Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د مېړه پلار که کافر وي

July 28, 2004
2828

پوښتنه:

یوه مسلمانه ښځه چې له یوه داسې مسلمان سره یې واده کړی وي چې پلار یې کافر وي، ایا د مېړه کافر پلار د دې ښځې لپاره محرم ګڼل کېږي؟ او ایا دا ورته جواز لري چې د هغه په وړاندې له خپل عورت (زینت) څخه هغه څه ښکاره کړي چې د مېړه مسلمان پلار ته یې ښکاره کوي؟

ځواب:

د مېړه پلار له محارمو څخه دی، که هغه مسلمان وي او که غیر مسلم؛ ځکه په دغه مبارک ایت کې راغلي:

أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ

"یا د هغوی د مېړونو پلرونه." (سورت النور: ۳۱)

دلته دغه حکم په اسلام پورې نه دی خاص شوی، نو ځکه ورسره چلند یو شان دی، که مسلمان وي او که کافر.

په حدیث کې راغلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم (ام المؤمنین) ام حبيبه بنت أبي سفيان پر دې خبره تایید کړه چې له خپل پلار څخه یې حجاب ونه کړ، سره له دې چې هغه مهال هغه کافر و؛ کله چې هغه د حدیبیې د تړون د نوي کولو لپاره مدینې ته راغی او د هغې کره مېلمه شو، هغې ترې حجاب ونه کړ. که چېرې د هغه کفر نوموړی د مسلمان پلار له حکم څخه ویستلی وای، نو هغې به ترې حجاب کړی وای. یعنې دا چې په لاندې برخه کې:

أَوْ آبَائِهِنَّ

"یا د هغوی پلرونه." (سورت النور: ۳۱)

چې تر (أو آباء بعولتهن) مخکې راغلې ده، د محرمیت له پلوه کافر او مسلمان پلار دواړه یو شان دي؛ او همداسې (آباء بعولتهن) هم دي. له همدې امله، د پوښتونکي مسلمان مېړه ښځې ته جایز ده چې د خپل مېړه له کافر پلار سره د عورت په برخه کې د مسلمان پلار په څېر چلند وکړي. دا دلته "جواز" دی، نه "وجوب"؛ یعنې د محرم مسلمان په څېر د هغه په وړاندې د عورت ښکاره کول ورته جایز دي او نه ښکاره کول یې هم جایز دي؛ خو زه غوره ګڼم چې د کفر له امله د کافر محرم په وړاندې د عورت له ښکاره کولو څخه ډډه وشي (کم شي).

۲۸/۰۷/۲۰۰۴م

Share Article

Share this article with your network