پوښتنه:
په دې وروستیو کې د ولسي حرکت (الحركة الشعبية) او ملي کانګرس (المؤتمر الوطني) ترمنځ نږدې دوامداره کړکېچ لیدل کېږي: د اپوزیسیون له ځواکونو سره د جوبا کنفرانس، پراخ لاریونونه او سیمینارونه... سره له دې چې داسې انګېرل کېږي چې ولسي حرکت په حکومت کې دی نه په اپوزیسیون کې؛ بیا د سلفاکیر افریقایي او اروپایي سفرونه، او د امریکايي استازي "ګرایشن" د ناکامۍ په اړه اوازې، سربېره پر دې چې پارلمان پدې اونۍ کې د ولسي حرکت له مخالفت سره سره د ملي امنیت قانون تصویب کړ، او نن ۲۲/۱۲/۲۰۰۹ د ولسي حرکت لخوا د غونډې د پرېکون (بایکاټ) په ترڅ کې د ټولپوښتنې قانون تصویب شو؛ نو ایا دا ویل کېدی شي چې دا د حرکت او کانګرس ترمنځ یو حقیقي کړکېچ دی؟ او که وي، نو ایا دا د امریکا له وفادارۍ څخه د اروپا او په ځانګړې توګه بریتانیا لور ته د حرکت د وفادارۍ د اوښتو په مانا ده؟ او که دا یو ظاهري کړکېچ دی چې امریکا یې اداره کوي؟
ځواب:
په سوډان کې د ولسي حرکت او ملي کانګرس ترمنځ د کړکېچ دوام د بېلتون څخه مخکې یوه طبیعي چاره ده؛ ځکه هر یو یې غواړي د دې پایلې (بېلتون) پړه پر بل واچوي، ترڅو وروسته د هغو ستونزو له امله چې له بېلتون څخه پیدا کېږي، د سیالانو لخوا له تورونو سره مخ نه شي...
د نېواشا هوکړه په اصل کې د بېلتون هوکړه ده، او د البشیر دا ادعا چې ټولپوښتنه به د یووالي انتخاب رامنځته کړي، هغه پخپله هم پرې باور نه لري؛ ځکه یوازې د ټولپوښتنې د اصل منل پدې مانا دي چې په سوډان کې بېلتون په یو حقیقت بدل شوی، او د ټولو خواوو چلند د همدې موخې د ترلاسه کولو په لور دی.
تاج السر محمد صالح، چې د المیرغني په مشرۍ د ولسي ډیموکرات ګوند یو مشر دی، وایي: "هغه څه چې د ورځپاڼو پر مخ راڅرګندېږي او دا ورځې یې اورئ، موږ ورسره روږدي یو... دا د هغو ټولو مسایلو تکرار دی چې د دواړو لورو لیدلوري پکې توپیر درلود، دوی په خپرو رسنیو کې د خپلو اختلافاتو په خپرولو کې بېړه کوي، خو ډېر ژر بېرته سره ګوري، کښېني او یو ځل بیا هوکړې ته رسېږي"، هغه زیاتوي: "دواړه شریکان په ګډ کار کې داسې یو مکتب استازیتوب کوي چې پر (تناو کشۍ) ولاړ دی، هر یو له خپلې خوا تناو کشوي ترڅو خپلو ځانګړو اجنډاوو ته ورسېږي"، او ټینګار کوي: "دا د چارو د سمبالښت لپاره یوه ناسمه لاره ده، ځکه چې دا د سوډاني وګړي پر رواني حالت اغېز کوي او هغه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنوي"، صالح هیله څرګندوي چې: "دواړه شریکان دې په علني توګه د خپلو اختلافاتو له اداره کولو ډډه وکړي ترڅو چې د هغو میکانیزمونو له لارې حل لارو ته رسېدلی شي چې پرې توافق شوی دی" (د هالنډ نړیواله راډیو).
دا څرګنده ده چې د دغه مشر خبرې - چې ګوند یې له امریکایانو سره وفاداري لري - دا ښیي چې د واک د شریکانو ترمنځ اختلافات داسې یوه مسله ده چې سوډاني وګړي ورسره روږدي شوي دي، او د هغه په نظر ستونزه یوازې دا ده چې دا اختلافات باید پټ وساتل شي او په ښکاره څرګند نه شي، او دا احتمال ورکوي چې دواړه شریکان به بیا سره موافقه وکړي.
دا کړکېچونه یوه مطلوبه پایله ده؛ د واک د دواړو شریکانو ترمنځ د اختلافاتو تکرار د سویل د برخلیک ټاکلو په ټولپوښتنه کې د بېلتون د انتخاب په ګټه مرسته کوي. که دواړه خواوې په بشپړ ډول همغږي وای او کړکېچ نه وای، نو دا وېره وه چې د سویل خلک به یووالی غوره کړي. له همدې امله، د بېلتون موخې ته د رسېدو لپاره د دوی ترمنځ د کړکېچ رامنځته کول اړین وو.
خو د ولسي حرکت لخوا د اپوزیسیون مشري کول او په لاریونونو او سیمینارونو کې د هغوی مخکښي، او بیا کله د ولسي جرګې پر پرېکړه اعتراض او کله پرېکون کول... دا یوازې د دې لپاره دي چې له حکومت سره په سازش تورن نه شي، او د دې لپاره چې اپوزیسیون د بېلتون له انتخاب سره مخالفت ونه کړي. ولسي حرکت د سلفاکیر او تر هغه وړاندې د جان ګارانګ په مشرۍ په بشپړ ډول د امریکا تر واک لاندې دی او په هغه کې له امریکا پرته بل هېڅ مؤثر نفوذ نشته، او داسې هېڅ نښه نشته چې ولسي حرکت دې د اروپا لور ته تمایل پیدا کړی وي او امریکا یې پرېښې وي.
د امریکایي استازي په اړه باید وویل شي چې هغه نه دی ناکام شوی، بلکې هغه نه غواړي د کړکېچ فتيله مړه کړي؛ ځکه دا د بېلتون لپاره د زمینې برابرولو له اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
اروپایان او انګلیسان بیا د امریکا پر ضد خپل فعالیتونه په دارفور کې متمرکز کړي دي، نه په سویل کې.
او په اروپایي او افریقایي هېوادونو کې د سلفاکیر د سفرونو موخه د نوي دولت د زېږېدو لپاره نړیواله زمینه سازي ده. سلفاکیر تر دې وړاندې له مصر څخه هم لیدنه کړې وه چې هلته د دولتونو د مشرانو په څېر تود هرکلی ورته وشو، او مصر ورسره ډېرې هوکړې لاسلیک کړې؛ داسې چې ګواکې سویل له اوس څخه یو خپلواک دولت ګرځېدلی وي!