!
د عثماني خلافت له منځه تلو وروسته، نن ترکیه د یهودو بنسټ لخوا په سوریه کې د پوځي اډې له جوړولو منع کیږي، حتی وروسته له هغه چې د سوریې نظام ورسره موافقه وکړه! دا د خلافت له زوال وروسته د مسلمانانو حال دی... او دا یو لوی ناورین دی!
د مسلمانانو قوت او عزت یوازې په خلافت کې دی. حزب التحریر چې د خپل امت رښتینی لارښود دی، د مسلمانانو په خاورو کې د قدرت له خاوندانو (اهل القوة) څخه غوښتنه کوي چې د خلافت په بیا تاسیس او د اسلامي ژوند په بیا پیلولو کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو د مسلمانانو عزت بېرته راشي.
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
"او په هغه ورځ به مومنان د الله (ج) په مرسته خوشحاله شي، هغه له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه ښه برلاسی (غالب) او مهربان دی." (سورة الروم: ۴-۶)
۱۸ شوال ۱۴۴۶هـ د ۲۰۲۵/۴/۱۶م مطابق